《 د اَدَب شعري څانګه 》
6.36K subscribers
13 photos
3 videos
66 links
《 د اَدَب شعري څانګه 》ستاسو نعتخوانانو او شاعرانو
لپاره اسلامي او جهادي پاڼه ده! تاسو ته له نویـو اشعاروسره
رابطه👇
@Rnzorzrh
2
@AabidAzir
Download Telegram
بیتونه

لاړ شي یواځې شمه ماپریږدي
په نه خبره مې آشنا پریږدي

چې لمر پناشي زه یواځې شمه
خپله سایه مې هم تنها پریږدې

په بده ورځ کې دې بیا نه پیژني
په بده ورځ به دې دنیا پریږدي

شونډې مې پرې شي دخفګان له وجې
دغم له لاسه مې خندا پریږدي

ځلانده ځینې تمثیلي یاران مو
په تش میدان کې بې پروا پریږدي

بدرالدین ځلاند
#دادب_شعري_څانګه
و مخته مي د ميني جنازه وه ماليدله
رقيب سره‌ په لاس کي سره چاړه وه ما ليدله

ددې نعرې مي اوریدې چي زه یې وربللم
پري بله سوزونکې سره لمبه وه ما ليدله

زه‌ هيڅ نه وم او زما د لاسه هيڅ څه نه کيدله
ما خپله ماته کړې خپل وعده وه ما ليدله

اوربل یې د رقیب ناولو پښو کي و وران سوی
د وينو سره خالونه يې په خوله وه ما ليدله

دلاس د سپينو زرو سپين لاس بند یې داسې تور و
باروتو کي کباب یې لاس او پښه وه ما ليدله

ضمير ته مي لا ټيټې سترګې واړولې هلته
چي وړي ترينه سپيو لوپټه وه ما ليدله

چي زما سره په مينه شريکان وه چي ږغ یې نه و
د ټولو ختمه سوې حوصله وه ما ليدله

حنيفه زړونه ښه په ولولو کي ايشيدله
خو بنده د ورتللو دروازه وه ما ليدله

حنیف
#دادب_شعري_څانګه
نعت شریف

ته یې مینه ته هر څه یې
نازنینه ته هر څه یې

محمد محمود احمده ﷺ
ای حسینه ته هر څه یې

ټول خواږه دي ستا په نوم کې
بهترینه ته هر څه یې

حسن تا په مینه لولي
ماجبینه ته هر څه یې

ستا په نور جهان رڼا دی
په رنګ سپینه ته هر څه یې

د مخبت وردګ لپاره
ای تسکینه ته هر څه یې

مخبت وردګ
غزل

په تا مې حق یوه پوښتنه وه خو تا ونه کړه
زما د مات زړه درملنه وه خو تا ونه کړه

د رنځور زړه هیلې مې ټولې وې په تا تړلې
پاتې همدا یوه پالنه وه خو تا ونه کړه

سره خواږه شو محبت یو بل ته ورسوو
تر منځ مو پاتې یوه ژمنه وه خو تا ونه کړه

زه لیونی نه وم ساده وم اعتبار مې وکړ
همدغه لویه تیروتنه وه خو تا ونه کړه

بیرته د راکړ خو له یو عالم دردونو سره
زما د مات زړګي ساتنه وه خو تا ونه کړه

دې ده د نوم په سر له تا د کلي خان جوړ شوی
حق د مخبت وردګ مننه وه خو تا ونه کړه

مخبت وردګ
غزل

چې حصار کړم غم د تورو تمبو شاته
زندګۍ ته ما هم ومنله ماته

چې د یار له خوږو سترګو نه محروم شوم
اوس اړتیا نشته نه ژوند ته نه دنیاته

زړه له صبر زغم له فکر دی وتلی
نور جنون دی رسیدلی انتهاته

ورته ګورم ورته هیڅ نشم کولای
هره هیله مې په مخ کې ده میراته

ما چې زړه ټوټې ټوټې په خلکو وویش
اوس یې هره ورځ افسوس راځي و ماته

ما هر وخت ښه په اخلاص زړګی درکړی
خو ته هر وخت کړې زما په حق کې زیاته

دې مکارې دنیا دومره دی پوه کړی
چې مخبت اوس اړتیا نه لري هیڅ چاته

مخبت وردګ
ملګرو څومره عجیبه شیان مې راپیدا کړل
د امریکا او ایران جنګ
سل فیصده حقیقت د امریکا او ایران جنګ

https://youtube.com/shorts/Ihtmi7OIUsU?si=A2595ZIuJsvOqwKu
ملګرو لیسټ پسي نشرات مه کوي بیا هم که نشرت کوي نو لیسټ بیرته راښکته کوي

لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي  
🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
                                             👇
                                  @starimanzal2
🌹🌹🌹ــــــــــــــــــــــــ🌹🌹 🌹
{نوټ} چینل کي باید 500کسان وي}
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


سلطان صلاح الدين ايوبي رَحِمَهُ اللّٰه👇
https://t.me/qsjindlxbd
القران الکریم👇
@hkablahitahe
واټساف اسلامي ګروفو لینکونه👇
@WhatsAppGroupLinKona2
ده‌اسلام‌ده‌تاریخ‌اتلان👇
@ahnalall
خبري ملغلري👇
@RaiHanWardak
د انځورونو نړي👇
@Shaiecta1anzoronh
شیخ حماسي(د فکري لړي درسونه)👇
@asdgghhfg
شاعر اونعتخوان قاري راحِل وردګ👇
@Zahid1181
عاقب قادري👇
@Aqeb345
تاریخونه او ناولونه👇
@Tarikh_Ao_Maseer
ویډیوي نعتونه او تراني2👇
@Videotarani1
اسلامي کتابتون👇
@IslamiKetabtoon
مولوي بشیر  احمد احمدي👇
@bashirahmad_ahmadi
شهید م احمد طالب چنار👇
@Chanar_Talib_313
فلسطین نیوز👇
@PlastineNews
قرآن کریم تلاوتونه👇
@Examchannel1
د نبي کریم ص حدیثونه👇
@wmhtvo987
اسلامي فکري لښکر👇
@OmarMedia12
ثالث عمر👇
@ThirdUmar1
الاماره نیوز👇
@AmaraNews
کندوز نیوز👇
@kuz_news1
واټساف ګروفو لینکونه2👇
@WhatsappLinks2
دنَبِی کَرِیمﷺحَدِیثُونَه👇
@gwqsjhuwhkowh1273
دشاعرانوکور👇
@Homeoftenpoets
شاعر عمري کندوزوال👇
@OMARIKUNDUZWAL_313
الزاهد ډیجټل ریکارډینګ سټوډیو👇
@KKSDW
تکسل او پیکسلاب ډیزاین👇
@taxil_pixelap_dizin_nasiri_f
د نعتخوان صلاح الدین احمدی ترانی👇
@Ahmadiww2
پښتو ښکلي نعتونه او په زړه پوري تراني👇
@pashtotaraninat8
المکتبةالاسلامیةالشاملةpdf👇
@AQdikqhlskhjdkd1050
الصعود👇
@intellectual_war
داستشهاد قافیله👇
@da_esteshad_qafile
د ادب شعري څانګه👇
@adabisanga
غمجني تراني👇
@MujahidAfgan
حماسي ناولونه👇
@qwe098876452567890
دنعتخوان زاهد اشناچینل👇
@Zahid1183
محترم طلحه جانان👇
https://t.me/+SNSRQ1unrfs3YTk1
د میني ډیوه خپرندویه اداره👇
@Qarianasjanan
مولوي عبدالصمدصمیم👇
@medya3379
الشاهین خپرندویه اداره👇
@AlshaheenMediaCenter1
قاري منصور غزنوي تراني👇
@Qarymansuor_com
غزة الآن👇
@Dhaksa313
څاڅکي👇
@sayskii
قیمتي خبري👇
@Apwnz
دقرانکريم دپښتو تفسير اوترجمي👇
@alshikh_haqani
د اسلامي مطالبو ذخیره👇
@Es_HDM
د قران کریم ترجمه👇
@TGJFHJKHFD
خواږه تلاوتونه👇
@khogQoran
ذهني سوالونه👇
@aoqqon
شاعر کامل ملا👇
@Qareqamelopa
خاص غمجني تراني👇
@NazirMasrori123
شیخ مولانا ادریس صاحب تقریرونه👇
@Msdfhwigvvslohf500
قاري جواد هلمندي👇
@QariJawadHelmandi
د إسلامي Pdf کتابونو ګروپ👇
@be9EXE4v
قاري عادل عمار👇
@HabibiAbrat
الریحان دترانو کور تلاش👇
@Al_Raihan_Tarani
نقیب الرحمن غني زاده👇
@Naqipjan313
ښکلي ادبي لیکني👇
@ahmadmovahid23
ټوکي👇
@Pashtootooki
مولوي عبدالحمید حماسي بیانو چینل👇
@fboqtpcnckncb
غزلیز مازیګر د طاهري سره👇
https://t.me/+IMO6ydTDo7s0MzM1
هیبت الله تراني👇
@asariesae_heu789
مولوي حبیب الرحمن صمیم👇
@Same0mazhri
قیمتي خبري👇
@kimatikhabari_1
خوږي قیصي👇
@khogeqese
حماس ميډیا👇
https://t.me/+fzIj249TqtcwNTI1
مولوی سیدسبحانی آغا👇
@subhaniagah
دشاعرجهادیارشاهین دټلګرام چینل👇
@ZPKSV
سیدمنصورآغا شهاب👇
@medya3399
قیمتي خبري👇
@ooqbzw
شیخ مولانا ادریس صاحب تقریرونه👇
@Ashaqhafeez
امارتي میډیا👇
@asasaseso2023
د نعتونو او ترانو البومونه👇
@NatonoAlbumona
د شهید شیخ رحیم الله حقاني👇
https://t.me/+JespHz8LauQwZjVl
سیف الفاروق فراهي👇
@httpstme0nxnvHSSMJYyZjE9
د شاعر جامي مبارک ادبي اشعار👇
@ingfukbv
ده زړه سکون👇
@RELIEVEHEART
نبوی ملغلري👇
@Propheticpearl
مینه روغتیا ژوند 👇
https://t.me/+7q35_3C9qsg1YTFl
مولوي شمس الرحمان مستغفر👇
@mustahgfer
هیبت الله غزنوي تراني👇
@asznoreetuvuoa
دمحمدﷺ عاشقان👇
@Mohammad369120
آدبي لیکني👇
@Adbilikeni
اسلامي جهادي هیک👇
@Safari_hack
خادم اشنا👇
@Khadem121
فاروقي افغان تراني👇
@wrtyute
د فلسطین خبرونه👇
@Ahkbar_Palestine
نعتخوان زاهد اشنا👇
@Zahid1180
العصر دترانو ستر مرکز👇
@medya3389
سکون👇
@Sacon22
انتظار👇
@Entezar_Pashtoo
مولوي عبدالواسیع صمیم👇
@samimkenk
ډاکتر حنیف طبي معلومات👇
@drhanif2
نعتخوان مشعل جان وردګ👇
@Mashaljanwrdg
په زړه پوري ویناوي👇
@mkattnkdjmj
د انټرنیټ زده کړي👇
@MRrayasochinal1
مولانا بجلي ګهر صاحب تقريرونه👇
@asbxvjbchvggbbjhjxjxnxnxnxnxn
د پلار نیکه وطنه
ــــــــــــــــــــــــــ

پوره مو کړه کنه تاسره کړې هره ژمنه
د پلار نیکه وطنه
موږ څومره په عزت خلاص کړې له هر مکار دښمنه
د پلار نیکه وطنه

موږ ستا په پت او نوم باندې قربان کړل خپل ځانونه
پرې ورمو کړل سرونه
ساتلي مو ژوندي دي ستا د برم تاریخونه
پرې ورمو کړل سرونه
یو تیر ده ستا دفاع ته له خپل ماله او له تنه
د پلار نیکه وطنه

ټاټوبی د ابدال یې د محمود او میرویس کور یې
زموږ د سترګو تور یې
د دین په مقابل کې دښمنانو ته سور اور یې
زموږ د سترګو تور یې
تا کړې ده مدام ده دې امت له حق ساتنه
د پلار نیکه وطنه

په هر میدان کې هر وخت ګړندی پر مخ روان یې
برلاسی په جهان یې
له ظلم له زیاتي او ظالمانو سره وران یې
برلاسی په جهان یې
خپلواک یې خپل پلوی یې ویاړمنه قدرمنه
د پلار نیکه وطنه

ستا خاوره ده شهیده ده ستا کاڼي اتلان دي
او غرونه د غازیان دي
روزلي د په غیږ کې جهادونو ته ځوانان دي
او غرونه د غازیان دي
ستا حق ده په مخبت وردګ د خپل تاریخ ستاینه
د پلار نیکه وطنه

مخبت وردګ
چاسره مې نه لګي
چاسره مې ښه لګي
لنډه درته وايمه
تاسره مې زړه لګي…
محمد نسيم هلال، النبوي نشرياتي اِداره يې وړاندي
النبوي نشرياتي اِداره يې وړاندي کوي

کسر

چاسره مې نه لګي
چاسره مې ښه لګي
لنډه درته وايمه
تاسره مې زړه لګي

ترنم، محمد نسيم هلال
شاعر، مخبت وردګ

#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131
نعت شریف

دورودسلام،داستاپرنام
په ډیرادب،اواحترام
ته یي خاونددلوړمقام
خیرالاُمم ،خیرالاَنام

پرتاراټول عرب عجم
غواړي داستالطف وُکرم
په ژبه وايي داجملي
نبي الله نبي اکرم
زیارت کوي ستادروضي
هم په سهارهم په ماښام

ته یي طح ته یي یاسین
ته یي حسان ته یي حسین
ښکلاراټوله ده پرتا
ته یي ګلرنګه ګلورین
درته راخم داځلا لمر
امام دحُسن یي امام

غارحِرادی که حِجاز
داستادسترګوله آغاز
که داسپوږمی ده داسمان
درته راغلي ده په ناز
دوست درحمان یي درحیم
پرتانازل درب کلام

درته محتاجه مهاجر،
کله به درشي ستاتردر
ته یي نصیب کړه په محشر
آب حیات آب کوثر
ستاامتي دی ډیرعاصي
ورباندي وکه لږڅه پام

مهاجرهروي
#دادب_شعري_څانګه
ارمانونه مې بینا در پسې ګرځي
ورځ تیاره سې شپه رڼا درپسې ګرځي

د امید سهار ته غلی انتظار یم
په امید مې هر سبا در پسې ګرځي

لټوي دې په تصویر کې یو څه نوي
اَښکې لاري دا د چا در پسې ګرځي

تاته څه معلومه څه باندې تیرېږي
لېونی پر دې دنیا در پسې ګرځي

هغه زړه دې د راتلو غوښتنه بار کړي
هغه زړه بس په ژړا در پسې ګرځې

د سپرلي وږم دې کله بیا لګیږي
غاټولونه د بورا در پسې ګرځي

ایوبي الهام ته نور پاتې به څه وي
پر زړه وړي غمونه ستا در پسې ګرځي

ایوبي الهام
#دادب_شعري_څانګه
خوږې دي

خبرې دې زړکيه ټولې ښې دي څه خوږې دي
پــــه وزن برابری دي درنې دي څه خوږې دي

اثــــر پــه کـې له وریه ښکارکیږي د زړه سره
دا ماته چې دی کړی زمزمې دي څه خوږې دي

امیر هر فرمان ته دې ولاړ سترګې په لار یو
امیر ستا خبرې څه خوږې دي څه خوږې دي

غـــزې د مـظلومیت چغې به ربّ ته ورسیږي
غزې د ماشومانو سترګې سرې دي څه خوږې دي

را پــــورتــــه کــــړې بیرغ د ازادې مسلمانانو
راپورته د جــهاد جهاد نارې دي څه خوږې دي

مــــنـــهـاج الله زهیـره له خوندونو څخه ډکه
د ربّ په پاکه مینه کې مزې دي څه خوږې دي

منهاج الله زهیر
#دادب_شعري_څانګه
نعت شریف

دا ســتا د مخ رڼا وه چی جهان رڼا رڼا شو
دا ځــمــکه هم رڼا شوله اسمان رڼا رڼا شو

دنـــیــا د جهالت دې ورته ړنګه کړه جانانه
د جـــهــــل تاریکو ته هر میدان رڼا رڼا شو

حبیبه بشریت ته دې راوړی ستر پیغام دی
راوړی دې دنـــیا ته سپین قران رڼا رڼا شو

د تورو شپو له غیږې نه دې واړه رابهر کړو
په ښــکـــلی عقیده او په ایمان رڼا رڼا شو

راتـلو ته دې جانان ټول جهان وو تږی تږی
راوړی دې د مینی سپین نیشان رڼا رڼا شو

منهاج الله زهیره د دنیا هیلې جوندې شوی
دنـیا ټـــوله حــسینه شوه ارمان رڼا رڼا شو

               منهاج الله زهیر
#دادب_شعري_څانګه
زوریدلی زړګی

هــجـــر خـوړلی زړګی
دا غـــم ځپلی زړګی
نـور یـې نو مه زوراوه
ډیر زوریدلی زړګی

ستا دبیلتون د لاسه
ستا د نشتون دلاسه
اخ ناقــراره دی ډیر
اخ کــــړیدالی زړګی

ای بـــــې وفا جانانه
کړم دی تنــها جانانه
سینه کې زړه نه لرم
اوس تری وتلی زړګی

راسره سـتـا یـــادونه
راسره ســتـــا غمونه
تــل میلمانه وي اشنا
سم دردیدالی زړګی

نه مې هیریږی یاره
تل مې یادیږی یاره
سم لیونی دې کړمه
سم مې لویدالی زړګی

د زړه درمان جانانه
قربان قربان جانانه
زهیر دی مات کړلمه
تـا مې وجلی زړګی

     منهاج الله زهیر
#دادب_شعري_څانګه
صلی الله علیه وسلم

چي یې حسن ته په ملا راخم افتاب دی
زمــا زړه هم دهغه عـشق کي غرقـاب دی

هـر یـو ښکـلی ورتـه حسـن کي غلام دی
حسـن خپله ورتـه چـوپ او لاجـواب دی

مــا یې مینــه کـې  قـربـان خلـګ لیـدلي
نې مجنـون نې زلیـخا مثـل صـــواب دی

په راتـګ یې د بطلان ورکـه نقشـه ســوه
دا پـه غیـږ د حلیـمي کي چي ګــلاب دی

خبیب نیک اعمال هم نلري خوشحال دی
ځـکــه دﺉ یې امتیـانــو کي حســـاب دی

طالب خبیب فراهي
#دادب_شعري_څانګه
یابه یو کېږﺉ! یابه ورکېږﺉ !
په ځان قدم ږدئ! که بره خېږﺉ!

خیر دی ځان کم کړه خو نظام لوی کړه
زه له چاکم یم؟ له دې تېرېږئ

مشره له تا دا توقع نه وه
چي به په خپلو کې سره لوېږﺉ!

زخم لازخم یتیم لوی ندی
کونډه لاکونډه نور خو پوهېږﺉ!

څه خاموش درد دی څه پټ کینسر دی؟
وا طبیبانو لیږ خو غږېږﺉ!

د سلیمان مو ،امساوینۀ خوري
تاسو ویده یاست کله ویښیږﺉ!

منعم دردمن دی څه یې ویلي
قربان شم تاسو مه خپه کېږﺉ!

محمدخالد منعم
#دادب_شعري_څانګه
تا پورې درغلي اوږدې لارې به لنډیږي
څوک چې حقیقي په تا مین وي در رسیږي

مینه د ستا مینه رښتیا مینه ده حبیبه
ځکه مجازي مینې خو ټولې ترې شرمیږي

چا که وي اباده ستا په عشق د زړه جونګړه
لاړ شي تر دې حده چې جنون ته ورسیږي

ستا په لاره تګ انسانان خدای ته ورنیژې کړي
ستا له لارې چپ انسان له خوږ ایمان خلاصیږي

کله یې چې ګډه په رګو کې شي ستا مینه
بیا نو د منصور غوندې فدا په دار خندیږي

بسم اللّٰه فدا
#دادب_شعري_څانګه
غزل

په خپل اولس به ساتمه نظر لکه عمر
له دې نړۍ به هیڅ نکړم خطر لکه عمر

زه پاتې لاروی یم د سپیڅلي قافلې
سپیڅلی مې ساتلی دی سنګر لکه عمر

د هر یو پرمختللي استعمار مخې ته کلک
ولاړ لکه شمشاد، لکه سپین غر، لکه عمر

راوړې مې په فضل د مولا ده ازادي
وهلی مې له جنګه سره سر لکه عمر

تاریخ ته لا مثاله عنوانونه ور بښم
پرېږدمـه په جـهان بانـدې اثـر لـکه عـمر

راخیستی په اوږه مې د مؤمین د هیلو بار
وهلی مې کفارو ته ټـټر لکه عمر

کړه بدره! انتخاب د زړه له تله ملنګي
دعاء کې به دې یاد ساتي اکثر لــکه عـمر

مهاجر محمد بدر
#دادب_شعري_څانګه
مثنوي /دوه يزه

پسرلیه ! کټ مټ ستا د بڼ غاټول ؤ
پسرلیه ! زما ړنګ زړۀ پرې راټول ؤ

پسرلیه ! ستا د سرۀ ګلاب پۀ څېر ؤ
پسرلیه ! لۀ هر چا زړۀ ته راتېر ؤ

پسرلیه ! پۀ وږمو کې دا ستا سیال ؤ
پسرلیه ! ډک لۀ حسن او جمال ؤ

پسرلیه ! پۀ خوشبو کې سم سنځل ؤ
پسرلیه ! ښائسته د نرګس ګل ؤ

پسرلیه ! زۀ هم مست لکه بلبل وم
پسرلیه ! ډک لۀ شور او لۀ غزل وم

پسرلیه ! زۀ هم تاغوندې بهار وم
پسرلیه ! د خؤښۍ پۀ اوګو بار وم

پسرلیه ! زۀ هم ګل غوندې تازه وم
پسرلیه ! چې لۀ بزم اواره  وم

پسرلیه ! اوس بې سېکه  یمه ړنګ یم
پسرلیه ! اوس یو چاپسې ملنګ یم

پسرلیه ! زۀ  مئین پۀ داسې ګل شوم
پسرلیه ! چې پردی لۀ هر یو خپل شوم

پسرلیه ! ما یو داسې شخص بائللی
پسرلیه ! چې مې ړنګ زړۀ کې اغږلی

پسرلیه ! زما زړۀ ورپسې مات دی
پسرلیه ! دژوند هر خوند مې میرات دی   

پسرلیه ! ورک وصال پسې ګرځېږم
پسرلیه ! ویلې کېږم - ویلې کېږم

پسرلیه ! غزل بول قلم مې ژاړي
پسرلیه ! اوس دردونه غېږ کې نغاړي

پسرلیه ! سلګۍ وزبېښم پۀ شونډو
پسرلیه ! څړیکې - څړیکې شم تر پوندو

پسرلیه ! د ترخۀ بېلتون مېلمه یم
پسرلیه ! پۀ زړګي اره - اره یم

پسرلیه ! د تقدیر د لومې ښکار شوم
پسرلیه ! د تدبیر لۀ تخت ګوزار شوم

پسرلیه ! د زړګي درمان مې نشته
پسرليه ! یم منصور خو توان مې نشته.

منصور درمان
#دادب_شعري_څانګه
اعتبار

اعتباره! څۀ د قدر وړ وې ښۀ وې
اعتباره! اصل رنګ د ژوندانۀ وې

اعتباره! هغه شان شوکت خو ګورې؟
اعتباره! دا يو وخت ؤ، او دا تۀ وې

اعتباره! پرتمين تر کهکشان وې
اعتباره! لوړ پۀ شانې د لوړ غرۀ وې

اعتباره! نوم نښان دې دومره ستر ؤ
اعتباره! چې د هر سړي پۀ خولۀ وې

اعتباره! چې اخلاص لاړ تۀ هم لاړې
اعتباره! ښايي تۀ يې د کالۀ وې

اعتباره! انسانان دوه مخي شوي
اعتباره! کنه تۀ به داسې نۀ وې 

اعتباره! د مخلص کډوال پۀ ياد دي
اعتباره! راج کونکی پۀ هر زړۀ وې

"مخلص کډوال"

#دادب_شعري_څانګه