ټوټې زړه💔
لګيا يم دخپل مات زړګي ټوټې راټولوم
نور ځم د ستړي ژوند مې خاطرې راټولوم
دهجر په انګار کی دی سوزيږم له ډيروخته
له مات رنځور زړګي يو څو ګيلې راټولوم
دتلومخکې یې دا وروستۍ خبره راته وکړه
چې ځم خپل کتابونه له هجرې راټولوم
موده وشوه لالې مې نادرک چې به وي چرته
په غم کې یې د ياد بلې ډيوې راټولوم
اخ څه تنکې ځوانان موشولو ځار له پاک دينه
عمري ورته دننګ غيرت کېسې راټولوم
"عمري کندوزوال"
لګيا يم دخپل مات زړګي ټوټې راټولوم
نور ځم د ستړي ژوند مې خاطرې راټولوم
دهجر په انګار کی دی سوزيږم له ډيروخته
له مات رنځور زړګي يو څو ګيلې راټولوم
دتلومخکې یې دا وروستۍ خبره راته وکړه
چې ځم خپل کتابونه له هجرې راټولوم
موده وشوه لالې مې نادرک چې به وي چرته
په غم کې یې د ياد بلې ډيوې راټولوم
اخ څه تنکې ځوانان موشولو ځار له پاک دينه
عمري ورته دننګ غيرت کېسې راټولوم
"عمري کندوزوال"
#ټپې
دا بې له یار زنده ګي
پۀ غــمو بار زنده ګي
تیـــروم ګــرانه مدام
لکه بیـــــمار زنده ګي
ډیر مـې یادیږي زړکؤ
پۀ زړۀ وریریږي زړکؤ
درپـــســې ژاړم مدام
نۀ مـې هیریږي زړکؤ
دیــوچا یاد کــړمه ځۀ
بیخي برباد کــړمه ځۀ
ستــونی ډک وي پـسې
مدام فــریاد کـړمه ځۀ
ورکـه جــانــانه راځــۀ
ای قـــــــدردانه راځــۀ
درپسې یـم ډیــر غمجن
د زړۀ درمــــانـه راځــۀ
د زړۀ مـې ورک شوسکون
اشــنا دا ستــا پۀ بـیلـتون
څیـــرې ګــریـوان ګـرزمـه
یمه خـــفۀ! جیـــګرخــون
کبـــاب دې کــــړم بیلـتانۀ
غـمــــــونه وړمــــه پۀ زړۀ
ساحــل نجـــرابـــــي اشنا
ستـــړی یــم لۀ ژونــــدانۀ
ساحـــل اشـنــــا پۀ سلـګـو
ژړیــــــږي بــــیا پۀ سلــګـو
تــرېنه بیـــل شـــوی جانان
دی پـۀ رښـتــــیا پۀ سلـګـو
#ساحل نجرابي
دا بې له یار زنده ګي
پۀ غــمو بار زنده ګي
تیـــروم ګــرانه مدام
لکه بیـــــمار زنده ګي
ډیر مـې یادیږي زړکؤ
پۀ زړۀ وریریږي زړکؤ
درپـــســې ژاړم مدام
نۀ مـې هیریږي زړکؤ
دیــوچا یاد کــړمه ځۀ
بیخي برباد کــړمه ځۀ
ستــونی ډک وي پـسې
مدام فــریاد کـړمه ځۀ
ورکـه جــانــانه راځــۀ
ای قـــــــدردانه راځــۀ
درپسې یـم ډیــر غمجن
د زړۀ درمــــانـه راځــۀ
د زړۀ مـې ورک شوسکون
اشــنا دا ستــا پۀ بـیلـتون
څیـــرې ګــریـوان ګـرزمـه
یمه خـــفۀ! جیـــګرخــون
کبـــاب دې کــــړم بیلـتانۀ
غـمــــــونه وړمــــه پۀ زړۀ
ساحــل نجـــرابـــــي اشنا
ستـــړی یــم لۀ ژونــــدانۀ
ساحـــل اشـنــــا پۀ سلـګـو
ژړیــــــږي بــــیا پۀ سلــګـو
تــرېنه بیـــل شـــوی جانان
دی پـۀ رښـتــــیا پۀ سلـګـو
#ساحل نجرابي
Forwarded from !! رحماني وصال !!
فـریاد 😢
د مېړانـــې او ايــثار خلک په کار دي
خلک ډیر دي خو دکار خلک په کار دي
د اقــصیٰ دپت لپاره را اوچت شـه
ایـوبي نـور له مزار خلک په کار دي
دا په مـونږ د ســتمګرو لوی اشر ته
خراسانه! ستا په شمار خلک په کار دي
چې تاریـخ ته مو ور وبښي ویاړونه
د عمر غوندې شـهکار خلک په کار دي
دمنصور په شان چې دانګي سره انګار ته
دا سې مست خمار خمار خلک په کار دي
چې په کلک فولادي عــزم یې تبدیل کړي
تورې شپې په روڼ سهار خلک په کاردي
رحماني وصاله! ځه چې کسات واخلو
د غزې د هــر پــرهار خلک په کار دي
م رحماني وصال
د مېړانـــې او ايــثار خلک په کار دي
خلک ډیر دي خو دکار خلک په کار دي
د اقــصیٰ دپت لپاره را اوچت شـه
ایـوبي نـور له مزار خلک په کار دي
دا په مـونږ د ســتمګرو لوی اشر ته
خراسانه! ستا په شمار خلک په کار دي
چې تاریـخ ته مو ور وبښي ویاړونه
د عمر غوندې شـهکار خلک په کار دي
دمنصور په شان چې دانګي سره انګار ته
دا سې مست خمار خمار خلک په کار دي
چې په کلک فولادي عــزم یې تبدیل کړي
تورې شپې په روڼ سهار خلک په کاردي
رحماني وصاله! ځه چې کسات واخلو
د غزې د هــر پــرهار خلک په کار دي
م رحماني وصال
Forwarded from عــمري کندوزوال شـعرونه🏳️🤍
تا پسې مات مې زړګی
خمار خمار مې زړګی
هيڅ نه جوړيږي اشنا
بيمار بيمار مې زړګی
اوس بې له تا زندګي
يـــاره زمـا زنـــدګي
خوند او مزه يې نشته
تنـهـا تنــهـا زنــــدګي
کرار کرار سلګۍ کړم
ستا پر مزار سلګۍ کړم
غم مې په زړه د اشنا
په هره لار سلګۍ کړم
له ژونده تنګ يمه زه
ګرځم ملنګ يمه زه
قرار د زړه مې نشته
په غمو رنګ يمه زه
ياره ستا کړم انتظار
څارمه ستا راتلو لار
زړه مې اشنا درپسې
شـــــ.ـو بيا پـــرهــار
له درده ډکې مصرۍ
ليـــکلي يې څو کړۍ
عمــري يار چـا پسې
کـــــړم بيا ســــلګـۍ
عـمري کندوزوال.
خمار خمار مې زړګی
هيڅ نه جوړيږي اشنا
بيمار بيمار مې زړګی
اوس بې له تا زندګي
يـــاره زمـا زنـــدګي
خوند او مزه يې نشته
تنـهـا تنــهـا زنــــدګي
کرار کرار سلګۍ کړم
ستا پر مزار سلګۍ کړم
غم مې په زړه د اشنا
په هره لار سلګۍ کړم
له ژونده تنګ يمه زه
ګرځم ملنګ يمه زه
قرار د زړه مې نشته
په غمو رنګ يمه زه
ياره ستا کړم انتظار
څارمه ستا راتلو لار
زړه مې اشنا درپسې
شـــــ.ـو بيا پـــرهــار
له درده ډکې مصرۍ
ليـــکلي يې څو کړۍ
عمــري يار چـا پسې
کـــــړم بيا ســــلګـۍ
عـمري کندوزوال.
Forwarded from شاعرمحمدنسیم عرفاني (محمدنسیم عرفاني)
دسالنګونو زمزمي په ګروپ کي دجمعي شپي له مشاعري نه څو بیتونه
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني
سکون مي لټوی جانانه ستا دسترګو جنګ کي
خبر نوم زړګـــــي تمې دردونه لټول
دهند غزا ته لاړي دنګه یاره بیا رانغلي
ماځکه دي په وینو تصویرونه لټول
دخوار عرفاني دغه زندګي ده غنمرنګه
بیګا یې په خوبو کي ستا نازونه لټول
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني
سکون مي لټوی جانانه ستا دسترګو جنګ کي
خبر نوم زړګـــــي تمې دردونه لټول
دهند غزا ته لاړي دنګه یاره بیا رانغلي
ماځکه دي په وینو تصویرونه لټول
دخوار عرفاني دغه زندګي ده غنمرنګه
بیګا یې په خوبو کي ستا نازونه لټول
Forwarded from مطیع الله حازم 💘حازم💔
څه که مې ژوندون وناراحت خوپرې راحت ومه
اوس که مې ژوندن شي په راحت خوناراحت یمه
زمادژوند هستي وو زمادهیلوترجمان ولو
اخ شولوپنااوس زه دنه څه په قیمت یمه
پلاریوډیرعظیم نعمت وي څوک ورباندې پیږي نه
ګوره چې بې برخې زه له دغه لوی نعمت یمه
څومره اسوده ومه خواوس مې ژوندون ګران شوله
پاته شوم یتیم شومه دازه څومره بدبخت یمه
داوه فیصله درب منلې مې په سرسترګو
کړم ورته دعاورته غوښتونکی دجنت یمه
زمامطیع الله دژوندانه هیلې میراتې شوې
اوس مطیع الله بیخي په ډیرلوی مشقت یمه
ـــــــــــــ
مطیع الله حازم
1404 / 2 / 11
اوس که مې ژوندن شي په راحت خوناراحت یمه
زمادژوند هستي وو زمادهیلوترجمان ولو
اخ شولوپنااوس زه دنه څه په قیمت یمه
پلاریوډیرعظیم نعمت وي څوک ورباندې پیږي نه
ګوره چې بې برخې زه له دغه لوی نعمت یمه
څومره اسوده ومه خواوس مې ژوندون ګران شوله
پاته شوم یتیم شومه دازه څومره بدبخت یمه
داوه فیصله درب منلې مې په سرسترګو
کړم ورته دعاورته غوښتونکی دجنت یمه
زمامطیع الله دژوندانه هیلې میراتې شوې
اوس مطیع الله بیخي په ډیرلوی مشقت یمه
ـــــــــــــ
مطیع الله حازم
1404 / 2 / 11
اصلاحي شعر
چي پراوږو دي دګناه وو،پيټي بارنشي
زړه بدي مات نشي اوزړه بدي ازارنشي
چي په یارۍ کي دجفاټکي ته اورواچوې
ته به تنهانشي اوبیل به درڅه یارنشي
که په دونیاکي دصالحوپرقدم روان وې
نوته ریښتنۍ یې پربده بدي لارنشي
دژبي توره که دي ماته کړه اوموم دي کړله
اخلاق دي ښه دي بداخلاقوکي به شمارنشي
چي دي اجل نوي پوره له مرګه مه ویریږه
دارته به پورته شې خوغاړه به دي دارنشي
اۍ مهاجره !که دي مینه الهي مینه وه
سرته رسیږي دبدبینوبه هيڅ ښکارنشي
مهاجرهروي
چي پراوږو دي دګناه وو،پيټي بارنشي
زړه بدي مات نشي اوزړه بدي ازارنشي
چي په یارۍ کي دجفاټکي ته اورواچوې
ته به تنهانشي اوبیل به درڅه یارنشي
که په دونیاکي دصالحوپرقدم روان وې
نوته ریښتنۍ یې پربده بدي لارنشي
دژبي توره که دي ماته کړه اوموم دي کړله
اخلاق دي ښه دي بداخلاقوکي به شمارنشي
چي دي اجل نوي پوره له مرګه مه ویریږه
دارته به پورته شې خوغاړه به دي دارنشي
اۍ مهاجره !که دي مینه الهي مینه وه
سرته رسیږي دبدبینوبه هيڅ ښکارنشي
مهاجرهروي
Forwarded from منیب الله منقاد
غــــزل
د عشق اور مې د زړګې په دښته بل دی
هره ساه زما د یار په نوم سنبل دی
چې سپوږمۍ ته ګورم، هغه راله یاد شې
فرهر ستوري د خندا یوشان مثل دی
چې د سترګو په ښاست یه، زړه رڼاشي
د هغه خندا کې جوړ د ژوند منزل دی
بې له هغه ژوند زما یو خالي خوب دی
چې په خوب کې همیشه راسره مل دی
ای منیبه زما وجود د عشق په درد دی
دا غزل د مینې زخم په عشق حل دی
د عشق اور مې د زړګې په دښته بل دی
هره ساه زما د یار په نوم سنبل دی
چې سپوږمۍ ته ګورم، هغه راله یاد شې
فرهر ستوري د خندا یوشان مثل دی
چې د سترګو په ښاست یه، زړه رڼاشي
د هغه خندا کې جوړ د ژوند منزل دی
بې له هغه ژوند زما یو خالي خوب دی
چې په خوب کې همیشه راسره مل دی
ای منیبه زما وجود د عشق په درد دی
دا غزل د مینې زخم په عشق حل دی
غزل
نا قرار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
ورک مې یار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
د دیدن په تمه تمه مو ژوند تیر شو
انتظار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
راشه رحم مې په حال او روزګار وکړه
د خدای پار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
د ځوانۍ نشه غُربت رانه خوړلې
ژوند مې خوار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
د یارۍ دوران ناسور شو راته غم شو
سور انګار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
زه مخبت ځکه د زړه په رنځ اخته یم
سخت روزګار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
مخبت وردګ
نا قرار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
ورک مې یار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
د دیدن په تمه تمه مو ژوند تیر شو
انتظار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
راشه رحم مې په حال او روزګار وکړه
د خدای پار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
د ځوانۍ نشه غُربت رانه خوړلې
ژوند مې خوار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
د یارۍ دوران ناسور شو راته غم شو
سور انګار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
زه مخبت ځکه د زړه په رنځ اخته یم
سخت روزګار دی زړه مې بل رقم خوږیږي
مخبت وردګ
شهیدپروره خاوره !
........................
شهیدپروره خاوره
ډکه له زره خاوره
خاونده،ویه ساتې
افغان ټبره خاوره
وي دي همداسي مدام
پاکه له شره خاوره
بوی دلونګولري
ده معطره خاوره
خالي دي نسي مشره
ستاله وزره خاوره
ده برخمنه شکُر
له هرهنره خاوره
ځکه په امن ده اوس
ستاله اثره خاوره
زه مهاجر،یي ساتم
له هرخطره خاوره
مهاجرهروي
........................
شهیدپروره خاوره
ډکه له زره خاوره
خاونده،ویه ساتې
افغان ټبره خاوره
وي دي همداسي مدام
پاکه له شره خاوره
بوی دلونګولري
ده معطره خاوره
خالي دي نسي مشره
ستاله وزره خاوره
ده برخمنه شکُر
له هرهنره خاوره
ځکه په امن ده اوس
ستاله اثره خاوره
زه مهاجر،یي ساتم
له هرخطره خاوره
مهاجرهروي
غــــزل!!!
يوه نښه دې لا اوس هم راسره ده
ستا د تلو ورسته په زړه د غم څپه ده
سر ببر څيري ګريوان په صحرا ګرځم
د چا ياد کې مې بايللې حافظه ده
ته رايـــاد شی ورته وژاړم لـــه درده
ستا تصوير ته مې کرۍ شپه شبګيره ده
زړونه مات نکړۍ په ژوند خو باور نشته
يو مئين نن له خپل يار کړې ګيله وه
چې روان شو نو تر شا شا راکتل يې
عمري ياره څه سخته شان شيبه وه
عمري کندوزوال
يوه نښه دې لا اوس هم راسره ده
ستا د تلو ورسته په زړه د غم څپه ده
سر ببر څيري ګريوان په صحرا ګرځم
د چا ياد کې مې بايللې حافظه ده
ته رايـــاد شی ورته وژاړم لـــه درده
ستا تصوير ته مې کرۍ شپه شبګيره ده
زړونه مات نکړۍ په ژوند خو باور نشته
يو مئين نن له خپل يار کړې ګيله وه
چې روان شو نو تر شا شا راکتل يې
عمري ياره څه سخته شان شيبه وه
عمري کندوزوال
Forwarded from !! رحماني وصال !!
روڼ ستوری یم
زۀ د ایثار د باب ژوندی مثال یم
د قـربانۍ د ډګـر روڼ ستوری یم
لۀ غلام ذاتو نه مې کرکه کیږي
د آزادۍ دلشکر روڼ ستوری یم
جهادي دنده به تل مخته وړمه
د استشهاد د ټبر روڼ ستوری یم
تیارې څيرمه د افرات او تفریت
د مساوات منور روڼ ستوری یم
د زمانې تورونو تور نه کړمه
د شنۀ اسمان پۀ ټټر روڼ ستوری یم
هر قدم مخته ګدم د رب پۀ فرمان
ځکه د لر او د بر روڼ ستوری یم
څو امپراتوره مې پر وړاندې مات شول
غازي غازي جهادګر روڼ ستوری یم
الهام الهام یم رحماني وصاله!
ستا د غزل د مِحور روڼ ستوری یم
م رحماني وصال
زۀ د ایثار د باب ژوندی مثال یم
د قـربانۍ د ډګـر روڼ ستوری یم
لۀ غلام ذاتو نه مې کرکه کیږي
د آزادۍ دلشکر روڼ ستوری یم
جهادي دنده به تل مخته وړمه
د استشهاد د ټبر روڼ ستوری یم
تیارې څيرمه د افرات او تفریت
د مساوات منور روڼ ستوری یم
د زمانې تورونو تور نه کړمه
د شنۀ اسمان پۀ ټټر روڼ ستوری یم
هر قدم مخته ګدم د رب پۀ فرمان
ځکه د لر او د بر روڼ ستوری یم
څو امپراتوره مې پر وړاندې مات شول
غازي غازي جهادګر روڼ ستوری یم
الهام الهام یم رحماني وصاله!
ستا د غزل د مِحور روڼ ستوری یم
م رحماني وصال
د شهید یار پلونه دي😥
بارانه مه یې ورانه وه د شهید یار پلونه دي
زما د لالي زما د جانان زما د نګار پلونه دي
درته زاري کوم خوږ باده ترينه لیري تیر شه
ماته شیرین ماته حسین د حسندار پلونه دي
شبنمه خیال یی هم ته وساته خراب یی نه کړی
را باندی ګران دواړه چشمان می د دلدار پلونه دي
خزانه تاته اږدم ځولی چې راڅه وران یې نه کړی
لکه نبات لکه عسل مي د سالار پلونه دي
چې د قدم غبار یې کړمه زه رانجه د سترګو
زړه ته سکون زړه ته درمل مې د سردار پلونه دي
د غرو لمني مو په سپینو بیرغو سینګار دي
په کی ویده ګلاب نښتر لکه چنار پلونه دي
تپاند زُهاده) دغه پلونه قیمتي پلونه دي
چې هیر یې نه کړي راته پاتې په دې لار پلونه دي
تپاند زهاد
بارانه مه یې ورانه وه د شهید یار پلونه دي
زما د لالي زما د جانان زما د نګار پلونه دي
درته زاري کوم خوږ باده ترينه لیري تیر شه
ماته شیرین ماته حسین د حسندار پلونه دي
شبنمه خیال یی هم ته وساته خراب یی نه کړی
را باندی ګران دواړه چشمان می د دلدار پلونه دي
خزانه تاته اږدم ځولی چې راڅه وران یې نه کړی
لکه نبات لکه عسل مي د سالار پلونه دي
چې د قدم غبار یې کړمه زه رانجه د سترګو
زړه ته سکون زړه ته درمل مې د سردار پلونه دي
د غرو لمني مو په سپینو بیرغو سینګار دي
په کی ویده ګلاب نښتر لکه چنار پلونه دي
تپاند زُهاده) دغه پلونه قیمتي پلونه دي
چې هیر یې نه کړي راته پاتې په دې لار پلونه دي
تپاند زهاد
غزل
هر څه ښه دي منظم مخته روان دي
ټول پلانونه مو ښه سم مخ ته روان دي
د وطن د آبادۍ واړه کارونه
ګړندي دي دم په دم مخته روان دي
په نړۍ کې مو د کار خلک ځلیږي
ټول د ستورو په رقم مخته روان دي
دفاعي ځواکونه ورځ په ورځ زور اخلي
په روزنه کې محکم مخته روان دي
د هیواد راتلونکی قشر او نسلونه
په کتاب او په قلم مخته روان دي
یَوه ورځ به یې د فتحې غږ موږ واورو
د هغې خوا یاران هم مخته روان دي
په ورو ورو به د نړۍ واک په لاس اخلي
د مخبت یاران په زغم مخته روان دي
مخبت وردګ
هر څه ښه دي منظم مخته روان دي
ټول پلانونه مو ښه سم مخ ته روان دي
د وطن د آبادۍ واړه کارونه
ګړندي دي دم په دم مخته روان دي
په نړۍ کې مو د کار خلک ځلیږي
ټول د ستورو په رقم مخته روان دي
دفاعي ځواکونه ورځ په ورځ زور اخلي
په روزنه کې محکم مخته روان دي
د هیواد راتلونکی قشر او نسلونه
په کتاب او په قلم مخته روان دي
یَوه ورځ به یې د فتحې غږ موږ واورو
د هغې خوا یاران هم مخته روان دي
په ورو ورو به د نړۍ واک په لاس اخلي
د مخبت یاران په زغم مخته روان دي
مخبت وردګ
معمی الاپ:
تورې کړې مي دعشق په رنجو سترګې
وخـــــــته وایـــه دا روا ڪه نا روا ده
چي وي ستوري راختلي په غرمه کې
لمر په شپه لیدل نوڅه ډیره نا شنا ده
شیخه تا باندي یې ولي تاثــر وکړی
شیخه داخو نه جادوصرف یوه خندا ده
دیهـــــودؤ نصاروو دوه قـــــــولونه
زما ایمان دی پري دپاک قران وینا ده
د سرو زَرو غاصـب ښه تر هغه چا دی
چي دلیل یي پر حشِشو وي ګنا ده
هم جنت او هم دوږخ دی خبردار شئ
دا دونیا چي واکثــــــرؤ ته لیلا ده
له رحمته دخـــــالق ځغلــــي مُلا دی
دذاکرمسجون هـــــم دا کیسه صفا ده
م: ذاکرمسجون
تورې کړې مي دعشق په رنجو سترګې
وخـــــــته وایـــه دا روا ڪه نا روا ده
چي وي ستوري راختلي په غرمه کې
لمر په شپه لیدل نوڅه ډیره نا شنا ده
شیخه تا باندي یې ولي تاثــر وکړی
شیخه داخو نه جادوصرف یوه خندا ده
دیهـــــودؤ نصاروو دوه قـــــــولونه
زما ایمان دی پري دپاک قران وینا ده
د سرو زَرو غاصـب ښه تر هغه چا دی
چي دلیل یي پر حشِشو وي ګنا ده
هم جنت او هم دوږخ دی خبردار شئ
دا دونیا چي واکثــــــرؤ ته لیلا ده
له رحمته دخـــــالق ځغلــــي مُلا دی
دذاکرمسجون هـــــم دا کیسه صفا ده
م: ذاکرمسجون
Forwarded from صالح محمد اسحاق (صالح م اسحاق)
مناجات
زه لا بندي یم لا غریب یم لا فنا سره
ته لا زما یې لا رحیم یې لا بقا سره
که هرڅه نشته ستا حضور دی دا کفاف ماته
زه لا محتاج یم لا سوالي یم لا دعا سره
زه د سکوت په ژبه ژاړم ډېر نږدې وي تاته
زه لا پټ نه یم لا غږېږم لا نوا سره
زما یقین ته دګنا بوی هم رسيږي نو
زه دومره ظرف یم دومره نه یم لا خطا سره
ستا دکرم نه محروم مشه زما ناولی زړه
ته خپل اسحاق دروله ځان ته له هُدا سره
صالح محمد اسحاق
زه لا بندي یم لا غریب یم لا فنا سره
ته لا زما یې لا رحیم یې لا بقا سره
که هرڅه نشته ستا حضور دی دا کفاف ماته
زه لا محتاج یم لا سوالي یم لا دعا سره
زه د سکوت په ژبه ژاړم ډېر نږدې وي تاته
زه لا پټ نه یم لا غږېږم لا نوا سره
زما یقین ته دګنا بوی هم رسيږي نو
زه دومره ظرف یم دومره نه یم لا خطا سره
ستا دکرم نه محروم مشه زما ناولی زړه
ته خپل اسحاق دروله ځان ته له هُدا سره
صالح محمد اسحاق
Forwarded from !! رحماني وصال !!
د غزې پیغله: 😢
اې! د امت حکمرانانو لا تر اوسه درته
مظلوم وګړي د غزې سترګې پۀ لار پاته دي
خولې یې ګنډلي یهودیانو دي د جبر پۀ تار
تت فریادونه یې مریو کې حصار پاته دي
د بې وسۍ پۀ اخري حد کې مړه شوې پیغله
د اوښکو پلونه یې پۀ مخ قطار قطار پاته دي
دنیا یې نه ویني په ساندو سر تنکي ماشومان
د وران دیار څنګ کې دڅو ورځو نهار پاته دي
خدایه! نصرت ته یې را ولېږه بدري ملکې
د جګړې کرښه کې سرتېري د سنوار پاته دي
مسلمانانو د سرحد دام کې پښې بندې کړلې
ټول رحماني وصاله! یو بل نه کنار پاته دي
م رحماني وصال
اې! د امت حکمرانانو لا تر اوسه درته
مظلوم وګړي د غزې سترګې پۀ لار پاته دي
خولې یې ګنډلي یهودیانو دي د جبر پۀ تار
تت فریادونه یې مریو کې حصار پاته دي
د بې وسۍ پۀ اخري حد کې مړه شوې پیغله
د اوښکو پلونه یې پۀ مخ قطار قطار پاته دي
دنیا یې نه ویني په ساندو سر تنکي ماشومان
د وران دیار څنګ کې دڅو ورځو نهار پاته دي
خدایه! نصرت ته یې را ولېږه بدري ملکې
د جګړې کرښه کې سرتېري د سنوار پاته دي
مسلمانانو د سرحد دام کې پښې بندې کړلې
ټول رحماني وصاله! یو بل نه کنار پاته دي
م رحماني وصال
راحصار یم دبیلتون په سرو غرموڪي
ستا دعشق باز مي دزړه حرم نیولي
ستا مین ستا ودیدن ته انتظار دي
بس له رب نه دي همیش غواړم سوالوڪي
مابایللي خپل زړګي داســتا پـــه مینه
زه دی ستایمه پینځه وخته لمنځوڪي
ستا دڪلي ملاقات غواړم دلبره
زړه می بند دی ستا دعشق په پنجروڪي
درو دونو سلامــونه مي قبول ڪړه
زه ولچک یم دعجم پــه زولنوڪي
یی خاتــمُ المرسلین زړه تـــه شِفایي
چی ملنګ دي وایی په ڪلی اوڪوڅوڪي
سپین رخصار اوتـــوري زلفي حُسنداره
ستا دحُــسن مثال نشــته عالموڪي
عبـیده وِصال له وخته ملامال دي
دڪوثر اوبه ڪړه ور په خه جاموڪي
ش:: عبیده وِصال
ستا دعشق باز مي دزړه حرم نیولي
ستا مین ستا ودیدن ته انتظار دي
بس له رب نه دي همیش غواړم سوالوڪي
مابایللي خپل زړګي داســتا پـــه مینه
زه دی ستایمه پینځه وخته لمنځوڪي
ستا دڪلي ملاقات غواړم دلبره
زړه می بند دی ستا دعشق په پنجروڪي
درو دونو سلامــونه مي قبول ڪړه
زه ولچک یم دعجم پــه زولنوڪي
یی خاتــمُ المرسلین زړه تـــه شِفایي
چی ملنګ دي وایی په ڪلی اوڪوڅوڪي
سپین رخصار اوتـــوري زلفي حُسنداره
ستا دحُــسن مثال نشــته عالموڪي
عبـیده وِصال له وخته ملامال دي
دڪوثر اوبه ڪړه ور په خه جاموڪي
ش:: عبیده وِصال
یار مه بېلوه !نوي غزل
دومره په نۀ خبره لار له يار مه بېلوه
څه ګوزاره کو له زړۀ يې ازار مه بېلوه
هغۀ ته ګران يې شاګردي دې د دو سترګو کوي
د مینې کار دی له دې کاره دې کار مه بېلوه
خير دی پو به شي ماشوم دی لا تراوسه کنه
د محبت او شفقت ترې ګفتار مه بېلوه
داسې څوک نه کوي د مينې په پړاو کې اشنا
ځان نه دې پام د سترګو تور او دلدار مه بېلوه
پشتانه وايي قربان ومره خو په څه ومره جار
هسې په نه څه باندې خپل سر په دار مه بېلوه
ټول مينه ـ مينه منصوري يار مې له مينې جوړ دی
هسې په لوی لاس دا خوږ شخص وفادار مه بېلوه
سيدمنصورى
دومره په نۀ خبره لار له يار مه بېلوه
څه ګوزاره کو له زړۀ يې ازار مه بېلوه
هغۀ ته ګران يې شاګردي دې د دو سترګو کوي
د مینې کار دی له دې کاره دې کار مه بېلوه
خير دی پو به شي ماشوم دی لا تراوسه کنه
د محبت او شفقت ترې ګفتار مه بېلوه
داسې څوک نه کوي د مينې په پړاو کې اشنا
ځان نه دې پام د سترګو تور او دلدار مه بېلوه
پشتانه وايي قربان ومره خو په څه ومره جار
هسې په نه څه باندې خپل سر په دار مه بېلوه
ټول مينه ـ مينه منصوري يار مې له مينې جوړ دی
هسې په لوی لاس دا خوږ شخص وفادار مه بېلوه
سيدمنصورى