تـڪـنـالــوژی اونــــړی/𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝𝐓𝐡𝐞𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝
3.1K subscribers
343 photos
99 videos
48 files
365 links
په دی چینل کی تاسوته ☇
د ټیکنالوژۍاړوند معلومات، دسوشل ميډيا تنظیماتو په اړه معلومات نشرکو.
زموږ چینل کې تاسو ته د نوي موډ اپليکشن، ویب ډیزاین، ده ڪپیوټر زده کړه او آنلاین پیسو ګټلو طریقی او داسی نوکارونورټول اړین معلومات وړاندی کیږي
Download Telegram
د اسرایل او پاکستان(چټليستان) تر منځ هېڅ فرق نشته الله ج دوی تباه او برباد کړي.

کابل 😢!

وطن څومره غم او درد لري د خفګان نه نن ورځ ټول کارونه رانه پاتې دي هېڅ نه کېږي ډېره هڅه مې وکړه ونه شو ډېر درد او غم!
😢85👍2🥰2💯21👏1🤩1
🚀 د AI نړۍ کې د جوړوونکو لپاره نوی پرمختګ

نور معلومات 👇👇👇
👍422💯2🥰1👏1🤩1
تـڪـنـالــوژی اونــــړی/𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝𝐓𝐡𝐞𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝
🚀 د AI نړۍ کې د جوړوونکو لپاره نوی پرمختګ نور معلومات 👇👇👇
🚀 د AI نړۍ کې د جوړوونکو لپاره نوی پرمختګ

مصنوعي ځیرکتیا اوس یوازې د پوښتنو ځواب ورکوونکی سیستم نه دی. ورو ورو د یو بشپړ Creative Assistant بڼه خپلوي.

وروستیو کې شرکت Luma خپل نوي AI Agents معرفي کړي دي. دا سیستمونه یوازې عکس یا ویډیو نه جوړوي، بلکې کولی شي د محتوا ټول بهیر له پیل نه تر پای پورې اداره کړي.

یعنې یو AI کولی شي:
د محتوا لپاره پلان جوړ کړي
متن یا سکرېپټ ولیکي
انځورونه جوړ کړي
ویډیو تولید کړي
او حتی غږ هم برابر کړي

تر دې مخکې به د محتوا جوړولو لپاره څو بېلابېل وسایل کارول کېدل.
د لیکنې لپاره یو tool، د عکس لپاره بل، د ویډیو لپاره بل او د غږ لپاره جلا اپ.

خو اوس هدف دا دی چې دا ټول کارونه په یو منظم سیستم کې یوځای ترسره شي.

📌 په ساده ډول که ووایو:
که ته یو content creator یې، کولی شې AI ته ووایې:

“د دې موضوع لپاره بشپړ محتوا جوړ کړه.”

AI بیا کولی شي: • مفکوره منظم کړي
• سکرېپټ برابر کړي
• اړوند visuals جوړ کړي
• او د ویډیو یا آډیو د تولید لړۍ بشپړه کړي.

🔎 دا بدلون ښيي چې AI نور یوازې Chatbot نه پاتې کېږي، بلکې ورو ورو د Agent په بڼه بدلېږي.

یعنې په راتلونکو کلونو کې به AI یوازې خبرې نه کوي…

بلکې ډېر کارونه به هم پخپله ترسره کوي.

#AI
#ArtificialIntelligence
#ContentCreation
#TechFuture
#DigitalMedia
4🥰3👍2💯1
د افغانستان ستري محکمې له خلکو غوښتي، چي نن مازیګر په خپلو سیمو کي د کوچني اختر د میاشتي لیدو هڅه وکړي.
نور جزیات له مونږ سره تعقب کړی
#کاپي
5🥰3👍2🤩2💯21👏1
سبا پنجشنبه د شوال المکرم (کوچني اختر) میاشتې لومړۍ نېټه ده*

کوچنی اختر مو مبارک او بختور شه .

روژې ، تراویح ، ذکرونه او تلاوتونه مو د لوی رب ج په دربار کی قبول او منظور شه.


#تڪنالوژی_اونړی🤝
🔗@𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝 𝐓𝐡𝐞 𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝

𝐋𝐢𝐤𝐞❤️  𝐅𝐚𝐥𝐨𝐰👤 𝐒𝐡𝐚𝐫𝐞➡️
10🥰21👍1👏1🤩1💯1
د هیډفون ډېر استعمال او د اورېدنې ستونزې
د اوږدې مودې لپاره په هیډفون سره په لوړ غږ موسیقي یا ویډیو اورېدل د غوږونو لپاره زیانمن دي. کله ناکله انسان له اورېدو وروسته په غوږ کې شور یا زنګ احساسوي، چې دا د داخلي غوږ د حساسو حجرو د زیات حرکت له امله وي.
که غوږونه تل د لوړ غږ سره مخ وي، دا حجرې زیانمنېږي، او ځکه چې بیا نه رغېږي، نو د تل لپاره د اورېدنې د کمېدو سبب کېدای شي.

د غوږونو د ساتنې لپاره:
• غږ له ۶۰٪ څخه زیات مه کوئ
• له ۶۰ دقیقو وروسته غوږونو ته استراحت ورکړئ
• له ډېر لوړ غږ څخه ځان وساتئ
پایله:
د اورېدنې ساتنه ستاسو په لاس کې ده 🎧
#ژوند

#تڪنالوژی_اونړی🤝
🔗@𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝 𝐓𝐡𝐞 𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝

𝐋𝐢𝐤𝐞❤️  𝐅𝐚𝐥𝐨𝐰👤 𝐒𝐡𝐚𝐫𝐞➡️
🥰65💯21👍1👏1🤩1
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ایا پوهیږئ، چې اوسنۍ مشکلاتو پراخیدو په صورت کې د نورو برخو تر څنګ فایبر نوري باندې څه تاثیر کوی لاندې ویډيو کې لنډ معلومات درکړل شوي دي.
#educational #iran #america #fiberoptic
7👍21🥰1👏1🤩1💯1
د فيسبوک مونيټايزيشن په داخل د افغانستان کې، ددې په اړه معلومات برابروم إن شاء الله.
12🥰4💯4👍21👏1🤩1
د فارمسۍ او نرسينګ ځينې مهمې پوښتنې او ځوابونه درسره لاندې پي ډي ایف شکل کې ډاونلوډ کړئ
8💯3👍2🥰21👏1🤩1
تـڪـنـالــوژی اونــــړی/𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝𝐓𝐡𝐞𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝
د فيسبوک مونيټايزيشن په داخل د افغانستان کې، ددې په اړه معلومات برابروم إن شاء الله.
ايا افغانستان کې  فيسبوک مونيټايزيشن کېږي؟
ځواب يې هو ده،  په اخر کې ستاسو نظرونه راته پرېږدئ.
طريقه يې داده، يو قوي ويفي اين لکه سپر شارک ورته واخلئ کيداى شي په دوو کلونو باندې شاوخوا 40 ډالر درباندې راشي.
کله مو چې ويفي اين واخيست سيټينګ هر څه يې تر سره شول کوشش وکړئ همغه موبايل کې مو د افغانستان سيم مه استعمالوئ موبايل د بل موبايل هاټ سپاټ يا وايفاى سره وصل کوى ځکه د افغانستان سيم استعمالول پخپله هم مشکله جوړوي. کوم هېواد مو چې ويفي اين کې انتخاب کړى وو د اول څخه يو کس د همغه هېواد پيدا کړئ تر څو د همغه کس بينک اکاونټ معلومات ورکړئ.
يادونه: مخکې لدې چې دا کار سر ته ورسوئ صفحه يا پروفایل مو باید د هر قسم مشکلاتو څخه پاک وي او د نورو خلکو مواد مو باید اکاونټ کې نه وي کوشش وکړئ خپل مواد مو اپلوډ کړئ.
#facebbok #monetization #فيسبوک #مونيټايزيشن #انټرنيټ #انلاين

#تڪنالوژی_اونړی🤝
🔗@𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝 𝐓𝐡𝐞 𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝

𝐋𝐢𝐤𝐞❤️  𝐅𝐚𝐥𝐨𝐰👤 𝐒𝐡𝐚𝐫𝐞➡️
62💯2👍1🥰1👏1🤩1
په 2026 کال کې د سایبري حملې له پلوه لوی حمله د همدې کال په سر کې شوي وه، چې 149 میلیونه خلکو ډیټا لکه ایمیلونه، شخصي معلومات او نومونه ته پکې زیان رسیدلی وو، دا حمله په یوه انلاین ډیټابیس سیستم کې د غفلت له امله رامنځته شوې وه، تر اوسه پورې نورې زیاتې سایبري حملې په ۲۰۲۶ کال کې ثبت شوي دي.

#تڪنالوژی_اونړی🤝
🔗@𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝 𝐓𝐡𝐞 𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝

𝐋𝐢𝐤𝐞❤️  𝐅𝐚𝐥𝐨𝐰👤 𝐒𝐡𝐚𝐫𝐞➡️
👍2💯211🥰1👏1🤩1
ګوګل اکاونټ په نوم کې بدلون

اوس تاسو کولی شئ په ډیره اسانه توګه خپل د ګوګل یا جېمېل (Gmail) زوړ نوم بدل کړئ. ګوګل په امریکا کې خپلو ټولو کاروونکو ته دا اجازه ورکړې چې خپل پخوانی ادرس (هغه برخه چې له @gmail.com څخه مخکې ده) نوی کړي.
مثلآ که afghan1990@gmail وي او تاسو غواړئ چي خپل نوم ته يي واوړي لکه shamsullah@gmail.com په يو شرط چي داغه نوم بل چا مخکې نه وي اخستي

مهم ټکي:
ستاسو ټول زاړه ایمیلونه، عکسونه او فایلونه به خوندي وي.
تاسو کولی شئ په کال کې یوازې یو ځل خپل نوم بدل کړئ.
که څوک ستاسو زاړه ادرس ته هم ایمیل وکړي، هغه به ستاسو نوي ان باکس ته راځي.
څنګه یې بدل کړو؟
خپل د ګوګل اکاونټ (Google Account) ته لاړ شئ، هلته په Personal Info کې د Email برخه وټاکئ او خپل نوی نوم ولیکئ.

#تڪنالوژی_اونړی🤝
🔗@𝐓𝐞𝐜𝐡𝐧𝐨𝐥𝐨𝐠𝐲𝐀𝐧𝐝 𝐓𝐡𝐞 𝐖𝐨𝐫𝐥𝐝

𝐋𝐢𝐤𝐞❤️  𝐅𝐚𝐥𝐨𝐰👤 𝐒𝐡𝐚𝐫𝐞➡️
3👍3💯3🥰21👏1🤩1