قاری سدیس جرار
375 subscribers
28 photos
8 videos
4 files
44 links
ګلانو زړه ته راتیرو ملګرو دلته به ان شاءالله وخت ناوخت ستاسو دکشر ورور سدیس جرار دزړګي درد دقلم په زخمي ژبه دشعر او غزل په عنوان وړاندي کيږي هلیه کوم ملتیا را سره وکړي

سدیس جرار په خوله خندا زړه کي غمونه ساتم
چي رقیبان نشي راپوه سدیس ویران دۍ خلګو
Download Telegram
Audio
‏فایل صوتی از طرف ادیب ق سدیس جرار
باریی ماښام العلامه عبدالرحمان جامي رحمه الله مشاعره دلړغونی هرات ولایت په غیږه کي ستر  باشکو محفل مشهوه شاعران نعتخوانان لیکوالان او عامو مجاهدینو ورونو حضور درلودی

په همدغه مشاعره کی ما *ادیب قاری سدیس جرار* هم دملګرو په غوښتنه یو څو شعرونه وویل


البته لږ شوخ😜
داهم زموږ دهرات ادیبان سره
VID-20240217-WA0082 (1).mp4
14.4 MB
برگزاری مشاعره تحت نام مولانا عبدالرحمن جامی در هرات

برای نخستین بار در بین ده ها تن از شاعران، نعت خوانان برنامه مشاعره تحت نام مولانا عبدالرحمن جامی در هرات برگزار شد.

مولوی نثار احمد الیاس سخنگوی والی هرات یکی از برگزار کننده گان این مشاعره هدف از راه‌اندازی این برنامه را حمایت از شعرا ونعت خوانان و ترانه خوانان بیان نموده و ایجاد این مشاعره را برای ارتباط و تبادل افکار میان شعراء موثر می خواند

ترانه خوانان در این مشاعره در وصف وطن و وحدت سروده های شانرا به خوانش گرفته و خواهان راه اندازی برنامه‌های این‌چنینی با غنای هرچه بیشتر شدند
با این حال مسولان در اداره محلی هرات نیز تعهد بر برنامه های وسیع تر مشاعره در آینده نمودند.

#وزارت_امور_داخله
#مقام_ولایت_هرات
#دفتر_مطبوعات
https://t.me/Heratwolayat
Audio
‏فایل صوتی از طرف ادیب ق سدیس جرار
حافظ ریحان صیب
اومولوی ګوهری صیب
اوازونه
مُحَمَّد ﷺمُحَمَّد ﷺ



که جانان مي یوار ووینم خوبوکي
چي یوځای یو دانصارو په کوڅوکي

تصور کي د اُحُد ورځ چي انځور کړم
یار زخمي شو ویني جوش واخلي رګوکي

دمکی مـشرکان څـومره ظالمان وه
لاس په کار وه دحبیب په زوریدوکي

فـرشتي داسمــانـونـو ورته راغلي
بدري خوند دی په سپیڅلو آیاتوکي

دعمر دتوري شرنګ او زیات ګرانښت یي
ښکاریدی همیش دیار په خندیدو کي

غم زغمای نشي وشام ته مسافر شو
دبلال وو څـنګه حال په آذانو کي

پر سدیس جرار چي ډیر بیلتون غالب شي
پسي ګـــوري دقرآن په سيپارو کي


ادیب قاری سدیس جرار
څوک خپل په حسن څوک په مال نازیږي
داغــــولـیـدلـي بـوتـل سـري خلـګ

موږ ده دوحی ناستي ته ځکه نځو
هلته ټـــول شوي بوتل سري خلک

دا یعقوبي تصفیه ژر غواړو موږ
دلتــه راغــلي بوتــل سري خلګ

وس دبهر ملکه غوري را وهی
ها تښتـیدلي بوتل سري خلک

اشرف غني کچل دریاد کړي تاسي
‌دده پشان دي بوتل سري خلک
دانقلاب او سـنګرو ملګري
دکمـینو او ماریـکو ملګري

رب دي په خپله لــقا ونازوه
دسختو ورځو تورو غورو ملګري

نن خپل ارمان لره واصل شولي ته
دشـهــادت په ارمــانو ملــګري

څه لوږي تندي دي په ځان را ویستي
دمــارات دقــافیــلو مـلـګــري

دبیلــتانه زهـري خنجر زورور
توان نـــلرم ستا دغمو ملګري

قسم په خدای شهیده وکړه باور
دیدن دي غواړم په خوبو ملګری

سدیس څو ځله پر سفین مخ ښکل کړلي
تي هیڅ پوه نشوي په سلګو ملګري
کفن کشه مــرده شویه مدیران دي
دي نظام کي څه کاږه واږه تخته شوه

چي دا شل کاله پرڅنګ دشین خالو وو
اوس دی نر سو مجاهد ولړ یي رطبه شوه

چـي په خوب یي ان پـوچـک لیدلۍ نه وو
اوس لقب یي سنــګرمل ږري اوږده شوه

دشــهـیـد وجـنـازي تـه چـي لا نتلـه
هغه وایي موږ خدمت کړو آماده شوه

غـیرتیانو ده ګـټلي بیغیرتو ده خوړلي
چي په مړو سترګو راغلي اوس دفتر او وظیفه شوه

سدیس #
نور یي څه  کوي


مـات ذره ذره دی نـور یي څه کوي
ساه اخلي مړ نه دی نور یي څه کوي

دا چـــي ځــم دیــار تر کــلي ژاړمه
زه نه یم زما زړه دی نور یي څه کوي

نیمه شفه دځــان سره خبري کړي
ويښ دی که ویده دی نور یي څه کوي

نن چي یه خندا پر شوڼډو نه رازي
زما په خیال خفه دی نور يي څه کوي

کلی کـور یي پريـــښود ملنګي کوي
ټول وای دیوانه دی نور یي څه کوي

سخت بیلتون خوړلی دی سدیس جرار
خاوري دی ایره دی نور یـــي څه کوي

ادیب قاری سدیس جرار
مرحبا روژي


زمانه ده دفِــتنو ډیـــر ګنهګار یم
مرحبا روژي راځه ستا انتظار یم

ستا په روي به دالله څه عفوه غواړم
مغفــرت په تا کي کیږي امیدوار یم

میلــماني د ذالجلال یي چمتو کیږم
دوصال دي زه عاصي سترګي په لار یم

پاک قرآن زما پر جانان تا کي نازل شو
دجــانــان دجــانان حکم ته تیار یم

درست کال تیر شو څه ناخوالي مي ونکړي
دسجــــدو په طمع رب ته توبګار یم

خوشحالي څه په جاموکي نه ځای یږم
فضیلت ته دي حیران سدیس جرار یم


ادیب قاری سدیس جرار
ته رحمان یي ته رحیم یی ته غفور یی او صمد یي
ته تر هرچا مهربان یي ته خالق دمحمد یي
...
اسمانونه دي که ځمکي که دا کاڼي بوټي غرونه
ستا ثنا باندي مشغول دي ته معبود ته اَحَد یي
...
ته ناظر یی زموږ دکړنو که یي پټ که یي ښکار کړو
جنتونه دوږغخونه ته مالک یي تر ابد یي
...
دغزي دماشوم چیغي خود به عرش وي لړزولی
بل څوک نلري دنیاکي تي امید یي ته مقصد یي
...
تا په بدر کي کامیاب کی خپل حبیب او صحابه وي
ستا هغه غازي ملکی فسطین غواړي مدد یي
...
چي دکن لفظ مفتدا کړي فیکن يی بس خبرشی
ده سدیس ارمان پوره کړه ته فاعل ده هر رسد یي


ادیب قاری سدیس جرار
شمالي وزیرستان


ورک به شمه مات به شمه خاوري او ایري به شم
ماخپل خوب لیدلی دی شهید بي هدیري به شم
...
ځمه شمـــالـي وزستان ته بیابه رانه شم
تللی مي یاران دي دهغو دقافیلي به شم
...
دَجهـاد فتوا خو تر مکان پوري محدود نه ده
وه زما ګران امیره ولاړ نن ستا په اجازي به شم
...
هغه دتحریک ورونه چي زموږ په تشکیلو که وه
ډیر راته اړتیا لري وڅنګ ته ورنيږدي به شم
...
زه دانقلاب څخه په زړه دا غټ ارمان لرم
وس یی وخت راغلی دی قربان ټوټي ټوټي به شم
..
دسدیــس جـرار ملګــري نن مي ته خبر کړلي
ګوره خفه نشي ژر روان ده مدرسی به شم


ادیب قاری سدیس جرار
پټ راز


ماستا پـه مینه کي نادره کیفیت پیدا کی
دګلابونو په مجاز کي مي راحت پیدا کی
..
دښکلاګانو دخــالق له باچایـي قربـان شم
ما دیوسف قیصه کِ پټ راز او عبرت پیداکی
..
منصور دعشق لاره تعقیب کړله تر داره لاړی
ځکه یي اوس فانی فی الله باندي شهرت پیداکی
...
بلال په پوست باندی سفین نه ؤ بلال تور مؤذن ؤ
خپل یار پري ګران و پر الله باندي عزت پیداکی

بعینه که صــحـابه نه دي په مــثل یي دي
په شهـــادت او شهادت مي امارت پیدا کی

سدیس جـراره دبیعت لاسونه دواړه ورکړه
دتـصــوف په تـوجـه کـي ما لـذت پیدا کی

ادیب قاري سدیس جرار
1403/1/19
*《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》*
*دواکمن او ځواکمن څښتن له لوري دراغلي تحفې (کوچیني اختر) مبارکي ټولو استادانو امیرانو ملګرو مشرانو اوکشرانوته وایم ستر ذات مو طاعات عبادات خدمات ستړیاوي تندې لوږي په خپل عالي دربارکي قبول اومقبول وګرځوه اودا.ا.اپه قطارکي سپیڅلو ښاغلو مجاهدینو دشهیدانو امیرانو اوملګرو په ځانګړي توګه دشهیدانو پلرونو مېندو اوټولو وارثینو ته ددي نیکمرغه اختر مبارکي وایم*



*ستاسو ددوعا محتاج ادیب قاری سدیس جرار
پسرلیه


پسرلیه! ستا ښکلا لره چي ګورم
پسرلیه! یو نــــفر زړه تــه رابولم

پسرلیه!  هغه ستا پشان ښایسته و
پسرلیه! جوړ ومینه ته کوربه و

پسـرلیه! سره ګلان نن ښکلومه
پسرلیه! دمــــچاز ټال کي ځانګمه

پسرلیه! که غاټول ریحان ریدي دي
پسرلیه! زما دیار پــــشان بیخي دي

پسرلیه! مایــوداسي شخص بایللی
پسرلیه! زړه مي دوه ټوټي چاودلی

پسـرلیه! ګران پروښ کال راسره و
پسرلـیه! دوصال پـر دایره و

پسرلیه! دچـنار پـشاني دنګ و
پسرلیه! نــازولــی و لونګ و

پســرلیه! زمــا دیار دخولي خبري
پســرلیه! بلبلانو  وږمي کړي

پسرلیه! رواجــونـه زولــني دي
پسرلیه! زموږ په مینځ کي فاصیلي دي

پسرلیه! دپشتون دقــوم خبر یی
پسرلیه! که عاشق شـولي کافریي

پسرلیه! جـــدایی دمرګ بل نوم دی
پسرلیه! زړه دیار څخه محروم دی

پسرلیه! دسدیس جرار جانان یي
پسرلیه! وه سدیس جرار ته ګران یی

پسـرلیه! لږ غــمونه ترینه یوسه
پسرلیه! دسدیس په حال لږ پوسه


ادیب قاری سدیس جرار
نه دی ملامت سدیس


تاسویه ګنا بولي ما داغه ګناکړی
عشق ناروا بولي ما داناروا کـړي

لاندي تر بڼو ګوري پټ پټ اشاري کوي
سترګي جنګ ګیدلي دي ما هم دا غزا کړي

څو ځله ناکامه شوم څو ځله مي زړه مات شو
ښکلی خو بس ښکلی دی کم ښکلي وفا کړي

پرِیه ښود جنت باندي خوند یي دغنم وڅکی
ځار دغنمرنګو شم مینه یي بابا کړي

نه دی ملامت سدیس نه دی هیڅ غلط سدیس
زړه په زړه سودا سوي رب ته یي دعا کړي


ادیب قاری سدیس جرار
ثالث عمر! 11 تلین

دسپینو ستورو قافیلو امیر ؤ
دامــارت دشــازلمو امیر ؤ
ملنګ سړی شو قلندر دجهان
دتور پټکي او دشملو امیر ؤ

هم دسنګر هم دفتر سړی ؤ
دا متقي ؤ دا یو نر سړی ؤ
یاغي باغي سرونه ده کړه مهار
دمهارت او تکتیــکو امیر ؤ

دمــلالی ټپـي میوند لړزوَی
دمشر غم دزړونو بند لړزوَی
سلام ورلیــږمه تر قبره پوري
دفیــدایانو کاروانو امیر ؤ

دارمانونو غوټی ګل شوي مشره
دشهیدانو ویــنو رنګ را وړی
کاش نن یوځل دخاورو سر پورته کي
زموږ ستړی ستړی دجنګو امیر ؤ

دبربریت پر ضـد قیام یي وکی
وه تورو شفو ته سفین هلال دسحر
په خالي لاس دحجـري وپاڅیدی
دقوي هوډ او غیـرتو امیر ؤ

ولی الله دکراماتــو خاوند
تي دماضي اقوال په غَوَر واوره
سدیس جراره ټول رشتیا شوه حال کِ
څه دسپیڅـلو ارادو امیر ؤ

ادیب قاری سدیس جرار
زموږ سره ملګري شي👇👇👇

https://t.me/Sudisjarar
زڔگی مي مئین شوی نالیدلو سترگو باندي
هزار واره درود پــر نازولو ســـترگو باندي

اذکار دمیني وایی صوفي اوښکي ځي گریوان ته
شبنم غوندي بهر شوي پر دردمنو سترگو باندي

قسمته په ځنځیر باندي مي کش کڔه زه شرمیږم
دیار کلي ته لاڔ شم زه په کومو سترگو باندي

په نیمه شفه سجده کي دالله څخه دا سوال کڔم
چي ووینم دیار سترگي په خپلو سترگو باندي

سدیس جراره حال دفاطمی به ؤ نو څنگه
چي ویلیدی کفن دپلار ښاغلو سترگو باندي


ادیب ق سدیس جرار