نعت شریف
د سترګو تور مې د زړه سر مطالعه کې مشغول
نظر هر لور مې دی د عشق په صحیفه کې مشغول
د هڅو پایلې مې راجح قول د مینې له باب
زېار ورسره مې د سیرت په آېنه کې مشغول
ځواک مې د پوهي په طلب دی د رښتینې مینې
دید مې پرې خپور دی د حٓمٓ په سېپاره کې مشغول
اعجاز د عشق دی چې مې زړه باندې سکون وریږي
نازک الهام مې د ادب په قافېه کې مشغول
مبارک حُب یې تبرک راته له پېل مبارک
خالد تسل یې د دیدار په تلوسه کې مشغول
خالد تسل
د سترګو تور مې د زړه سر مطالعه کې مشغول
نظر هر لور مې دی د عشق په صحیفه کې مشغول
د هڅو پایلې مې راجح قول د مینې له باب
زېار ورسره مې د سیرت په آېنه کې مشغول
ځواک مې د پوهي په طلب دی د رښتینې مینې
دید مې پرې خپور دی د حٓمٓ په سېپاره کې مشغول
اعجاز د عشق دی چې مې زړه باندې سکون وریږي
نازک الهام مې د ادب په قافېه کې مشغول
مبارک حُب یې تبرک راته له پېل مبارک
خالد تسل یې د دیدار په تلوسه کې مشغول
خالد تسل
نعت شریف
دلیل په وحدانیت دی او مدلول دی د ښکلا
یتیم دی پیدا شوی خو پیشوا د هر باچا
آمین دی او حسین دی نوم یې لب باندې شیرین
طه دی او یسین رحمة العالمین
جواد دی مکرم دی محترم دی مقتدا
نذیر بلا نظیر دی لا مثال دی باجمال
کمال یې دی اکمال سیال نه لري هیڅ سیال
اور بل یې دی واللیل او سپین جبین یې والضحیٰ
ګلاب غوندې هر زړه لري په مخ باندې شبنم
د رحم اوبه زمزم ویښي په ټول عالم
کرم مهرباني لُطف اِحسان یې په هر چا
زه پوه کړمه هجران یې په لذت د خوږ وصال
جمال او په جلال وصال کې زړه خوشحال
د دید یې آرماني یم آرمانجن یې د لقا
اعزاز لري کلیم دی دا امتیاز یې دی عظیم
زعیم دی او کریم حلیم دی او رحیم
بلا کیفه په عرش کې ورته شوې میلمستیا
خالد تسله زړه لره شفا روح ته غذا
روان مې پرې ځلا هر آن دی پرې زیبا
حبیب مې انتخاب زه یې مریی دی مې آقا
خالد تسل
دلیل په وحدانیت دی او مدلول دی د ښکلا
یتیم دی پیدا شوی خو پیشوا د هر باچا
آمین دی او حسین دی نوم یې لب باندې شیرین
طه دی او یسین رحمة العالمین
جواد دی مکرم دی محترم دی مقتدا
نذیر بلا نظیر دی لا مثال دی باجمال
کمال یې دی اکمال سیال نه لري هیڅ سیال
اور بل یې دی واللیل او سپین جبین یې والضحیٰ
ګلاب غوندې هر زړه لري په مخ باندې شبنم
د رحم اوبه زمزم ویښي په ټول عالم
کرم مهرباني لُطف اِحسان یې په هر چا
زه پوه کړمه هجران یې په لذت د خوږ وصال
جمال او په جلال وصال کې زړه خوشحال
د دید یې آرماني یم آرمانجن یې د لقا
اعزاز لري کلیم دی دا امتیاز یې دی عظیم
زعیم دی او کریم حلیم دی او رحیم
بلا کیفه په عرش کې ورته شوې میلمستیا
خالد تسله زړه لره شفا روح ته غذا
روان مې پرې ځلا هر آن دی پرې زیبا
حبیب مې انتخاب زه یې مریی دی مې آقا
خالد تسل
نعت شریف
ته مې یې ساه ته مې ارواء ته مې بقا حبیبه
د سترګو تور د دید رڼا د زړه درزا حبیبه
دا ستا ښایست پیل د ښکلا دی حُسنداره حسینه
ښکلا په تا باندې پوره ته یې ښکلا حبیبه
ته یې جمیل ته یې نبیل منبع د حُسن وفا
ستا له جبین نه وریدې وړانګې جلا حبیبه
مُسکی انداز دي انتخاب د هر دردمن زړه وو
زرین اقوال زړو ته قبول او ستا وینا حبیبه
لکه د لمر څرک د غاښونه د مینځ نور دي قربان
په تبسُم کې به دې نور کړۀ تجلا حبیبه
خالد تسل ستا په روی غواړمه بخښنه له رب
ته مهربانــــــــــه لکه پلار یې په هر چا حبیبه
خالد تسل
ته مې یې ساه ته مې ارواء ته مې بقا حبیبه
د سترګو تور د دید رڼا د زړه درزا حبیبه
دا ستا ښایست پیل د ښکلا دی حُسنداره حسینه
ښکلا په تا باندې پوره ته یې ښکلا حبیبه
ته یې جمیل ته یې نبیل منبع د حُسن وفا
ستا له جبین نه وریدې وړانګې جلا حبیبه
مُسکی انداز دي انتخاب د هر دردمن زړه وو
زرین اقوال زړو ته قبول او ستا وینا حبیبه
لکه د لمر څرک د غاښونه د مینځ نور دي قربان
په تبسُم کې به دې نور کړۀ تجلا حبیبه
خالد تسل ستا په روی غواړمه بخښنه له رب
ته مهربانــــــــــه لکه پلار یې په هر چا حبیبه
خالد تسل
شهیده یاره😥
شـــهادت پســی خـمار راتاویـدلي
پردوښـــمن لکــه ښامارراتاویدلي
هرشپه به پردوښمن باندی غزاوه
پرپوســته به وارپه وارراتاویدلي
له هـیبته دی پډارټول غُلامان وه
چـی له لری په پښــــارراتاویدلي
نن پوره دشهادت دِلوی ارمان شو
چی زخمی سینه پرهارراتاویدلي
مهـاجربه دی نوکله هـیروای شی
په خـــنداچی په هروارراتاویدلي
مهاجرهروي
شـــهادت پســی خـمار راتاویـدلي
پردوښـــمن لکــه ښامارراتاویدلي
هرشپه به پردوښمن باندی غزاوه
پرپوســته به وارپه وارراتاویدلي
له هـیبته دی پډارټول غُلامان وه
چـی له لری په پښــــارراتاویدلي
نن پوره دشهادت دِلوی ارمان شو
چی زخمی سینه پرهارراتاویدلي
مهـاجربه دی نوکله هـیروای شی
په خـــنداچی په هروارراتاویدلي
مهاجرهروي
یوه هیله مې تحریک بل امارت دی
لکه دوه سکني وروڼه اخـــوت دی
د کابل پر سر رپاند د توحید توغه
له برېا دې ډک سپېڅلی مصلحت دی
د خیبر د غرو نښترو یادولې
تا چې کړې په دې کاڼو عبادت دی
در کوم د سکون غیږ وزیرستانه
وخت قریب ان شاءالله فتحه نصرت دی
د مؤمن ولس دعاوې در سره دي
مخ را واړه یو دید دې غنیمت دی
په بدري طالب دې ګرانه نظر وکړه
مبارک غیږ کې ژوندون دې سعادت دی
#بدري طالب
لکه دوه سکني وروڼه اخـــوت دی
د کابل پر سر رپاند د توحید توغه
له برېا دې ډک سپېڅلی مصلحت دی
د خیبر د غرو نښترو یادولې
تا چې کړې په دې کاڼو عبادت دی
در کوم د سکون غیږ وزیرستانه
وخت قریب ان شاءالله فتحه نصرت دی
د مؤمن ولس دعاوې در سره دي
مخ را واړه یو دید دې غنیمت دی
په بدري طالب دې ګرانه نظر وکړه
مبارک غیږ کې ژوندون دې سعادت دی
#بدري طالب
قربان دې تر نامې شمه دلداره پیغمبره
جانانه پیغمبره زما یاره پیغمبره
نامه دې مبارکه ده له شاتو نه شېرینه
حبیبه د الله نبي سرداره پیغمبره
جلوو د سپین رخسار دې دنیاګۍ رڼا رڼا کړه
حسینه نازنینه جلوه داره پیغمبره
رحمت د ټول عالم یې رحمت اللعالمینه
امام المرسلین یې ای نامداره پیغمبره
اوصاف دې بیان شوي په عظیم کتاب قرآن کې
طاها یې هم یاسین یې ګلعزاره پیغمبره
شفیع مې په قیامت شه ستا ناچاره امتي یم
عاجزملنګ به ژاړمه غمخواره پیغمبره
عاجزملنګ
جانانه پیغمبره زما یاره پیغمبره
نامه دې مبارکه ده له شاتو نه شېرینه
حبیبه د الله نبي سرداره پیغمبره
جلوو د سپین رخسار دې دنیاګۍ رڼا رڼا کړه
حسینه نازنینه جلوه داره پیغمبره
رحمت د ټول عالم یې رحمت اللعالمینه
امام المرسلین یې ای نامداره پیغمبره
اوصاف دې بیان شوي په عظیم کتاب قرآن کې
طاها یې هم یاسین یې ګلعزاره پیغمبره
شفیع مې په قیامت شه ستا ناچاره امتي یم
عاجزملنګ به ژاړمه غمخواره پیغمبره
عاجزملنګ
اصلاحي شعر
مزل کوه په هرقدم باندي دي پام کوه
کشره قرباندي شم دمشر احترام کوه
سترګي څلورکه دنظام دحفاظت لپاره
دهرشریرپه مقابل کي ښه اقدام کوه
چي راتاونَکړي پروجودباندي څادردکبر
په عاجزۍ دي دحیاپوره احرام کوه
دورځي سل ځله الفاظ دشکروایه ګوره
له خدایه شکرباسه شکرد،انعام کوه
که خیرغواړي ددارینو،مهاجرهَروي
نو په اقوالو دهرشیخ دهر،امام کوه
مهاجرهروي
مزل کوه په هرقدم باندي دي پام کوه
کشره قرباندي شم دمشر احترام کوه
سترګي څلورکه دنظام دحفاظت لپاره
دهرشریرپه مقابل کي ښه اقدام کوه
چي راتاونَکړي پروجودباندي څادردکبر
په عاجزۍ دي دحیاپوره احرام کوه
دورځي سل ځله الفاظ دشکروایه ګوره
له خدایه شکرباسه شکرد،انعام کوه
که خیرغواړي ددارینو،مهاجرهَروي
نو په اقوالو دهرشیخ دهر،امام کوه
مهاجرهروي
دوصال تږی😥
نصـیبه یومي سه ترپاک نبي اکـرمـه پورې
زه له عجـــمه کډه وړه مــه ترحرمـه پورې
قرارمي نشـــته ناقــراریمه وصـال غواړمه
دزړګــي هـیلي مـي تړلي ترصـنمــه پورې
دهجــرتنده مي هیڅ نه ماتیږي څه وکړمه
تږی یم ځان به رسه ومه ترزمــزمــه پورې
چي یه له رویه شوه پیداټوله دونیامافیها
دوست دسبحان خیرالبشرخیرالاُممه پورې
زه په ســـجدوکي دوصال دوعاکوم له ربه
دشـپي نیولې دســهارترصبحي دمـه پورې
که یه دټول عمـــرســـفروي دلبوپرڅــوکو
رســان به نشې مهــاجرسـتاتر قدمه پورې
مهاجرهروي
نصـیبه یومي سه ترپاک نبي اکـرمـه پورې
زه له عجـــمه کډه وړه مــه ترحرمـه پورې
قرارمي نشـــته ناقــراریمه وصـال غواړمه
دزړګــي هـیلي مـي تړلي ترصـنمــه پورې
دهجــرتنده مي هیڅ نه ماتیږي څه وکړمه
تږی یم ځان به رسه ومه ترزمــزمــه پورې
چي یه له رویه شوه پیداټوله دونیامافیها
دوست دسبحان خیرالبشرخیرالاُممه پورې
زه په ســـجدوکي دوصال دوعاکوم له ربه
دشـپي نیولې دســهارترصبحي دمـه پورې
که یه دټول عمـــرســـفروي دلبوپرڅــوکو
رســان به نشې مهــاجرسـتاتر قدمه پورې
مهاجرهروي
غزل!!
په زړګي مات په زړه رنځوریمه زه!
سوی کالبوت سوی انځوریمه زه!
نه یم راټول داسي تیت شوی یمه!
دانه دانه لکه انګوریمه زه!
نه مي ژړل نه مي خفګان کولو!
څه وکړم یاره خومجبوریمه زه!
له ژوندخونداخستی نشمه زه!
داسي بیمارداسي ناسور یمه زه!
نه یم ژوندی هسي جسدمي پاته!
لیک په قلم باندي مغفوریمه زه!
زه مهاجرزړه کم طبیب ته وروړم!
ډیرودردونوکي محصوریمه زه!
#مهاجرهروي
په زړګي مات په زړه رنځوریمه زه!
سوی کالبوت سوی انځوریمه زه!
نه یم راټول داسي تیت شوی یمه!
دانه دانه لکه انګوریمه زه!
نه مي ژړل نه مي خفګان کولو!
څه وکړم یاره خومجبوریمه زه!
له ژوندخونداخستی نشمه زه!
داسي بیمارداسي ناسور یمه زه!
نه یم ژوندی هسي جسدمي پاته!
لیک په قلم باندي مغفوریمه زه!
زه مهاجرزړه کم طبیب ته وروړم!
ډیرودردونوکي محصوریمه زه!
#مهاجرهروي
نورمي مه ځوروه
غـم دي ایستلی یم له !کاره نورمي مه ځوروه
ســومه راړنګ دپسـي !یاره نورمي مه ځوروه
ځان سـره وکړمه سـکته چي سم یواځي کله
ځـانګم راځـانګـــمه پر !لاره نورمـي مه ځوروه
دهجران درددي زه ایستلی یم له خوبه ګرانه
ټوله شپه ویښ یم !ترسهاره نورمي مه ځوروه
غم دي ځنځیرغوندي راتاوزماپربیوسه وجود
پکي همیش یمه !حــصاره نورمي مه ځورومه
لکه یعــقوب سـترګومي ختمه کړه رڼادرپسي
ای دیوسف رنګـه !چــناره نورمي مه ځوروره
زه مها جرپرزړه زخمي کړم ســــتافراق لالیه
نور یمه ستړی له !پرهاره نورمي مه ځـوروه
مهاجرهروي
غـم دي ایستلی یم له !کاره نورمي مه ځوروه
ســومه راړنګ دپسـي !یاره نورمي مه ځوروه
ځان سـره وکړمه سـکته چي سم یواځي کله
ځـانګم راځـانګـــمه پر !لاره نورمـي مه ځوروه
دهجران درددي زه ایستلی یم له خوبه ګرانه
ټوله شپه ویښ یم !ترسهاره نورمي مه ځوروه
غم دي ځنځیرغوندي راتاوزماپربیوسه وجود
پکي همیش یمه !حــصاره نورمي مه ځورومه
لکه یعــقوب سـترګومي ختمه کړه رڼادرپسي
ای دیوسف رنګـه !چــناره نورمي مه ځوروره
زه مها جرپرزړه زخمي کړم ســــتافراق لالیه
نور یمه ستړی له !پرهاره نورمي مه ځـوروه
مهاجرهروي
مناجات شریف
خدایه قبوله مي توبه کړه بیاګناه نه کوم
وعده ،کوم ،روا،کومه ،ناروا، نه کوم
پرتیرو کړونوباندي ډیریمه پښیمانه ربه
داځل مي وبخښه بیانه کومه بیانه کوم
دحسرت اوښکي تویومه درته داوایمه
بیابه له حده !قدم نه ږمه تعدا نه کوم
داستاکلام لولمه ستاپریاردورود وایمه
لهو،ولعب کي مي وخت نه تیروم دانه کوم
چاچي پرنیمه لاره پریښودم جفایه وکړه
زه ورته هیڅ نه وایم زه ورته ښرانه کوم
ما،مهاجر،لاره میندلي ده هجرت مي کړۍ
نور،به پر،نورو ،نورو ،خلګو اقتدانه کوم
مهاجرهروي
خدایه قبوله مي توبه کړه بیاګناه نه کوم
وعده ،کوم ،روا،کومه ،ناروا، نه کوم
پرتیرو کړونوباندي ډیریمه پښیمانه ربه
داځل مي وبخښه بیانه کومه بیانه کوم
دحسرت اوښکي تویومه درته داوایمه
بیابه له حده !قدم نه ږمه تعدا نه کوم
داستاکلام لولمه ستاپریاردورود وایمه
لهو،ولعب کي مي وخت نه تیروم دانه کوم
چاچي پرنیمه لاره پریښودم جفایه وکړه
زه ورته هیڅ نه وایم زه ورته ښرانه کوم
ما،مهاجر،لاره میندلي ده هجرت مي کړۍ
نور،به پر،نورو ،نورو ،خلګو اقتدانه کوم
مهاجرهروي
مهاجرو وروڼو ته!
د هجرت له ړنګو کليو
او دياره پخير راسٸ!
هسکه غاړه، جګې سترګې
تر خپل ښاره پخير راسٸ!
پر تورخم مو هرکلى کړي
لوى، واړه د ننګرهار
د ننګونو تر ټاټوبي
قندهاره پخير راسٸ!
اوس سېوا د سپين بيرغ له
سيوري، چيرې سکون نسته
د منت، جبر، او ستونزو
له غباره پخير راسٸ!
خپل هيواد مو رغېدلى
بلا کيف لکه جنت دى
له ستومانو کړاونو
تر قراره پخير راسٸ!
پل مو دلته بختور سه
د نبيل شباب دوستانو!
د زاړه ګودر او کلې
تر چناره پخير راسٸ!
مولوي نبيل شباب
د هجرت له ړنګو کليو
او دياره پخير راسٸ!
هسکه غاړه، جګې سترګې
تر خپل ښاره پخير راسٸ!
پر تورخم مو هرکلى کړي
لوى، واړه د ننګرهار
د ننګونو تر ټاټوبي
قندهاره پخير راسٸ!
اوس سېوا د سپين بيرغ له
سيوري، چيرې سکون نسته
د منت، جبر، او ستونزو
له غباره پخير راسٸ!
خپل هيواد مو رغېدلى
بلا کيف لکه جنت دى
له ستومانو کړاونو
تر قراره پخير راسٸ!
پل مو دلته بختور سه
د نبيل شباب دوستانو!
د زاړه ګودر او کلې
تر چناره پخير راسٸ!
مولوي نبيل شباب
امارت
امارت! دبت شکن عمر یادګار دی
امارت! دعظمتونو دنګ منار دی
امارت! مو د شهید منصور ارمان دی
امارت! د حقاني جلال ایثار دی
امارت! د اتحاد زرین سمبول دی
امارت! په اخوت باندې سینګار دی
امارت! د وخت اتل د غزا پیر دی
امارت! وهلی سر له استعمار دی
امارت! چي درنه ښکار د خیانت نه سي
امارت! مو امانت د شهید یار دی
امارت! د بورو میندو په دعاءو
امارت! په قربانیو برقرار دی
امارت! دی ستر رحمت احمدالیاسه
امارت! د مسلمه امت وقار دی
احمد الیاس
امارت! دبت شکن عمر یادګار دی
امارت! دعظمتونو دنګ منار دی
امارت! مو د شهید منصور ارمان دی
امارت! د حقاني جلال ایثار دی
امارت! د اتحاد زرین سمبول دی
امارت! په اخوت باندې سینګار دی
امارت! د وخت اتل د غزا پیر دی
امارت! وهلی سر له استعمار دی
امارت! چي درنه ښکار د خیانت نه سي
امارت! مو امانت د شهید یار دی
امارت! د بورو میندو په دعاءو
امارت! په قربانیو برقرار دی
امارت! دی ستر رحمت احمدالیاسه
امارت! د مسلمه امت وقار دی
احمد الیاس
Forwarded from شعرونه
زخمونه گنډو
مونږ په خپل فکر پرهرونه گنډو
مونږ د زخمي وطن زخمونه گنډو
هیواد مو کار غواړﻱ، پالنه غواړﻱ
مونږ په هنر یې سمې غرونه گنډو
چې کړل کفارو یې خراب فِکرونه
مونږ د هغو خلکو فِکرونه گنډو
اوس مو نیت کړی تر اټک پورې ځو
ددې هیواد ټول سرحدونه گنډو
دلته تعلیم ته پراختیا ورکوو
د نوې نسل ښه ذهنونه گنډو
ددې اولس په پرهرو گډو پټۍ
لگیا یو مونږ یې زخمی زړونه گنډو
له دې هیواد څخه نفرت ورکوو
مونږه د مینې نه جوړ پلونه گنډو
عبدالجلیل جهادیار دا وایمه
مونږ په هنر باندې خیالونه گنډو
عبدالجلیل جهادیار
مونږ په خپل فکر پرهرونه گنډو
مونږ د زخمي وطن زخمونه گنډو
هیواد مو کار غواړﻱ، پالنه غواړﻱ
مونږ په هنر یې سمې غرونه گنډو
چې کړل کفارو یې خراب فِکرونه
مونږ د هغو خلکو فِکرونه گنډو
اوس مو نیت کړی تر اټک پورې ځو
ددې هیواد ټول سرحدونه گنډو
دلته تعلیم ته پراختیا ورکوو
د نوې نسل ښه ذهنونه گنډو
ددې اولس په پرهرو گډو پټۍ
لگیا یو مونږ یې زخمی زړونه گنډو
له دې هیواد څخه نفرت ورکوو
مونږه د مینې نه جوړ پلونه گنډو
عبدالجلیل جهادیار دا وایمه
مونږ په هنر باندې خیالونه گنډو
عبدالجلیل جهادیار
مرحوم امیر المؤمنین ثالث عمر رحمه الله ارواح ته
زموږ د امارت ستر مؤسس او بنسټګر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر
لارښود د جهادي مسیر امام د پاک لښکر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر
ؤ څلی د غیرت یو دنګ منار د شهامت ؤ
ولي ؤ په ریښتیا دریم عمر ده دې امت ؤ
ساتلی یې په تش لاس ؤ همیش د حق سنګر
راپورته یې جهاد ته څو پیړۍ وروسته ځوانان کړل
راویښ یې افغانان کړل راویښ یې افغانان کړل
د حق ناره یې وکړه د جهاد له هر ممبر
ژوندی د وي تاریخ او روح د ښاد شه ای امینه
امیرالمؤمنینه امیر المؤمینیه
په تش لاس د وهلی ټول جهان ته ؤ ټټر
مخبت وردګ
زموږ د امارت ستر مؤسس او بنسټګر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر
لارښود د جهادي مسیر امام د پاک لښکر
مرحوم ثالث عمر مرحوم ثالث عمر
ؤ څلی د غیرت یو دنګ منار د شهامت ؤ
ولي ؤ په ریښتیا دریم عمر ده دې امت ؤ
ساتلی یې په تش لاس ؤ همیش د حق سنګر
راپورته یې جهاد ته څو پیړۍ وروسته ځوانان کړل
راویښ یې افغانان کړل راویښ یې افغانان کړل
د حق ناره یې وکړه د جهاد له هر ممبر
ژوندی د وي تاریخ او روح د ښاد شه ای امینه
امیرالمؤمنینه امیر المؤمینیه
په تش لاس د وهلی ټول جهان ته ؤ ټټر
مخبت وردګ
داســـــــتا له غم
اخیــــر بـــه مرم
نــــور بــه دي زه
نـــــــــــــه یادوم
تـــــه ژی زړګـــی
وړم لیــــــــــونی
ای بــــــــــي اوفا
زه درنــــــــــه زم
غـــــــــم ده اشنا
کـــــــــــړم زه تبا
ځي اوښکــي زما
پــه مـــــخ نم نم
راغلــــــی بیلتون
کــړم.بـــي.سکون
غمــــــــجن زړګی
نــــــــور صبر وم
کـــړم زه بي واک
غـــــــــم ده فراق
اخیـــــــــــر به زه
تــــــــــــا هیر وم
جــــــــــــانان زما
ســـــــــــو بي وفا
خـــــــــوار جلالي
اشــــــــنا تایادوم
جلالي اشنا
اخیــــر بـــه مرم
نــــور بــه دي زه
نـــــــــــــه یادوم
تـــــه ژی زړګـــی
وړم لیــــــــــونی
ای بــــــــــي اوفا
زه درنــــــــــه زم
غـــــــــم ده اشنا
کـــــــــــړم زه تبا
ځي اوښکــي زما
پــه مـــــخ نم نم
راغلــــــی بیلتون
کــړم.بـــي.سکون
غمــــــــجن زړګی
نــــــــور صبر وم
کـــړم زه بي واک
غـــــــــم ده فراق
اخیـــــــــــر به زه
تــــــــــــا هیر وم
جــــــــــــانان زما
ســـــــــــو بي وفا
خـــــــــوار جلالي
اشــــــــنا تایادوم
جلالي اشنا
ثالث عمر
رحمتونه دي پر ګور شۀ
مخالف دي سور په اور شۀ
یه ملنګ ثالث عمره
د رب نور داستا په لور شۀ
اې مومن آمین رهبره
اې مین په دین رهبره
ته د شر ریښې ایستونکی
قلندر رښتین رهبره
ته بدلون وې د حالاتو
اوښتون وې د حالاتو
ته د حق خوځښت رهبر وې
سباوون وې د حالاتو
ته الګو د حق ټولۍ وې
ته مثال د ملنګۍ وې
شملور غازي عمره
سر خوږی د دنیاګۍ وې
ته د خیر القرون یاد وې
ته رهیر د حق جهاد وې
ته د هر سنګر امیر وې
ته سالار د استشهاد وې
د خالد تسل امیره
اې د هر مورچل امیره
معرکه کې بریالی وې
یه غازي اتل امیره
خالد تسل
رحمتونه دي پر ګور شۀ
مخالف دي سور په اور شۀ
یه ملنګ ثالث عمره
د رب نور داستا په لور شۀ
اې مومن آمین رهبره
اې مین په دین رهبره
ته د شر ریښې ایستونکی
قلندر رښتین رهبره
ته بدلون وې د حالاتو
اوښتون وې د حالاتو
ته د حق خوځښت رهبر وې
سباوون وې د حالاتو
ته الګو د حق ټولۍ وې
ته مثال د ملنګۍ وې
شملور غازي عمره
سر خوږی د دنیاګۍ وې
ته د خیر القرون یاد وې
ته رهیر د حق جهاد وې
ته د هر سنګر امیر وې
ته سالار د استشهاد وې
د خالد تسل امیره
اې د هر مورچل امیره
معرکه کې بریالی وې
یه غازي اتل امیره
خالد تسل
هدیرې ته..
هره لاره د هر ښار ځي هدیرې ته
هر بې وسه هر واکدار ځي هدیرې ته
هدیره د جسدونو آرامګاه ده
هر ناپوه او هر هوښیار ځي هدیرې ته
هدیره کې ارزښتمن بې ارزښت نشته
هر شتمن کس او هر خوار ځي هدیرې ته
هدیره قدر د نیک عمل تل کاندي
نیک عمله بې له ډار ځي هدیرې ته
هدیرې کړلې هستۍ تر خاورو لاندې
هر ورځ مړي بېشمار ځي هدیرې ته
هدیرې ته به خالد تسل هم درومي
د کفن هر خریدار ځي هدیرې ته
خالد تسل
هره لاره د هر ښار ځي هدیرې ته
هر بې وسه هر واکدار ځي هدیرې ته
هدیره د جسدونو آرامګاه ده
هر ناپوه او هر هوښیار ځي هدیرې ته
هدیره کې ارزښتمن بې ارزښت نشته
هر شتمن کس او هر خوار ځي هدیرې ته
هدیره قدر د نیک عمل تل کاندي
نیک عمله بې له ډار ځي هدیرې ته
هدیرې کړلې هستۍ تر خاورو لاندې
هر ورځ مړي بېشمار ځي هدیرې ته
هدیرې ته به خالد تسل هم درومي
د کفن هر خریدار ځي هدیرې ته
خالد تسل
غزل
ښه دی د ورځې لمر رڼا شیندي
د شپې دي یاد سپوږمۍ په ما شیندي
لوری د ژوند به مې بدل ولي شي
د هجر درد مې په صحرا شیندي
ستا د اوصافو قصیده لولمه
معیار په ما لکه مسکا شیندي
د فراق تریخ غړپ مې له ستونې تیر دی
درد مې په تیر باندې د ملا شیندي
خالد تسله د وصال لمر به
یو ورځ په تا باندې لقاء شیندي
خالد تسل
ښه دی د ورځې لمر رڼا شیندي
د شپې دي یاد سپوږمۍ په ما شیندي
لوری د ژوند به مې بدل ولي شي
د هجر درد مې په صحرا شیندي
ستا د اوصافو قصیده لولمه
معیار په ما لکه مسکا شیندي
د فراق تریخ غړپ مې له ستونې تیر دی
درد مې په تیر باندې د ملا شیندي
خالد تسله د وصال لمر به
یو ورځ په تا باندې لقاء شیندي
خالد تسل
د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د دولسم تلين په مناسبت
ثالث عمر رحمه الله
صدقه دې له غیرت ثالث عمره!
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!
په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!
يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
وې مؤسس د امارت ثالث عمره!
د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!
د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!
پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!
د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!
زه تپاند زُهاد په هر کردار دې ویاړم
ستا سره مې محبت ثالث عمره!
شاعر تپاند زُهاد
ثالث عمر رحمه الله
صدقه دې له غیرت ثالث عمره!
ویاړم ستا په قیادت ثالث عمره!
په رښتیا چې ته ولي د زمانې وې
وې لایق د خلافت ثالث عمره!
يرغلګر دې په ګونډو کړلو اتله!
وې مؤسس د امارت ثالث عمره!
د منبر او د سنګر وې ته ساتونکی
ځار شم ستا له شهامت ثالث عمره!
د جهاد ستر بنسټګر وې زموږ مشره!
قربان ستا له سیاست ثالث عمره!
پیشګویي دې شوه ثابت د زړو رهبره!
منو ستا موږ کرامت ثالث عمره!
د اسلافو په قدم باندې روان وې
دین ته وکړ تا خدمت ثالث عمره!
زه تپاند زُهاد په هر کردار دې ویاړم
ستا سره مې محبت ثالث عمره!
شاعر تپاند زُهاد