المحمدی بصری څانګه
2.28K subscribers
38 photos
3 videos
39 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
قربان دې تر نامې شمه دلداره پیغمبره
جانانه پیغمبره زما یاره پیغمبره

نامه دې مبارکه ده له شاتو نه شېرینه
حبیبه د الله نبي سرداره پیغمبره

جلوو د سپین رخسار دې دنیاګۍ رڼا رڼا کړه
حسینه نازنینه جلوه داره پیغمبره

رحمت د ټول عالم یې رحمت اللعالمینه
امام المرسلین یې ای نامداره پیغمبره

اوصاف دې بیان شوي په عظیم کتاب قرآن کې
طاها یې هم یاسین یې ګلعزاره پیغمبره

شفیع مې په قیامت شه ستا ناچاره امتي یم
عاجزملنګ به ژاړمه غمخواره پیغمبره

عاجزملنګ
اصلاحي شعر

مزل کوه په هرقدم باندي دي پام کوه
کشره قرباندي شم دمشر احترام کوه

سترګي څلورکه دنظام دحفاظت لپاره
دهرشریرپه مقابل کي ښه اقدام کوه

چي راتاونَکړي پروجودباندي څادردکبر
په عاجزۍ دي دحیاپوره احرام کوه

دورځي سل ځله الفاظ دشکروایه ګوره
له خدایه شکرباسه شکرد،انعام کوه

که خیرغواړي ددارینو،مهاجرهَروي
نو په اقوالو دهرشیخ دهر،امام کوه

مهاجرهروي
دوصال تږی😥

نصـیبه یومي سه ترپاک نبي اکـرمـه پورې
زه له عجـــمه کډه وړه مــه ترحرمـه پورې

قرارمي نشـــته ناقــراریمه وصـال غواړمه
دزړګــي هـیلي مـي  تړلي ترصـنمــه پورې

دهجــرتنده مي هیڅ نه ماتیږي څه وکړمه
تږی یم ځان به رسه ومه ترزمــزمــه پورې

چي یه له رویه شوه پیداټوله دونیامافیها
دوست دسبحان خیرالبشرخیرالاُممه پورې

زه په ســـجدوکي دوصال دوعاکوم له ربه
دشـپي نیولې دســهارترصبحي دمـه پورې

که یه دټول عمـــرســـفروي دلبوپرڅــوکو
رســان به نشې مهــاجرسـتاتر قدمه پورې

مهاجرهروي
غزل!!

په زړګي مات په زړه رنځوریمه زه!
سوی کالبوت سوی انځوریمه زه!

نه یم راټول داسي تیت شوی یمه!
دانه دانه لکه انګوریمه زه!

نه مي ژړل نه مي خفګان کولو!
څه وکړم یاره خومجبوریمه زه!

له ژوندخونداخستی نشمه زه!
داسي بیمارداسي ناسور یمه زه!

نه یم ژوندی هسي جسدمي پاته!
لیک په قلم باندي مغفوریمه زه!

زه مهاجرزړه کم طبیب ته وروړم!
ډیرودردونوکي محصوریمه زه!

#مهاجرهروي
نورمي مه ځوروه

غـم دي ایستلی یم له !کاره نورمي مه ځوروه
ســومه راړنګ دپسـي !یاره نورمي مه ځوروه

ځان سـره وکړمه سـکته چي سم یواځي کله
ځـانګم راځـانګـــمه پر !لاره نورمـي مه ځوروه

دهجران درددي زه ایستلی یم له خوبه ګرانه
ټوله شپه ویښ یم !ترسهاره نورمي مه ځوروه

غم دي ځنځیرغوندي راتاوزماپربیوسه وجود
پکي همیش یمه !حــصاره نورمي مه ځورومه

لکه یعــقوب سـترګومي ختمه کړه رڼادرپسي
ای دیوسف رنګـه !چــناره نورمي مه ځوروره

زه مها جرپرزړه زخمي کړم ســــتافراق لالیه
نور یمه ستړی له !پرهاره نورمي مه ځـوروه

مهاجرهروي
مناجات شریف

خدایه قبوله مي توبه کړه بیاګناه نه کوم
وعده ،کوم ،روا،کومه ،ناروا، نه کوم

پرتیرو کړونوباندي ډیریمه پښیمانه ربه
داځل مي وبخښه بیانه کومه بیانه کوم

دحسرت اوښکي تویومه درته داوایمه
بیابه له حده !قدم نه ږمه تعدا نه کوم

داستاکلام لولمه ستاپریاردورود وایمه
لهو،ولعب کي مي وخت نه تیروم دانه کوم

چاچي پرنیمه لاره پریښودم جفایه وکړه
زه ورته هیڅ نه وایم زه ورته ښرانه کوم

ما،مهاجر،لاره میندلي ده هجرت مي کړۍ
نور،به پر،نورو ،نورو ،خلګو اقتدانه کوم

مهاجرهروي
مهاجرو وروڼو ته!

د هجرت له ړنګو کليو
او دياره پخير راسٸ!
هسکه غاړه، جګې سترګې
تر خپل ښاره پخير راسٸ!

پر تورخم مو هرکلى کړي
لوى، واړه د ننګرهار
د ننګونو تر ټاټوبي
قندهاره پخير راسٸ!

اوس سېوا د سپين بيرغ له
سيوري، چيرې سکون نسته
د منت، جبر، او ستونزو
له غباره پخير راسٸ!

خپل هيواد مو رغېدلى
بلا کيف لکه جنت دى
له ستومانو کړاونو
تر قراره پخير راسٸ!

پل مو دلته بختور سه
د نبيل شباب دوستانو!
د زاړه ګودر او کلې
تر چناره پخير راسٸ!

مولوي نبيل شباب
امارت

امارت! دبت شکن عمر یادګار دی
امارت! دعظمتونو دنګ منار دی

امارت! مو د شهید منصور ارمان دی
امارت! د حقاني جلال ایثار دی

امارت! د اتحاد زرین سمبول دی
امارت! په اخوت باندې سینګار دی

امارت! د وخت اتل د غزا پیر دی
امارت! وهلی سر له استعمار دی

امارت! چي درنه ښکار د خیانت نه سي
امارت! مو امانت د شهید یار دی

امارت! د بورو میندو په دعاءو
امارت! په قربانیو برقرار دی

امارت! دی ستر رحمت احمدالیاسه
امارت! د مسلمه امت وقار دی

احمد الیاس
Forwarded from شعرونه
زخمونه گنډو

مونږ په خپل فکر پرهرونه گنډو
مونږ د زخمي وطن زخمونه گنډو

هیواد مو کار غواړﻱ، پالنه غواړﻱ
مونږ په هنر یې سمې غرونه گنډو

چې کړل کفارو یې خراب فِکرونه
مونږ د هغو خلکو فِکرونه گنډو

اوس مو نیت کړی تر اټک پورې ځو
ددې هیواد ټول سرحدونه گنډو

دلته تعلیم ته پراختیا ورکوو
د نوې نسل ښه ذهنونه گنډو

ددې اولس په پرهرو گډو پټۍ
لگیا یو مونږ یې زخمی زړونه گنډو

له دې هیواد څخه نفرت ورکوو
مونږه د مینې نه جوړ پلونه گنډو

عبدالجلیل جهادیار دا وایمه
مونږ په هنر باندې خیالونه گنډو

عبدالجلیل جهادیار
مرحوم امیر المؤمنین ثالث عمر رحمه الله ارواح ته

زموږ د امارت ستر مؤسس او بنسټګر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر
لارښود د جهادي مسیر امام د پاک لښکر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر

ؤ څلی د غیرت یو دنګ منار د شهامت ؤ
ولي ؤ په ریښتیا دریم عمر ده دې امت ؤ
ساتلی یې په تش لاس ؤ همیش د حق سنګر

راپورته یې جهاد ته څو پیړۍ وروسته ځوانان کړل
راویښ یې افغانان کړل راویښ یې افغانان کړل
د حق ناره یې وکړه د جهاد له هر ممبر

ژوندی د وي تاریخ او روح د ښاد شه ای امینه
امیرالمؤمنینه امیر المؤمینیه
په تش لاس د وهلی ټول جهان ته ؤ ټټر

مخبت وردګ
داســـــــتا له غم
اخیــــر بـــه مرم
نــــور بــه دي زه
نـــــــــــــه یادوم

تـــــه ژی زړګـــی
وړم لیــــــــــونی
ای بــــــــــي اوفا
زه درنــــــــــه زم

غـــــــــم ده اشنا
کـــــــــــړم زه تبا
ځي اوښکــي زما
پــه مـــــخ نم نم

راغلــــــی بیلتون
کــړم.بـــي.سکون
غمــــــــجن زړګی
نــــــــور صبر وم

کـــړم زه بي واک
غـــــــــم ده فراق
اخیـــــــــــر به زه
تــــــــــــا هیر وم

جــــــــــــانان زما
ســـــــــــو بي وفا
خـــــــــوار جلالي
اشــــــــنا تایادوم

جلالي اشنا
ثالث عمر

رحمتونه دي پر ګور شۀ
مخالف دي سور په اور شۀ
یه ملنګ ثالث عمره
د رب نور داستا په لور شۀ

اې مومن آمین رهبره
اې مین په دین رهبره
ته د شر ریښې ایستونکی
قلندر رښتین رهبره

ته بدلون وې د حالاتو
اوښتون وې د حالاتو
ته د حق خوځښت رهبر وې
سباوون وې د حالاتو

ته الګو د حق ټولۍ وې
ته مثال د ملنګۍ وې
شملور غازي عمره
سر خوږی د دنیاګۍ وې

ته د خیر القرون یاد وې
ته رهیر د حق جهاد وې
ته د هر سنګر امیر وې
ته سالار د استشهاد وې

د خالد تسل امیره
اې د هر مورچل امیره
معرکه کې بریالی وې
یه غازي اتل امیره

خالد تسل
هدیرې ته..

هره لاره د هر ښار ځي هدیرې ته
هر بې وسه هر واکدار ځي هدیرې ته

هدیره د جسدونو آرامګاه ده
هر ناپوه او هر هوښیار ځي هدیرې ته

هدیره کې ارزښتمن بې ارزښت نشته
هر شتمن کس او هر خوار ځي هدیرې ته

هدیره قدر د نیک عمل تل کاندي
نیک عمله بې له ډار ځي هدیرې ته

هدیرې کړلې هستۍ تر خاورو لاندې
هر ورځ مړي بېشمار ځي هدیرې ته

هدیرې ته به خالد تسل هم درومي
د کفن هر خریدار ځي هدیرې ته

خالد تسل
غزل

ښه دی د ورځې لمر رڼا شیندي
د شپې دي یاد سپوږمۍ په ما شیندي

لوری د ژوند به مې بدل ولي شي
د هجر درد مې په صحرا شیندي

ستا د اوصافو قصیده لولمه
معیار په ما لکه مسکا شیندي

د فراق تریخ غړپ مې له ستونې تیر دی
درد مې په تیر باندې د ملا شیندي

خالد تسله د وصال لمر به
یو ورځ په تا باندې لقاء شیندي

خالد تسل
‏د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د دولسم تلين په مناسبت
ثالث عمر رحمه الله

صدقه دې له غیرت ثالث عمره!
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!

په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!

يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
وې مؤسس د امارت ثالث عمره!

د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!

‏د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!

پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!

د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!

زه تپاند زُهاد په هر کردار دې ویاړم
ستا سره مې محبت ثالث عمره!

شاعر تپاند زُهاد
د ملامحمد عمر مجاهد روح ته ډالۍ

د مسلمه امت سرلاری وې عمره مشره
زړه د تاریخ ولې شرشاره زړوره مشره

لمرین تاریخ دې افغانانو ته ځل بل پاته شو
تل دې پر ګور شه رحمتونه بختوره مشره

ته یو ملنګ آمیر وې ته یو قلندر سړی وې
د کاڼې کرښه وله ستا هره خبره مشره

د ننګ په توره دې بې ننګ سرونه ووهلو
د شجاعت او غیرتونو دنګه غره مشره

تر خپل هدف رښتینی ولاړلې په صبر صبر
ولې کامل ولې رښتیا ته بهادره مشره

مهاجر ستا په ننګ لیکم د افتخار شعرونه
ستا وه پاک روح ته یې بښمه معتبره مشره

عبدالباقي مهاجر
Forwarded from مهاجرهروي
دوصل ارمان

ډیرمي ناقراردۍ په عجـم کي ژوند
کاش چي تیریدلای په حرم کي ژوند
ولي به بیمـــار زه له وخــــتونو وم
نه به تیریدلاي زماپه غـــم کي ژوند

ډیردي ارمان جـــــن یم د دیدن یاره
پټ یی تیرومه په ســـیتم کي ژوند

ناست یمه په نوم دي ګـــــذاره کوم
لوندمِ شوګریوان دسترګونم کي ژوند

ومي غــواړه ځانه ته ستاوصال راکړه
نه شمه زغــملاي په هردم کي ژوند

تاته چي قـــریب شمه نوخه به شم
هله به مي تیرشي په کرم کي ژوند

نیسه مهاجــردشــــفاعت غـــیږ کي
نوریی کړه بیغمــه هرقدم کي ژوند

مهاجرهروي
Forwarded from شاعرمحمدنسیم عرفاني (محمدنسیم عرفاني)
دواړه خواږه
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني

یو وخت دبارانه بل ستادیاد دواړه خواږه دي
ژوندون دمدرسي او دجهاد دواړه خواږه دي

وطن ابادوي او دنړۍ سره به ســـــیال سي
دازده کړئ یو تعلیم اوبل اعداددواړه خواږه دي

متین عزم یې مات کړله کفري یاغي سرونه
یو ګران طالب اشنا بل داهیواد دواړه خواږه دي

ټول ډک دی له ښکلاووشیني دري ښایسته سیندونه
خو غرو کي یې پامیر اوبل شمشاد دواړه خواږه دي

راځي داجل غشــې په هر نفس باندي تیریږي
خو مرګ دتورګړنګ او استشهاددواړه خواږه دي

نظام تل باقي ساتي پراغیارو به غالب وي
یو زړونو کي تقوا بل اتحاد دواړه خواږه دي

په سخـتو کړاوونو تکلیفو کي درسره وي
یو رب سره پټ راز بل انقیاد دواړه خواږه دي

ډېر ګران وي عرفاني ته خو ارمان شهات یوړي
بیرغ دي پر مزار ښوروي باد دواړه خواږه دي
Forwarded from مهاجرهروي
🚶خپل مزل دی څاره🚶

خپل مزل دی څاره دمزل پوره سامان ګوره
بل باندی نظـــرمــکوه خپل ګټه تاوان ګوره

لاره لږ اځغنه ده په پای کی هیڅ ازغی نسته
هــلته انعــامات دی هلته درد اوناروغی نسته
شل دی مزل نګړی دادلوی الله فرمان ګوره

نن دی حساب وکه څودی ګټه څوتاوان کړی
څوک دی تخریب کړی اوپرچادی نن بهتان کړی
نورکه دی غیبت کوی ته لاره دغفران ګوره

مه لټوه عیب دچاخپل عیب باندی نظرکوه
ځان دی کړه اصلاح په عباداتوکی هنرکوه
پل په پل مزل کی دهغه دژوندداستان ګوره

داخودی منه مه چی دنیاښه حلاوت لری
هرچاته معلومه چی غمونه هم ذلت لری
ټوله انعامات دی دجنت ښکلی عنوان ګوره

ګـوره مهــاجره دعـــمل توښه دی ښه ساته
پام چی خــطا ونه کړی له بدونه توبه ساته
قــبرته به ځی خوعذابونه دســـبحان ګوره

مهاجرهروي
د جانان د صحابو په صفت کې یو کلام

د صدیق له صدقت څخه قربان شم
د عـــمـــر له عدالت څخه قربان شم
ګران عثمان د حیا غر وو په دنیا کې
د عــلـي له شجاعت څخه قربان شم

سومره ښکلي وو جانان صحابه دی
نـــــازوالــــي وو جـانانه صحابه دی
د توحید بیرغ یی پورته په جهان کړو
سه سیپیڅلي وو جانانه صحابه دی
عیــرتي وو د غیرت میثال یی نه وو
د دی ټــولو د غیرت څخه قربان شم

ټــــول د مـینی مـحبته څخه ډک وو
د یــــوالي او وحـــداته څخه ډک وو
لکه ورونه د یــــو کــــور وو نـازولي
د ســـپیـڅلي اوخووته څخه ډک وو
د اخـــلاقو یی مـــیثــال نه وو زړګیه
زه یی ځار له هر صفت څخه قربان شم

ستا هر امر ته ولاړ لاس په نامه وو
ستا حکمونو ته تیار لاس په نامه وو
ای د ټـــــولــــو مــحـتـــرمو محترمه
تانه ځار وو تانه ځار لاس په نامه وو
ســــومـر لوی فضيلت اللهﷻ ورکړی
د دوی لوی فضيلت څخه قربان شم

ســـومر ښه وو بختور وو هغه خلک
چی په څنګ کې د دلبر وو هغه خلک
ربّ سومر لوی انعام دی وو پری کړی
د هـــر چـــا څـخه بهتر وو هغه خلک
ربّ تـــل بــه دی رضا پسی روان وو
ربّ زه یی له هــمت څخه قربان شم

زمــــا ټــوله زندګي تری نه قربان شه
زمــــا ټـوله شاعري تری نه قربان شه
زه عــــلام یــــم د جــانان د صحابوه
زما جوند زما هستي تری نه قربان شه
ای مــنــهــاج الله زهـیره څه خوږه وو
زه یی مــینــی محبت څخه قربان شم

منهاج الله زهیر