ادبي ماښام
2.5K subscribers
47 photos
16 videos
3 links
Download Telegram
د انسان په توګه موږ ډېر انتخابونه لرو
خو په هغو کې تر ټولو بد انتخاب کله ناکله له چا سره اړیکه پرېکول وي .
او ځینې وخت بیا له همدې اړیکې تېرېدل
زموږ تر ټولو غوره انتخاب وي
ځکه ځینې اړیکې د ساتلو لپاره نه
بلکې د پرېښودلو لپاره وي .
2
نوې حادثه کېږي پوهېږمه
ما سره دهوکه کېږي پوهیږمه

آو کنه دی ټيک وايي دی ښه وايي
هر څه په پېسه کېږي پوهېږمه

آو جي ملامت يم خو لږ ګېر وومه
خپلو نه ګيله کېږي پوهېږمه

زه هم په يو وخت کې مٸېن شوی ووم
ډېره زمانه کېږي پوهېږمه

درد د محبت کم شوی نه دی خو
اوس مې ګوزاره کېږي پوهېږمه

اقبال مومند✍️
3
که پيسې وي
دښمن هم تيروتنې بخښي خو که خالي لاس وي ورونه دې هم سلام نه اخلي
5
درد مى په ستونى
کى. سلګۍ کوى
کله چي يو څه ستا خوښیږي
باید قصدا يې پریږدې، تر څو ته ددې قوت پیدا کړي چې د هرچا او هر څه د پریښودلو توانايي لري
که نه بیا به دهر وړوکي څیز غلام یې، اراده به نشي تحقق کولی یو وابسته او معتاد موجود به يې..!!
چې لهٔ زړګي نه مې وتې، ووتې
لکه پهٔ شان د جنازې، ووتې
د هجر تبه خو مو تېره کړله
ستا پهٔ دیدن پسې مو خولې، ووتې
زهٔ د همزولو لهٔ سیالۍ ووتم
ته د یارانو لهٔ پرې، ووتې
فطرته سترګې دې جار غږ راوکه
زما خو سترګې درپسې، ووتې
2
وخت تېر شو
غم ډېر شو
خلک بدل شول
مینه ختمه شوه
زه یواځی پاتی شوم

....🙌🏻....
2
"هر هغه څوک چې د خبرو او احساساتو له څرګندولو عاجز وي، رښتینی نه وي؛ او نه هم هر هغه څوک چې ښه بیان لري، دروغجن وي.
رښتینولي د انسان له ثبات او کړنو پېژندل کېږي، نه یوازې له خبرو او کلمو." 🖤
2
خپله څهره پکې په ما بې اعتباره وي
يا به مې سر مات وي يو ورځ يا به هنداره وي

زما په زړه راننوتې ده د وهم بلا
په ښاريه کې خاموشي اکثر له ډاره وي

که اجازه وي ملا نن به اذان زه وکړم
يوه جينۍ ده زما غږ پسې بيماره وي

ماته مې هره رټل شوې هيله داسې ښکاري
لکه يتيمه وي بې موره وي بې پلاره وي

د بهسودوال لفظونه راج کوي په زړونو باندې
دا پاچاهي خو دې همداسې برقراره وي😉

بهسودوال ✍️
نه ګودر شته نه چکر شته نه همزولی
مازدیګره زر تیریږه چی ماشام سی
1
بیا که پسرلي راشی نو څه فائده
مونږ خپلي ځواني په خزان وخوړي
👍1
ریښتیني خلک هغه دي
چې د ژوند په سختو او مهمو شېبو کې درسره پاتې کېږي،کله چې ټولو یوازې پرېښې یې
همدا هغه خلک دي چې زموږ خپل دي، د ورځو او سختو حالاتو غوره ملګري دي، او هغه کسان دي چې بې له کوم سیال او شکه زموږ په زړه کې ځانګړی ځای نیسي.🤍
2
نه حمزه غزل کې شل کړه
نه توراب په دې نظمونو

نه غني ملا راضي کړ
نه د خوږ کارون نظمونو

نه خوشحال په توره پوه کړل
نه رحمان په دیوانونو

صداقت هم هسې پاتې
نه یې څوک په زړه حاکم شول
نه حاکم شولو په زړونو

#صداقت_نیازی
6
وائي هره ورانه چې نفلونه سموي
خدائی به کله دا برباد ذهنونه سموي
-
زه خو خفه شوې ورنه هم نه يم سريه
ولي المارۍ كښي - کتابونه سموي
-
ای هوا بدله په سیلی شه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي
-
مونږه سموي په دې مې نشته اعترض
سوال لرم چې دوي کله ځانونه سموي
-
نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سرو
ګډوډ ئې پراته دي . بوتلونه سموي

ممتاز اورکزې
🌷☝🏻🌷

د الله په نۅم وࢪځ پیل ڪړئ، ځڪه هماغه زړونو ته سڪون وࢪڪوي او لاࢪې اسانه ڪوي. نن وࢪځ د خیر، بࢪڪت او امید نۅې دࢪوازې پࢪانیزي یۅازې باۅࢪ او صبࢪ ۅݪࢪی🥰

سهار مو نیڪمرغه🥰
1
څومره وېروونکې ده؛
دا چې وغواړې ولاړ شې،
خو هېڅ داسې ځای ونه لرې چې هلته لاړ شې...!!!

#سیلویا_پلات
#غزل

چې فیصلې د انسان وګورمه
ځان د دوزخ په مکان وګورمه

اوس دې واده کې ګډا وکړمه که
خپل و.ژ.ل شوى ارمان وګورمه؟

هله به زه په تا مئین یمه چې
ریښې ریښې مې ګریوان وګورمه

بیا د اجل وس په ما نه رسېږي
ځمه چې یو ځل جانان وګورمه

سترګو مې لپې وينې وکړې پله
باید چې نن دې قربان وګورمه

عبدالمجید پل
ستا د ژوند تر ټولو لوی راز ساتونکی څوک دی؟
❤️ ستا زړه،
ستا د ژوند تر ټولو لوی پرېکړه کوونکی څوک دی؟
🧠 ستا عقل،
ستا د ژوند تر ټولو وفادار ملګری څوک دی؟
👣 ستا پښې،
غواړم ووایم: د خپل ژوند اتل ته خپله یې؛
پر خپل ځان باور وکړه او تر هر څه مخکې په خپل ځان تکیه وکړه...!
2