دشاعرانو ادبي جونګړه
790 subscribers
177 photos
42 videos
420 links
https://t.me/Jonghara_235
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه!

دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ
Download Telegram
غزل
ــــــــــ
ژوند څه اسان او څه ګران مې وکړ
هر څه چې و خو، ګزران مې وکړ

پرون چې وې نو، قدر دې کم و
نن چې ته نه وې، ارمان مې وکړ

راحت دې خپل کړ، زحمت دې راکړ
ګټه دې وکړه، تاوان مې وکړ

سر ورکول و، جانان ګټل و
قیمت یې ښه و، ارزان مې وکړ

د بې رخۍ دې، چا ثبوت راوړ
یقین مې نشو، ګمان مې وکړ

اختر و راغی، بې له تا تېر شو
پټ په خوښۍ کې، خفګان مې وکړ

زاهده ژوند و، کوچ پسې کوچ و
روان روان و، روان مې وکړ
ــــــــــــــــــــ
زاهد ساپی
مقدس دي حرم پاکه لار دي څارم
مدینه دي خایسته مظزم دي قـــدم
زمونږ خوګ پیغمبر دزړه سر دزړه سر
دی پـــه نور منور دزړه سر دزړه ســـر
ـــــــــــ
په جهاد یې عقاد کړه دوستان دپساد
استشهاد یې پالی کړلو دین یـــې ازاد
وو فاتح دسنګر دزړه سر دزړه ســــــر
ــــــــــ
وینه توی کړه پــرې یار په نامه دبادار
پرې عاشق کردګار دومره حسن دیـــار
هر صفت یې دی ستر دزړه سر دزړه سر
ــــــــــــ
پرې نازل دی قرآن چي مو دین دی ایمان
محبت دجانان چي مــــودین دی ایمــــان
زمونږ شفیع زمونږ رهبر دزړه سر دزړه سر
ـــــــــــ
مکمل مي عمل سـوځـــل سوي دي تــــل
کړه درخفل دافاګل دا اسحاق دا درمــــل
په هر څه دي لاس بر دزړه سر دزړه سـر

شاعر اسحاق
رحيمه! نه کوم له ډاره خوارې خوارې سجدې
تـــر تا دې ورسي زما مستې خمارې سجدي

دلته يو کس دی ځان ته وايي د جنت ټېکدار
يو زيړ ايمان دی ورسره او څو بيمارې سجدې

ای! ته هغه يې چي سينګار دې پرستش کړی دی
ای! ته هغه يې چې کوي درته هيندارې سجدې؟

ستا ساده توب خو ته بي حده مزيدار کړې کنه
دې عاجزۍ خو کړې بې حده مزېدارې سجدې

نه مې څه کار تا سره شته، نه معامله تا سره
پرې مې ږده وا سړيه څه راپسې شمارې سجدې

اوس ما ته څه پته ده؟ څنګه به وي حال د زړونو
خو تندي ټول تيار دي، ټولې دي تيارې سجدې

ممتازه هغه نڅاګره مونځ ګذاره هم ده
څه بخت لري د دې ظالمې ګناهګارې سجدې

- ممتاز اورکزی
مونګ ددی خاوري رهبران یو ښه مو وپیژنه
مونګ دهیواد اصیل بچیان یو ښه مو وپیژنه


که ازاره یو که تاجک یو که ازبک او پښتـون
بیخي په زړوکي سره ګران یو ښه مو وپیژنه


نلرو مینځ کي هیڅ قومي او نژادي اختلاف
له اختـــــلافـه سره وران یو ښه مو وپیژنه


دامو وطن دامــــــــــــــــو خاوره دبابا اونیکه
دملالی مـــــــــورکی بچیان یو ښه مو وپیژنه


لرو په زړوکي خـــــــوژه مینه محبت اتحاد
مونګـه واړه زاړه ځـوانـان یو ښه مو وپیژنه


ورځ ترقیامته پوري غواړو شریعت شهادت
والله ده دواړو عاشقـان یو ښه مـــــو وپیژنه


یو مومسر یوموقانون یوموامیر او رهبــــر
دحـــــــــق دلاري لارویان یو ښه مو وپیژنه


دعکرمه جانان مــــــــــــلا خبره سپینه واوره
دامارت دبـــــــــــــڼ ګلان یو ښه مــو وپیژنه
مروره خاوره🤍
ــــــــــــــــــــــ

راپسې ځانګي مې ګرېوان، سېلۍ ده
ګډې شوې اوښکې او باران، سیلۍ ده

ټیکری دې کلک تاؤ کړه لۀ ځان سیلۍ ده
حالات بې خونده دي قربان سیلۍ ده

سترګې مې ډکې کړې طوفان سیلۍ ده
پۀ سترګو نۀ وینم جانان سیلۍ ده

سترګې دې غواړي کلک ایمان سیلۍ ده
کمڅۍ کړه تور خوارۀ زلفان سیلۍ ده

مات یې نیالګي کړل پۀ تاوان سیلۍ ده
کرلی نۀ شمه ګـــــــــــــــلان سیلۍ ده

بیا مې پۀ زړۀ کې د ارمان سیلۍ ده
جانانه! بیا شه را روان سیلۍ ده

احمد چاپېره لۀ جهان سیلۍ ده
هم پۀ غریب ده،  هم پۀ خان سیلۍ ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
هغه د تېرې زمانې خبرې چېرته اوري؟
زما او ستا د یارانې! خبرې چېرته اوري؟

دا خلک هسې پۀ لباس د پښتنو کې پټ دي
خو د پښتون، او پښتنې خبرې چېرته اوري؟

دوی خپله وایي خو د بل خبره هيڅ نۀ مني
وروسته د خپلې بهانې خبرې چېرته اوري؟

ښۀ ورته وایي، مسلمان دی، بې توپیره نۀ دی
خو د اصلاح د ائینې خبرې چېرته اوري؟

دا دوه چې بل ته نیسې، درې درته پخپله ګرځي
د داسې کړنې د مانې خبره چېرته اوري؟

د خپل شهید زوی توصیه! ورته احمده وایي
خو د شهید یار! د انې خبرې چېرته اوري؟ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
د عمر خالد تقبله الله په یاد کې یو ځل بیا...😞
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شوې بې رحمه اوازې پۀ ماښامي
خیر کړې، راغلې جنازې پۀ ماښامي

ستا د نشتون خاليګاوې دي خبر یې
ناست یم خلاسې دروازې پۀ ماښامي

منتظر به لاس تر زنې درته کېنم
ای خالده! کۀ راځې پۀ ماښامي

بېلتانۀ ته دې بې زغمه شخصیت یم
یم بې خونده بې مزې پۀ ماښامي

لۀ یادښت سره دې ډلې ډلې راشي
درد بغیر لۀ اجازې پۀ ماښامي

لۀ خالد سره خیانت شوی احمده
ما کتلې دي خازې پۀ ماښامي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي
څوچي ژوندی وي
موږ ته به سپر وي
زړوکـــي زړګي وي
څوچي ژونــدي وی
زوي دعمر مو دزړه نیمي وي
ــــــــــــــــ
دا وطن ستا وطن
غواړي ستا څخه ساتنه خه
دا وطن ستا وطــن
جوړول غواړی فــالنه خــــه
داوطن ستا وطــن
در نه غواړي سر شندنه خــه
ــــــــــــــــــــ
ستا قانون دی منظوم
موږ په سر سترګو منلی دی
ستا قانون دی منظوم
موږ په خفل وینو ساتلی دی
ستا قانون دی منظوم
مــوږ دزړه په سـر لیکلی دی
ــــــــــــــــــــ
دا لښکــــر ښه لښکر
دا زموږ دی او هم ستا لښکر
دا لښکــــر ښه لښکر
دا په نیت باندي صــفا لښکر
دا لښکــــر ښه لښکر
دا په تا بانـــــدي شیدا لښکر
ـــــــــــــــــ
ګران یعقوب ځان یعقوب
دعمر په لار روان یعـــقوب
ګران یعقوب ځان یعقوب
دي دزړونو تر جمان یعقوب
ګران یعقوب ځان یعقوب
ســرتاج دافغانستان یعقوب
ــــــــــــــــ
ستا پر نام دا انعام
څو خبری ټوله وم اسحاق
ستا پرنام دا انعام
په ډالي کي څه لیکم اسحاق
ستا پر نام دا انعام
ملغلری جوړه وم اســـــــحاق

ــــــــــــــ
شاعر اسحاق
آسانه کار نه دی د زړه ګټل، د زړونو پالل
ښکلیه خندا که صدقه ده، يو کمال هم دی

زموږ له فکر او له ذهن نه سرې کرښې تاو دي
پښه اړول ترې نه خطر دی او وبال هم دی

پښتونه ښځه دې له مینې په تندي کېنوه
سپوږمۍ د غره په سر جمال دی او جلال هم دی
#بسمل
غزل

لکه د مینې دېوان ښې خاطرې
راته پرې اېښې جانان ښې خاطرې

لکه هندو په نه زړه تېر وختونه
لکه سوچه مسلمان ښې خاطرې

یاران بدل کړل د حالاتو بدلون
که شوې په بله قربان ښې خاطرې

زما د ستړي ژوند زرینې شېبې
د مینتوب د دوران ښې خاطرې

زلمو انصاف ته د تاریخ پرېښودې
د قربانۍ په میدان ښې خاطرې

په خدای مې سپاره نور ریحان وردګه!
هېرې مې نکړي یاران ښې خاطرې
Forwarded from '' أنــس حــمّاسی''
ستـا په انتظار زړګی
ډېر دی نا قرار زړګی
غواړي ستا دیدن رانه
شبګیر تر سهار زړګی

ستـرګې مـرورې مې
ستا پسې نمجنې دي
ستاپه بېلتانه کې مې
یاره دی پرهار زړګی

درد دی د بېـلتـون په ما
بار مې دی ژوندون په ما
بنـد پـه بنـد تـړلـی دی
ستا غم کې حصار زړګی

مـات لکـه غنم دی زړه
ستا له درانه غم دی زړه
څړيکې کړي اهونه کړي
سخت مې دی بېمار زړګی

نلــرم نـور توان د غم
أنــس، د جـانان د غم
مات کړه دبېلتون دېوال
چي شي مې بهار زړګی

أنــس حـمّاسي
په تاپسی مې سترګې سوی ړندی لکه یعقوب
وخت ډیر تیر سو نو ته کله رازی لکه یـوسف


بیګاه مې ستا دغم له لاسه خوب او ارام نه و
کـــــــــــولی مې دستورو ننداری لکه یوسف


تنهاه یواځي ناست وم ستا یادونه مې شمیرله
پـه زړه کي مې بــار بــار راتیریدی لکه یوسف


داستا دفـــــراق غشي مي وتلی له زړګي دي
لانـــــــــور مې زړګی ولی دردوی لکه یوسف


رښتیابه درته ووایم بي تامې ژوندون ګران دی
داځکـه چې کـــــــــوم درته ګیلی لکه یوسف


دعکرمه جانان مــــــــــــــلا دژوند اوکلی یاره
ترمینځ مـــــو سولی تیري زمانی لکه یوسف
غزل!!!!!


صيرف په دوو ګوتو درست لمر نه پټېږي
هــــــــرڅــــــه پــــــــــټېږي هنر نه پټېږي

هېــــــواد تـــــه کړی په مېړانه خـــــدمت
دمـــــــشر مـــــلا بــــــــرادر نــــه پټـــېږي

يـــــــوه قرباني زموږ دمنصور صاحب ده
بــــــــل ولايــــــــت دعــــمر نـــــــه پټيږي

نـــــــــوم يــې ژوندی دی دشــهيد دادالله
شـــــــــجاعـــــــــت هيڅ درهبر نه پټـيږي

صـــــفا خـــــــبره دروښتـــــــيا پــر ميدان
کـــــــه څــــــــه هـــم وينم خطر نه پټېږي

دشيــخ صـــــــــاحــــب له تقوی ډکه څهره
لـــــه خـــــــپلو زمــــــا پـــــه نظر نه پټېږي

داذان چيـــــــغه دبــــلال حــــــبشــــــــ،ـــي
شـــــــــکر دی اوس پــــــــر ميمبر نه پټېږي

دجېـــــــب ياران لــــــه ســـــړي ژر هېريږي
يــــــــــارا دجــــــــــهاد دســــــنګر نه پټېږي


زاهــــــــد دتـــــــــوري پـــــه ټپ نه زورېږم
خـــــــــو اخ دژبــــــــــې پــــــرهر نه پټېږي

هدايت الله زاهد
غزل


دماتو زړونو ساتل دالوی کمال دئ
دپرهرونو ګنډل دالوی کمال دئ

ترنیمو نیمو شپو شبګیر بې خوبي
خدای ته سجدو کې ژړل دا لوی کمال دئ

په سویو پښو تیرو تیرو اغزیو
په ستړې لاره مزل دا لوی کمال دئ

د یوو دردمن زړګي لپاره چې شي
ستاخوږې سترګې درمل دالوی کمال دئ

دیار خاطر ته  په اخلاص او مینه
اوښکې بڼو کې پېيل دا لوی کمال دئ

ځلانده هر زړه ته  بیا لارجوړه وي
ستا له دردو جوړ غزل دا لوی کمال دئ

بدرالدین ځلاند
د مینې راج!

څه په جالب حسن باندې خدای یې نازولی
داسې زړه به نه وي چې یې ته نه وې منلی

سترګې دې د زرکې دي او تګ دې د هوسۍ دی
هر انداز د مینې دې له یو او بل دی ښکلی

زه که له اوله وای خبر له دومره زوره
کلک به مې په غیږ کې له بیلتونه وای نیولی

کاشکې چې ضرور په دغو دوو کې وای یو شوی
یا مې چې تر څنګ وای، یا مې هیڅ نه پيژندلی

څوک دې پر ما نه کوي ګومان د مغروروالي
خدای پر ما قدر دی چې زه ولې یمه غلی

بس د زمانې په رواجونو پسې نه ځم
نور مې په ګربز مستغفر نه خبروم کلی

مستغفر ګربز
دومره مي زړه درته دتورو وینو ډک دی یــاره
څومره چی ستا نظر زما له لوری کلک دی یاره

فام کوه زما سـره دبـــل یاری تعبیر ونه کــــړی
فام کوه زما احساس له ټولو څه نازک دی یـاره

عجیبه کیف عجیبه خوند وی دیو چا په څنګ کی
زما زضــــا خــــو دالله پکـــی مطلق دی یـــاره

راځه راځه خو لږ دي فام ګر ځوه غل رقیب ته
ځان کړه خبر لیوه د زد اخستی څرک دی یــاره

پــــه ما ښاخام سهار بیګا لکه زنـــــدان تیریګی
څوک چي دمیني سپکاوی کوی نو سپک دی یاره

لتا مـــــي څــــو ځله پوښتنه ددی کلکه وکـــــړه
اسحاق ولی سرګردان یی څوک دي ورک دی یاره


شاعر اسحاق
غزل

ستوري دې شمارم له یادو سره د شپې زړګیه
خوب ته مې نه پرېږدی غمونه, اندېښنې زړګیه

د انتظار لارې څارم سترګې مې ستا په لور دي
چېرته رالیږه سلامونه او تحفې زړګیه

څنګه به تا زه هېروم چې د سپرلي ګلاب یې
دي مې د زړه راګونه ټول درپسې پرې زړګیه

کېداي شي نور هم په سلګو سلګو دروژاړېږم
راځنې مه پوښته د غم او درد قیصې زړګیه

د مرګي غېږ ته دې تیار کړي په خنده شې ورته
د محبت خبرې چېرته دي واړې زړګیه

له دې دنیا به بې پرواه شې لېونئ به ګرځې
کله چې وخورې په سینه د عشق چاړې زړګیه

هسې خو نه یم قرېشی وزير ملال په زړګي
په ما راغلې دي د غم بدې شېبې زړګیه
وزیرستان؛؛؛ وزیرستان؛؛؛


سنګر ؛دی ؛ ګرځیدلی ؛ شمالي وزیرستـان؛
په دنګو؛ زلمو ښکلی دی؛ غازي وزیرستان؛


هرځوان یي قهریدلی دحق توره یي ده کښلی
سرونـه دمغــــــــــــرورو غوڅـوي وزیرستان


په دنګو نښتري زلمیو څنګه ښکلی ښکاري
ښکاریژي لکه ګـــــــــــــل دپسرلي وزیرستان


تورمخو تورلنګیوته سقــــــــــر دی ګرځیدلی
کنــــــــی پـه حقیقـــت کي جنتـي وزیرستان


چینار چینار نښتر نښتر ځوانی ورپکې ګرځي
نظـــر یه نه کی خلګــــو ګــلابـــي وزیرستـان


تکبیر تکبیر ژغونه یي له غیژي پورته کیژي
تـورمخې شیطـانـان پرسر وهـي وزیرستـان


دعکرمه جانـان مــــــــــــــلا دکلی څو ملګري
په دنیت دشهادت ګــــــوره ورځي وزیرستان
مـاته هیله مــــي راوړی ده وتــــاتــه
خوب کي راشـــه کنه درغلم درګاتــه
یم راغلي ســـــتا ددید ودروازی تـــه
هیڅ مي مه پریږده بی خفله ملاقاته

ستا په درکي معیوبین څونه حسه وړی
هیله مند یم چي مي برخه نشی فاتـــه

تاچي کـــړي ژمنه زه نــــو ډاډه ځـــمـه
زه خبر یم چي ته ګران یی وه الله تــه

کــــــه دي روغ لیونی نه کړمـــه جانانه
دا به هم کم نوی ستاله مــــناجــــاتــه

کـه سینه درتــه لـــه درده ډکـــه دروړم
نـــه بــوي کــــومـه اړتیا بلي شفــاتــــه

بــــرخـمــن دی ددنـــیا له خایستـــونـو
عجیبه ده چي اسحاق وړي وســزاتـــه


شاعر اسحاق
شې د درستي نړۍ سیال به

أی زمونږ ټوک ټوک وطنه مــونږ لرو در ســره مینه،
چي د درستي نړۍ سیال شې در کـوو لا نوره وینه،

د سپوږمۍ سره سیالي دي دښکلاتر دنـګ عـروجه،
رسوؤبه دي که خدای کول مونږ بیاتر دنګ عروجه،
هر قـدم مـو پـــه أخلاص هــره وعد مو ده رښتینه،

په قیمت چي د هر څه وي تابه دا ځلـي ودان کـړو،
هره دښته او بیدیا به دي په ورو ورو ګلستان کـړو،
په زاغانــو به اور بــل شــــي بلبــــلان درته راځینه،

دپردو د لاسه خلاص شوې اوس د أمن په فضاکي،
دې مظلوم ملت دي ساواخیست دنوي ژوند رڼاکي،
قائمََــا او دا ئمًــــا دي أمــــن بـــــیا غـــواړو امـــینه،

لمدو وچـو اور أخیستئ د اِسـلام په نوم جګړه وه،
د بارودو پـــه اورونــــــو دي سیــنه لمــبه لمــبه وه،
ته تنها دوۍ بدرګه وه مرســته وه کـــړه رب متینه،

په بمـونو دکافــر دي وســــوه ډېــر دنــګ چنارونه،
أیــوبــي الهامه خـاوري ورتــه ډېـر تنکــي ســرونه،
ویـنو رنـګ راوړ وطـنه دا بـریـا دي ســــه حـسـینه،

ایوبي الهام