ادبــــي نــــړۍ
236 subscribers
1 photo
4 files
797 links
د ټولو کتوونکو لوستونکو د شعر او شاعري له مینوالو لپاره نوموړی کانال ځانګړۍ شوی دی چې خپله آدبي تنده په آدبي شعرونو باندې خړوبه کړی او خوند ترې واخلۍ تر څو اسلامي احساسات مو په اسلامي زانګو کې په خوځښت شي
+93702745246
https://t.me/adabinari
Download Telegram
سفردمیني پیل دی نګاره راسره سه
قربان دزړګي سره په دی لاره راسره سه

بلدنه یم بلدبه سمه لاره راته ښایه
مزل ډیرراته پاته دی رویباره راسره سه

زه روۍ دپلونیسم ستادوعاته ضرورت دی
ډاډه یمه قربان دي سمه پلاره سره سه

ماروح تاته بخښلی دی ته څه وایی قربانه
زه دارته پورته کیږم ته ترداره راسره سه

ځنګل دی توري لاري بیخي نه وینمه هیڅ زه
له دی ځایه مي لري کړه بس یاره راسره سه

داژوندبه مي لانورهم ترقي وکړي لالیه
که خلاس سوم ستاله ستړي انتظاره راسره سه

وصال ثمین ځپلی ستادهجرسخت سیلاب یم
ماداسي تنهامه پریږده قراره راسره سه
تیروخت

غرو کې بادشاهي وه لاړه تېره شوه
ښکلي  زندګي  وه  لاړه  تېره شوه

خدای کړلې قبولې دعاګانې زمونږ
سخته  جدایي وه لاړه  تېره  شوه

مونږ د یو هدف  د یو منزل یاران
سپینه ورورولي وه لاړه تېره شوه

ژوند مو  ؤ دخاورو  په بستر  باندي
پاکه   ملنګي  وه لاړه  تېره   شوه

وخت مو سر کفارو ته ټیټ نکړلو
داسې مو ځواني  وه لاړه تېره  شوه

اي{میرویسه}یاد کړه تیر وختونه دې
څومره  بیوسي  وه لاړه   تېره  شوه

{میرویس توحید یار}
غزل

پرماهم دی تیرشوی ددردونو انقلاب
ته راشه یوځل ولوله زمادژوندکتاب

هره صفحه یې اوګوره په ظوراوزېرجانانه
دومره کړاونه دي چي نه يې شته حساب

ناترسه بیلتانه رسولی یم دي حال ته
زما اوس  زندګي ده قربانه په عذاب

دردو دي یم   زپلی چاته  حال  ویلی نشم
نو اوس مې له دردوڅخه زړګی شولو کباب

ناهېلی شوم هغه وخت چي ته رانه جداشوي
اخ ستاهجرنامرده کړمه سمدم زه خراب

ګرزیږم لالهانده په دي سټړي دنیاګۍ کي
چي کله به{میرویس} ستاپه دیدن شمه سیراب

{میرویس توحید یار}
(اِمارت ده)

اوس په هیواد کې امنیت ده اِمارت ده
غم له خوښیو نه رخصت ده اِمارت ده

بلها دردونه زحمتونه وه زموږ په چم کې
اوس خوشحالي او سکونت ده امارت ده

د ازادی سپین تُوغ رپان کوي خوندونه
نافظ قانونِ الهي د شریعت ده اِمارت ده

چې دتن غوښې په اور کباب کباب کړې
اوس یې د وینو برکت ده اِمارت ده

هِیـواد ساتنه قـوي هُـوډ او اِراده غواړې
اوس در په غــاړه مـسولیت ده اِمارت ده

پام کـړه طالبه چې صفونه مو ګډوډ نشې
دا د( سیفُ العثمان )وصیت ده اِمارت ده

سیف العثمان غزنوي
بیاهم دڅه وخت بعدغزل

شــپه وه ښه درنه وه ته می ویادیدی
هو!ځکه چی اوږده وه ته می ویادیدی

داستادهجربادٶچی ارام نه سوم زړګیه
څه سخته فلسفه وه ته مي ویادیدی

تصویرمي دچاولیدوهم ته سولی رایاده
هغه هم خوره وره وه ته مي ویادیدی

وه ستاخنداکافره زه یی ستړی دکلوکړم
پرشونډودي پرته وه ته مي ویادیدی

ارام دي پکي نغښتی ٶقربانه وه قربانه
ای!ستاپسته سینه وه ته مي ویادیدی

غمي دي قیمتي دي سمي دمي ستاخبري
ستاڅه خوږه لهجه وه ته مي ویادیدی

وصال ثمین کوي راته خبري ستادمیني
وایی ستاڅهره خوږه وه ته مي ویادیدی

وصال ثمین
2022/11/26
8:42:AMهفته

https://t.me/wesalsameen123
غزل

دبیلتانه سیلۍ وهلی یم تنها مي نه کړی
یاره په زړه باندي داغلی یم تنهامي نه کړی

یوجام اوبه راکه ولاچي زه له تندي مرمه
زه جل وهلی کړیدلی یم تنهامي نه کړی

ته یودیدن راکه زه تږی له مودومودویم
مزل مي کړی دردیدلی یم تنهامي نه کړی

زه ستاپه یونظرکتودارام ساه اخلمه
ایله دی حال ته رسیدلی یم تنهامي نه کړی

یوڅه ناڅه احوال مي اخله اوتفوس مي کوه
درته ناهیلی زړه راغلی یم تنهامي نه کړی

باڼه مي دردکوي بس نوردژړاتاب نه لري
لالیه دومري ژړیدلی یم تنهامي نه کړی

سترګي مي ستالورته نیولي وه زړګیه جارسم
خیردی وصال ثمین نورغلی یم تنهامي نه کړی

https://t.me/wesalsameen123
شــوخ انــدازاوشـوخ کـتـل
شوخ شوخ هرڅه یاره شوخ

اخــله پـــه احــتـیـاط قـدم
مــــه ځــه تــه پـرلاره شوخ

شـــونــــډي خــورپیږي ستا
څــــه وایــــی نـــګاره شوخ

پــــریــږده چــي ازار واخلي
پــــــریــــږده دا ازاره شوخ

نــــوریــــی لـــه زړګي باسم
نــه پــریـږدم بی کاره شوخ

دوصـــــال ثــمـین غـــــزل
وي پــه خوله ګفتاره شوخ
طالبه وروره!
زموږ وياړ يي
يوځل بيا هم نن مي پام شو چي ته زموږ وياړ يي
هو طالبه وروره!
منم چي دتعليم دروازي دی زما پر مخ تړلي او ددي لپاره هم درنه لږ څه خفه يم خو دا خفګان نپريږدم چي ستا حقيقي اومعنوي کار نامي راباندي هيري کړي،

طالبه وروره!
داچي وينم، دخداي جل جلاله په نصرت دِی
د باطل  ديوالونه  او دعصر فرعونيان  مات او ذليله کړل درباندی ویاړم!
داچي وينم باطله جشنونو او اعمالو څخه په ټولنه کي مخ نيوي کوي اوکوښښ کوي چي افغانستان يوواقعي اسلامي هيواد وي درباندی ویاړم!

هو!
نن هغه ورځ ده چي فرعونيانو او باطله رواج پرستو خلکو دنوروز په نوم لمانځله، په داسي حال کي چي ددي ورځي لمانځل زموږ له دين سره په تضادي کي ده،
او دا دکفارو جشن دي،
داچي باعث شوي دا کثيف جشن له منځه لاړ شي، درباندی ویاړم زما طالبه وروره تر اخيره همداسي دحق لاروی، پلوي او دباطل له منځه وړونکي پاتي شي،
اللّٰه جل جلاله په قرآن عظيم الشأن کي فرمايي:

سورة الإسراء
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا81

ترجمه:
او ووايه حق راغي او باطل له منځه لاړو.
بي له ګمانه چي  باطل له منځه تلونکې دي.

باطل پرستو ته مي خطاب دي 👊
چي ددي آيت مطابق تاسو ته وايم اوس حق راغي او ستاسو باطله کارونه له منځه لاړل نور هغه خوبونه مه ويني،

دا هيواد اسلامي اسلامي پاکه خاوره لري دا هيواد د اتلانو غازيانو هيواد دي
ترڅو چي دغازيانو اتلانو بچيانو په وجود کي يي يو څاڅکه وينه هم وي نو دخپلي پاکي  اسلامي خاوري د نوم لوړولو لپاره به مبارزه کوي....

طالبه وروره!
درباندی ویاړم نوم دي تل دتاريخ په پاڼو کي په زرينو کرښو داسلام اتل او غازي پاتي شي،

زما وياړه  طالبه وروره!
رب دي ستا دزحمتونو اجر درکړي او رب دي هيڅکله په غلطه لاره ورمخامخ نکړي.

اللّٰهم آمين يارب العالمين 🤲🏻

:Tasnim Sediqi
👍2

دیوی
حق پرستي خورلیکنه
او
لَورینه
مجاهدته
👍2
زماپه ګناهونوخبردار ربه
وبخښه زماکریم غفار ربه
زه په والله ډیرزیات خجالته یم
راغلم خجالت ستاتردربارربه

ږغ مي بل څوک نه اوري یوتالرم
ستاعظیم دربارته تمنالرم
ستاله دربارغواړم مغفرت ځان ته
زه دمغفرت اومید  بیا  بیالرم

رَبَّنَا ظَلَم٘نَا وَاَن٘فُسَنَا
رَبَّنَافَاغ٘فِر٘لَنَاذُنُو٘بَنَا
لپي ددوعاوومي کچکول درته
ربه کړه قبوله دادوعازما

ستاپروحدانیت باندي ایمان لرم
ښه دلیل ایمان باندي قران لرم
ستادپاک حبیب اقوال مي زړه ته تیر
شکرشکرداسی خوږجانان لرم

ماته په کچکول کي مغفرت راکه
ستاعظیم دربارڅخه رحمت راکه
ماکړه مزٸین ستاپه رحمت باندي
ستاله نعمتونودا نعمت راکه

سرمي پرسجده ستاپردربارپروت دی
ډک له عصیان زړه باندي مي بارپروت دی
ماستاله دربار نا اومیدمه شړه
زما دعاجزۍ کچکول اوار پروت دی

پاکه ربه تاسره وعده کوم
نورله ګناهونونه توبه کوم
داځلي مي وبخښه معاف مي کړه
تاسره وعده پوره پخه کوم

ستاپه بندګانوکي لاشٸ بنده
داعاجزه دغه خوارکٸ بنده
ګرځي مغفرت پسي وصال ثمین
تا ته په زاریوګړندٸ بنده

رمضان مبارک

1444/9/4
ته مي دژوند وروستی ارمان یی ګله
ومـنه ډیـرزیـات راتـه ګران یی ګله

درپسی خیږی می له زړه نه څړیکی
ته مي جانان ته مي جانان یی ګله

زړه ته مي ستاخوږی خبري خوږی
ته مي دوران زړګي درمان یی ګله

https://t.me/wesalsameen123
درپسي مرمه روغ به نه سم
خوږه لالیه همیشه دی یادومه

په زړه مي دردساتلی یاره
زه تیرومه ستاله وجي تکلیفونه

پټ له فردی نه راته ګوری
قربان دي سمه زه دي مړپه هجران کړمه

درته به لار په ګلوپرش کړم
چی ته راځی لالیه دابه وي خوندونه
ماته دی یقین سته اوکنه اشنا؟
راسه توکل دی پرتادم کوم

ګوندي چي تاثیروکی پرتاباندي
داځل لاکوشش کوم بیادم کوم

ټوله پکي ستانوم ذکرسوی دی
ځکه داکاغذباندي لادم کوم

ماته رامعلوم دی یوپیرښه پیردی
هغه باندی زه په ریشتیادم کوم

ګران باندي که څه وسوه خبرمي کی
زه وصال ثمین خوراښه دم کوم

https://t.me/wesalsameen123
زماپه ګناهونو پرده وغوړوه
زماباداره ډیرزیات ګنهګاریمه

ماته پرتوبه باندي توفیق راکه
زه له خاسِرِی٘نُویمه خواریمه

ماوعدی په وار وارماتي کړي دي
بیاهم ستادرحم اومیدواریمه

ته مي یې خالق ته مي رازق ربه
ومي بخښه خدایه توبه ګاریمه

زړه مي دګناه مُهرنیولی دی
ستادمغفرت زه طلب ګاریمه

ماباندي شیطان اونفس غالبه دی
زه ددوۍ په دام کي ګرفتاریمه

ستاله بندګانونه ناچیزبنده
تاته په زارۍ ستاپردباریمه

ماوصال ثمین خالقه وبخښه
بس دی نورله هرڅه نه بی زاریمه

2023/4/10
👍3
دیوی مورکۍدشپږوشهیدانودمور دژړا درد چی دسړي زړه ورته بی تابه کیږي نوموپه همدی یوتسلي کیده بس

بس دی ته نورمه ږغیږه ستاخبري زورغواړي
ډکي له افسوس اوله ژړاخبري زورغواړي

اخ یوځل سکته وکړی اوبیادبچي نوم اخلی
وه ادکي جاردي سمه داخبري زورغواړي

ستاهره سلګۍ مورجاني سم پرزړواثرکوي
ژوندیی دی اخیستی نورله ماخبري زورغواړي

جان شهیددی جان شهیداوجان شهید
هرنوم یادوی ته په بیابیاخبري زورغواړي

نه لري یوبل سرپرست دایتیم اوهایتیم
سم دکاڼي زړه غواړي أها!خبري زورغواړي

ستابلاته دودسم سپیلنٸ سم اولوګٸ سمه
نه لري نورتوان قلم زماخبري زورغواړي

ستادقیمتي اوښکوقیمت دي پاک مولادرکړي
زه وصال ثمین کوم دوعاخبري زورغواړي
👍1
Forwarded from عُمرنُوري
*د ازادۍ اختره*

اخترہ : زخمي زړو ته خوشحالي راوړه او راشه
اختره : مــرحـبــا بــیـا نیکمرغي راوړه او راشه

اختره : تــه پــر مــونـږه د الله یــوه تـحـفـه یې
اختره : تــه ده مـیــنـې پـریماني راوړه او راشه

اختره : شـهـیـدان او یتیمان لــږ پــه کـرار کــړه
اختره : ورتـــه ښـــه نـــوي کالي راوړه او راشه

اختره : لـه مـودو پـه زړه پرهر یم او رنځور یم
اختره : زمـــــا زړه تــــه دوایــي راوړه او راشه

اختره : نـور د زړو مـړاوي ګلونه را ژوندي کـړه
اختره : نـــوره دلــتــه ورور ولي راوړه او راشه

اختره : دا زاری درتـه *نوري* کړمه چي چـم تـه
اختره : ښـکلاګاني د ســپــرلي راوړه او راشه

*شعر : عمر نوري*

https://t.me/noori0343
👍1
غزل

سترګوکي خواږه راکه
یاره ته دي زړه راکه

راغلم جل وهلی یم
لــپـه کـي اوبه راکه

لږوخت انتظاروکه
لږوخت دلمانځه راکه

ستادقچ اوږدو  بڼو
یــونـظـرکاته راکه

زړه به پری ټکورکړمه
زړه لپاره څه راکه

ډیرښه دی چي مړسمه
درد دبیلتانه راکه

ماسره یادګاربه وي
ستایوتارویښته راکه

غواړمه وصال ثمین
توراوږده باڼه راکه
👍1
جانان جانان هیواده
آفغانستان هیواده
موږجوړووبه دي وطنه له نړۍ سره سیال
ټاټوبی یې دابدال

دښکلاګانوکوریې
درڼاګانوکوریې
ته پیرخانه دپیرٸ
دملنګانوکوریې
وخ راته ګران هیواده
آفغانستان هیواده
لکه ډیوه په هرطرف کوې رڼا او مشال
ټاټوبی یې دابدال


ستاپرلمن وطنه
ګل اوګلشن وطنه
دپردي پالوژوندون
بیخي ستونځمن وطنه
دمیرویس خان هیواده
آفغانستان هیواده
زړونه ایستلي له دښمن ستاهربچی دی خوشحال
ټاټوبی یې دابدال

موږڅملولي دلته
خوراښاغلي دلته
دغرور بام یې ړنګ دی
دي شرمیدلي دلته
ودان ودان هیواده
افغانستان هیواده
توري تیارې موکړلې ورکي دبدرنګه اشغال
ټاټوبی یې دابدال

دتن په غوښي دفاع
له هري پرښي دفاع
کوي نازک شاه زلمي
له هري کرښي دفاع
روح مي اوځان هیواده
افغانستان هیواده
په تول پوره یې مجموعه یې دلعلونو منال
ټاټوبی یې دابدال

دښتي اوغرونه څاري
کلي ښارونه څاري
دایوسف مخي زلمي
ستاسرحدونه څاري
سیال دجهان هیواده
افغانستان هیواده
طالب وصال ثمین درجارسه ستاله جاه اوجلال
ټاټوبی یې دابدال

۱۴۰۳/سرطان/۲۰
👍1