قیمتي خبرې
173 subscribers
29 photos
2 videos
69 links
د فکر او پوهې ټوله پانګه!!!
باید یوه روحي او اخلاقي عظمت ته تسلیم شي!!!
Download Telegram
Forwarded from د لینکونو تڼۍ
دلته به تاسو ته په زړه پوري کتابونه
لکه
دیني📚
تاریخي📚
ناولونه📚
کسي📚
اودسي نور درته وړاندې کوو ملتیا
مو وکړئ لینک درسره شیرکوئ
https://t.me/QHammas

تبادله
@QariHanfi
Forwarded from Inline Buttons
🌸 دینې پوښتنې او ځوابونه ❤️‍🩹
داسلامې معلوماتو چینل
ته ښه راغلاست 🫤

زموږ چینل ته راشئ
او ډیر اسلامې معلومات زده کړئ
ان شاءالله

دچینل لینک 👈  @Mental_124  
دچینل لینک👈  @Mental_124  

#زموږ_نشریات_👇👇
هجر ماتم دی
یاد ده صنم دی
زړه کې مې یاره
له مدو تم دی

نه ورسېږم
نه ترې صبرېږم
وصال په تمه
ورو ورو ویلېږم
بېلتون یې زور دی
ختم مې زغم دی

عشق کې یې خوند دی
روښان پرې ژوند دی
ده یار هر قال مې
خوږ لکه قند دی
شاهي خوبان دی
ډېر محترم دی

وایي دورود پرې
هر یَو موجود پرې
په خپله وایي
ربُ الودود پرې
افضل له تولو
دی مکرم دی

دي ملغلرې
ده یار خبرې
څومره شېرېنې
لکه شکرې
درد منو زړوته
درمان ملهم دی

نبي سروره
خیرالبشره
غواړم دیدار دې
دزړګي سره
قسیم بدري ته
اور نو عجم دی
قسیم بدري
#د_اسلام_بنیاد_په_پینځو_شیانو_دی!

وعن ابن عمر قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: بنی الاسلام علی خمس شهادة ان الا اله الا الله وان محمدا عبده ورسوله، واقام الصلوة، واتاء الزکاة، والحج وصوم رمضان.
ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمر (رضی الله تعالی عنه) څخه روایت دی: چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمائل: د اسلام بنیاد پر پینځو شیانو دی، په زړه یقین او په خوله اقرار کول، چي د الله تعالی څخه بغیر بل معبود نسته او محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله جل مجده رسول او بنده دی، په پابندی لمونځ کول، زکاة ورکول، حج کول او د رمضان د میاشتې روژه نیول.
#تشریح: د اسلام تشبیه د خیمه (ماڼۍ) سره ورکول سویده، چي څنګه یو لوړ او ښائسته خیمه (ماڼۍ) تر هغه وخته پوري قائم نسي پاته کیدلای، چي لاندي د هغه پایه نه وي جوړه سوې.
همدارنګه هیڅ سړی بغیر دغه پینځه شیانو څخه و خپل اسلام ته بقا نسي ورکولی، چي هغه په دا ډول حدیث شریف کې ذکر سوي دي:
عقیده د توحید او رسالت درلودل، لمونځ اداء کول، زکاة ورکول، حج کول او د رمضان د میاشتې روژه نیول.
نو کوم سړی چي ځان مؤمن او مسلمان جوړول او قائم ساتل غواړي، د هغه لپاره لازم دي، چي د خپل یقیني، فکري، عملي او اخلاقي ژوند بنیاد دا پینځه شیان وګرځوي.
‏♡بِسْمِ الله الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيم♡
رسول اللہ ♡ﷺ♡ فرمايلي دي:
خورئ، څښئ، جامې اغوندئ او صدقه ورکوئ خو اسراف او فخر (ځان ښودنه) مه کوئ.
📚 سنن نسايي (2009/5)
💝
فتوي ور کول ، لوبه او په سوشل میډیاء کي د شهرت ذریعه نه ده:

که څه هم دیني علم ، دیني مسائل څیړل او فتواء ور کول په اسلام کي د ځینو اشخاصو ټېکه نه ده ، بلکه خبره داده چي دغه ستر کار ژور علم ، ژور تحقیق ، ډیره تقواء ، الهي ویره ، د وخت او ځاي پېژندل د قرآن او حدیث ، فقه ، اصول فقه عمیق علم درلودلو ، د فقهاوو په اقوالو پوهیدلو د دین مقاصد پېژندلو او د فتواء ور کولو اهلیت ته اړتیا لري.
دا ستر کار خپل شرطونه ، قواعد او اصول لري ، څوک چي ددغه برخي متخصص نه وي د هغه دپاره په دغه میدان کي داخلیدل او دغه سمندر کي ور شیوه کیدل نه دي پکار.

دا د دین کار دی د دنیا او آخرت مسئولیت لري د علم تر څنګ تقواء او اخلاص غواړي.

د فتوي ور کولو په هکله د نمونې په توګه لاندي اقوال ملاحظه کړئ!

ځیني وختونه داسي هم پېښه سوي ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به پوښتنه وسوه ، هغه به تر هغه وخته جواب نه ور کاوه تر څو چي به جبرائیل علیه السلام د الله تعالي له طرفه وحیه نه وه کړي.

په فتواء ور کولو کي احتیاط د صحابه وو په زمانه کي:

خلفاء راشدین د خپل ټول هغه علم سره چي الله تعالي ور کړي وو ، د مشکلو مسائلو د پېښیدو پر مهال به د علم لرونکې او فضیلت لرونکې صحابه د مشورې له پاره را جمع کول.

ځینو صحابه وو به په فتواء کې توقف کاوه هغه به یي بل چا ته راجع کول او ویل به یي: زه نه پوهیږم.

عتبه بن مسلم وایی: زه د عبد الله ابن عمر رضی الله عنهما سره ۳۴ میاشتي یو ځاي وم ، ډیر وخت چي به ور څخه پوښتنه کیدل هغه به ویل: زه نه پوهیږم.
ابن ابی لیلي رح وایي: ما د رسول الله صلي الله علیه وسلم د صحابه وو څخه ۱۲۰ صحابه لیدلي دي ، چي مسئله به یي بیرته لومړي شخص ته راجع سوله د هر یوه څخه چی به د مسئلي په اړه پوښتنه کیدل ، دا یي غوره ګڼل چي د هغه بل څخه دي پوښتنه وسي.

عطاء بن سائب وایی: ما داسي ستر خلګ هم لیدلي دي چي پوښتنه به ور څخه وسول ، خبري به یي کولي او لړزه به ور باندي راغلل.

عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه فرمایلي دي: هغه څوک چي د هري مسئلي فتوی په عجله او جرأت سره ور کوي په الله قسم چي دغه شخص لیونی دی.

فتواء ور کولو کي احتیاط د تابعینو په زمانه کي:

لوي تابعي او ستر فقیه سعید بن المسیب رحمه الله هیڅکله په فتواء ور کولو کي جرأت او عجله نه کول ، د هرې پوښتني د جواب سره به یی ویل: خدایه ما وساته او زما څخه نور هم وساته!

د مدینی منوري د اوو مشهورو فقهاوو څخه یو مشهور فقیه قاسم بن محمد رحمه الله څخه پوښتنه وسول: هغه وویل زه په دې مسئله ښه نه پوهیږم ، سوال کوونکي ته یي وویل: زما اوږدې ږیري ته مه ګوره او په دې خبره مه غولیږه چي زما شا و خوا ډیر خلګ را ټول دي قسم په الله زه ښه نه پوهیږم!
د قریشو یو سپین ږري یي تر څنګ ناست وو هغه ته وویل: ای وراره جواب ور کړه ، قسم په الله چي پدغه مجلس کي تر تا بل عالم شخص نه لیدل کیږي. قاسم رحمه الله ورته وویل: قسم په الله چي ژبه مي پري سي دا ښه دي ، له دې څخه چي په هغه څه کي خبره وکړم چي علم ور باندي نه لرم.
امام ابو حنیفه رحمه الله څخه نقل سوي دي سره له دي چي په جواب ور کولو کي یي ډیر مهارت درلود ، د مسائلو په استنباط کي ستر امام وو ، خو بیا یی هم فرمایلي دي چي: زه نه پوهیږم ، خطیب بغدادي رحمه الله د امام ابو یوسف رحمه الله روایت را نقل کړي دي ، هغه فرمایی د امام ابو حنیفه څخه مي اوریدلي دي چي هغه به ویل: که الله تعالي څخه ددې خبري ویره نه واي چي علم به ضایع سي نو ما به هیچا ته فتوی نه واي ور کړي.

امام مالک رحمه الله به ویل: د چا څخه چي د کومي مسئلي په هکله پوښتنه وسي ، نو لومړي باید هغه کس ځان جنت او دوږخ ته وړاندي کړي او وروسته بیا جواب ور کړي او دا هم و سنجوي چي د قیامت په ورځ به څنګه خلاصیږي.

--------------------------
اعلام الموقعین ج ۴ ص ۲۱۸/۲۱۹ د علامه ابن قیم رحمه الله.
الفقیه والمتفقه د خطیب بغدادي رحمه الله.



مکرر.
یو عرب لیکلي وه:

په اوس وخت کي به یا  د قارون په شان ډیري  پیسې ، یا د ایوب علیه السلام پشان ډیر  صبر لرئ ، کنه ګوزاره سخته ده.

ریشتیا هم ټولنه ورځ تر بلي د مادیاتو طرفته ته درومي ، معیارونه  ټول مادي سوي دي  ،  معنویات او اخلاقیات د سقوط سره مخ دي  ، ددې  حالت مخنیوی پکار دی.

حلال پراخ رزق نعمت دی ، خو ماده پرستي ستر ناورین دی.

لیکنه ساجد صاحب.
که ته ځوان یی ښايسته هم يي او متعلم هم یی نو وروره له ملګرتياوو تير سه خپل درس ته دوام ورکه دنن ملګرتيا وي زياتي دجنسي هوس په سړخت بنا دی مه ځان ګنهګاروه او مه نور په ګنا مبتلا کوه

حافظ بریال
څوک چي په قناعت سره ژوند غوره کړي هغه


د رښتیني ازادۍ خاوند دی.



#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
د زړګي حال مې پټ ساتمه
نه مې غمخوار شته نه د چا په تمع یمه
#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
هرڅومره چې
غره ته هسکیږې هغومره به یوازې کېږې
دا دلوړ تللو قیمت دی..!!
#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
هره پرې، ماته شوې اړیکه مو دننه
یو احساس وژني،
ځینې مو ایمان، ځینې باور؛
ځینې ملګرتیا؛ ځینې خوښۍ
او ځینې مو ژوندي ښخوي..!!

#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
Forwarded from ࡐرܭܘ ܦ߳ߊ‌߬ܦ߭ܠܘ🥹 (ستاسو ڪوچنی خور 😭)
*#امریکا پری 100 لکه #ډالر جایزه ایښی وه*
*ته یو #لایک نه شی ورکولای*

*دا نو سنګه #آشنایی ده*
*تر سبا پوری 200 فعال لایکونه*

#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
بخښنه اسانه ده،
مګر هـېرول
او بیا باور کول ګران دي...!!
#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
انا لله وانا الیه راجعون.

الله تعالی دي ش.هیدانو ته جنت او قریبانو ته صبر نصیب کړي.

#بغلان
Forwarded from ࡐرܭܘ ܦ߳ߊ‌߬ܦ߭ܠܘ🥹 (ستاسو ڪوچنی خور 😭)
په ظُلم هر څه لاس ته راوړلی شئ ،*

*خو د مظلوم یوه ښېرا مو له هر څه خلاصولای شئ !*


#‌ستاسو ڪوچنی خور

#لایک_مو_هیر_نشي_ملګرو

@Littlgirl0
الجهل موت الاحیاء.

ژباړه: ناپوهي د ژوند مرګ دی.
بيخي ګريس بنده ټوکه 😂
یوه سړي یوه پېغله په نکاح کړه، همداغه سړی ډېر مالداره هم وو؛ خو سره له مالدارۍ زیات بخیل هم وو، خوراک یې فقط دال ول او بس.
ښځي یې ډېر کالونو نه په دالو ګوزاره ورسره کوله؛ خو له دالو نه بیخي تر پوزې راغله، خاوند ته یې وویل چې:

دال مې نور اشتهاء ته نه کیږي، ته لیږ غوښه یا بل څه راوړه، کنجوس خاوند یې د دالو صفتونه ورته شروع کړل چې دال
بیخي زیات ګټور شئ دی، بلا ډېر ویټامینونه لري....خو ښځه یې زیاته له دالو په تکلیف شوه، لاړه د پلار په کور کېناسته.

زیات وخت یې د پلار په کور تېر کړ، اخیر وروڼو یې پوښتنه ترې وکړه، چې خورې څه مشکل لرې چې کور ته نه ځې؟
د کنجوس ښځې له شرمه څه نه ویل.
خور یې له زیات ټينګار نه ورسته ورته وویل: د دالو له لاسه نشم ورتلی، ټول وخت مې په دال خوړولو کې تېر کړ.
وروڼو یې ورته وویل چې دا خو عادي خبره ده. وروڼو یې ورته یوه د خوب ګولۍ ورکړه ورته یې وویل: چې دا ګولۍ ورکړه نور یې مونږ ته پرېږده.

خاوند ته یې د خوب ګولۍ ورکړه، کله یې چې خاوند د خوب ګولۍ سم ویده کړ، نو وروڼه یې راغلل سړی یې په یوه توره تیاره کوټه (اطاق) کې واچوو، کفن یې هم په خپور کړ، دوي ورته انتظار شول، چې له خوبه را جګ شي.

کله چې سړی له خوبه را بیدار شو،  ګوري چې کفن پرې پروت دی او تیاره ځای کې دی، نو یې فکر وکړ چې په قبر کې ده......د ښځې یې دوه وروڼه ورته راغلل

یوه پوښتنه ترې وکړه، چې رب دي څوک دی؟ د سړي یقین شو، چې همدا قبر کې پروت یم مړ شوی یم....
سړي وویل رب مې الله تعالی دی...
بیا یې ورته وویل چې دین؟
هغه وویل: دین مې اسلام دی....
بیا ورته وویل شول چې نبي؟
سړي وویل نبي مې محمدصلی الله علیه وسلم دی.

بیا یې ورته وویل چې خوراک دي څه شئ ول.
هغه ورته وویل: قسم کوم خوراک مې یوازې او یوازې دال ول.

دوي ورته وویل: تا یوازې دال خوړل، الله تعالی درته وېلي ول. کُلوا مِن طیباتِ مَا رَزقناکُم.....
خورئ هغه پاک شیان چې مونږ درکړي.... او تا یوازې دال خوړل؟

نو ورته یې وویل چې د دالو عذاب دا دی، چې تر قیامته به په قمچینو وهل کیږې، یوه قمچینه یې ملا ته ور واچوله، سړی له ډاره بې هوشه شو.

دوي ژر کفن ترې لرې کړ خپل اطاق ته یې راوړ پخپل ځای یې څملاو.

کله چې بیداره شو ګوري چې ژوندی دی...
له ښځې یې پوښتنه وکړه.  چې زه مړ شوی نه وم؟ ښځې یې ورته وویل: نه رک روغ یې هیڅ بلا نه یې وهلی ته صبر چې زه د دالو ناشته درته جوړه کړم

خاوند یې نعره کړه چې نانانانانا
ایاکِ والعَدَسْ فعذابه الی یوم البَعَث

یعني. پام کوه چې د دالو عذاب تر قیامته دی. زه ځم بازار ته غوښه او مېوه راوړم ځکه الله تعالی وایي چې هر پاک شی خورئ ....... 😁
#علم!

علم د پوهې پیژندنې او خبرتیا په معنی دی، علم د یوې رڼا په څیر دی، چي د انسان زړه، دماغ او د هغه د بریالیتوب لارې روښانه کوي.
علم انسان د بې لارۍ او مایوسۍ څخه خلاصوي او هدف ته د رسیدو لاره یې اواروي.
بالمقابل جهل او ناپوهي داسي تیاره ده، چي انسان د ډار، خطر، اړتیا او خوارۍ سره مخ کوي.
د علم په وسیله انسان خپل ځان او خپل پیداکوونکی (خدای) جل جلاله پیژني، نو لازمه ده چي د علم تر څنګ عمل هم باندي وکړو.
ځکه وائي: د علم میوه او ثمره عمل دی.
موږ باید د دیني علومو تر څنګ د ساینس، کمفیوټر، تخنیک او صنعت کسب هم وکړو ځکه د ژوندانه په ډګر کي تخنیک او لاسي کار ته اړتیا لرو.
باید کوښـښ وکړو، چي د هر علم په برخه کي خلک ولرو، چي د ضرورت په وخت کي د اسلام د دښمنانو مقابله د خپل پوهې او تخنیک په ذریعه وکړو.