مرحوم ثالث عمر ته
بت شکن ثالث عمر ؤ
د خپل عصر تیز خنجر ؤ
په غیرت او په میړانه
منل شوی قلندر ؤ
مجاهد او هم امجد ؤ
توروشپو ته ړون سحر ؤ
په تقوا او عاجزي کي
رسېدلی تر ثمر ؤ
نړۍ ځکه پرې ګوا دی
پېژندلی ځان په نر ؤ
د هیواد د دنګو غرونو
يو زمری ؤ بهادر ؤ
ای راشد ولي فراهي
زموږ د هیلو زرین لمر ؤ
راشد ولي فراهي
بت شکن ثالث عمر ؤ
د خپل عصر تیز خنجر ؤ
په غیرت او په میړانه
منل شوی قلندر ؤ
مجاهد او هم امجد ؤ
توروشپو ته ړون سحر ؤ
په تقوا او عاجزي کي
رسېدلی تر ثمر ؤ
نړۍ ځکه پرې ګوا دی
پېژندلی ځان په نر ؤ
د هیواد د دنګو غرونو
يو زمری ؤ بهادر ؤ
ای راشد ولي فراهي
زموږ د هیلو زرین لمر ؤ
راشد ولي فراهي
افغانان دي لکه ورونه
ټــــول راټول دي افغانان دي لکه ورونه
د یـــــــوا ګــلـــبــڼ ګلان دي لکه ورونه
اتـــــــفــــاق او اتــحــاد او روروالي ده
په خپل منځ کې مومنان دي لکه ورونه
جـهـــاد فــاله اسـلام فاله دي زلمي مو
په یو بل باندې قـــربان دي لکه ورونه
پـــه مــــیـــــړانه دی دیفا کوي وطنه
ســــتـا ساتونکي طالبان دي لکه ورونه
د هــــر شــر او د فـسـاد مخ یی نیولی
د هــیـواد اصلي بچیان دي لکه ورونه
ده دی نـــورو نــــه خبـــر نه یم منهاجه
اســــلام پــــاله شاعران دي لکه ورورنه
منهاج الله زهیر
ټــــول راټول دي افغانان دي لکه ورونه
د یـــــــوا ګــلـــبــڼ ګلان دي لکه ورونه
اتـــــــفــــاق او اتــحــاد او روروالي ده
په خپل منځ کې مومنان دي لکه ورونه
جـهـــاد فــاله اسـلام فاله دي زلمي مو
په یو بل باندې قـــربان دي لکه ورونه
پـــه مــــیـــــړانه دی دیفا کوي وطنه
ســــتـا ساتونکي طالبان دي لکه ورونه
د هــــر شــر او د فـسـاد مخ یی نیولی
د هــیـواد اصلي بچیان دي لکه ورونه
ده دی نـــورو نــــه خبـــر نه یم منهاجه
اســــلام پــــاله شاعران دي لکه ورورنه
منهاج الله زهیر
نعت شریف
ستا له چم نه یمه لیري ستا بیلتون زه نا آرام کړم
د روضې و خوږ سفر ته انتظار زه تل مدام کړم
زړه مې ژاړي حبیب غواړي اې زما د زړه خاونده
زمانې داستا په زړه کې زه لټون د خپل مرام کړم
درناوی یې پروت زما زړه کې او ادب له څښتن غواړم
محمد چې هر ځل یاد شي له زړګي ورته سلام کړم
په عظمت یې مونږ قایل یو رسالت باندې ګواه یو
نوم یې ستر دی نوم یې خوږ دی د نامه یې احترام کړم
ستا صفت رب جلیل کړی زه خالد تسل ناتوان یم
ستا مقام بیان کړای نه شم ملامته ځان ناکام کړم
خالد تسل
ستا له چم نه یمه لیري ستا بیلتون زه نا آرام کړم
د روضې و خوږ سفر ته انتظار زه تل مدام کړم
زړه مې ژاړي حبیب غواړي اې زما د زړه خاونده
زمانې داستا په زړه کې زه لټون د خپل مرام کړم
درناوی یې پروت زما زړه کې او ادب له څښتن غواړم
محمد چې هر ځل یاد شي له زړګي ورته سلام کړم
په عظمت یې مونږ قایل یو رسالت باندې ګواه یو
نوم یې ستر دی نوم یې خوږ دی د نامه یې احترام کړم
ستا صفت رب جلیل کړی زه خالد تسل ناتوان یم
ستا مقام بیان کړای نه شم ملامته ځان ناکام کړم
خالد تسل
مطمئن شۀ
په عزت او په ذلت دي مطمئن شۀ
در پیرزو په هر حالت دي مطمئن شۀ
ستا تقدیر مقدَر شوی له تا مخکې
په نصیب او په قسمت دي مطمئن شۀ
ناشکري او بیزاري دي اعمال سوځي
په خپل صبر متانت دي مطمئن شۀ
پورته شوي قلمونه لیک بند شوی
د ژوندون په هر ساعت دي مطمئن شۀ
احسانونه یې بلا دي فکر وکړۀ
د څښتن په هر نعمت دي مطمئن شۀ
ساه ایستل خالد تسله لوی رحمت دی
په صحت راحت رحمت دي مطمئن شۀ
خالد تسل
په عزت او په ذلت دي مطمئن شۀ
در پیرزو په هر حالت دي مطمئن شۀ
ستا تقدیر مقدَر شوی له تا مخکې
په نصیب او په قسمت دي مطمئن شۀ
ناشکري او بیزاري دي اعمال سوځي
په خپل صبر متانت دي مطمئن شۀ
پورته شوي قلمونه لیک بند شوی
د ژوندون په هر ساعت دي مطمئن شۀ
احسانونه یې بلا دي فکر وکړۀ
د څښتن په هر نعمت دي مطمئن شۀ
ساه ایستل خالد تسله لوی رحمت دی
په صحت راحت رحمت دي مطمئن شۀ
خالد تسل
حمد
ستا احسان دی مونږ عاصي یو ته قادر یې مُقتدر یې
اُمـــتـیـان سـتـا د نـبي یـو تـه قـادر یې مـقـتــــدر یې
تـه د تـن جـوهر بـدل کـړې ته رڼا په نور تور زړه کړې
ستا پـه امر مونږ ژوندي یو تـه قـادر یې مقــــتدر یې
شکر ـ شکر چې ژوندون مې د ایمان په څراغ بل شو
مکلَّف پـه بـــنـدګي یـو تـه قـادر یې مقتـــــــــــدر یې
د تـدبـیـر خـبـرې بیـلي د تـقـدیـر داسـتـان جــــدا دی
مونـږ پـه هـر حالـت راضي یـو ته قادر یې مقتدر یې
د تـمـام عـالـم خـالـق یې تــــــه ټـولـواکـه د نــړۍ یې
تـه بـاقي یې مـونـږ فـاني یـو تـه قادر مقـــــــتدر یې
مونږ ناتوان یو مونږ حیران یو مونږ روان خالد تسله
سپېــــــــرو خاورو ته رهي یو ته قادر یې مقتدر یې
خالد تسل
ستا احسان دی مونږ عاصي یو ته قادر یې مُقتدر یې
اُمـــتـیـان سـتـا د نـبي یـو تـه قـادر یې مـقـتــــدر یې
تـه د تـن جـوهر بـدل کـړې ته رڼا په نور تور زړه کړې
ستا پـه امر مونږ ژوندي یو تـه قـادر یې مقــــتدر یې
شکر ـ شکر چې ژوندون مې د ایمان په څراغ بل شو
مکلَّف پـه بـــنـدګي یـو تـه قـادر یې مقتـــــــــــدر یې
د تـدبـیـر خـبـرې بیـلي د تـقـدیـر داسـتـان جــــدا دی
مونـږ پـه هـر حالـت راضي یـو ته قادر یې مقتدر یې
د تـمـام عـالـم خـالـق یې تــــــه ټـولـواکـه د نــړۍ یې
تـه بـاقي یې مـونـږ فـاني یـو تـه قادر مقـــــــتدر یې
مونږ ناتوان یو مونږ حیران یو مونږ روان خالد تسله
سپېــــــــرو خاورو ته رهي یو ته قادر یې مقتدر یې
خالد تسل
مسلمان هیواد
د مخلوق زوره تا ړنګ نه کړم لا دنګ یم
مسلمـان هیـواد غیـرت لرم باننــــــګ یم
زه د خپلو میــــــړنو بچــو یـم ځـــــــاله
زه همکــــــــــاره ورسره په هر ګړنګ یم
د اسلام له دین غیــرت مې دی زده کړی
مسلمان یم د اسلام په لوړ فرهنــــګ یم
زما له غیــږې راټـوکیـــږي همتونــــــــــه
د جــذّابــو هــمتونه جذّاب شـــــرنګ یم
امپــــراطور مې له غـــرور دی اچــــولی
زه ساده فقیـــر د دې عصـــــــر ملنګ یم
د خدایۍ دعــوداران مې ســــر قلم کړل
د خالد تسل د ګران هیـــــــــواد قلنګ یم
خالد تسل
د مخلوق زوره تا ړنګ نه کړم لا دنګ یم
مسلمـان هیـواد غیـرت لرم باننــــــګ یم
زه د خپلو میــــــړنو بچــو یـم ځـــــــاله
زه همکــــــــــاره ورسره په هر ګړنګ یم
د اسلام له دین غیــرت مې دی زده کړی
مسلمان یم د اسلام په لوړ فرهنــــګ یم
زما له غیــږې راټـوکیـــږي همتونــــــــــه
د جــذّابــو هــمتونه جذّاب شـــــرنګ یم
امپــــراطور مې له غـــرور دی اچــــولی
زه ساده فقیـــر د دې عصـــــــر ملنګ یم
د خدایۍ دعــوداران مې ســــر قلم کړل
د خالد تسل د ګران هیـــــــــواد قلنګ یم
خالد تسل
غزل
بوی د نفاق ستا له خبرو راځي
د حسد رنځ دي تر وزرو راځي
د ملګرتیا بنسټ دي لله کښیږدۀ
وفا په خپله تر ملګرو راځي
اخلاص بهیر د ملګرتیا کې اړین
سکون پایښت یې تر اکثرو راځي
د اخلاقي رویې چې تول وشي
قیمت یې لوړ له ملغلرو راځي
چې د منصور په تکل درومي دار ته
لومړی مرکز ته د نښترو راځي
چې د خالد تسل دي څه واوریدل
دغه کلام یې له خبرو راځي
خالد تسل
بوی د نفاق ستا له خبرو راځي
د حسد رنځ دي تر وزرو راځي
د ملګرتیا بنسټ دي لله کښیږدۀ
وفا په خپله تر ملګرو راځي
اخلاص بهیر د ملګرتیا کې اړین
سکون پایښت یې تر اکثرو راځي
د اخلاقي رویې چې تول وشي
قیمت یې لوړ له ملغلرو راځي
چې د منصور په تکل درومي دار ته
لومړی مرکز ته د نښترو راځي
چې د خالد تسل دي څه واوریدل
دغه کلام یې له خبرو راځي
خالد تسل
غزل
ژوند مې پۀ تاپسې ، شېبه شېبه برباد ښۀ دی
لکه پۀ مات وجود کې ساه داسې معتاد ښۀ دی
د ناوسۍ ځنځیر دې زما لۀ مرۍ کلک راتاو دی
پر ما د عشق نوم، د مجنون او د فرهاد ښۀ دی
ګورۀ! وجود مې ستا په مينه کې غرقاب دي اشنا
زړۀ مې بې سده روح مې مړ دا ستا په یاد ښه دي
وړم پر سينه ستا د تېرو بڼو درانۀ وارونه
ستا پۀ کتو مې ټپي زړۀ څۀ ناڅۀ ښاد ښۀ دی
د سترګو تور مې پۀ ژړا درپسې سپین شو آخر
دهجر درد دې زما پۀ زړۀ لکه اوتاد ښۀ دی
د جنون ستړې مرتبه کې سرنیګون غوندې یم
منصوري ستړی ګرېوان څیرې پۀ فریاد ښۀ دی
،سيدمنصوري
ژوند مې پۀ تاپسې ، شېبه شېبه برباد ښۀ دی
لکه پۀ مات وجود کې ساه داسې معتاد ښۀ دی
د ناوسۍ ځنځیر دې زما لۀ مرۍ کلک راتاو دی
پر ما د عشق نوم، د مجنون او د فرهاد ښۀ دی
ګورۀ! وجود مې ستا په مينه کې غرقاب دي اشنا
زړۀ مې بې سده روح مې مړ دا ستا په یاد ښه دي
وړم پر سينه ستا د تېرو بڼو درانۀ وارونه
ستا پۀ کتو مې ټپي زړۀ څۀ ناڅۀ ښاد ښۀ دی
د سترګو تور مې پۀ ژړا درپسې سپین شو آخر
دهجر درد دې زما پۀ زړۀ لکه اوتاد ښۀ دی
د جنون ستړې مرتبه کې سرنیګون غوندې یم
منصوري ستړی ګرېوان څیرې پۀ فریاد ښۀ دی
،سيدمنصوري
غزل
درد د شــــــدت مو تير کړو
ډيــــــــــــر اذيت مو تير کړو
پـــــــه ســـر مو لوبې وکړې
ژونــــــد د غيرت مو تير کړو
پـه ســـرو اورو کې ژوندون
پـــــــه مـــحـبت مو تير کړو
لـــوږې او تنــــــــدې قربان
ټـــــــــــوله ملت مو تير کړو
چـــــــــې ګـرځو هڅکه غاړه
خـــــوارا محنت مو تير کړو
شــــــــــکر هر کلي کور ته
څــرک د حريت مو تير کړو
ابــــــــــوحــمزه که څه هم
غـــــربت غربت مو تير کړو
وحدت الله ابوحمزه
درد د شــــــدت مو تير کړو
ډيــــــــــــر اذيت مو تير کړو
پـــــــه ســـر مو لوبې وکړې
ژونــــــد د غيرت مو تير کړو
پـه ســـرو اورو کې ژوندون
پـــــــه مـــحـبت مو تير کړو
لـــوږې او تنــــــــدې قربان
ټـــــــــــوله ملت مو تير کړو
چـــــــــې ګـرځو هڅکه غاړه
خـــــوارا محنت مو تير کړو
شــــــــــکر هر کلي کور ته
څــرک د حريت مو تير کړو
ابــــــــــوحــمزه که څه هم
غـــــربت غربت مو تير کړو
وحدت الله ابوحمزه
غزل
څه یوه عجیبه فلسفه مو شوه په ژوند کې تیره
د طالبۍ دوره مو څومره شوه په خوند کې تیره
د عشق جذبه وه د جهاد د پاکې مینې زور ؤ
چا زندګي کړه د سنګر چا کړه په بند کې تیره
موږ ته رازده شولې د ننګ ټپې له هغې ورځې
دوره د جنګ چې کړه ملالې په میوند کې تیره
څه په ذلت یې په یوه خوا بل خوا وځغلول
ګولۍ د زهرو یې په دوی کړله په قند کې تیره
مخبته ته چې نن توپیر لرې له نورو سره
تا د دا خپله زندګي کړه څه په پند کې تیره
مخبت وردګ
څه یوه عجیبه فلسفه مو شوه په ژوند کې تیره
د طالبۍ دوره مو څومره شوه په خوند کې تیره
د عشق جذبه وه د جهاد د پاکې مینې زور ؤ
چا زندګي کړه د سنګر چا کړه په بند کې تیره
موږ ته رازده شولې د ننګ ټپې له هغې ورځې
دوره د جنګ چې کړه ملالې په میوند کې تیره
څه په ذلت یې په یوه خوا بل خوا وځغلول
ګولۍ د زهرو یې په دوی کړله په قند کې تیره
مخبته ته چې نن توپیر لرې له نورو سره
تا د دا خپله زندګي کړه څه په پند کې تیره
مخبت وردګ
مينه له يو بل سره!
نه نفرت او نه کينه ساتو سينو کې
يو له بل سره مو مينه ده په زړو کې
خپل هيواد مو د خپل کور په څېر بللى
دا دى بوخت يو شپه او ورځ په رغېدو کې
مونږه خپل اولس ته ژمن يو، خادمان يو
غفلت نه کوٶ په خپلو وظيفو کې
جوړ له ښکليو علماٶ دا نظام دى
ځلېدلي څراغان دي په تيارو کې
لکه شپه د قدر، ورکه ده په شپو کې
رب رضا مومو په نېکو عملو کې
دلته هر افغان خوشحال نبيل شبابه!
هلته زړونه دي چاودلي په کېمپو کې
مولوي نبيل شباب
نه نفرت او نه کينه ساتو سينو کې
يو له بل سره مو مينه ده په زړو کې
خپل هيواد مو د خپل کور په څېر بللى
دا دى بوخت يو شپه او ورځ په رغېدو کې
مونږه خپل اولس ته ژمن يو، خادمان يو
غفلت نه کوٶ په خپلو وظيفو کې
جوړ له ښکليو علماٶ دا نظام دى
ځلېدلي څراغان دي په تيارو کې
لکه شپه د قدر، ورکه ده په شپو کې
رب رضا مومو په نېکو عملو کې
دلته هر افغان خوشحال نبيل شبابه!
هلته زړونه دي چاودلي په کېمپو کې
مولوي نبيل شباب
مقام: نعت
له رخساره دي ښُکلاوې جوړیدلې
ستا له خولې به ملغلرې راوتلې
هغوئ هم لقب دخیرالقرون یووړی
کم دوران او زمانې چي ته لیدلې
ته سبب یي د تــــــخلق دکائناتو
ستر لارښود دهدایت وي ځلیدلې
دا چي مات زړه له جهانه مرور شو
خوږ بلال به په اذان کې یادیدلې
دا به څومره ستر منظر ؤ په جهاد کې
قافېلې چي له حبیبه سره تللې
شم ذاکرمسجون قربان له هغؤ سترګؤ
ستا په دید باندي چي یاره مړیدلې
م: ذاکرمسجون
له رخساره دي ښُکلاوې جوړیدلې
ستا له خولې به ملغلرې راوتلې
هغوئ هم لقب دخیرالقرون یووړی
کم دوران او زمانې چي ته لیدلې
ته سبب یي د تــــــخلق دکائناتو
ستر لارښود دهدایت وي ځلیدلې
دا چي مات زړه له جهانه مرور شو
خوږ بلال به په اذان کې یادیدلې
دا به څومره ستر منظر ؤ په جهاد کې
قافېلې چي له حبیبه سره تللې
شم ذاکرمسجون قربان له هغؤ سترګؤ
ستا په دید باندي چي یاره مړیدلې
م: ذاکرمسجون
درته راغلي یم جانانه زړه نازړه ناست یم..
در څخه ځم بیرته په څیر ده میلمانه ناست یم..
پر ما ډیر گران یی خو شاید چي ته بي ونه منې
درته قسم اخلم زړگو په اوداسه ناست یم..
باور په خداي وکړه چي ستا په نمبر زنگ راشي نو.
ووایم څه وکړم اوکي یه کړم که نه ناست یم
اوس مي زړګکه ها قوي حافظِي کار پري ایښی..
اوس مي له لاسه څه ورکړې دي ماغځه ناست یم..
حالات خراب دي گذاره چا سره نکیږۍ اوس..
ځکه مایوسه یم او سر په ځنگانه ناست یم..
یار ته مي ووایه چي ستا حیدري جو وَیَل چي..
ته چیرته لاړي انتظار کي درته زه ناست یم..
مولوي حیدري جانان
در څخه ځم بیرته په څیر ده میلمانه ناست یم..
پر ما ډیر گران یی خو شاید چي ته بي ونه منې
درته قسم اخلم زړگو په اوداسه ناست یم..
باور په خداي وکړه چي ستا په نمبر زنگ راشي نو.
ووایم څه وکړم اوکي یه کړم که نه ناست یم
اوس مي زړګکه ها قوي حافظِي کار پري ایښی..
اوس مي له لاسه څه ورکړې دي ماغځه ناست یم..
حالات خراب دي گذاره چا سره نکیږۍ اوس..
ځکه مایوسه یم او سر په ځنگانه ناست یم..
یار ته مي ووایه چي ستا حیدري جو وَیَل چي..
ته چیرته لاړي انتظار کي درته زه ناست یم..
مولوي حیدري جانان
اتلان د تحـریک زنده باد
فدایان دتحریک زنده باد
اتــلان د تحــــریک ... ...فدایان د تحریک
مونږ غازیان دتحریک یوفوځیان دتحریک
هر دښمن! کیبرجن !به کړؤ ورک له وطن
پۀ باطل کړو حملې یو زمریان د تحریک
زمونږ له وار! له ګذار خلاص به نشي اغیار
قـتـــلــــــؤ خـتـمـــــؤ دښمنان د تحریک
اسلامـــي شـــرعــــي سپین قانون راولي
خدای پوره به کړي ژر دا رامان دتحریک
میــــړنـــي غیــرتــي دا لـــښکــر د مـهـدي
مل یې دی پۀ هرځای رب رحمان د تحریک
شــــریــعت شهــادت غــواړي سپین خلافت
بــــریمـن کـــړې خـــــالقه! کاروان د تحریک
پۀ ساحــل جـــهادي بیخي ګــــران له زړګي
ستــايـي تل یې مـــــدام لارویان د تحریک
#ساحل نجرابي
فدایان دتحریک زنده باد
اتــلان د تحــــریک ... ...فدایان د تحریک
مونږ غازیان دتحریک یوفوځیان دتحریک
هر دښمن! کیبرجن !به کړؤ ورک له وطن
پۀ باطل کړو حملې یو زمریان د تحریک
زمونږ له وار! له ګذار خلاص به نشي اغیار
قـتـــلــــــؤ خـتـمـــــؤ دښمنان د تحریک
اسلامـــي شـــرعــــي سپین قانون راولي
خدای پوره به کړي ژر دا رامان دتحریک
میــــړنـــي غیــرتــي دا لـــښکــر د مـهـدي
مل یې دی پۀ هرځای رب رحمان د تحریک
شــــریــعت شهــادت غــواړي سپین خلافت
بــــریمـن کـــړې خـــــالقه! کاروان د تحریک
پۀ ساحــل جـــهادي بیخي ګــــران له زړګي
ستــايـي تل یې مـــــدام لارویان د تحریک
#ساحل نجرابي
غزل
ټوله آرام وي،ټول ویده په شپه کي
خوزه بیداریم همیشه په شپه کي
ستاله یادونو،خلاسون نه لرمه
نه راکوي بیخي دمه په شپه کي
ځان سره وایم ګوندي رابشي ته
ماقبضه کړي ده کوڅه په شپه کي
دوعاکوم خدایه قبوله یه کړه
درته ولاړ یم پرلمانځه په شپه کي
سپوږمۍ ته ځیرشم ورته دااو،وایم
برایي نوي راسره په شپه کي
زړه تصلي ګړم په دروغو،باندي
ورته کومه بهانه په شپه کي
ځار،مهاجره، غزل مه لیکه نن
ته راته ولیکه ټپه !په شپه کي
مهاجرهروي
ټوله آرام وي،ټول ویده په شپه کي
خوزه بیداریم همیشه په شپه کي
ستاله یادونو،خلاسون نه لرمه
نه راکوي بیخي دمه په شپه کي
ځان سره وایم ګوندي رابشي ته
ماقبضه کړي ده کوڅه په شپه کي
دوعاکوم خدایه قبوله یه کړه
درته ولاړ یم پرلمانځه په شپه کي
سپوږمۍ ته ځیرشم ورته دااو،وایم
برایي نوي راسره په شپه کي
زړه تصلي ګړم په دروغو،باندي
ورته کومه بهانه په شپه کي
ځار،مهاجره، غزل مه لیکه نن
ته راته ولیکه ټپه !په شپه کي
مهاجرهروي
تر ډیره وخته انتـــظار دې زړګې
یاره دا ستاد تــلو په لار دې زړګې
ستا وراتـلو ته ورځې شـماری یاره
قسم دی ډیرزیات ناقرار دې زړګې
چې ستا دحسن له دیدن محرومه
یاره تر اوسه لا بیــــمار دې زړګې
هیڅ نـه جوړیږی تــل ژړاوی کوي
بس په یوچا پسې پرهار دې زړګې
بس په دردو کې رالوې شوي سوې
عمري یاره نن خُـــمار دې زړګې
عمري کندوزوال
یاره دا ستاد تــلو په لار دې زړګې
ستا وراتـلو ته ورځې شـماری یاره
قسم دی ډیرزیات ناقرار دې زړګې
چې ستا دحسن له دیدن محرومه
یاره تر اوسه لا بیــــمار دې زړګې
هیڅ نـه جوړیږی تــل ژړاوی کوي
بس په یوچا پسې پرهار دې زړګې
بس په دردو کې رالوې شوي سوې
عمري یاره نن خُـــمار دې زړګې
عمري کندوزوال
Forwarded from !! رحماني وصال !!
تۀ را ګوره!!
ما د درد لۀ څړیکو ژغوره تۀ را ګوره
د رنځور زړګي ټکوره تۀ را ګوره
د سورکو شونډو شپېلی دې بنده مه شه
د خوږو نغمو لۀ شوره تۀ را ګوره
یوسفي ښکلا دې دوه څنده سېوا شي
د مسکا څپو کې نوره تۀ را ګوره
ذره چاودی به شم ګوره کۀ یار نه وو
پر دېوال ځوړند انځوره تۀ را ګوره
د رقیب مخکې به زۀ داسې اواز کړم
اې د غبرګو سترګو توره تۀ را ګوره
رحماني وصال غریب کۀ خوشال غواړې
تۀ را ګوره!! تۀ را ګوره!! تۀ را ګوره!!
م رحماني وصال
ما د درد لۀ څړیکو ژغوره تۀ را ګوره
د رنځور زړګي ټکوره تۀ را ګوره
د سورکو شونډو شپېلی دې بنده مه شه
د خوږو نغمو لۀ شوره تۀ را ګوره
یوسفي ښکلا دې دوه څنده سېوا شي
د مسکا څپو کې نوره تۀ را ګوره
ذره چاودی به شم ګوره کۀ یار نه وو
پر دېوال ځوړند انځوره تۀ را ګوره
د رقیب مخکې به زۀ داسې اواز کړم
اې د غبرګو سترګو توره تۀ را ګوره
رحماني وصال غریب کۀ خوشال غواړې
تۀ را ګوره!! تۀ را ګوره!! تۀ را ګوره!!
م رحماني وصال
مینې
مینې سرونه یې له تا شول قربان
مینې نازک تنکي تنکي فدایان
مینې لقاء ته د محبوب انتظار
مینې صابر ولو د عشق پر لار
مینې له غیږې دي روان شول ګلان
مینې ایثار باندې تیار شول اور ته
مینې ځواب ول د کافرو زور ته
مینې ایره شوله ایره شازلمیان
مینې لمبو نه تر جنته لاړل
مینې پناه نه تر راحته لاړل
مینې مسکي به شول په مینه خندان
مینې رښتیا چې هغوی وپاللې
مینې اورو کې هغوی وساتلې
مینې ستي اورو کې وسول یاران
مینې خالد تسل کړۀ ستا لاروی
مینې له تا مې ګورۀ مه کړۀ پردی
مینې ازمون کې بریالي شهیدان
خالد تسل
مینې سرونه یې له تا شول قربان
مینې نازک تنکي تنکي فدایان
مینې لقاء ته د محبوب انتظار
مینې صابر ولو د عشق پر لار
مینې له غیږې دي روان شول ګلان
مینې ایثار باندې تیار شول اور ته
مینې ځواب ول د کافرو زور ته
مینې ایره شوله ایره شازلمیان
مینې لمبو نه تر جنته لاړل
مینې پناه نه تر راحته لاړل
مینې مسکي به شول په مینه خندان
مینې رښتیا چې هغوی وپاللې
مینې اورو کې هغوی وساتلې
مینې ستي اورو کې وسول یاران
مینې خالد تسل کړۀ ستا لاروی
مینې له تا مې ګورۀ مه کړۀ پردی
مینې ازمون کې بریالي شهیدان
خالد تسل
غزل
زړه ماتونکي لار کې زر ناست دي
زړه رغونکی یو څښتن لرمه
ته مې په سر ټکوې ښه مې ځپې
زه دي پرهار ته تار او ستن لرمه
خوځښت کاروان کې اتفاق مو وکړ
آمن کې ژوند اوس په وطن لرمه
چې د الله په دین غیرت مو کړی
ښیراز سمسور آباد ګلشن لرمه
د غلامۍ ځنځیر تړلی نه یم
د آزادۍ نښه پر تن لرمه
پګړۍ سنت څادر کلتور ګرځوم
خالد تسل زړګی شتمن لرمه
خالد تسل
زړه ماتونکي لار کې زر ناست دي
زړه رغونکی یو څښتن لرمه
ته مې په سر ټکوې ښه مې ځپې
زه دي پرهار ته تار او ستن لرمه
خوځښت کاروان کې اتفاق مو وکړ
آمن کې ژوند اوس په وطن لرمه
چې د الله په دین غیرت مو کړی
ښیراز سمسور آباد ګلشن لرمه
د غلامۍ ځنځیر تړلی نه یم
د آزادۍ نښه پر تن لرمه
پګړۍ سنت څادر کلتور ګرځوم
خالد تسل زړګی شتمن لرمه
خالد تسل
غزل
چغي چغارې کړم نعرې پروردګاره مرمه
آور مي اخيستئ دی سنې پروردګاره مرمه
ټوله وجود مي دی بایللئ ستا دکلي پسي
در ومي غواړه تر روضې پروردګاره مرمه
ستا د دیدن پسې مي تللې دې خوبونه ربه
سترګې مي دواړې شوې ړندې پروردګاره مرمه
دلته عجم کي مي ژوندون په سره انګار تېریږي
دلته مي اه وزې له خولې پروردګاره مرمه
ستا د صفاه او د مرواه دېدار به کله وکړم
زړه مي خوړلئ ورپسې پروردګاره مرمه
د زړه پر للمه مي ساتلې آرمانونه غرونه
ستا د حرم او د کعبې پروردګاره مرمه
هر دېقه هر یو ساعت یې درلېږم جانانه
د درودونو څو تحفې پروردګاره مرمه
ته راته ووایه لوګئ که سپېلنئ شم درته
درته ټوک ټوک شم که اِیرې پروردګاره مرمه
ما روحاني بادغیسوال وبخښه داځل حبېبه
سر مي دی ایښئ پر توبې پروردګاره مرمه
روحاني بادغیسوال
چغي چغارې کړم نعرې پروردګاره مرمه
آور مي اخيستئ دی سنې پروردګاره مرمه
ټوله وجود مي دی بایللئ ستا دکلي پسي
در ومي غواړه تر روضې پروردګاره مرمه
ستا د دیدن پسې مي تللې دې خوبونه ربه
سترګې مي دواړې شوې ړندې پروردګاره مرمه
دلته عجم کي مي ژوندون په سره انګار تېریږي
دلته مي اه وزې له خولې پروردګاره مرمه
ستا د صفاه او د مرواه دېدار به کله وکړم
زړه مي خوړلئ ورپسې پروردګاره مرمه
د زړه پر للمه مي ساتلې آرمانونه غرونه
ستا د حرم او د کعبې پروردګاره مرمه
هر دېقه هر یو ساعت یې درلېږم جانانه
د درودونو څو تحفې پروردګاره مرمه
ته راته ووایه لوګئ که سپېلنئ شم درته
درته ټوک ټوک شم که اِیرې پروردګاره مرمه
ما روحاني بادغیسوال وبخښه داځل حبېبه
سر مي دی ایښئ پر توبې پروردګاره مرمه
روحاني بادغیسوال