المحمدی بصری څانګه
2.26K subscribers
38 photos
3 videos
42 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
Forwarded from مطیع الله حازم 💘حازم💔
څه که مې ژوندون وناراحت خوپرې راحت ومه
اوس که مې ژوندن شي په راحت خوناراحت یمه

زمادژوند هستي وو زمادهیلوترجمان ولو
اخ شولوپنااوس زه دنه څه په قیمت یمه

پلاریوډیرعظیم نعمت وي څوک ورباندې پیږي نه
ګوره چې بې برخې زه له دغه لوی نعمت یمه

څومره اسوده ومه خواوس مې ژوندون ګران شوله
پاته شوم یتیم شومه دازه څومره بدبخت یمه

داوه فیصله درب منلې مې په سرسترګو
کړم ورته دعاورته غوښتونکی دجنت یمه

زمامطیع الله دژوندانه هیلې میراتې شوې
اوس مطیع الله بیخي په ډیرلوی مشقت یمه
ـــــــــــــ
مطیع الله حازم
1404 / 2 / 11
اصلاحي شعر

چي پراوږو دي دګناه وو،پيټي بارنشي
زړه بدي مات نشي اوزړه بدي ازارنشي

چي په یارۍ کي دجفاټکي ته اورواچوې
ته به تنهانشي اوبیل به درڅه یارنشي

که په دونیاکي دصالحوپرقدم روان وې
نوته ریښتنۍ یې پربده بدي لارنشي

دژبي توره که دي ماته کړه اوموم دي کړله
اخلاق دي ښه دي بداخلاقوکي به شمارنشي

چي دي اجل نوي پوره له مرګه مه ویریږه
دارته به پورته شې خوغاړه به دي دارنشي

اۍ مهاجره !که دي مینه الهي مینه وه
سرته رسیږي دبدبینوبه هيڅ ښکارنشي

مهاجرهروي
Forwarded from منیب الله منقاد
غــــزل

د عشق اور مې د زړګې په دښته بل دی
هره ساه زما د یار په نوم سنبل دی

چې سپوږمۍ ته ګورم، هغه راله یاد شې
فرهر ستوري د خندا یوشان مثل دی

چې د سترګو په ښاست یه، زړه رڼاشي
د هغه خندا کې جوړ د ژوند منزل دی

بې له هغه ژوند زما یو خالي خوب دی
چې په خوب کې همیشه راسره مل دی

ای منیبه زما وجود د عشق په درد دی
دا غزل د مینې زخم په عشق حل دی
غزل

نا قرار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
ورک مې یار دی زړه مې بل رقم خوږیږي

د دیدن په تمه تمه مو ژوند تیر شو
انتظار دی زړه مې بل رقم خوږیږي

راشه رحم مې په حال او روزګار وکړه
د خدای پار دی زړه مې بل رقم خوږیږي

د ځوانۍ نشه غُربت رانه خوړلې
ژوند مې خوار دی زړه مې بل رقم خوږیږي

د یارۍ دوران ناسور شو راته غم شو
سور انګار دی زړه مې بل رقم خوږیږي

زه مخبت ځکه د زړه په رنځ اخته یم
سخت روزګار دی زړه مې بل رقم خوږیږي

مخبت وردګ
شهیدپروره خاوره !
                                                      ........................
شهیدپروره خاوره
ډکه له زره خاوره

خاونده،ویه ساتې
افغان ټبره خاوره

وي دي همداسي مدام
پاکه له شره خاوره

بوی دلونګولري
ده معطره خاوره

خالي دي نسي مشره
ستاله وزره خاوره

ده برخمنه شکُر
له هرهنره خاوره

ځکه په امن ده اوس
ستاله اثره خاوره

زه مهاجر،یي ساتم
له هرخطره خاوره

مهاجرهروي
غــــزل!!!

يوه نښه دې لا اوس هم راسره ده
ستا د تلو ورسته په زړه د غم څپه ده

سر ببر څيري ګريوان په صحرا ګرځم
د چا ياد کې مې بايللې حافظه ده

ته رايـــاد شی ورته وژاړم لـــه درده
ستا تصوير ته مې کرۍ شپه شبګيره ده

زړونه مات نکړۍ په ژوند خو باور نشته
يو مئين نن له خپل يار کړې ګيله وه

چې روان شو نو تر شا شا راکتل يې
عمري ياره څه سخته شان شيبه وه

عمري کندوزوال
Forwarded from !! رحماني وصال !!
روڼ ستوری یم

زۀ د ایثار د باب ژوندی مثال یم
د قـربانۍ د ډګـر روڼ ستوری یم

لۀ غلام ذاتو نه مې کرکه کیږي
د آزادۍ دلشکر روڼ ستوری یم

جهادي دنده به تل مخته وړمه
د استشهاد د ټبر روڼ ستوری یم

تیارې څيرمه د افرات او تفریت
د مساوات منور روڼ ستوری یم

د زمانې تورونو تور نه کړمه
د شنۀ اسمان پۀ ټټر روڼ ستوری یم

هر قدم مخته ګدم د رب پۀ فرمان
ځکه د لر او د بر روڼ ستوری یم

څو امپراتوره مې پر وړاندې مات شول
غازي غازي جهادګر روڼ ستوری یم

الهام الهام یم رحماني وصاله!
ستا د غزل د مِحور روڼ ستوری یم

م رحماني وصال
د شهید یار پلونه دي😥
بارانه مه یې ورانه وه د شهید یار پلونه دي
زما د لالي زما د جانان زما د نګار پلونه دي

درته زاري کوم خوږ باده ترينه لیري تیر شه
ماته شیرین ماته حسین د حسندار پلونه دي

شبنمه خیال یی هم ته وساته خراب یی نه کړی
را باندی ګران دواړه چشمان می د دلدار پلونه دي

خزانه تاته اږدم ځولی چې راڅه وران یې نه کړی
لکه نبات لکه عسل مي د سالار پلونه دي

چې د قدم غبار یې کړمه زه رانجه د سترګو
زړه ته سکون زړه ته درمل مې د سردار پلونه دي

د غرو لمني مو په سپینو بیرغو سینګار دي
په کی ویده ګلاب نښتر لکه چنار پلونه دي

تپاند زُهاده) دغه پلونه قیمتي پلونه دي
چې هیر یې نه کړي راته پاتې په دې لار پلونه دي
تپاند زهاد
غزل

هر څه ښه دي منظم مخته روان دي
ټول پلانونه مو ښه سم مخ ته روان دي

د وطن د آبادۍ واړه کارونه
ګړندي دي دم په دم مخته روان دي

په نړۍ کې مو د کار خلک ځلیږي
ټول د ستورو په رقم مخته روان دي

دفاعي ځواکونه ورځ په ورځ زور اخلي
په روزنه کې محکم مخته روان دي

د هیواد راتلونکی قشر او نسلونه
په کتاب او په قلم مخته روان دي

یَوه ورځ به یې د فتحې غږ موږ واورو
د هغې خوا یاران هم مخته روان دي

په ورو ورو به د نړۍ واک په لاس اخلي
د مخبت یاران په زغم مخته روان دي

مخبت وردګ
معمی الاپ:

تورې کړې مي دعشق په رنجو سترګې
وخـــــــته وایـــه دا روا ڪه نا روا ده

چي وي ستوري راختلي په غرمه کې
لمر په شپه لیدل نوڅه ډیره نا شنا ده

شیخه تا باندي یې ولي تاثــر وکړی
شیخه داخو نه جادوصرف یوه خندا ده

دیهـــــودؤ نصاروو دوه قـــــــولونه
زما ایمان دی پري دپاک قران وینا ده

د سرو زَرو غاصـب ښه تر هغه چا دی
چي دلیل یي پر حشِشو وي ګنا ده

هم جنت او هم دوږخ دی خبردار شئ
دا دونیا چي واکثــــــرؤ ته لیلا ده

له رحمته دخـــــالق ځغلــــي مُلا دی
دذاکرمسجون هـــــم دا کیسه صفا ده

م: ذاکرمسجون
Forwarded from صالح محمد اسحاق (صالح م اسحاق)
مناجات

زه لا بندي یم لا غریب یم لا فنا سره
ته لا زما یې لا رحیم یې لا بقا سره

که هرڅه نشته ستا حضور دی دا کفاف ماته
زه لا محتاج یم لا سوالي یم لا دعا سره

زه د سکوت په ژبه ژاړم ډېر نږدې وي تاته
زه لا پټ نه یم لا غږېږم لا نوا سره

زما یقین ته دګنا بوی هم رسيږي نو
زه دومره ظرف یم دومره نه یم لا خطا سره

ستا دکرم نه محروم مشه زما ناولی زړه
ته خپل اسحاق دروله ځان ته له هُدا سره

صالح محمد اسحاق
Forwarded from !! رحماني وصال !!
د غزې پیغله: 😢

اې! د امت حکمرانانو لا تر اوسه درته
مظلوم وګړي د غزې سترګې پۀ لار پاته دي

خولې یې ګنډلي یهودیانو دي د جبر پۀ تار
تت فریادونه یې مریو کې حصار پاته دي

د بې وسۍ پۀ اخري حد کې مړه شوې پیغله
د اوښکو پلونه یې پۀ مخ قطار قطار پاته دي

دنیا یې نه ویني په ساندو سر تنکي ماشومان
د وران دیار څنګ کې دڅو ورځو نهار پاته دي

خدایه! نصرت ته یې را ولېږه بدري ملکې
د جګړې کرښه کې سرتېري د سنوار پاته دي

مسلمانانو د سرحد دام کې پښې بندې کړلې
ټول رحماني وصاله! یو بل نه کنار پاته دي

م رحماني وصال
راحصار یم دبیلتون په سرو غرموڪي
ستا دعشق باز مي دزړه حرم نیولي
ستا مین ستا ودیدن ته انتظار دي
بس له رب نه دي همیش غواړم سوالوڪي


مابایللي خپل زړګي داســتا پـــه مینه
زه دی ستایمه پینځه وخته لمنځوڪي

ستا دڪلي ملاقات غواړم دلبره
زړه می بند دی ستا دعشق په پنجروڪي

درو دونو سلامــونه مي قبول ڪړه
زه ولچک یم دعجم پــه زولنوڪي

یی خاتــمُ المرسلین زړه تـــه شِفایي
چی ملنګ دي وایی په ڪلی اوڪوڅوڪي

سپین رخصار اوتـــوري زلفي حُسنداره
ستا دحُــسن مثال نشــته عالموڪي

عبـیده وِصال له وخته ملامال دي
دڪوثر اوبه ڪړه ور په خه جاموڪي

ش:: عبیده وِصال
یار مه بېلوه !نوي غزل

دومره په نۀ خبره لار له يار مه بېلوه
څه ګوزاره کو له زړۀ يې ازار مه بېلوه

هغۀ ته ګران يې شاګردي دې د دو سترګو کوي
د مینې کار دی له دې کاره دې کار مه بېلوه

خير دی پو به شي ماشوم دی لا تراوسه کنه
د محبت او شفقت ترې ګفتار مه بېلوه

داسې څوک نه کوي د مينې په پړاو کې اشنا
ځان نه دې پام د سترګو تور او دلدار مه بېلوه

پشتانه وايي قربان ومره خو په څه ومره جار
هسې په نه څه باندې خپل سر په دار مه بېلوه

ټول مينه ـ مينه منصوري يار مې له مينې جوړ دی
هسې په لوی لاس دا خوږ شخص وفادار مه بېلوه

سيدمنصورى
ستا و دربار ته ګناهونه لکۀ غرونه در وړم
پۀ ټپي زړۀ باندي څښتنه تور داغونه در وړم

دی پر اوږو مې د ګناوو بار، تر در دې راغلم
ستا تر ګرم، دحسناتو امیدونه در وړم!

دغه تور مخ او ملامتي ليمي ومنه ته
د پښېمانۍ په اوښکو بل څو مشالونه در وړم

زۀ خو بنده يم او مانده يم شرمنده يم ربه
د شپې پۀ زړۀ کې د تودو اوښکو رودونه در وړم

چټل زړګی مې دګناه تورو ګردو نیولی
د شفقت باران دې غواړم، دا عرضونه در وړم

د عفوي ټال دې ډېر دی لوی منصوري تل کې ځانګم
د ګران حبيب پۀ روی الٰهي زۀ سوالونه در وړم

سیدمنصوري
غزل

زه دى لـــمــبه زه دې په دار شمه بلا ورپسې
د ټـــولو مــخکى دې سنګسار شمه بلا ورپسې

که ســـــتا لپاره د خپل تن په پاکه وينه باندې
داســــــــې تـک سور لکه انار شمه بلا ورپسې

پـــه تــــــا مئين يــمه جـانانه که د ستا لپاره
د ســختو ســـختو دردو ښکار شمه بلا ورپسې

خوښ يم چې وړمه په اوږو دا د دردونو پيټي
قـــربان چې هر څومره ازار شمه بلا ورپسې

ســتا د وصال پسې جانانه خير که زه ليونى
ورک له دې کـور کلي او ښار شمه بلا ورپسې

وحــــــدت الله ابوحمزه چې کړم ثابته مينه
که بيـــا هم ستړى له اشعار شمه بلا ورپسې

وحدت الله ابوحمزه
درود سلام

وي دي درود داستا په نام مدام
وي دي سلام سهار ماښام مدام

ستا په اروا او آرامګاه جانانه
رحمت را اوري او انعام مدام

ستا د ښکلا او د عظمت بیان ته
توري عاجز اوصاف ناکام مدام

ابو القاسم ، ابو طیّب مې آقا
زه یې مرید زه یې غلام مدام

ستا په عیال ، آل او دوستانو باندې
وروسته له تا نه احترام مدام

خیرُ الانام ته پیښ خالد تسله
ادب، درنښت او احترام مدام

خالد تسل
د غیورو مسکن دزمریو مدفن
له ښکلا برخمن د ګلونو چمن
دا وطن داوطن داوطن

برکت د زندان نتیجه د دردو
خلاص چي شولوهیوادله پردو
آزاد کړي مو بیا په خپل تن
داوطن داوطن دا وطن

ده سمبال په ښکلا هم په نوراوځلا
ویې ساتي نور له ښکار دپردیو الله
له هرڅه مونږ ته ده قدرمن
داوطن داوطن داوطن

ښایسته لکه ګل او دوخت شو اتل
دنړۍ غدارانو ته شولو اجل
ماتوي به ضرور هر دښمن
داوطن داوطن داوطن

دغیرتونو کان ده لیدلي جهان
دازمونږه غازي اوغازي افغانیستان
هر ډګرکي ده تل بریمن
دا وطن داوطن دا وطن

جوړول یې ضرور رغول یې ضرور
فیض الهامه له هرڅه ساتل يې ضرور
نلري اوس په غیږ کي شکمن
داوطن داوطن داوطن
پـه ګـنهـګـارو لـپو او پـه ناچـارو لپو
ربه بښنـه غـواړم زه په بـیـکـارو لپو

غواړم درحم اوبه عصیان وهلي زړه ته
رحم ته وکړه ربه زماپه خوارو لپو

دژوند کښتۍډوبیږي دګناهوپه سیندکي
څنګه به یې کړم قابوپه دې پرهارو لپو

منم بي حده یمه زه ګنهګار ای ربه
یم طلبګار د عفوې په شرمسارو لپو

ای دجهان مالکه ستادرحمت په هیله
فیض الهام ده ولاړ په انتظارو لپو