جالبه معلوماتي ټولګه
4.08K subscribers
6.07K photos
199 videos
45 files
6 links
دنړی له ګوډ ګوډ نه هراړخيز جالب اوپه زړه پوري ليکني اونشرات له همدي ادرس نه تعقيبولای شی
تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی
@sBb313

@Oziar

@Gaalebatoolghh
Download Telegram
#عجایب_جهان
د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې، جاپان د ساینس پوهانو یوې ډلې ته یو ملیون ین ورکړ چې د "مرګ وړانګې" جوړی کری .

یوه وسیله چې واقعیا د بریښنایی څپو انرژي کارولې سی ترڅو د دښمن سرتیری میلونه لرې ووژني ، د نیکولا ټیسلا نوښتونو په کارولو سره.

جاپانیانو په آخر کې د مرګ د دې وړانګې یو سیستم جوړ کړ چې کولی سي له نیم میل لرې څخه انسان ووژني ، مګر هدف باید لږترلږه 10 دقیقې ودریږي مخکې لدې چې وسله یې ووژني.
#نوَټ :
په نړۍ کې د #طلاق تر ټولو مسخره لاملونه!

1:️ د #سستۍ له امله:

یوې میرمنې په ۲۰۱۲ م کال کې د طلاق غوښتنه وکړه ځکه چې میړه یي ډير سست وه.

2: ️د #ميک_اپ نه کولو له امله:

یو ۲۸ کلن عرب هلک چې له واده څو ورځې وروسته په ساحل کې لامبو وهي او ښځه یې پرته له میک اپ ولیده او خپله پریکړه یې وکړه ، چي طلاق ورکړئ .

3: د #ځواب نه ورکولو لپاره:

اغلې تایوان په قانوني توګه هغه طلاق کړې ځکه چې میړه یې پیغام ته هیڅ ځواب نه و ورکړی.

4: په کور کې د #تشناب نه لګول:

په هند کې یو سړي خپله ښځه په انګړ کې د تشناب جوړولو ته مجبوره کړه او د تشناب د لګولو اجازه یې ورنکړه، بالاخره محکمې د ښځې په حق کې پریکړه وکړه.

5: ️ د #غسل نه کولو له امله:

یوې چینايي ښځې خپل میړه ته د اتو اونیو لپاره د غسل نه کولو له امله طلاق ورکړ.

#نوټ : کومه شميره ډيره جالبه وه...!🤔😁😁😳
#ته_څه_فکر_کوی 🙏
که تاسو وایاست چې په وخت کې سفر کول ناشونی ده نو د ستر فزیکپوه رونالډ مالت اړوند څه وایي چې د ډیره وخته دا ښاغلی په دې هڅه کې دي چې د وخت ماشین به جوړوي او قبل یا تیر وخت ته به ورسي چې فقط خپل پلار وویني.
#نوټ :- که څه هم ډیره عجیبه ده خو دی خورا مطمئن دي چې د وخت ماشین به جوړوی او خپل پلار سره به ویني.
داحیوان پیژنی...???

#نوټ دایواځینی الوتونکی دی چی خپلو بچو ته شیدی ورکوی😐
مصیبتونه د اخري زمانې یوه نښه ده
رسول الله قسم کوي، چي دنیا به تر هغه وخت پوري ختمه نه سي، ترڅو پوري یو سړی به د قبر څنګته روان وي او بیا به پر قبر باندي ځان واچوي او د دنیوي مصیبتونو په خاطر به وایي، کشکي ددغه مړي پر ځای زه وای. (مسلم شریف)
یعني خلک به کور لري، د ماښام ډوډۍ به لري، ورونه او کورنۍ به لري، خو بیا به هم نفستنګي وي، ددې د منځه وړلو لپاره یو ډېره ښایسته دیني نسخه سته، راسئ عملي ئې کړو:

-یو. زیات استغفار ویل: د استغفار په اړه زیات ایتونه او حدیثونه راغلي. استغفار غمونه لیري کوي، رزق پراخوي، ګناهونه رژوي او روح هوسا کوي.
اَسْتَغْفِرُاللّٰهَ رَبِیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ وَ اَتُوْبُ اِلَیْه

-دوه. د یونس علیه السلام دعاء: دا دعاء مو هر روا حاجت پوره کوی، چي یونس علیه السلام ئې د ماهي نسه ژوند را و ایست، نو ایا زموږ دا کوچني غمونه او نسفتنګی به لیري نه کړي؟ ددې دعاء په مټ مو غمونه له منځه یوسی او زړه ته سکون ورکړی
لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحانَک إِنِّی کنْتُ مِنَ الظَّالِمِینَ

-درې. د هري دعاء د قبلېدو الفاظ: حدیث کي همدا الفاظ راغلي، که ئې څوک تر دعاء مخکي ووایي، نو دعاء به ئې قبوله سي.
اَللَّهُ أَكْبَرُ كَبِيراً وَ اَلْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيراً وَ سُبْحَانَ اَللَّهِ بُكْرَةً وَ أَصِيلاً

-څلور. د سورة الفاتحې تلاوت: ددې سورة یو نوم شِفاء ده. او دا د روحي ناجوړیو علاج دئ. تلاوت ئې د ځان عادت وګرځوی.

-پنځه. د جماعت لمونځ: د جماعت لمونځ په انسان کي دننه ښایست پیدا کوي. د زړه نور زیاتوي او الله تعالی ته نژدېوالی په حاصلیږي.

#نوټ: په اذکارو خپل علاج کول هم عبادت دئ، هم سکون او هم علاج.
له پند نه ډکه کیسه

په الوتکه کې ناست مسافر ته خدمتګارې د شرابو پياله ونيوله؛ مسافر د نه خوړلو اظهار وکړ؟
خدمتګارې وويل: (( ښاغليه که زمونږ خدماتو کې څه ستونزه وي نو مهرباني وکړه موږ ته يې ووايه!))

مسافر وويل: دا خراب څيز دى زه يې نه څښم او تاسې يې هم بايد په مسافرو ونه څښئ.

د خراب په ويلو په الوتکه کې شور جوړ سو. چې د دنيا په لومړۍ درجه الوتکه کې څنګه خراب شيان ورکول کېږي.

له موضوع د الوتکې مشر خبر سو، هغه د الوتکې مسافرو سره له نږدې وکتل او قناعت يې ورکړ چې شراب ښه شى دى بايد ويې څښئ؛ او د هغې د خوند ټوله فلسفه يې ورته وويله.

په پاى کې مسافر ورته وويل چې سمه ده زه شراب څښم خو په يو شرط هغه دا چې لومړى به يې پيلوټ څښي کله چې هغه وڅښل بيا يې زه څښم.

مشر ورته وويل: (( هغه يې نه سي څښلى ځکه هغه اوسمهال پر دنده دى او د څښلو اجازه نه لري.))
مسافر د ارامۍ ساه واخيسته او ويې ويل:

وروره زه مسلمان يم او د خپل ايمان ساتلو لپاره هر وخت پر دنده يم.
#نوټ
هر وخت بايد داسلامى احکامو پابند
واوسو شیر کول یی هم مه هیروئ.
#آیا_پوهېږئ؟ د انسان د غاښ درد ځکه تر نورو دردونو ډېر سخت وي، چې د غاښونو رګونه او ریښې له دماغو ډيري او نږدې اړیکي لري، نو ځکه یې درد ډېر سخت او خطرناک وي. #نوټ: انځور ښه په دقت وګورئ
په شعر اوپه غزل کې چي صفت دبیرغ نه وی
سـتـاینه د بنـګـړو خــو دوکانـدار کــوی شاعره

#نوټ
بل هیڅ بیرغ راته د منلو وړ نه دی
بغیر له 💞(🏴🏳)💞
دا پورتني عکس کې اسکلیت 5 زره کاله تاریخی قدامت لرې

دا اسکلیت په 1970 کې کشف شو چی دا نفر له يو ډير اندازه طلا سره ښخ کړي شوي وو

کیدای شي دا کوم پادشاه وي يا کوم اشراف د کومی قبیلی..

#نوټ که هر څومره پیسی او مال هم ولری اخر یی مړ کیږی 😁
#مډال👇
د اولمپيک د سرو زرو اخیري مېډال ،چي په حقیقت کې د سرو زرو څخه جوړ شوي وو،په 1912 کال کې یو لوبغاړي ته ورکول شو.
#نوټ:د راپورنو پر اساس د سرو زرو ميډالونه تقریبآ 92.5 فیصده سپین زر دي😯
د کیسی شخص داسی وایی

دشپې نږدې اته بجې وې. کابل ښار کې لا هماغه شان ګڼه ګوڼه وه او هر موټر له بله د مخکې کېدو کوښښ کاوه.
ما سره په موټر کې د دفتر دوه بهرنيان هم ناست وو . موټر د باغ بالا پر سړک ورو- ورو روان و.
دلته د سړک تر دواړو غاړو کورونه هم موقعيت لري .
له يو-يو موټره د هارنډونو غږونه پورته کېدل. ناست امريکايي او انګريز يو بل ته وکتل او بيا يوه وويل :
عجيبه وطن دى. عجيبه خلک دي. په دې شپه کې هارنډونه کوي، څوک به ويده وي، څوک به ناروغ وي د هيچافکر ورسره نه شته امريکايي غږ کړ: دا خو د بشر د حقونو نقض دى، که زموږ ملک کې دا کار څوک وکړي جريمه کېږي .
انګريز وويل: دلته د بشر د حقونو په غم کې څوک نه دي، هيڅوک د بل غم نه کوي .
په همدې وخت کې راډيو د اتو بجو خبرونه پيل کړل:
تېره شپه د ناټو هوايي ځواکونو په هلمند کې يو کور بمبار کړ.
نطاق زياته کړه : دغه کور چې د کلي په منځ کې و، ناټو پرې د ترهګرو د پټنځاى شک کړى و، خو وروسته معلومه شوه چې په وژل شويو کسانو کې ميرمنې او تنکي ماشومان هم شامل دي او...
په بدن مې يوه لړزه خپره شوه، اوار رپېدم، ناست بهرنيان راباندې پوه شول.
يوه وويل : زموږ په خبرو خپه شوې؟ بد خو مو ونه ويل؟ ټول بشر يوو بايد دبشر درناوى وکړو .
ماوې: نه، رښتيا هم تاسو د بشر د حقونو مدافعان ياست !!
#نوټ
هغه د بشر حقوق والا چیرې دي؟
او هغه کسان چېرې دي چې د ښځو د حقوق نعرې وهي پرون ماښام چې کومې ښځینه په مسجد اقصی کې شهیدانې شوېی ولې یې غم نه خوړل کیږي ولې د دوی په حق کی اواز نه پورته کیږی چی په مسجد کی دننه دوی په کومه ګناه ناحقه شهیدانې کړل شوې او بل هغه منظوریان هم داسې خاموش دي چې هېڅ درک یې نه لاګي اوس کا چیرته دا یو طال.ب او د یو مجاهد داسې کړي وی اوس به یې ټول ځمکه په سر راخیستي وی خو افسوس چې نن ساب تر څوک له مقصد دا پاره لاګیا دي
موږ ته خو یوازی همدا غندنه راپاتی هغه هم په سوشیال مډیا په صفحو نور دې الله تعالی په مونږ باندې رحم وکړی
زما که نور څه په وسه نه وي پوره، د مسجد اقصی په حق کي دعا او د یهودو په حق کي خو مي ښرا په وسه پوره ده، او دا زما لپاره بهترینه سلاح ده.
الدعاء سلاح المؤمن
مونږ وبخښه اقصی
پوسټ لیدونکو ستاسو خو به هم ان شاالله دا دعا په وسه پوره وي.
د #ډايناسور هګۍ 😮👇

څه موده مخکې د هند په #مدايا_پرديش کې د ډايناسور 10 دانې هګۍ موندل شوي وې.
پوهانو د دغو هګيو عمر تقريبآ د 6 څخه تر 10 ميليونه کلونو پورې ټاکلی دی، او همدارنګه د هرې هګۍ وزن تقريبآ 40 کيلو ګرامه ټاکل شويدی.
#نوټ: ميليونونه کلونه وړاندې د ډايناسور نسل له منځه تللې دی، او اوس مهال په دې #نړۍ کې ډايناسور شتون نلری!!
ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"
زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو.

د قدر شپه #کله ده؟
دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډېر وکړي تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي.
او په دا لسو شپو کښي بیا د طاق شپه ده، ځکه د رسول الله حدیث دئ، چي د قدر شپه د روژې په اخرو لسو شپو کي په طاق شپه ده.
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپې احتمال ډېر دى، په دې هکله حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم شپه د قدر شپه ده. که وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ درې واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي نهه (٩) حروف دي، اوس که د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
د روژې اوويشتم شپه د قدر د شپې زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي وو، چي د شپې پيره داري به ئې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل چي نه پوهيږم په کال کي يو وار د دا درياب تروي او ترخي اوبه د شربتو په شان خوږې سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پېښ سوې ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى چي د شربتو په شان خوږې دي نو ئې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي چي اوبه تر خپله حده خوږې وې او ما چي حساب و کړ دا شپه د اوويشتم شپه وه.

#نوټ: مولانا زکریا رحمة الله فرمایي: چي اخري لس شپې ټوله و عبادت ته ورکړئ، ځکه یو خو په طاقو شپو کي د قدر شپه نه ده معلومه او بل که میاشت نهه ویشت شپې سي، نو طاق شپې جپت او جپت شپې طاق راځي. داچي دا د فضیلت شپه ده، نو د ثواب څخه د برخمن کېدلو لپاره که لس سره شپې عبادت وسي، نو غوره ده.

کوم #اعمال وکړو؟
په دې شپه کي د اعمالو لپاره ټاکلی وخت نسته، ټوله شپه د قدر وي؛ که هر وخت کي ئې عبادت کولای سی، نو وې کړی.
که د ټوله شپې عبادت توان وي، خو وې کړی او که د ورځي مصروفیت لری، نو هم عبادت وکړی او خوب وکړی.
غوره اعمال د قرآن تلاوت، تراویح، صلواة التسبیح او تهجد لمونځونه، درود ویل، ذکر کول او دعاګاني غوښتل دي.
الله جل شانه دي ددې شپې تر څنګ د ژوندانه د هري شپې او هري لحظې د عبادت توفيق راکړي. اللهم امين
ځینې خلک وایي:
د اختر په ورځ د شیطان روژه وي
او ځینې بیا وایي:
جای نماز ټولول پکار دي
ځکه شیطان لمونځ پرې کوي.!
آیا دا خبره کوم حقیقت لري او که نه؟
نااا دا د خلکو له ځانه
یوه جوړه شوې نظریه ده،
هیڅ حقیقت نه لري، ځکه شیطان
له یوې سجدې انکار وکړ
او تاسو روژه او لمونځ پرې کوئ!

#نوټ
که تاسو کې چا ته د قوي دلایلو په بنا
دا خبره معلومه وي ماته یې وښایئ
زه به هم خپله خبره بېرته واخلم
.😐
دغه لاندي یو څو لارښووني ستاسو او ستاسو د اولادونو سره په درس ویلو کي سل فیصده کومک کوي.
۱. مثبت فکر وکړئ: تر ټولو مهم؛ مثبت فکر ولری. که په دې فکر وې چي نه زده کېږي، نو رښتیا هم نه زده کېږي. که دې اراده پخه وه، زده کولای یې سم، نو خامخا به ئې زده کړې. د ماشومانو روحیه مو هم ور قوي کړی.

۲. یاداښتونه واخله: کوم څه چي ژر په دماغ کي نه کښیني، د هغوی یاداښتونه واخله. خپل له ځان څخه سوالونه وکړه. د درسونو لنډيز دي جوړ کړه.

۳. لږ لږ زده کړه وکړی: ددې پر ځای چي ۵۰ صفحې پر یوه ځای زده کوې، تر هغه دا غوره ده، چي ۱۰ صفحې یو وار، ۲۰ صفحې بل وار، او ...

۴. د زړه کړي وخت دي وپېژنه: انسانان مختلف دي؛ څوک سهار ښه زده کړه کولای سي، څوک غرمه، څوک ماښام او څوک بیا د شپې. زیات خلک د شپې درس ویل خوښوي. خو د علماؤ او پوهانو په نظر تر ټولو ښه وختونه درې دي:
۱. د ماښام تر لمانځه وروسته
۲. د سهار تر لمانځه مخکي
۳. تر سهار لمانځه وروسته.

۵. خوب مو پوره کړی: ستړی او بدخابه دماغ ژر درس نه سي زده کولای او که ئې زده هم کړي، نو د امتحان په وخت کي ځني هېريږي. له ۶ څځه تر ۸ ساعتونو پوري خوب وکړی

۶. توجه اړول خرابی منځته راوړي (Distraction leads to Destruction): تر امتحانو مخکي لا تلوېزیون لیري کړی او د تلیفون څخه ځان وساتی. دا هغه څه دي، چي توجه اړوي.

۷. وقفه ایزه زده کړه: زده کړه په ټوټه ټوټه وکړئ. څونده چي ښه وقفې اخلی هغونده به مو ذهن ښه کار وکړي. پرلپسې درس مه وایاست. فرض کړه، که تاسو غواړی پوره څلور ساعته زده کړه وکړی، نو ۳۰ دقیقې درس ووایاست بیا ۵ دقیقې تفریح واخل. تر ټولو غوره تګلاره داده، چي یو ساعت درس ووایاست او بیا ۱۵ دقیقې یا ۲۰ دقیقې وقفه وکړی. د تفریح په وخت کي ولاړ سی اودس وکړی، یا یو ګیلاس چای و قهوه و څیښئ، یا قدم ووهی. بیرته راسئ و درس ته کښېنئ. دې وخت کي هیڅکله تلیفون مه کاروی او مه هم و تلوېزیون ته کښېنئ، ځکه هغه ستاسو ټوله تمرکز خرابوي.

۸. صحتمنده خوراک کول: د انرژیانو پر ځای شیدې، چای او اوبه و څيښی او د هوټلونو پر ځای د خپلي مور په لاس پخ سوې د میني ډکه غزا وخوری. د دماغ د ښه کار کولو لپاره و ښو خوړو ته اړتیا سته. د بازار خوراکونه Junk Food دي، بې ګټي دي. په امتحانو او درسو کي به تندرسته یاست، له ناروغی څخه به خلاص یاست.
#نوټ: همصنفیان او هغه ملګري مو را مېنشن کړی چي یا خپله امتحانونه لري او یا ئې په کور کي ماشومان امتحانونه لري.
دا پورتني عکس کې اسکلیت 5 زره کاله تاریخی قدامت لرې

دا اسکلیت په 1970 کې کشف شو چی دا نفر له يو ډير اندازه طلا سره ښخ کړي شوي وو

کیدای شي دا کوم پادشاه وي يا کوم اشراف د کومی قبیلی..

#نوټ که هر څومره پیسی او مال هم ولری اخر یی مړ کیږی 😁
دا پورتني عکس کې اسکلیت 5 زره کاله تاریخی قدامت لرې

دا اسکلیت په 1970 کې کشف شو چی دا نفر له يو ډير اندازه طلا سره ښخ کړي شوي وو

کیدای شي دا کوم پادشاه وي يا کوم اشراف د کومی قبیلی..

#نوټ که هر څومره پیسی او مال هم ولری اخير به مړ کیږی 😁
ستاسو د روغتیا لپاره!
ډاکټر صیب علي دانش لیکلي:

د کاناډا طبي ټولنې یو ژورنال خپور کړی پکې؛ راغلي چې د غسل کولو—لمبلو پر وخت اول پر سر اوبه اچول خورا خطرناک دي او د دماغي سکتې سبب کیدلی شي.

زیاتوي: د غسل کولو پر وخت تاسې باید لومړی سر او ویښتان ونه وینځئ، ځکه د انسان په بدن کې د وینې جریان په یو ټاکلي تودوخه کې وي.
د بدن د تودوخې درجه د محیط د تودوخې سره د سمون په موخه یو څه وخت نیسي.
که تاسې لومړی پر سر او ویښتانو اوبه اچوئ نو؛ وینه په چټکۍ سره سر ته راځي او کیدلي شي چې د وینې د غوټه کیدو او یا د شیریانونو د څیرې کیدو باعث وګرځي چې دغه دواړه حالتونه بیا د مرګ او فلج سبب ګرځي.

په ټوله نړۍ کې د ګڼو څېړنو له مخې د حمام پر مهال د مغزي سکتې له امله د مړینې او فلج پېښې ورځ په ورځ زیاتېږي.

د ډاکټرانو په وینا:
باید د غسل کولو په وخت کې د ځینو اصولو په پام کې نیولو سره غسل ​​شي.
ـــ لومړی باید پښې ویمنځل شي، ورپسې اوږې بیا خولې ته اوبه واچول شي او په پای کې سر او ویښتان ومینځل شي تر څو کرار کرار د وجود داخلي تودوخه او محیطي تودوخه سره سمون وخوري.

#نوټ: هغه کسان چې د وینې لوړ فشار لري، د وینې غوړ لري او نیم سری ــ سردردي لري؛ باید په پورته توګه عسل— حمام وکړي ځکه دوی دماغې سکتې ته تیار جوړ خلک دي.
یو اندونیزیایي فلم جوړ سوی
ددې فلم کیسه دوی بل څه بیانوي
خو اصلاً په دې فلم کي د دوی لوی هدف مسلمانان په خپلو لمونځونو کي شکمنول دې په زیاته بیا د تهجد لمانځه کي ځکه د فلم زیاتي صحني داسي جوړي دې چي یو کس په نیمه شپه کي یوازي راوزي لمونځ کوي او دغه کس د لمانځه پر مهال بیرول کیږي او په لمانځه شکمن کیږي
په رسنیو کي زیاتو علماؤ مسلمانانو ته ددې د نه کتلو توصیه کړي ځکه په کتو سره یي انسان ته په لمانځه ددې فلم صحني ذهن ته ورځي
#نوټ ددې یادونه مي ځکه وکړل چي غرب تل داسي کارونه کوي چي په هغه سره مسلمانان په خپل دین کي شکمن کړي او هغو ته په بیلابیلو لارو سره شکونه تو وسوسي ور واچوي