بي وزله
وجدانه ووايه رښتيا تر مېنځ مو څه پاته دي
سترګې ړندې دي او غوږونه مو کاڼه پاته دي
لمن مو اور اخيستې دم په دم ګريوان سوزوي
څه د غفلت ناروا زنګ راته په زړه پاته دي
د وخت نمرود ته د چنګيز هم دوه لاسي سلام دی
پر غزې څومره نور پورونه لا د ده پاته دي
نه ور رسيږو نه مو زړونه دلته صبر کوي
کلونه تير سوه لاس او پښې مو زولانه پاته دي
چي ګاونډيانو ته یې څنګه اوس خوبونه ورځي
په دي ماتم کي څنګه دا خلک ويده پاته دي
قیسمته نور تازه زخمونه دا په څه راکوې
لا خو ناسور هغه زخمونه مو زاړه پاته دي
حنيفه دومره ډيرې اوښکې مي توی کړي پرون
ګمان مي کيږي چي پر مخ تش باڼه پاته دي
#دادب_شعري_څانګه

مناجات
ستا د در پناه غواړم
عفوه په خطا غواړم
زه په خپل باقي ژوند کې
خدایه ستا رضا غواړم
تاته شرمسار یمه
خدایه خطا کار یمه
رحم د پر ما وکړه
ډیر ډیر ګناهکار یمه
راکړه د توبې موقع
بس درنه همدا غواړم
لیرې رانه ته نشې
ته رانه خپه نشې
زه عاجز انسان یمه
ته راته غوسه نشې
نور درنه هیڅ نه غواړم
زه له تاته تا غواړم
خدایه ته العظیم ذات یې
خدایه ته الرحیم ذات یې
ستا اکرام بې شماره دي
خدایه ته الکریم ذات یې
یاالله ده ستا کرم
زه ستا له درګاه غواړم
تاته په نارو به شم
تاته به زارو به شم
سر به په سجده کیږدم
تاته په سلګو به شم
عفوه راته ته وکړه
عفوه په ژړا غواړم
ومې کړه دوستي ربه
ومې کړه یاري ربه
زه درنه راضي یمه
ته هم شې راضي ربه
دا غوښتنې زه مخبت
هر وخت په دعاء غواړم
مخبت وردګ
ستا د در پناه غواړم
عفوه په خطا غواړم
زه په خپل باقي ژوند کې
خدایه ستا رضا غواړم
تاته شرمسار یمه
خدایه خطا کار یمه
رحم د پر ما وکړه
ډیر ډیر ګناهکار یمه
راکړه د توبې موقع
بس درنه همدا غواړم
لیرې رانه ته نشې
ته رانه خپه نشې
زه عاجز انسان یمه
ته راته غوسه نشې
نور درنه هیڅ نه غواړم
زه له تاته تا غواړم
خدایه ته العظیم ذات یې
خدایه ته الرحیم ذات یې
ستا اکرام بې شماره دي
خدایه ته الکریم ذات یې
یاالله ده ستا کرم
زه ستا له درګاه غواړم
تاته په نارو به شم
تاته به زارو به شم
سر به په سجده کیږدم
تاته په سلګو به شم
عفوه راته ته وکړه
عفوه په ژړا غواړم
ومې کړه دوستي ربه
ومې کړه یاري ربه
زه درنه راضي یمه
ته هم شې راضي ربه
دا غوښتنې زه مخبت
هر وخت په دعاء غواړم
مخبت وردګ
Forwarded from مولوي (کامل وفا) (م,محمدکامل, وفا)
غزه لکه یوسف
لیکوال: محمد کامل وفا
د روژې مبارکې پر شلمه ورځ د پنجشنبې د سهار له لمانځه مخکې مې د کایناتو د ربﷻ د ستر کلام د دولسمې (12) سېپارې تلاوت کاوه، د خوږ کتاب د تلاوت په جریان کې مي ناڅاپه (سورة یوسف) د ربﷻ د حسین پیغمبر یوسف علیه السلام قصه چې رب العزتﷻ و خپل حبیبﷺ ته په احسن القصص یاده کړې مخې ته راغله،
ددې مبارک سورة په تلاوت مې چې پیل وکړ څه آیاتونه مې تلاوت کړه ناڅاپه فلسطین (غزه) را یاده شوه، څه اندازه په فکر کې ډوب سوم په تلاوت کې مې وقفه راغله، وروسته مې له ځان سره وویل آه (غزه لکه یوسف) علیه السلام او بیا مې تلاوت ته ادامه ور کړه، د ځیني آیاتونو تلاوت دومره راته ګران شو چې هیڅ مې په لوړ اواز نه شو ویلئ، هسې به مې له ځان سره په زړه کې تلاوت کاوه دغه اندازه هم راته ګران و، په یو ځل به مې نه شو ویلئ دوهم ځل به مې بیا شروع کړئ، دا سلسلې هم دغسې جریان درلود،
چې د سورة یوسف وروستني مبارکو آیاتونو ته راوسېدم تلاوت مې کاوه، نو زړه مې یو قسم خوشحالي او ډاډ حِس کاوه، خلاصه دا چې د غزې مثال لکه د یوسف علیه السلام داسې دی،
یوسف علیه السلام د ذوالجلال ربﷻ حسین پیغمبر چې ماشوم و، ډیر قوي وړونه یې درلوده یوسف علیه السلام به په نازیده چې دومره ډېر وړونه لرم هغه به تل زما ملاتړ کوي، خو هغو دومره ناځواني ورسره وکړه د دې پرځای چې د یوسف علیه السلام ننګه وکړي او هر وخت د هغه تر شا ودرېږي باالعکس هغه یې کوهي(څاه) ته واچوی او بیا یې پر راغلي قافلې د غلام په حیث لیلام او وپلورئ،
او پر یوسف علیه السلام د ربﷻ لخوا ستر امتحانونه راغله، 1 لومړی د غلام په حیث پلورل کیدل او بیا د عزیز مِصر د ښځې په ستر دام کې لویدل چې اللهﷻ په دې امتحان کې کامیاب کړئ،
2 او بیا خبره تر زندانه لاړه، او په دې ستر امتحان کې هم اللهﷻ کامیاب کړی،
دا هرڅه باندي یوسف علیه السلام صبر وکړی، او ثابت قدم پاته شو، عزم یې مات نه شو
پایله یي دا سوه چې باالاخره خبره تر آزادۍ او تر بادشاهۍ ورسېده.
هم دا شان د غزې مظلوم اولس هم دا فکر کوو چې دا دومره ډېر عرب وړونه به یې په هر حالت کې کلک ملاتړ کوي او تر څنګ به یې ولاړ وي، څوک به برګ نه سي ورته کتلی خو دا ټولې هیلې او امیدونه یې په اوبو لاهو سوه، او غزه تنها پر میدان پاتې سوه د غاصبو اسرائیلو و ظلمونو، وحشتونو، بمباریو ته هغه د حُسن او ښکلا په تول پوره غزه په یوه ورانه کنډواله بدله سوه، کنډر کنډر کورونه، وران او نړېدلي مسجدونه ګرد او غبار ټوله سیمه نیولې او هر طرف څخه د آه او فریاد غږونه پورته کېږي او بزدل دښمن یوه ذره رحم هم نه پر کوي ښځې، ماشومان، ځوانان، او بوډاګیان له یوه مخه قتلِ عام کوي
خو عرب شیخان دا هرڅه ویني او ننداره یې کوي، دا د دنیا په عیش او عِشرت مصروف عرب واکمنان پر غزې باندې د دې ستر ناورین په اړه یوه ترخه خبره هم نه کوي،
دا په فحشا او میلو مست عرب مکمل حیوان یو کباب کوي او خوري یې خو هلته د غزې ماشومان له لوږي خپل ژوند له لاسه ور کوي او شهیدانېږي او دوئ د اسلامي او انساني خواخوږۍ په نوم یوه خرما مرسته هم نه ورسره کوي، پاته لا دا چې دوئ یې ننګه وکړي او تر څنګ یې ودرېږي او نظامي ملاتړ یې وکړي،
خلاصه دا چې دا هرڅه د ستر ذات امتحان دی چې پر اسلامي امت راغلی،
خو د فلسطین د انبیاؤ علیهم السلام د سر زمین غزې مظلوم اولس به خامخا بریا مومي او د اقصی خپلواکي به په خپل واکي اخلي دا معصومې وینې به ضرور رنګ راوړي ان شاء الله تعالی.
پای

غزل
چې په بهار باندې خبرې کیږي
چې په ګلزار باندې خبرې کیږي
د ړنګې بنګې ګل ځوانۍ خاونده
ستا په رخسار باندې خبرې کیږي
چې ما او تا یو بل ته ورسوي
پر دغه لار باندې خبرې کیږي
چې له جانان سره خبرې کوم
رانه په جار باندې خبرې کیږي
بیا شه ملنګ دیدن خیرات وغواړه
په همدې کار باندې خبرې کیږي
مخبته راشه ورته غوږ ونیسه
ده ستا په یار باندې خبرې کیږي
مخبت وردګ
چې په بهار باندې خبرې کیږي
چې په ګلزار باندې خبرې کیږي
د ړنګې بنګې ګل ځوانۍ خاونده
ستا په رخسار باندې خبرې کیږي
چې ما او تا یو بل ته ورسوي
پر دغه لار باندې خبرې کیږي
چې له جانان سره خبرې کوم
رانه په جار باندې خبرې کیږي
بیا شه ملنګ دیدن خیرات وغواړه
په همدې کار باندې خبرې کیږي
مخبته راشه ورته غوږ ونیسه
ده ستا په یار باندې خبرې کیږي
مخبت وردګ
د اختر لپاره
مبارک مو شه ولسه
بیا مې زیری دی راوړی
دا دي بیا اختر راغلی
مبارک مو شه ځانګړی
اختر بیا خوښي راوړې
څه د مینې زمزمې دی
هر طرف ته شور ماشور دی
د خوښیو ترانې دی
څه د مینې ماحول جوړ دی
د تبریک تبریک نغمې دی
محبت یې دی راوړی
دا دی بیا اختر راغلی
لمر رڼې وړانګې پرانیستې
د اختر لومړی سهار دی
غم بدل دی په خنداؤ
په خوښۍ مو ټول دیار دی
خټین کلي د خوشحاله
په خندا مو هر یو ښار دی
خوښ خوشحاله دی هر غړی
دا دی بیا اختر راغلی
بختور مو دا اختر شه
ای د ټول وطن ښاغلو
هم د تاسو ته تبریک وي
د افغان خاورې آغلو
ژوند مو هره ورځ اختر شه
ای زما پردو او خپلو
ژوند مو هیڅ وخت مشه ستړی
دا دی بیا اختر راغلی
بیا درځمه ستا مزار ته
دروړم نوي دستمالونه
ای زما شهیده یاره
بیا دروړم ګیډۍ ګلونه
درځم بیا درته دعا کړم
کړم په قبر د نفلونه
ما هر کال دا تړون کړی
دا دی بیا اختر راغلی
عبادات مو ټول قبول شه
د حاجیانو د غازیانو
دا اختر د بختور وي
په پردیو او خپلوانو
بیا مو خاص خاص مبارک شه
د مخبت وردګ یارانو
دا دی غم یې رانه وړی
دا دی بیا اختر راغلی
مخبت وردګ
مبارک مو شه ولسه
بیا مې زیری دی راوړی
دا دي بیا اختر راغلی
مبارک مو شه ځانګړی
اختر بیا خوښي راوړې
څه د مینې زمزمې دی
هر طرف ته شور ماشور دی
د خوښیو ترانې دی
څه د مینې ماحول جوړ دی
د تبریک تبریک نغمې دی
محبت یې دی راوړی
دا دی بیا اختر راغلی
لمر رڼې وړانګې پرانیستې
د اختر لومړی سهار دی
غم بدل دی په خنداؤ
په خوښۍ مو ټول دیار دی
خټین کلي د خوشحاله
په خندا مو هر یو ښار دی
خوښ خوشحاله دی هر غړی
دا دی بیا اختر راغلی
بختور مو دا اختر شه
ای د ټول وطن ښاغلو
هم د تاسو ته تبریک وي
د افغان خاورې آغلو
ژوند مو هره ورځ اختر شه
ای زما پردو او خپلو
ژوند مو هیڅ وخت مشه ستړی
دا دی بیا اختر راغلی
بیا درځمه ستا مزار ته
دروړم نوي دستمالونه
ای زما شهیده یاره
بیا دروړم ګیډۍ ګلونه
درځم بیا درته دعا کړم
کړم په قبر د نفلونه
ما هر کال دا تړون کړی
دا دی بیا اختر راغلی
عبادات مو ټول قبول شه
د حاجیانو د غازیانو
دا اختر د بختور وي
په پردیو او خپلوانو
بیا مو خاص خاص مبارک شه
د مخبت وردګ یارانو
دا دی غم یې رانه وړی
دا دی بیا اختر راغلی
مخبت وردګ
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
زه هم په خپل وارسره د نیکومرغه کوچني اختر مبارکي تاسو ته ستاسو ملګرو او کورنۍ ته وایم خدای تعالی مو روژې تراویح لمونځونه طاعات او عبادات ټول په خپل عالي دربار کې قبول او منظور وګرځوه خدای تعالی د دائم همداسې د امن اخترونه زموږ په هیواد کې ولري
ستاسو ملګری د دعاګانو محتاج هیڅ وخت په دعاؤ کې مه هیروئ
د یو ودان سوکاله او ګړندي افغانستان په هیله
ورور مو مخبت وردګ

نوی غزل
ایوبي عمر منصور ته ضرورت دی
ها ده وخت محمود باطورته ضرورت دی
چي ځوانان مو،ده غفلت له خوبه ویښ کړي
ده ملالې وغــرورته ضرورت دی
چي دوخت فرعون ده خټو،خوراکه کړو
ده موسی وه قوهي طور ته ضرورت دی
که اقصی له جابرانو آذاد غواړی
ده افغان قوم وکلتورته ضرورت دی
چي حالات راته بیان کړي ای (واصله)
دي غزل اودي سرورته ضرورت دی
محمدواصل
#دادب شعري څانګه
ایوبي عمر منصور ته ضرورت دی
ها ده وخت محمود باطورته ضرورت دی
چي ځوانان مو،ده غفلت له خوبه ویښ کړي
ده ملالې وغــرورته ضرورت دی
چي دوخت فرعون ده خټو،خوراکه کړو
ده موسی وه قوهي طور ته ضرورت دی
که اقصی له جابرانو آذاد غواړی
ده افغان قوم وکلتورته ضرورت دی
چي حالات راته بیان کړي ای (واصله)
دي غزل اودي سرورته ضرورت دی
محمدواصل
#دادب شعري څانګه
غزل
له درده مې له سترګو فوارې روانې دي
د ډېرو ضمیرونو جنازې روانې دي
خیالونه د نمرود او د شداد کوي اتڼ
ایمان باندې مو کلکې زلزلې روانې دي
زرغونې پۀ دې خاوره نۀ شوې هیلې د ژوندون
بهاره! اوس دې وینې لۀ سینې روانې دي
پر وليو يې د هر جبر لمبې دي چې بلېږي
چې څومره حادثې دي، پۀ غزې روانې دي
جهاد د مرده باد او زنده باد کوي یاران
حسنه! دلته بل رقم کیسې روانې دي
محمد حسن عمري
#دادب_شعري_څانګه
له درده مې له سترګو فوارې روانې دي
د ډېرو ضمیرونو جنازې روانې دي
خیالونه د نمرود او د شداد کوي اتڼ
ایمان باندې مو کلکې زلزلې روانې دي
زرغونې پۀ دې خاوره نۀ شوې هیلې د ژوندون
بهاره! اوس دې وینې لۀ سینې روانې دي
پر وليو يې د هر جبر لمبې دي چې بلېږي
چې څومره حادثې دي، پۀ غزې روانې دي
جهاد د مرده باد او زنده باد کوي یاران
حسنه! دلته بل رقم کیسې روانې دي
محمد حسن عمري
#دادب_شعري_څانګه
ښکلا ښکلا له ملغلرو جوړ دی
د لعلو جوړ دی او له زرو جوړ دی
خوشبو هوا رنګین سهار د سپرلو
له ګلابونو او نشترو جوړ دی
د ابادۍ لمن یې پراخه لره
وطن مو جوړ په شملورو جوړ دی
تاریخ په ګوتو شمېر سړي لري څو
په غیرتمندو څو ککرو جوړ دی
خوږې مې لګې لکه شات غوندې وي
زړه مې ناروغ ستا په خبرو جوړ دی
که ایوبي الهام نه وپښتې څه
ژوند یې په څو ښکلیو ملګرو جوړ دی
ایوبي الهام
#دادب_شعري_څانګه
د لعلو جوړ دی او له زرو جوړ دی
خوشبو هوا رنګین سهار د سپرلو
له ګلابونو او نشترو جوړ دی
د ابادۍ لمن یې پراخه لره
وطن مو جوړ په شملورو جوړ دی
تاریخ په ګوتو شمېر سړي لري څو
په غیرتمندو څو ککرو جوړ دی
خوږې مې لګې لکه شات غوندې وي
زړه مې ناروغ ستا په خبرو جوړ دی
که ایوبي الهام نه وپښتې څه
ژوند یې په څو ښکلیو ملګرو جوړ دی
ایوبي الهام
#دادب_شعري_څانګه
نه جوړیږي
زړګی چې مات شي بیا په څه جوړېږي
مــــاتــه خو ښکاري چی بیا نه جوړیږي
دا ځـــیـــنـــی خـلک عحیبه غوندی وي
زړه کې دښمن وي خو په خوله جوړیږي
تــــه خـــــو یــی درد قــرارولـی نه شی
د زړه دردونــــه دي پـــه زړه جـــوړیږي
ماشــــوم تــــه مــــه کـــوه د زور خبری
دا پـــــه خـــوږو خـوږو خواږه جوړیږي
خـــبــــری ډیـری کـــړي عــــمــل نه لري
ځــــیـــــنـی خـــبــرو کې پاخه جوړیږي
مـنـهـاجه هـــر چــــا ســـره ښـه کوه تل
له ښـــــو کارونــــو نه تل ښــه جوړیږي
منهاج الله زهیر

نعت شریف
را کـړه یــو وصـال تنده مې ماته کړه
ستا د سپین جمال تنده مې ماته کړه
ای زمــــا جــــانــــانـه مـــدنـــي اشنا
کړم درنه یو سوال تنده مې ماته کړه
تــــه مـــو یـی امام ته مو پیشوا نبي
تـــــه زمـــونــــږ لارښود او رهنما نبي
تــــا د جـــهــــالــــت تــیـاری رڼا کړلی
ســــه په ستر کمال تنده مې ماته کړه
ســـتــا د خوږې مینی لیوني یو مونږ
عشق کې دی جانانه سپیلني یو مونږ
زړه کــــې مـې حبیبه دا ستا مینه ده
ګرځی مې په خیال تنده مې ماته کړه
ته یـــــې د صـــدیـــق او د عمر جانان
تـــــــه یـې د عثمان علي حیـدر جانان
تـــــه وی د بـــــــلال خـبــشي زړه کې
ته وی سپین مشال تنده مې مات کړه
ته مې یې سکون تـــه مې قرار د زړه
تــــه زمـــا جـــانان زمـــا دلـدار د زړه
ســــتــا مینی په زړه باندې داغلی یم
ومـــــې ګــوره حال تنده مې ماته کړه
تــا نـــه دی قــربــان شـي زما سر نبي
یــــې زمــــا جـــانـــان زمـــا دلبر نبي
زه مـــنــــهــــاج الله زهــــیـر تل وایمه
نـــه لــــری مـــیثـال تنده مې ماته کړه

تا په سـې دزړه پـه ســر خـــوږیـــږمـه
رادې کــــړه دیـــدن مــودام زوریـــږمه
دلتــــه پـه عجــم کـې خــوږه یــاره زه
رنګ بانـــدې تغیــر په رنګ ژېـــړېـږمه
دې عجـم له ښـــاره او غمــــو زینــــې
ومې غــواړه ځانتــه ډیـر دردېـــږمـــه
کله به دې وینــم شنــــه روضه دستـــا
ډېـر یـــې په ارمان یــم نه صبـرېـږمـه
ګرانه دمحشـــر به سخته ورځ بانــدې
وکــړه شفاعـــــــت زمـــا ویــرېـــږمــه
زه په مثـــل دروښــانـــې شمعـــې یـم
اور مــې ده په ســـر کــرار ړنګېــږمــه
تــرابــــي اشنـــا ډیـــر ګنهګـــار یمــــه
تــه مــې زیمـــوار پــه تـا نازیـــــږمــه
کلام ترابي اشنا

*دپسرلي موسم*
*موسم دپسرلی ده دښتې غرونه زرغـــــونه دي*
*میده باران ورېـږي چنارونه زرغــــــــــــونه دی*
*کوترې په هوا دي طوطیان هم سنـدرې وایي*
*نرګس دي په مسکاسپین غاټولونه زرغونه دي*
*میده شپیلۍ ژغېژي د دې پوري غـــره لمن کې*
*شپونکیان دي اتڼوڼه غزلونه زرغــــــــــونه دي*
*عاجیب شانتې فېزا ده لر او بر ټول مزاین دي*
*نرۍ نرۍ خوشبو ده ګلابونه زرغــــــــــونه دي*
*ترابي بیا په کې دي دسپــــــرلي انځور راوړی*
*دستا دغزل توري او لفظونه زرغـــــــــــونه دی*
*ترابي اشــــنا*

سپین سروز یې په سرو وینو و لړلي
نیم تر خاورو لاندې پروت و په مورچه کې
سور خنجر دوه دری ګرنت هم ورسره و
غبرګ ولاړ و شاجورونه یې چانته کې
مبایل ته یې زنګونه را روان و
یا یې پلار و یا یې و بیا د ادکې
رابټر کې پسې ډیر غږونه وشول
خو طالب وه ساه ورکړې په جګړه کی
چې یې مخ په سپین کفن کې ورته پټ کړ
ډیرو وژړل د ګران په جنازه کې
چې ټوک ټوک یې تر لحده آشنا راوړ
(عزام) سوې چیغې وکړې په جرګه کې
کرامت الله (عزام)
#دادب_شعري_څانګه
نیم تر خاورو لاندې پروت و په مورچه کې
سور خنجر دوه دری ګرنت هم ورسره و
غبرګ ولاړ و شاجورونه یې چانته کې
مبایل ته یې زنګونه را روان و
یا یې پلار و یا یې و بیا د ادکې
رابټر کې پسې ډیر غږونه وشول
خو طالب وه ساه ورکړې په جګړه کی
چې یې مخ په سپین کفن کې ورته پټ کړ
ډیرو وژړل د ګران په جنازه کې
چې ټوک ټوک یې تر لحده آشنا راوړ
(عزام) سوې چیغې وکړې په جرګه کې
کرامت الله (عزام)
#دادب_شعري_څانګه
دغزی اختر
دغــــزی زړه کړلوبیاسرولمبوپرهـــاراختره
په وینورنگ یې صباکیږي هـــرسهاراختره
دغم ټغرمې په سینه باندي راخورکړسلگو
شپه تیروي دخپل مـرگي په انتظاراختره
دسلگوغیږکي،یي گیله رانـــه هیریږي کله
څنگه مې زړه کړم له غمونونه قراراختره
سیلاب دسروینوچي وینمه خفه نشي،ته
بښنه غـــــواړمه کـوي نشم سینگاراختره
دوحشت غیږه کي خورکۍ رانه یوازي،پاتي
سلگۍ یې کړي زماپه زړگي باندي گذاراختره
عمربه هم درته دسرووینوجامي،واغوندم
چي رنگ په وینوښکاري،داسي هره لاراختره
شاعر:ذاکرالله عمر

داسپيڅلی استقلال او دا حریت مو
برکت دپاکو وینو امارت مو
اې غښتلیو اتلانو شهیدانو
صد سلام کړو په میړانه او غیرت مو
ددې خاورې کاڼي بوټي ګواهي کړي
په رښتینې او ویاړلي شهادت مو
مونږ له ښکلي سپین نظام نه برخمن شوو
مسکاء راغلله په پرشونډو دمِلت مو
افغانان يو سره وروڼه غوندې واړه
شکر شکر دی الفت او هم وحدت مو
بدرالدین ځلانده ټول جهان مو ویني
ده خبره په رښتیا په حقانیت مو
بدرالدین ځلاند
#دادب_شعري_څانګه
داسپيڅلی استقلال او دا حریت مو
برکت دپاکو وینو امارت مو
اې غښتلیو اتلانو شهیدانو
صد سلام کړو په میړانه او غیرت مو
ددې خاورې کاڼي بوټي ګواهي کړي
په رښتینې او ویاړلي شهادت مو
مونږ له ښکلي سپین نظام نه برخمن شوو
مسکاء راغلله په پرشونډو دمِلت مو
افغانان يو سره وروڼه غوندې واړه
شکر شکر دی الفت او هم وحدت مو
بدرالدین ځلانده ټول جهان مو ویني
ده خبره په رښتیا په حقانیت مو
بدرالدین ځلاند
#دادب_شعري_څانګه
(دغزې داختر فاتِحه)
اختر مو دی شهـــــــید خدایه غزه کې
راپاته نه دی ژونـــــــد په څه اسره کې
خوندې دغزې مــــــــــعتصم غواړې بیا
لوېدلي یې یــــــــــــــهود دې لوپټه کې
ده لوږه د ژونــــــــــدون را پېښه شوې
خوړلې مې دې غــــــــشي په سېنه کې
د شکر د سجدې وخـــــت مې مړ شوی
له لوږې مې ماشــوم مري په غرمه کې
سر مې د دښمن تر تیغ دی لاندې پورت
امت ټول را تــــــــــــه ګوري ننداره کې
وروڼه مې دې ډیـــــــــــر په ملنونو دې
امید مې خپله وړم پـــــــــه جنازه کې
نن چې په اقـــــــصی باندې بېغوره یو
سبا به یو کـــــــــعبه ؤ مــــــــدینه کې
خواهش زَما هُـــــــــــــمام اختره دا دی
تېرېږه ځه زه ناســـــــت یم فاتحه کې
(حافظ هُمام کندهاري)

داُومت حال
ورکه کړي موهم توره ده!هم ډال دۍ
ځکه داسي مودټوله اُمة حال دۍ
ضمیرمړدی!که داخلګ ټوله مړه دي
کفروړی مودحُوري! خورکی شال دۍ
دجهادله آیاتونو! انکار مه کړۍ
په جهاد کي اقتداردی اعتدال دۍ
اۍ رجالود غفلت له خوبه پاڅۍ
دین نړیږي ورځ تربلي په زوال دۍ
مهاجره !زموږ له ځان سره دوکه ده
مهاجره !ژوند موتیرټول په وَبال دۍ
مهاجرهروي
#دادب_شعري_څانګه
ورکه کړي موهم توره ده!هم ډال دۍ
ځکه داسي مودټوله اُمة حال دۍ
ضمیرمړدی!که داخلګ ټوله مړه دي
کفروړی مودحُوري! خورکی شال دۍ
دجهادله آیاتونو! انکار مه کړۍ
په جهاد کي اقتداردی اعتدال دۍ
اۍ رجالود غفلت له خوبه پاڅۍ
دین نړیږي ورځ تربلي په زوال دۍ
مهاجره !زموږ له ځان سره دوکه ده
مهاجره !ژوند موتیرټول په وَبال دۍ
مهاجرهروي
#دادب_شعري_څانګه
نعت شریف
دورودسلام،داستاپرنام
په ډیرادب،اواحترام
ته یي خاونددلوړمقام
خیرالاُمم ،خیرالاَنام
پرتاراټول عرب عجم
غواړي داستالطف وُکرم
په ژبه وايي داجملي
نبي الله نبي اکرم
زیارت کوي ستادروضي
هم په سهارهم په ماښام
ته یي طح ته یي یاسین
ته یي حسان ته یي حسین
ښکلاراټوله ده پرتا
ته یي ګلرنګه ګلورین
درته راخم داځلا لمر
امام دحُسن یي امام
غارحِرادی که حِجاز
داستادسترګوله آغاز
که داسپوږمی ده داسمان
درته راغلي ده په ناز
دوست رحمان یي درحیم
پرتانازل درب کلام
درته محتاته مهاجر،
کله به درشي ستاتردر
ته یي نصیب کړه په محشر
آب حیات آب کوثر
ستاامتي دی ډیرعاصي
ورباندي وکه لږڅه پام
مهاجرهروي
#دادب_شعري_څانګه
دورودسلام،داستاپرنام
په ډیرادب،اواحترام
ته یي خاونددلوړمقام
خیرالاُمم ،خیرالاَنام
پرتاراټول عرب عجم
غواړي داستالطف وُکرم
په ژبه وايي داجملي
نبي الله نبي اکرم
زیارت کوي ستادروضي
هم په سهارهم په ماښام
ته یي طح ته یي یاسین
ته یي حسان ته یي حسین
ښکلاراټوله ده پرتا
ته یي ګلرنګه ګلورین
درته راخم داځلا لمر
امام دحُسن یي امام
غارحِرادی که حِجاز
داستادسترګوله آغاز
که داسپوږمی ده داسمان
درته راغلي ده په ناز
دوست رحمان یي درحیم
پرتانازل درب کلام
درته محتاته مهاجر،
کله به درشي ستاتردر
ته یي نصیب کړه په محشر
آب حیات آب کوثر
ستاامتي دی ډیرعاصي
ورباندي وکه لږڅه پام
مهاجرهروي
#دادب_شعري_څانګه
بیتونه
لاړ شي یواځې شمه ماپریږدي
په نه خبره مې آشنا پریږدي
چې لمر پناشي زه یواځې شمه
خپله سایه مې هم تنها پریږدې
په بده ورځ کې دې بیا نه پیژني
په بده ورځ به دې دنیا پریږدي
شونډې مې پرې شي دخفګان له وجې
دغم له لاسه مې خندا پریږدي
ځلانده ځینې تمثیلي یاران مو
په تش میدان کې بې پروا پریږدي
بدرالدین ځلاند
#دادب_شعري_څانګه
لاړ شي یواځې شمه ماپریږدي
په نه خبره مې آشنا پریږدي
چې لمر پناشي زه یواځې شمه
خپله سایه مې هم تنها پریږدې
په بده ورځ کې دې بیا نه پیژني
په بده ورځ به دې دنیا پریږدي
شونډې مې پرې شي دخفګان له وجې
دغم له لاسه مې خندا پریږدي
ځلانده ځینې تمثیلي یاران مو
په تش میدان کې بې پروا پریږدي
بدرالدین ځلاند
#دادب_شعري_څانګه