نه حمزه غزل کې شل کړه
نه توراب په دې نظمونو
نه غني ملا راضي کړ
نه د خوږ کارون نظمونو
نه خوشحال په توره پوه کړل
نه رحمان په دیوانونو
صداقت هم هسې پاتې
نه یې څوک په زړه حاکم شول
نه حاکم شولو په زړونو
#صداقت_نیازی
نه توراب په دې نظمونو
نه غني ملا راضي کړ
نه د خوږ کارون نظمونو
نه خوشحال په توره پوه کړل
نه رحمان په دیوانونو
صداقت هم هسې پاتې
نه یې څوک په زړه حاکم شول
نه حاکم شولو په زړونو
#صداقت_نیازی
❤6
وائي هره ورانه چې نفلونه سموي
خدائی به کله دا برباد ذهنونه سموي
-
زه خو خفه شوې ورنه هم نه يم سريه
ولي المارۍ كښي - کتابونه سموي
-
ای هوا بدله په سیلی شه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي
-
مونږه سموي په دې مې نشته اعترض
سوال لرم چې دوي کله ځانونه سموي
-
نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سرو
ګډوډ ئې پراته دي . بوتلونه سموي
ممتاز اورکزې
خدائی به کله دا برباد ذهنونه سموي
-
زه خو خفه شوې ورنه هم نه يم سريه
ولي المارۍ كښي - کتابونه سموي
-
ای هوا بدله په سیلی شه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي
-
مونږه سموي په دې مې نشته اعترض
سوال لرم چې دوي کله ځانونه سموي
-
نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سرو
ګډوډ ئې پراته دي . بوتلونه سموي
ممتاز اورکزې
#غزل
چې فیصلې د انسان وګورمه
ځان د دوزخ په مکان وګورمه
اوس دې واده کې ګډا وکړمه که
خپل و.ژ.ل شوى ارمان وګورمه؟
هله به زه په تا مئین یمه چې
ریښې ریښې مې ګریوان وګورمه
بیا د اجل وس په ما نه رسېږي
ځمه چې یو ځل جانان وګورمه
سترګو مې لپې وينې وکړې پله
باید چې نن دې قربان وګورمه
عبدالمجید پل
چې فیصلې د انسان وګورمه
ځان د دوزخ په مکان وګورمه
اوس دې واده کې ګډا وکړمه که
خپل و.ژ.ل شوى ارمان وګورمه؟
هله به زه په تا مئین یمه چې
ریښې ریښې مې ګریوان وګورمه
بیا د اجل وس په ما نه رسېږي
ځمه چې یو ځل جانان وګورمه
سترګو مې لپې وينې وکړې پله
باید چې نن دې قربان وګورمه
عبدالمجید پل
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دا ځاي څوک پيژنی؟
❤️Zuhal♥️
د هغه چا سره اوسه چي لاسونه يې په خاورو وي، خو زړه يې پاک وي.
د هغه چا سره اوسه چي جامي يې ساده وي، خو روح يې قيمتي وي.!
د هغه چا سره اووسه چي چي هر سهار په مسکا را پاڅيږي، که څه هم هیڅ شتمني نه لري.!
د هغه چا سره اووسه چي خپل لاسونه تڼاکي کړي، خو ستا خيال وساتي.!

❤3
ظالمانو! تاسې څنګه زړونه لرل چې د یوې معصومې ماشومې له سترګو مو د ژوند رڼا وتښتوله؟!
هغه خو لا د نانځکو د لوبو عمر ته هم نه وه رسېدلې؛ لا یې د ژوند د رنګونو په مانا نه پوهېده، لا یې د مور له غېږې پرته نړۍ نه وه پېژندلې، لا یې د ماشومتوب د خوښیو له دروازې هم نه وه اوښتې؛ خو ستاسې د ظلم او طغیان ښکار شوه.
تاسې دا معصومه ماشومه وتښتوله، ژوند مو ترې واخیست، او بیا مو د څو پیسو لپاره د هغې له نازک او بېګناه وجود څخه د بدن غړي وایستل؟!
یا الله! انسان تر دې هم ښکته کېدای شي؟!
تاسې خپل اولادونه نه لرئ؟ د یوې ماشومې معصومه څېره مو کله د خپل ماشوم په څېره کې نه ده لیدلې؟ د هغې چیغه مو د خپل ماشوم په ژړا کې نه ده اورېدلې؟ د هغې د مور د زړه ماتېدلو تصور مو نه دی کړی؟
قسم په خدای، زه د انسانیت په نوم شرمېږم!
کله چې تصور کوم چې دا معصومه به په وروستیو شېبو کې څومره په وېره، درد او مظلومیت کې فریاد کړی وي؛ زړه مې ټوټې ټوټې کېږي او سترګې مې له اوښکو ډکېږي. دا فکر انسان له دننه ماتوي چې یوه بېګناه ماشومه، چې باید د مور په غېږ کې یې د لوبو او خندا وخت وای، د انسانانو د ظلم داسې قرباني شوې ده.
قسم په خدای، زه د اشرف المخلوقات په نوم هم شرمیږم؛ ځکه انسان هغه وخت له ټولو مخلوقاتو غوره وي چې په زړه کې یې رحم، په وجدان کې یې بیداري او په لاس کې یې د مظلوم د ساتنې ځواک وي؛ نه هغه وخت چې د پیسو لپاره د یوې ماشومې ژوند او بدن هم سوداګریز توکی وګرځوي.
تاسې یوازې یو ماشوم نه دی وژلی؛ تاسې د انسانیت پر وجدان برید کړی دی. تاسې یوازې د یوې کورنۍ زړه نه دی مات کړی؛ تاسې د هر هغه انسان زړه زخمي کړی چې لا یې په زړه کې د رحم څرک ژوندی دی.
تاسې د انسانیت په نوم یو تور داغ یاست، د وحشت او بېرحمۍ یوه بدرنګه څېره یاست. ستاسې کړنې د فرعون د ظلمونو یاد تازه کوي؛ چې د ظلم قرباني یوه بېوسه، بېګناه او معصومه ماشومه ده.
د دې ماشومې وینه به د هغې د قاتلانو د وجدان پر دروازه نه درېږي؛ که د دنیا له عدالت څخه وتښتي، د هغه ذات له عدالت څخه به چې د ذرې په اندازه ظلم هم نه پرېږدي، هېڅوک نه شي تښتېدلی.
ای د دې ماشومې قاتلانو!
کېدای شي د خلکو له سترګو پټ شي، کېدای شي له قانون وتښتي، کېدای شي د دنیا له سزا ځان وژغوري؛ خو د هغه رب له عدالت څخه به چې د مظلوم د اوښکې غږ اوري، هېڅکله نه شئ تښتېدلی.
او موږ؟
موږ باید لږ تر لږه دومره انسانان پاتې شو چې د دې ماشومې په وینه خپل وجدان مړ نه کړو، د هغې پر مظلومیت چوپ پاتې نه شو او د داسې وحشت پر وړاندې په ټول قوت ووایو:
دا د انسانیت ضد جنایت دی؛ او د یوه بېګناه ماشوم قاتل د ټول انسانیت مجرم دی.

❤1
د ښځو په اړه؛⚠️
¹-) د یو برتانوي څیړنې له مخې ښځې د ورځې په اوسط ډول ⁹ ځله د خپل ظاهر په اړه فکر کوي.
²-) ښځې تش لاس تګ نه خوښوي، نو اکثر وخت بکس، کتاب او داسې نور څه له ځان سره اخلي.
³-) نارینه کیدائ شي په ورځ کې په اوسط ډول ⁶ ځله درواغ ووايي او ښځې ³ ځله!
⁴-) د ښځو زړونه د نارینه وو په پرتله ژر درزا کوي.
⁵-) ښځې له خپل ژوند شاوخوا یو کال په دې مصروفې وي چې کومې جامې وا غوندي!
⁶-) د ښځو له پاره تر ټولو جذابه، خوښ او زړه راښکونکي رنګونه سپین، ګلابي، ابي او تور رنګونه دي..
ور سره موافق ياست؟

💯3
صابره چيرته که مې خدای دغه کگې سمې کړي
کورته به لاړ شمه د مــــــــــــور نه به دعا واخلمه

غـــــــــــزل
کوي هـر ســـــړی گیله له خپله بخته
زړه نه زړه ته لاره کیږي خو په سخته
ما هـــم شپږ سـوه گیلې درته را وړي
څـه له ستړې زندگـۍ او څه له وخته
د غـــــــــرور په بام ولاړه یاره واوره
را پریوځـې به هتمن له دغــــــه تخته
په فاني دنیا ڪـې ورک غافل انسانه
وي لباس به دې اخـــــــر د کفن رخته
ما دځان گمان په دوې باندې وو کړی
زۀ د خپل اعتماد ښڪار شولمه زښته
په رنگ ښکلي وو خو مینه پکې نوه
ما احساس یې ڪړلو دغه یو کمښته
تیر وتنه کې مې خپل زړگی برباد کړو
په ځان پو شومه "نظامه" خو ناوخته
ش/نظام الدین شریفي
کوي هـر ســـــړی گیله له خپله بخته
زړه نه زړه ته لاره کیږي خو په سخته
ما هـــم شپږ سـوه گیلې درته را وړي
څـه له ستړې زندگـۍ او څه له وخته
د غـــــــــرور په بام ولاړه یاره واوره
را پریوځـې به هتمن له دغــــــه تخته
په فاني دنیا ڪـې ورک غافل انسانه
وي لباس به دې اخـــــــر د کفن رخته
ما دځان گمان په دوې باندې وو کړی
زۀ د خپل اعتماد ښڪار شولمه زښته
په رنگ ښکلي وو خو مینه پکې نوه
ما احساس یې ڪړلو دغه یو کمښته
تیر وتنه کې مې خپل زړگی برباد کړو
په ځان پو شومه "نظامه" خو ناوخته
ش/نظام الدین شریفي
❤2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د جمعي شپه مو پخیر
درود شریف مو هير نشی
الهم صلی علی محمد وعلی آل محمد
درود شریف مو هير نشی
الهم صلی علی محمد وعلی آل محمد
🌙✨ ادبي ماښام 📖
هر ماښام، یوه نوې خبره، یو نوی احساس، یو نوی شعر! ❤️
که غواړې له ښکلو لیکنو او زړه راښکونکو شعرونو بې برخې نه شې، همدا اوس زموږ چینل سبسکرایب کړه! 🔥
👇 یو کلیک، او د ادب له نړۍ سره یوځای شه:
https://t.me/Sweetwrites
سبسکرایب وکړه؛ شاید راتلونکی شعر هم ستا د زړه کیسه وي! ❤️

ادبي ماښام
🌙✨ ادبي ماښام 📖 هر ماښام، یوه نوې خبره، یو نوی احساس، یو نوی شعر! ❤️ که غواړې له ښکلو لیکنو او زړه راښکونکو شعرونو بې برخې نه شې، همدا اوس زموږ چینل سبسکرایب کړه! 🔥 👇 یو کلیک، او د ادب له نړۍ سره یوځای شه: https://t.me/Sweetwrites سبسکرایب وکړه؛ شاید راتلونکی…
ملګرو زمونږ د چينل لينک مو ملګرو ته وليږی