المحمدی بصری څانګه
2.27K subscribers
38 photos
3 videos
39 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
المحمدي بصري څانګه ... رابطه @qwembbj
Download Telegram
Forwarded from تکل
کږه پګړۍ وهلې!

تا د مغرور جهان غړۍ وهلې
د رب ج په مرسته دي نړۍ وهلې

ښکلوم ځکه دي په ټنډه باندي
تا د سر مستو ککرۍ وهلې

هغو نن راوسته دَ تن په وینو
چا چې نعرې د خپلواکۍ وهلې

طالبه تاته باید درکړو مډال
ځکه خو تا سپینه ماڼۍ وهلې

ای دَ هیواد په ننګ شهیده یاره
ځواني مي ستا د غم سیلۍ وهلې

څومره ښه ښکاري نن ارشَد تکله
یار چې پر سر ګږه پګړۍ وهلې

ارشد تکل
Forwarded from شعرونه
روان دی مخ په وړاندی ټول کارونه د وطن
کــــرار کـــرار جوړیگـــی کــانالونـــه د وطن

تولیــد مـــو د هـــیواد اینجینران مــــو د هیواد
اړتــــیا نــه لـــرو چــاته استـــاذان مــو د هیواد
یــو مــوټـــی یو قـــوت مــو اولسونــه د وطن

کــانال د قوشتیـــپې زریـــن مثال د پرمختگ
همدا دی د طالــب زلمـــی کــــمال د پرمختگ
له شـــر فســــاد په امـــــن کی ښـــارونه د وطن

ساتی یی له هر شره جوړیدو ته یی دﻱ ژمن
هیـــواد بــه کــړې اباد طالب ملا پکـــی واکمن
الله دې دې راته ساتــــی دا ځواکونه د وطن

د امن فرښـــتی راغلی گــران افغانستان ته
حیرانه اوس نړۍ شوله جانان افغانستان ته
پــــه امـــن او امــــان مو ســـرحدونه د وطن

واخان حیثــــیت لــرﻱ زمــونږ لپاره لکه سر
وینا د مــلا یعقــوب ده کلک ولاړ د ی په ډگر
الله دې راتـــــه ساتـــی دا ســــرونـــه د وطــــن

دا خـــــاوره غیرتـــی د نومیـــالیو زلمو کـــــور
عبدالجــلیل جهادیــاره پـــردیـــو ته دی گــــور
غـــیرت کـــی ســـاری نـــه لرﻱ قومونه د وطن

عبدالجلیل جهادیار
Forwarded from شاعر نصرت آغا طالب
ښایستي سترګي🥰

ستا خوږې خوږي سترګي
ښڪلي ښایستې سترګي

سم پر زړه وشتـــل کوې
خاص لکه نېزې سترګي

ستا غزل غزل ځواني
تورې قافــــــیې سترګي

زه طالب طالـــب یمه
ستا دګل بشرې سترګې

زه دي راتلو څار ڪړم
راوړه مېلمنې سترګي

دنګ یوسفــــي ځواني
ستا د زلیخې سترګي

ستا یم یې نصرت آغا
خپل په ترانې سترګي

*نصرت آغا طالب*
Forwarded from شعرونه
عمل په دین

څوګ چې کړﻱ عمل په دین په نیغه لار سیده به شی
ژوند کې به کامیابه شی او ښه یې خاتِمه به شی

دومــره کـمـالات دې د الله او رســول میـنه کـې
ستر نعمـت عامِـل ته ددې مینې په حِصه به شی

ای انسانه زړه که دې د خدای په ذکر کړې عادت
ورکـه بـه گنـاه دې شـی صـفا دې عقیـده به شی

ټول عرب عجم که یې ملاتړ وکړﻱ خبر شی ترې
خـلاصـه د یهـودو لـه جنـجال پـاکه غـزه به شی

څوګ چې لګوﻱ خپلې منګوَلې حبـلُ الله بانـدې
ورکه یې له زړه نه د شیطان ها وسوسه به شی

عبــدالجـلیل جِـهادیـاره څوګ چـې یـادوﻱ الله
زړه به یې سکون شی او په ذکر یې اخته به شی

عبدالجلیل جهادیار
Forwarded from سهیل درمل
غزل/سهیل

1 پیدا کیږي نه په مفته لکه دُرْ
قرباني غواړي په مثل دمنصور

2 دجنت اغزنه لاره د مؤ مینه
ښه عمل وکړه چې تیرشي په سرور

3 نه رسیږي تر منزله ورته ګوره
څوک چې و لري یوه زره غرور

4 نکړي چاته هم یوه خبره بده
دنیکانو خلګو دغه دی منشور

درود سلام چې همیشه وایې سهیله
شفاعت به ورنصیب شي دحضور

سهیل
په لار دتصــؤف کي یو ښهْ پـــیر ځان تهْ پیـــدا کهْ
خالي لاس ترې رانسې سپین ضمـیر ځان ته پیداکهْ

د کلکې عقـیدې خـاوند له ځانه څـــخه جـــوړ کـهْ
په تورو ترږمو کې روڼ مـسـیر ځان ته پیـــدا کـهْ

د زړه زنـــګ په ډبـــرو او چــــــړو نه لرې کیــــــږي
له حمد او ذکره جوړ یو پاک نظیر ځان ته پیــدا کــهْ

لمبې د زړو پري مړې که له انګارکړه واوره جـــوړه
په خپل تقوأ اخلاص باندې تاثیر ځان ته پیـدا کهْ

چـې سترګي د جانان درته په ښه تفصیل بیان کـړي
سـهـیل ملا یو داسې خوږ تفسیر ځان ته پیدا کــهْ

سهیل درمل
غزل/سهیل درمل

سوی کاغذ یم تش اِیــرې پاتـې یم
ما ته ښیښه یو څو ټو ټې پاتې یم

کډه یې کړې نیمه شـــپه کې تللــي
زه د جانان له قافیــــــلې پاتې یم

له رب مې جارکړِڅنګه حسن یې دی
ورته حیران یم پر سجدې پاتې یم

د محبــت اظـــهار یې نــه دی کـړی
خو یم په تمه څو شیـــبې پاتې یم

که ښکلۍ نه یم سهیل بد هم نه یم
نو و لې دا سې له هـــغې پا تې یم

سهیل درمل
زمونږ : اتحاد/يووالى

په ننګ غيرت مو د تاريخ زرين بابونه ډېر دي
زموږ د اتحاد او د يووالي مثالونه ډېر دي

دلته پر ټول اولس د شيخ صاحب رڼا خپره ده
ولاړ په څنګ کې يې تيارو ته مشالونه ډېر دي

که خليفه سراج الدين که متقي صاحب دى
و هيواد والو ته يې کړي خدمتونه ډېر دي

د لوى ملا صاحب بچي دفاع ته ملا تړلې
رب دې يې نه اخلي د ده مسٶليتونه ډېر دي

په ابادۍ باندې مين حاجي ملا ورور دې نه مري
په هره برخه کې يې پيل پرمختګونه ډېر دي

که وزيران، که رٸيسان دي، که واليان صاحبان
په ترحم او همدردۍ يې وړي زړونه ډېر دي

په مال او سر به يې ملاتړ کوو نبيل شبابه!
پر مونږه ټولو د دې پاک نظام پورونه ډېر دي

مولوي نبيل شباب
جَزَی اللَّهُ عَنَّامُحَمَّدًا مَاهُوَ اَهْلُهُ
نعت شریف
شاعر
#محمدنسیم
عرفاني

بله ستـــــا دعِشق ډیوه ده
له آدمــــــــــــــــــه تر ابده
حســــــن دار دزړونو پیــره
ګران رســوله محـــمده(ص)

په لَوْلاک بانـــــــدي موصوفـه
ای دمینــي فیلــســـــوفـــــــه
جما ل تابانـــدي تـــمـــام دی
هرځای ســتا دیاد قیـصه ده 

له شیرینو نه شیـــــــرین یې
ته له شمس قمر حســین یې
څــه نادره دي مـقــــــام دی 
چي ستایـلــۍ یې صـمــده

تا رونـق دغــــه دنـیـــــاکړه
تادجــهل شــپه ســــــبا کړه
سـتا له خوږ راتګــه وروسته
دتیـارو نړ ۍ چـــــــــــپه ده

داخلاقــــــو یوســتـرکــانـه
دقرآن خــــوږ تـرجــمانـــــه
ســتا خــــبري ملغلـــــــــري
راته ګــــراني دي بـې حــده

بل څه نــــــلرم عاصي یــــم
شکر ستاچي امـتــــــــي یم
عرفاني ته لـــــــــــــږ راګوره
ستا نظـر یې تلوســــــــه ده
ته رحیم رحمان رب یې
ته ډېر مهربان رب یې
ته خالق رازق مالک
ته روزي رسان رب یې

لا شریک احد یي ته
الله الصمد یې ته
ربه لم یلد یې ته
او ولم یولد یې ته

ته سمیع بصیر الله
ته لطیف خبیر الله
ته هر څه کولی ې
په هر څه قدیر الله


واړه مخلوقات دا ستا
وایي تسبیحات دا ستا
ته یې د ثنا لایق
دی سپېڅلی ذات دا ستا

ځمکه دې فرش کړې ده
غرونه یې مېخونه دي
بې ستنو آسمان ولاړ
لوی دې قدرتونه دي

ستا ثنا صفت کوي
جن دی که بشر ربه
کاڼي دي که بوټي دي
ستا په ذکر سر ربه

تانه معافي غواړم
زه ډېر ګنهګار یمه
ژاړمه عاجزملنګ
تاته توبه ګار یمه

ته مې کړه معاف الله
ستا عاجز بنده یمه
تاته خجالت یمه
تاته شرمنده یمه

عاجزملنګ
پر هغه أقدس ذات باندې درود شريف ووایاست چې د قيامت په سخته ورځ به د مخلوقاتو په مخ کې وايي:
أمتي أمتي يا رب

اللهم صل علی سیدنا محمد النبي الأمي و سلم ❣️
نعت شریف

احمدیی محمدیی
محمودیی ته امین یی
له ټولونه بهتریی
امام المرسلین یی

دونیاکه مافیهاده
داستاله نورپیداده
وتاته ټول محتاج دي
وتاته یی اسراده
ټول لپي په دوعادي
وتاته په ژړادي
داستاشفاعت غواړي
شفِع المؤمینین یی

دحُسن مجموعه یی
دمیني فلسفه یی
قربان دي شم حبیبه
دزړوبله ډیوه یی
نازل پرتاقرآن دی
راوړی موایمان دی
ښکلا لتانه جوړه
طه یی هم یاسین یی

لځانه راته ګران یی
بس ته زما ارمان یی
وصال دي غواړم ګرانه
جانان مي جانان یی
خپل ژبه لنده ومه
دورود پرتاوایمه
سپوږمی لتاشرمیږي
ترټولوته حَسِین یی

بیزارله دغه ژوندیم
تړلی بندپه بندیم
دونیاراته بي خونده
وتلی زه له خوندیم
درغواړه مي روضي ته
دنوربلي جلوي ته
درګورم مهاجربه
وزړه ته مي شیرین یی

مهاجرهروي
Forwarded from !! رحماني وصال !!
راځه حِس کړو نور لالیه یو د بل درد
زۀ به ستا او تۀ ز ما وګڼه خپل درد

ولې داسې بیلتانۀ کې ژوندون تېر شي
ولې چا سره وي هره شیبه مل درد

خپله سا به مې هم ژر یواځې پرېږدي
کۀ دې داسې راځي یاد سره هر ځل درد

اشغال کړی یې د کوم ساحر د لاسه
لۀ مودو مو دمعصومو زړو محل درد

بیا پۀ زغم باندې څوک ځان ولې اوبۀ کړي
باوجود د دې چې لار لري د حل درد

رحماني وصاله!! کله کله نه وي
کلک تړاو لري لۀ مینې سره تل درد

م رحماني وصال
Forwarded from الهام
د نـنګـونـو تاجـدار د همـت وؤ منار
په رښتیا چې عـمر دغیرت وؤ منار

حیران پاتي دنیا وه شاهۍ ته د ده
قـدرتـونـه عـاجـز مـلنـګۍ تـه د ده
ددې عصـر خـالد د عـظـمت وؤ منار

لوی واړه یې ویاړمن د هیواد یاد وي
په دعا کې یې نوم ارواح ښاد یاد وي
د تـاریـخ مُجـدِد دنُهضَـت وؤ منار

لرې زړو کې ځانګړئ ځای دا شخصیت
بنسټـګر د لـښکر او ددې امارت
مُدبّر مفـکّـر د ملــت وؤ منار

روڼ مسـیر یـې تاریـخه عـیانه ساته
دا څهره دې په غیږ کې روښانه ساته
وو امین او مؤمن د وحدت وؤ منار

یو ملـنګ او عابد وؤ ددې زمانې
ایوبي الهام یې اوس لیکم کارنامې
رب بخښلی مرحوم د امت وؤ منار

ایوبي الهام
تاسو دا بي مطلع غزل نن راسره ولولﺉ

پر سر سر مي رقیبه ټکوې خو یاد یې ساته
یوه ورځ به زه له تاسره بیا ګورمه که ژوند ؤ

نه زه یو ګړی خلاص یم نه حالات مېنې ته جوړ دي
نو وروسته له اشناسره بیا ګورمه که ژوند ؤ

کارونه مي دنن باید چي  نن کړمه تر سره
سبابه دسباسره بیا ګورمه که ژوند ؤ

په شپه کي به زړه تش کړم په ژړا د خدای په درکي
سهار به له خندا سره بیا ګورمه که ژوند ؤ

سپین مخ د آېنې په ګردو پټ دی شاکریاره
خپل ځانه بل وخت ستاسره بیا ګورمه که ژوند ؤ

عبدالواسع شاکریار
Forwarded from صالح محمد اسحاق (م انس نذیر)
غزل

قيام درځنې غواړي اوهمت درځنې غواړي
ساتنه د هېواد سپيڅلی نېت درځنې غواړي

لالیه پام یې ساته چې پردي چيرته رانشي
کور کلی ښه بې درېغه حفاظت درځنې غواړي

تګلاره دې سپېڅلې, حوصلې به تاندې ساتې
د غره غوندې محکم استقامت درځنې غواړي

د خپل امير فرمان ته غاړه کېږده مجاهده
اعزاز دی پکې نغښتی اطاعت درځنې غواړي

راپاڅه وخت د کار دی لاس پکارشه که د کار يې
اسحاقه! مټي بډ وهه خدمت درځنې غواړي

اسحاق
💔ـــ

ستا په عشق بيمار دی زړه
پروت پرهار پرهار دی زړه

د يـــــو چـــا ديدن غواړي
چا پســې خـــــمار دی زړه

د چــــا د راتـلــــو په طمه
لا هـــــــم انتـــظار دی زړه

مــه يې کــړه علاج د دردو
وه طــبيبه خــــوار دی زړه

غـــم وي راسه مل هر ګړۍ
وتـې نـــــور له کار دی زړه

ســتا عـــمري ړنګ درپسې
پروت په سره انګار دی زړه

عـــمـري
نعت شريف

نورُ البصر خېر البشر ګران نبي سرور مدني
دزړونو سر خېر الاُمم له هرڅه بهتر مدني

خور وو جهالت په جهان ستا په راتګ شولو رڼا
ټوله جهان شو منور یې شمسُ القمر مدني

یاسین طه بدرُ دجا ته یې د دوو کونو سردار
په الله ګران  شاهي خوبان ډک یې له اثر مدني

یم ارمان جن ستا ده ديدن کاش شمه واصل وتاته
ستا ټوله افکار او اذکار ډک دي له هنر مدني

دعمریار زړه ته قرار ستا دحسن شريف ديدار
دشفاعت تږی دي یم شم به مهاجر مدني

م عبدالباري عمریار
چې رانه تلې

قسم که مې جانانه زړۀ کېدې چې رانه تلې
توبه ـ توبه وې څه د درد شیبې چې رانه تلې

لېمو مې د شفق سرخې نيولې وه له غمه
په مخ مې وې رڼې اوښګې پرتې چې رانه تلې

جواب دې د ږغ نه وؤ خدای ګو کوم فکر کې ډوب وې
څوځله مې در وکړلې نعرې چې رانه تلې

ويل به مې چې خدای خبر چې بيا کله راستون شي
کولې به مې دغه اندېښنې چې رانه تلې

له تلو وروسته دې روغ رمټ ګوګل کې پاتې نشو
په زړۀ دې کړم زرې ـ زرې- زرې چې رانه تلې

په ستوني کې مې بندې منصوري وې له ډېر غريوه
کولې مې سلګۍ وړې وړې چې رانه تلې

سیدمنصوري
ستا خوږ نوم مې مرتسم شولو پر زړۀ
روح مې واخیستی ؤس خوند لۀ ژوندانۀ

دفیضاض صدف مې زړۀ باندې نیولی
دحسرت اوښګې مې وځي لۀ لیمۀ

اخلم ستا لۀ هجر خرق او ایلتیام واړه
دا کوم کیف کوم سرود لۀ کوم کالۀ

یو فقیر یم بل رنځور یم لاس دي راکړه
زړۀ مې پوخ شو دبېلتون پر تنارۀ

زړۀ زبون یم یې صنمه تۀ راګوره
مات را مات شولؤ لۀ سترګو مې باڼۀ

توره شپه ده شمعه رو رو وېلې کېږي
تل پر خولۀ مې وي تکرار ستا د نامۀ

ښه محکم کړه منصوري او قسمت دواړه
ستا د عشق په دام کې قید او زولانۀ
،،سیدمنصوری