دَ شّـعَر دِیِــوَاٰنَ
267 subscribers
1 link
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
❦ښه راغلاســـ❧ــــت❦
❦دلتـه به❧تاسـوتـه❦
❦شـــــــ❧ـــعرونه❦
❦بیتـــــًـ❧ــــونه❦
❦غزلْـــ❧ــــونه❦
❦لیکـ❧ــــــنی❦
❦نـ❧ـشر سي❦
دَ شّـعَر دِیِــوَاٰنَ
                       
Download Telegram
غزل

چي رسم دی د هر سړي پۀ زړۀ لکه باڼۀ
چي ږدي ورته ښکلاء لاس پۀ نامۀ لکه باڼۀ

څۀ ښکلې فلسفه وه د عشق څۀ عجیب زلمي ؤ
خندان به لۀ ټولي را بېلېدۀ لکه باڼۀ

هجوم د انقلاب ؤ چي یاران به له مجلسه
لۀ اوښکو سره یو یو تویېدۀ لکه باڼۀ

یادونو دې اشنا دومره وفا را سره وکړه
شبګیر به هر شپه را سره ؤو لکه باڼۀ

یو څؤک ؤ چې زما سره یې مینه وه لۀ زړۀ
چارپېر به مې لۀ زړۀ را تاوېدۀ لکه باڼۀ

ای کاش د جدائي او د بېلتون خبرې نه وای
چي زۀ دي وای لېمې مثلا تۀ لکه باڼۀ

رسان نیازیه داسې یار مي تللی ده لۀ څنګه
چې تلو سره یې هر څوک ماتېدۀ لکه باڼۀ

عبدالستار رسان
غزل

تا چې خلاصه دروازه د نصوحا کړه
ما پښیمانه معصیت کې شپه سبا کړه

زه طامع د انسانیت له ځانه نه وم
تا په خپل مجهول کیفیت راته عطا کړه

را زرغون مې له ایمانه سره بیا کړه
ژوند د ښکلو مېنانو خوا کې راکړه

د یادو اثر دې دومره کمال کړی
تاریکه ېې را بدله په رڼا کړه

که مې دا دعا قبوله کړې په ژوند کې
رزاېل مې له وجوده را جلا کړه

وحیدي ستا ترحم سره یوځای کړه
ور په برخه لویه ربه ستا رضا کړه

وحیدالله وحیدي
د مینې ډګر!

دا په غرونو کې نرۍ لارې چې وینې
پر دې تویې دي د ډیرو زلمو وینې

داسې تیږه داسې پرخه پاتې نه ده
چې شاهده په مثال نه وي د مینې

ازادي مو د ایمان په زور اخیستې
څوک دې نه وایي په دې کې تورې سپینې

ما د آس پر لوڅه شا جګړه ګټلې
ما پرې ایښی کوم ډګر نه دی له مړینې

زه چې بار او بار و تیر تاریخ ته ګرځم
دا الهام اخلم د تللیو له مخینې

زما څنګ یې مستغفر ګربزه غبرګ و
پر ما ښې لګي مرمۍ دي که ماشینې

مستغفر ګربز
‏د نفرت تخمونه مه پاله چې لوی سي
یوه ورځ به ستا په خپل کاله کې توی سي

که محبت غواړې د ښو اخلاقو جوړ سه
که له بدو سره سوې بد به دې خوی سي

ښه اخلاق لکه ګلاب په خوند او رنګ کې
هم په رنګ کې مینه ناکه هم په بوی سي

بد اخلاق د نفرتونو سرچینه ده
نزاکت یې خطرناکه روی په روی سي

‏د عمل جزا د خپل عمل نه بوله
هغه ورځ چې په بیزاره پلار او زوی سي

د ضعیف وینا صریحه کنایه ده
هغه چاته چې د رمز په ژبه پوی سي

ملاعبدالسلام ضعیف
بیا دي لمانځم په سلګو سلګواختره
په سینه مو بلي شوي سرې لمبې دي
خویندي ورونه مو حصار د نمرود اور کي
سوځولي یې بمو د تن جامې دي

خوشحالي به درته نه کوم اختره
چې  په  یاد مي شي وګړي د غزې
نړیدلي دېوالونه په مظلومو
زخمي کړي دي  ټول غړي دغزې
د خوښۍ لمر یې پرېوتی دی له سره
پرې راغلې دظلمت تورې تیارې دي

بې وسي اوښکې یې ډنډسترګوکې ښکاري
باڼه ګاڼو باندي ناست غبار ده بم دی
په ګلګون بشریې سرې ویني راماتي
د یهودو   نصارا ؤ   پرې  ستم دی
فسلطین له غېږ نه چیغي سلګۍ اورم
تنها پاتي دي خالقه بې اسرې دي

زهر وخورۍ دخلیج شیخانو مړه شۍ
چیغې نه اورۍ  اقصیَ  د  ماشومانو
مادیاتو مو غیرت سنګه مړ کړی
احوال نه اخلۍ  د خپلو  ګاونډیانو
څنګه وینو کي نازک بشر پراته دي
شپه او ورځ یې دزلمیو جنازې دی

دپرسان یې هېڅوک نشته تنهاپاتي
وحشتونو پرې خالقه ازدحام دی
د نصرت   په ابابیلو یې ازاد کړه
فلسطین کړی د حق لار کي قیام دی
څنګه واخلم د اختر جامې قسیمه
فلسطین غېږ کې چې خویندي بې پردې دي
قسیم بدري
زه یم هیڅ له هیڅ هم کم، له کم هم کم یم
زه خو تش هسې په نوم ابن آدم یم

لویه خدایه ماشومتوب مې طولاني شو
انتظار د ستا د فضل او کرم یم

بې دلیله بې جوابه بې له عذره
خوله مې ماته ده بس ګرم یمه بس ګرم یم

تش په تشه مصروفیت په تش کردار زه
رسولی له وجوده تر عدم یم

یم مکارو امیدونو تیرایستلی
ته وا هرڅه به پناشي زه به یم یم

چي ایمان دې رابښلی خدایه شکر
بس په دې خبره وایم چې منعم یم

قاري محمدخالد منعم
غزل

اچولي دي یو مونږ په اضطراب کې
سړی څه ووایي ستا په انتخاب کې؟!

زه به ګورم چې ته کوم برداشت ترې اخلې
در لېږلې مي دي اوښکې په کتاب کې

فرصت شته مګر همغه شور لا نشته
چې باید وي په ممبر او په محراب کې

ما اختیار د هیلو در کړ، او تا مړې کړې
در شریک یمه زه هم په دې ثواب کې

په کار نه دي په خپل نیت باندې شکونه
نیکي وکړه بیا یې واچوه در یاب کې

پاته شوی محمودي څوک په خپل آب کې؟
په غربت کې او د تمې په عذاب کې

محمودي انصار
غزل ، د ګران شهيد د سترګو

داسې مې ورک شولې لۀ دید د سترګو ،
لکه چې ړوند شي د چا لید د سترګو ،

رانه لمن کې ستا ماښامه ورک دی ،
هغه دلبر هغه مرشید د سترګو ،

راسره ملۀ د ژوند پۀ هر کږلیچ دي ،
خواږۀ کاتۀ د ګران شهید د سترګو ،

ماچې بیعت کړی تر هغه دې یم ،
تابع اشنا ستا یم مرید د سترګو ،

خښ د چا مه شه پۀ زړۀ وار لۀ کمان ،
تېرۀ باڼۀ شرید شرید د سترګو ،

یعقوب پۀ مینه کې لۀ زور د بېلتون ،
څنګه کړل تور کسي سَپید د سترګو ،

نم شي بې هوده لۀ لېمو وَ څاڅي ،
درد چې څپانده شي شدید د سترګو ،

دا چې ېې ، بدر ، مشخص نه وایـم ،
دی د یو چا جِدي تحدید د سترګو ،

بدر مدقق
نعت شریف

څه خوږې وې، لکه شات، لکه شکرې ستا خبرې
اورېدې به بختورو، بختورې ستا خبرې

لکه لمر د ژمې لګي خوږ په کنګل اندامونو
داسې پرېوزي د زړه ټپ ته څه ژورې ستا خبرې

د پېړو په فاصله دې لا خوږلت په زړه کې ساتم
رانږدې وي رانږدې وي څومره لرې ستا خبرې

هر آفت له ټولو خواو ته په خلاصه سینه پروت یم
راتاو کړې مې له ځان وي لکه زغرې ستا خبرې

هغه ستا د زمانې منافقان شته دی لا اوس هم
چې یې لګي په زړه هغسې ډبرې ستا خبرې

یو زاهد دې په پله تللی چېرته بل وطن کې ورک دی
د هجرت په کور کې کاندې مهاجرې ستا خبرې

زاهد ساپی
په خیر راغلې په موږ ګران اختره ستړی مه شې
زموږ د زخمي زړونو درمان اختره ستړی مه شې

ستا د خوښیو قاتلان اشغالګر ټول ورک سوي
لاړل په منډه له میدان اختره ستړی مه شې

ډېر یتیمان دي وچې شونډې لکه مړاوي ګلان
شه پرې را توی لکه باران اختره ستړی مه شې

چي په روژه کې یې پیرې او شبګیرې کړې دي
هېر نه کړې هغه اتـلان اختره ستړی مه شې

ته ټول ولس ته مبارک شې زمــا حبیب له لوري
ښاد دې وي ګران افغانستان اختره ستړی مه شې

مفتي حبیب
د څو لسیزو وروسته ازآدي او اختر دواړه
یو ځای نن سره لمانځو خوشالي او اختر دواړه

خبر یې او کۀ نه یې ځواني مرګ شهیده یاره
وطن ته مو راغلې خپلواکي او اختر دواړه

کاش تۀ هم نن ژوندی وی دا دوران دې وی لیدلی
ډېر خوند کوي کاږۀ واږۀ پټکي او اختر دواړه

چناره او ګودره دواړه څومره بختور یئ
را درومي ستاسې کلي ته زلمي او اختر دواړه

احسانه عجیب کیف لري کۀ څوک ورباندې پوه وي
د خوږ دلبر پۀ څنګ کې زنده ګي او اختر دواړه

ابوبکر احسان
غزل

په زړۀ مي ښه لږې خوږې سترګي
يوځـل راواړوه دا مړې سترګي

اې ته دزړو له ازار نه ويرېږې
چي لکۍ داري توره وې سترګي

څه په هنر مي ياره زړۀ وړې رانه
دا چـي په نــاز را اړوې سترګي

فدا خو زړۀ درباندي وه بايللو
چي مخامخ را جنګه وي سترګي

محمدابراهيم فدا
غزل

اچولي دي یو مونږ په اضطراب کې
سړی څه ووایي ستا په انتخاب کې؟!

زه به ګورم چې ته کوم برداشت ترې اخلې
در لېږلې مي دي اوښکې په کتاب کې

فرصت شته مګر همغه شور لا نشته
چې باید وي په ممبر او په محراب کې

ما اختیار د هیلو در کړ، او تا مړې کړې
در شریک یمه زه هم په دې ثواب کې

په کار نه دي په خپل نیت باندې شکونه
نیکي وکړه بیا یې واچوه در یاب کې

پاته شوی محمودي څوک په خپل آب کې؟
په غربت کې او د تمې په عذاب کې

محمودي انصار
ثالث عمر

خدایزده چي کم پیران پیر دې هديره کي پروت دی
کوم قلندر او کوم ملنګ دې مقبره کي پروت دی
دتقدس له فیض یي واخیستي خُردې دعظمت
کوم مبارک سړی دافغان په جزېره کي پروت دی

دپيشګویي راز یي وو نغښتی دحکمت جامو کي
اعجاز دګُفت یي اوس دصِدق سېپاره کي پروت دی

فخرِ عرب فخرِ عجم ولي کامل مبارک
د اعجمي میهن دسیوري کناره کي پروت دی

دا بُت شکن وو مُقَلِد د ږابراهیم دتقلید
افغانستانه دا اعزاز دي شجره کي پروت دی

دزړه انګړ کي مي دی میشت دیو چا غم محترم
لکه زړګی چي دکوګل په دایره کي پروت دی

حکمت زبیره یو سړی مي بیخي نه هیریږي
زما دنیمګړي تخیل په ننداره کي پروت دی

حکمت زبیر
زړۀ له سينې زور کوي او شور کوي یو چاپسې
مخکې ځي او ما په بې رحمۍ کشوي شاپسې

ځای په ځای تاوېږمه نور ستړی یم غورځېږمه
داسې یم او هاسې نور یې ته ګرځه معنا پسې

نيمه دروازه مې خلاصه کړې نيمه پورې ده
سترګې مې پسې دي او که زړۀ دی که ارواپسې

تبې لاندې کړی يم د درد پوښتنه مکوه
خدای سره دوا مې ده نور نه ګرځم دواپسې

نه خو مې جانان مني او نه مې هم خپل زړۀ مني
کور کې مې جنجال دی او خبرې دي په ماپسې

ټول جهان جانان جانان څوک وایي؟ چې جانان نشته
شته دي خو منعم ډېر ستړی شوی دی وفا پسې

محمدخالد منعم
دغه جماعت او دا امـــام خدایه محفوظ لرې
دا محمدي شرعــــي نظام خدایه محفوظ لرې

دی چی مسمی په امارتِ اسلامي باندې
دغه مسمی او دغه نام خدایه محفوظ لرې

واړه نړیوال یې مقابل کی دي سرټیټي اوس
دغه لوی عزت او احترام خدایه محفوظ لرې

دا نظام دی ټوله د خوښۍ له پیغامونو ډک
ته یې د وحدت په نوم پیغام خدایه محفوظ لرې

دلته تــــفــرقــــې او تعصب لپاره لار نشته
شوی د باطل مخته قیام خدایه محفوظ لرې

ورو ورو به نړۍ ټول شعائر د اسلام و مني
هر شعار د دین او د اسلام خدایه محفوظ لرې

زموږ زعیم رهبر خدایه په خپل حفظ کې وساتې
سر باندې د ځمکې یې هر ګام خدایه محفوظ لرې

خوښ یمه ذهین فراهي یم چې په خوښیو کې
ته مـــــو د خوښیو ازدحام خدایه محفوظ لرې

ذهین فراهي
غزل

زه چې وام دا به مې خپل يار وګڼي
هغه مې خنډ د خپلې لار وګڼي

اوس هم په ښو خلکو کې ښه يادېږم
بس ګناهګار مې ګناهګار وګڼي

د ځان د پلور په نيت بازار ته را شم
خو دکاندار مې خريدار وګڼي

چې د حالاتو سره رنګ واړوم
ليدونکي ټول مې اداکار وګڼي

خدايزده همدا به يې تابوت شي سبا
نن چې د کوم تخت ځان حقدار وګڼي

چې ريښه وچه‌ شي او څانګې کږې
لرې ياران مې ثمربار وګڼي

زه لکه لاش اوبو پر سر اخيستی
خو غرق مې ځان ته مددګار وګڼي

د نورقانع چوپتیا اکثره خلک
د ستړي ژوند غلي اسرار وګڼي

محمدنور قانع
چې شبنم ستا د دیدن ورباندې ؤشي
د زړۀ للمه مې ګلونه د ګلاب کا

جنتي ژؤند یې پۀ اور راته بدل کړ
څۀ نادودې دا زړګی خانه خراب کا

ما د مینې پۀ تاؤدۀ بازار کې بایلود
زړۀ ګرم نۀ دی چې درزا او اضطراب کا

پۀ مسکاؤو پۀ لمبو کې لمبېدل کا
دا د کوم بزم اثر دی ځان کباب کا

زۀ یې لپه کې یم سوال غوندې نیولی
اجابت ته انتظار مې انتخاب کا

د بېلتون لۀ رغند غشي دې رب ساته
جوړ د زړۀ پۀ سر کې داغ لکه اعراب کا

د روح نۀ مني یاغي سر کشه نفس
اماره بالسؤ د بدو اکتساب کا

مخاخ چې دې منصور درمانه! ستايي
ذوالوجهین دي چې غیبت دې پۀ غیاب کا

منصور درمان
کړې مو سیالي تر هر ډګره له نړۍ سره
زور مو ازمویلی ښه په نره له نړۍ سره

موږ د سیاست او جنګ جواب په لاس ورکړی دی
داسې مو حل کړې ده خبره له نړۍ سره

موږ د دین او خاورې په سر ځان او کور ته ژوند اور کړ
تللي یو پر دې تر ډیر خطره له نړۍ سره

مونږه تل ساتلي دي شخصي او اسلامي حقوق
غَور پر تګ لاره کړو له سره له نړۍ سره

ژمن مو چې حقونو او قانون ته نړیوال وي بیا
داسې تعامُل غواړو بهتره له نړۍ سره

موږ افغانان یو سر وو دا ټوله نړۍ بل سر وه
راغلو تر سنګر بیا تر دفتره له نړۍ سره

ویاړمه مخبت چې یې د لارې لاروی ومه
چا چې په ایمان وهه ډغره له نړۍ سره

مخبت وردګ
د ړنګه شوې مې دزړه دنګه ماڼۍ درپسې
خوندمې دی تللی دتمامې زندګۍ درپسې

ستادروستي ملاقات روسته بیا مې ونه لېدې
په انتظار دې  ولېدم  هره ګړۍ درپسې

د بېلتانه اثر دې پاتې لا  تازه  هغه  سې
دي مې مړې شوي دزړه ټولې ډیوګۍ درپسې

سهار ماښام دې په دوعا کې یادوم زړګکه
په دوعا لپې مې نیولي دي ځولۍ درپسې

خاورې مې واوښتې په ځوانوارمانوچې لاړې
لیلام مې شولې دژوندون ټولې خوښۍدرپسې

دی اسلامي نظام را  غلی خو ته رانه غللې
شهیده ومې کړې وړې وړې  سلګۍ درپسې

قسیم بدري دې دبېلتون د درد توان کله لري
کړو  راچپه دبېلتانه سپېرې سیلۍ درپسې
قسیم بدري