المحمدی بصری څانګه
2.27K subscribers
38 photos
3 videos
39 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
طالبه پام

په وینوفــرش دی داوطـن چي نارواونه کړي
طــالبه پام  له  ارمــانو  سـره جـفــاونه کــړي

ســتادشهــید لالي په وینو  ګـټل شـوی نظــام
چي رشوت وانخلي په غوښویه سوداونه کړي

سترګي په لاردفلسطــین هایتیم شوی ماشوم
جــذبه دي کمــه دپیســوســـره هـــوا ونه کړي

دانقـــلاب وخـــتونه تل انځـــوروه په سـترګو
دمحــبت غــیږه کـړه تاوظـــلم پرچـاونه کـړي

پرعــقــیده دي لاتردغــه ښـه محـکم پاته سـه
دامـــریکـــاپر  بندیزونو هـــیڅ پروا ونه کـړي

نومهــاجــــره ته دي هم ځان له افــراطوساته
وچـاته  بد  وچـاته  رد  چـاته  ښـــراونه کـړي

مهاجرهروي
دمدیني جانانه  دشني روضی جانانه
درود سلام دی وي پرتا دزړګي سره نبي
خیرالبشره نبي   نورالبصره نبي

لمر ڪه سپوګمي درته خیجل دی
داســتا له حُســـنه مڪمّل دي
ثاني دی نشته یی عجیبه منــوّره نبي

یم له وخـتونــه ملا ماله
جانانه رادی ڪړه وِصاله
ده دیدن تګي دی یم وه زما دِلبره نبي

ستا توري سترګي تورزلفانه
زه پــــری مین یمه قـــربانــه
ڪله به درشمه ترتا  شمسُ القمره نبي

زړه مي زخمي دی اوپـرهاردی 
دلتـــــه عـجـم ڪي راحِـصار دی
نور مي درخپل ڪړه له عجمه پیغمبره نبي

زه عبـیده وِصال دې یار یـــــم
داستا په مینه ڪي خمار یـــم
ده عبـــیده دزړګی سره معتبره نبي



ش:: عبــیده وِصال
له زړه می نه وځي ستاشین ګومبت مزار مبارک
ڪله بــه درشم ستا تـــــرڪلي او ترښار مبارک

له رب نه شڪر چــی یـــی
زه ستا له اُمت څخه ڪړم
زه یـــــی داستا له پاڪی
مینی محبت څــخه ڪـــړم
درود درلیــــږم همیـشــه  زه هـــزار بار مـــبارک

دالله دوسته زموږ رهــبره
زمــــــــــوږ امام رســـــــوله
لتا قربان شم ستا دیـــــــدن
غــــواړم ګل پام رســـــــوله
ستا په دیدن به ڪله موړ ڪم خپل رخصار مبارک

چی ستاغلام وایی ستاحرم
مـــــــي ښڪولـــولی نبــــي
ستا دمـــــزار په دیــــد مـــی
سترګي مــــړه ولي نبـــــــي
نــــو هـــره ورځ به وایی اخــتر ماتــه بهار مبارک

نورمـــــي دروغــواړه حبیـبه
ســـــــــتا وطــــــــــن یاده وم
چي پـــه ڪي تـــه اوسي هغه
ستـــا ګل مســـڪـــن یاده وم
داستا په مینه ڪي یــــم زه ګرانـــه خمار مبارک

دعبـــــــیده وصـال قســــمت
داســـــــی واپـــس پاتـــــی دی
قسمت یاري نه ڪــــړي عجـم
ڪـــــي داســــی بس پاتــی دی
دعبـــیده وصـــــال یادیــــږی ستا مـــــــزار مبارک


ش :: عبیده وصال
نوي غمجني ټپې

زړه ته آرام زړه ته سکون یي
ځکه څو وراره دي زه نوم تکراره ومه

جاردي له توروسترګو یاره
زه دي په توروسترګوبیاویشتلۍ یمه

غُربته ټوله ستادلاسه
چي په یارۍ کي همیشه ناکامه یمه

لالیه مځه رانه واوره
داستاپه تلوبه زماساه وتلي وینه

مرګه لاڅه له انتظاریي
زه مي جانان پرنیمه لاره پري ښودمه

اوښکي میده میده رواني
پراننګومي اوښکو جوړکړه قطارونه

باران په ټک ټک راوریږي
بیایه رایادکړه هغه تیرزاړه وختونه

ټلفون څو وراري راواخلم
زه دي لالیه دجواب په تمه یمه

سترګوته ځیرشه راته ګوره
له څوڅوشپودرته په ویښه پاته یمه

یه زړه دخداي وروی ته ګوره
لږڅه آرام شه اوس به زه لیونۍ شمه

لږخو دزړه قدرته ګوره
که راغلي راغلي کني پړق چوي مَیَنه

داسي کړیږمه له درده
لګه یوڅوک چي کُبرامارچیچلۍ وینه

درده آرام ته مي لږپریږده
دزړه والونه مي یو ،یو،راپري کوینه

سرمي ببر،څیري ګریوان یم
لکه مجنون په یبلو،پښوقدم وهمه

دلاس یادګاردي راسره دی
زه یه راواخلم ورته اوښکي تویه ومه

دلاروڅارنه مي لاس واخله
پرهغي لاري مي نور ،نږدم قدمونه

خلګو داهجرڅه بلادۍ
قرار،قرار،دسړي وینه وچوینه

اوس مي پرځان ویره پیداسي
مادجانان له یارۍ کړي قسمونه

غمه قرارته مي لږپریږده
زه مهاجر،دۍ لیونۍ لیونۍ کړمه

زمامهاجر،،خواره قسمته
څنګه مي پاته شول نیمګړي ارمانونه

مهاجرهروي
دعِشَق فلسفه

دخوږ عِشَق فلسفه وه څومره ښه وه
څه سپیڅلې یارانه وه څومره ښه وه

انتظار کي یې بلها کیف وو رانغښتی
شهادت ته تلوسه وه څومره ښه وه

په خپل خاوره دشرعي نظام نفاظ مو
له پاک رب سره وعده وه څومره ښه وه

ټول جهان یې ددریز په وړاندي خم شو
د عمر څه دبدبه وه څومره ښه وه

چي به کله پر طاغوت دتوري وار وو
دتکبیر به بدرګه وه څومره ښه وه

مونږه ځکه دزړکي ویني ترې ځار کړې
آزادې راته هرڅه وه څومره ښه وه

خیر که تریخ وو انقلاب احمد الیاسه
په ترخو کي یي خوږه څومره ښه وه

احمد الیاس
مرحوم ثالث عمر ته

بت شکن ثالث عمر ؤ
د خپل عصر تیز  خنجر ؤ

په غیرت او په میړانه
منل شوی قلندر ؤ

مجاهد او هم امجد ؤ
توروشپو ته ړون سحر ؤ

په تقوا او عاجزي کي
رسېدلی تر ثمر ؤ

نړۍ ځکه پرې ګوا دی
پېژندلی ځان په نر ؤ

د هیواد د دنګو غرونو
يو زمری ؤ بهادر ؤ

ای راشد ولي فراهي
زموږ د هیلو زرین لمر ؤ

راشد ولي فراهي
افغانان دي لکه ورونه

ټــــول راټول دي افغانان دي لکه ورونه
د یـــــــوا ګــلـــبــڼ ګلان دي لکه ورونه

اتـــــــفــــاق او اتــحــاد او روروالي ده
په خپل منځ کې مومنان دي لکه ورونه

جـهـــاد فــاله اسـلام فاله دي زلمي مو
په یو بل باندې قـــربان دي لکه ورونه

پـــه مــــیـــــړانه دی دیفا کوي وطنه
ســــتـا ساتونکي طالبان دي لکه ورونه

د هــــر شــر او د فـسـاد مخ یی نیولی
د هــیـواد اصلي بچیان دي لکه ورونه

ده دی نـــورو نــــه خبـــر نه یم منهاجه
اســــلام پــــاله شاعران دي لکه ورورنه

منهاج الله زهیر
نعت شریف

ستا له چم نه یمه لیري ستا بیلتون زه نا آرام کړم
د روضې و خوږ سفر ته انتظار زه تل مدام کړم

زړه مې ژاړي حبیب غواړي اې زما د زړه خاونده
زمانې داستا په زړه کې زه لټون د خپل مرام کړم

درناوی یې پروت زما زړه کې او ادب له څښتن غواړم
محمد چې هر ځل یاد شي له زړګي ورته سلام کړم

په عظمت یې مونږ قایل یو رسالت باندې ګواه یو
نوم یې ستر دی نوم یې خوږ دی د نامه یې احترام کړم

ستا صفت رب جلیل کړی زه خالد تسل ناتوان یم
ستا مقام بیان کړای نه شم ملامته ځان ناکام کړم


خالد تسل
مطمئن شۀ

په عزت او په ذلت دي مطمئن شۀ
در پیرزو په هر حالت دي مطمئن شۀ

ستا تقدیر مقدَر شوی له تا مخکې
په نصیب او په قسمت دي مطمئن شۀ

ناشکري او بیزاري دي اعمال سوځي
په خپل صبر متانت دي مطمئن شۀ

پورته شوي قلمونه لیک بند شوی
د ژوندون په هر ساعت دي مطمئن شۀ

احسانونه یې بلا دي فکر وکړۀ
د څښتن په هر نعمت دي مطمئن شۀ

ساه ایستل خالد تسله لوی رحمت دی
په صحت راحت رحمت دي مطمئن شۀ

خالد تسل
حمد

ستا احسان دی مونږ عاصي یو ته قادر یې مُقتدر یې
اُمـــتـیـان سـتـا د نـبي یـو تـه قـادر یې مـقـتــــدر یې

تـه د تـن جـوهر بـدل کـړې ته رڼا په نور تور زړه کړې
ستا پـه امر مونږ ژوندي یو تـه قـادر یې مقــــتدر یې

شکر ـ شکر چې ژوندون مې د ایمان په څراغ بل شو
مکلَّف پـه بـــنـدګي یـو تـه قـادر یې مقتـــــــــــدر یې

د تـدبـیـر خـبـرې بیـلي د تـقـدیـر داسـتـان جــــدا دی
مونـږ پـه هـر حالـت راضي یـو ته قادر یې مقتدر یې

د تـمـام عـالـم خـالـق یې تــــــه ټـولـواکـه د نــړۍ یې
تـه بـاقي یې مـونـږ فـاني یـو تـه قادر مقـــــــتدر یې

مونږ ناتوان یو مونږ حیران یو مونږ روان خالد تسله
سپېــــــــرو خاورو ته رهي یو ته قادر یې مقتدر یې

خالد تسل
مسلمان هیواد

د مخلوق زوره تا ړنګ نه کړم لا دنګ یم
مسلمـان هیـواد غیـرت لرم باننــــــګ یم

زه د خپلو میــــــړنو بچــو یـم ځـــــــاله
زه همکــــــــــاره ورسره په هر ګړنګ یم

د اسلام له دین غیــرت مې دی زده کړی
مسلمان یم د اسلام په لوړ فرهنــــګ یم

زما له غیــږې راټـوکیـــږي همتونــــــــــه
د جــذّابــو هــمتونه جذّاب شـــــرنګ یم

امپــــراطور مې له غـــرور دی اچــــولی
زه ساده فقیـــر د دې عصـــــــر ملنګ یم

د خدایۍ دعــوداران مې ســــر قلم کړل
د خالد تسل د ګران هیـــــــــواد قلنګ یم

خالد تسل
غزل

بوی د نفاق ستا له خبرو راځي
د حسد رنځ دي تر وزرو راځي

د ملګرتیا بنسټ دي لله کښیږدۀ
وفا په خپله تر ملګرو راځي

اخلاص بهیر د ملګرتیا کې اړین
سکون پایښت یې تر اکثرو راځي

د اخلاقي رویې چې تول وشي
قیمت یې لوړ له ملغلرو راځي

چې د منصور په تکل درومي دار ته
لومړی مرکز ته د نښترو راځي

چې د خالد تسل دي څه واوریدل
دغه کلام یې له خبرو راځي

خالد تسل
غزل

ژوند مې پۀ تاپسې ، شېبه شېبه برباد ښۀ دی
لکه پۀ مات وجود کې ساه داسې معتاد ښۀ دی

د ناوسۍ ځنځیر دې زما لۀ مرۍ کلک راتاو دی
پر ما د عشق نوم، د مجنون او د فرهاد ښۀ دی

ګورۀ! وجود مې ستا په مينه کې غرقاب دي اشنا
زړۀ مې بې سده روح مې مړ دا ستا په یاد ښه دي

وړم پر سينه ستا د تېرو بڼو درانۀ وارونه
ستا پۀ کتو مې ټپي زړۀ څۀ ناڅۀ ښاد ښۀ دی

د سترګو تور مې پۀ ژړا درپسې سپین شو آخر
دهجر درد دې زما پۀ زړۀ لکه اوتاد ښۀ دی

د جنون ستړې مرتبه کې سرنیګون غوندې یم
منصوري ستړی ګرېوان څیرې پۀ فریاد ښۀ دی

،سيدمنصوري
غزل

درد   د شــــــدت مو تير کړو
ډيــــــــــــر اذيت مو تير کړو

پـــــــه  ســـر مو  لوبې وکړې
ژونــــــد د غيرت مو تير کړو

پـه  ســـرو  اورو کې ژوندون
پـــــــه  مـــحـبت مو تير کړو

لـــوږې  او  تنــــــــدې  قربان
ټـــــــــــوله  ملت مو تير کړو

چـــــــــې ګـرځو هڅکه غاړه
خـــــوارا  محنت مو تير کړو

شــــــــــکر  هر کلي  کور  ته
څــرک  د حريت مو تير کړو

ابــــــــــوحــمزه  که  څه هم
غـــــربت  غربت مو تير کړو

وحدت الله ابوحمزه
غزل

څه یوه عجیبه فلسفه مو شوه په ژوند کې تیره
د طالبۍ دوره مو څومره شوه په خوند کې تیره

د عشق جذبه وه د جهاد د پاکې مینې زور ؤ
چا زندګي کړه د سنګر چا کړه په بند کې تیره

موږ ته رازده شولې د ننګ ټپې له هغې ورځې
دوره د جنګ چې کړه ملالې په میوند کې تیره

څه په ذلت یې په یوه خوا بل خوا وځغلول
ګولۍ د زهرو یې په دوی کړله په قند کې تیره

مخبته ته چې نن توپیر لرې له نورو سره
تا د دا خپله زندګي کړه څه په پند کې تیره

مخبت وردګ
مينه له يو بل سره!

نه نفرت او نه کينه ساتو سينو کې
يو له بل سره مو مينه ده په زړو کې

خپل هيواد مو د خپل کور په څېر بللى
دا دى بوخت يو شپه او ورځ په رغېدو کې

مونږه خپل اولس ته ژمن يو، خادمان يو
غفلت نه کوٶ په خپلو وظيفو کې

جوړ له ښکليو علماٶ دا نظام دى
ځلېدلي څراغان دي په تيارو کې

لکه شپه د قدر، ورکه ده په شپو کې
رب رضا مومو په نېکو عملو کې

دلته هر افغان خوشحال نبيل شبابه!
هلته زړونه دي چاودلي په کېمپو کې

مولوي نبيل شباب
مقام: نعت

له رخساره دي ښُکلاوې جوړیدلې
ستا له خولې به ملغلرې راوتلې

هغوئ هم لقب دخیرالقرون یووړی
کم دوران او زمانې چي ته لیدلې

ته سبب یي د تــــــخلق دکائناتو
ستر لارښود دهدایت وي ځلیدلې

دا چي مات زړه له جهانه مرور شو
خوږ بلال به په اذان کې یادیدلې

دا به څومره ستر منظر ؤ په جهاد کې
قافېلې چي له حبیبه سره تللې

شم ذاکرمسجون قربان له هغؤ سترګؤ
ستا په دید باندي چي یاره مړیدلې

م: ذاکرمسجون
درته راغلي یم جانانه زړه نازړه ناست یم..
در څخه ځم بیرته په څیر ده میلمانه ناست یم..

پر ما ډیر گران یی خو شاید چي ته بي ونه منې
درته قسم اخلم زړگو په اوداسه ناست یم..

باور په خداي وکړه چي ستا په نمبر زنگ راشي نو.
ووایم څه وکړم اوکي یه کړم که نه ناست یم

اوس مي زړګکه ها قوي حافظِي کار پري ایښی..
اوس مي له لاسه څه ورکړې دي ماغځه ناست یم..

حالات خراب دي گذاره چا سره نکیږۍ اوس..
ځکه مایوسه یم او سر په ځنگانه ناست یم..

یار ته مي ووایه چي ستا حیدري جو وَیَل چي..
ته چیرته لاړي انتظار کي درته زه ناست یم..

مولوي حیدري جانان
اتلان د تحـریک زنده باد
فدایان دتحریک زنده باد

اتــلان د تحــــریک ... ...فدایان د تحریک
مونږ غازیان دتحریک یوفوځیان دتحریک

هر دښمن! کیبرجن !به کړؤ ورک له وطن
پۀ باطل کړو حملې یو زمریان د تحریک

زمونږ له وار! له ګذار خلاص به نشي اغیار
قـتـــلــــــؤ خـتـمـــــؤ دښمنان د تحریک

اسلامـــي شـــرعــــي سپین قانون راولي
خدای پوره به کړي ژر دا رامان دتحریک

میــــړنـــي غیــرتــي دا لـــښکــر د مـهـدي
مل یې دی پۀ هرځای رب رحمان د تحریک

شــــریــعت شهــادت غــواړي سپین خلافت
بــــریمـن کـــړې خـــــالقه! کاروان د تحریک

پۀ ساحــل جـــهادي بیخي ګــــران له زړګي
ستــايـي تل یې  مـــــدام لارویان د تحریک

#ساحل نجرابي
غزل

ټوله آرام وي،ټول ویده په شپه کي
خوزه بیداریم همیشه په شپه کي

ستاله یادونو،خلاسون نه لرمه
نه راکوي بیخي دمه په شپه کي

ځان سره وایم ګوندي رابشي ته
ماقبضه کړي ده کوڅه په شپه کي

دوعاکوم خدایه قبوله یه کړه
درته ولاړ یم پرلمانځه په شپه کي

سپوږمۍ ته ځیرشم ورته دااو،وایم
برایي نوي راسره په شپه کي

زړه تصلي ګړم په دروغو،باندي
ورته کومه بهانه په شپه کي

ځار،مهاجره، غزل مه لیکه نن
ته راته ولیکه ټپه !په شپه کي

مهاجرهروي