دافغانستان او نړی خبرونه🌍
4.2K subscribers
2.87K photos
765 videos
3.06K links
محترمو ملګرو:
دافغانستان او نړی خبرونه مخکيني چينل بعد له څلورو کلنو، بلاک شو نور به آینده کې دلته نوي چینل کي نشرات کوو ان شاءالله

دا چینل کي به تاسو ته اسلامي،تفریحي،دافغانستان، اونړي روښتیني، تازه خبرونه، ویډیوګاني،تراني،بر وقت خپریږي.
Download Telegram
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې اسراییلو غزه کې د اوربند لپاره تازه وړاندیز کړی.

بایډن ویلي، چې د دغه وړاندیز درې مرحلې لري، چې په لومړۍ مرحله کې یې فلسطينيانو سره د اسرایيلي اسیرانو تبادله، له غزې څخه د اسرایيلي اشغالګرو وتل او هلته د مرستو د لېږد زياتوالى شامل دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې دغه وړاندیز د قطر له لارې حماس ته لېږل شوی دی.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
#تازه
د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي.

د چارواکو په وینا؛ تر اوسه د پینځو تنو مړي موندل شوي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
نن شنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی ریيس شيخ نورالحق انور او یو شمېر نورو چارواکو له لوري مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا د نوي وزیر په توګه معرفي شو.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس تغیر او تبدیل د نظام مهم اصل بللی دی.

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د بلوڅ قوم له مشرانو، علماوو او ځوانانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې اورېدلې او د حل ډاډ یې ورکړی.
دې لیدنه کې علماوو او قومي مشرانو ویلي، چې د ستونزو اورېدو او حل په موخه د اسلامي امارت دروازې له توپیر پرته د هېواد د ټولو قومونو پرمخ پرانیستې دي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په غويي میاشت کې ۱۰ زره او ۹۵۰ تنو کابل ښاریانو ته د زېږون کارتونه وېشلي.
دې ادارې زیاته کړې؛ یاده میاشت یې کابل کې پینځه زره او ۸۳۱ هېوادوالو ته د نویو او مثنی پېژندپاڼو د وېش او لغوه کولو خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د پاسپورټ لوی ریاست رییس مولوي عبدالکریم حسیب زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پاسپورټ امریت د نوې ودانۍ جوړولو له چارو څخه لیدنه کړې.
ښاغلي حسیب د یادو رغنیزو چارو پر چټکتیا او غوره کیفیت د ټینګار سربېره ویلي، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د زابل پاسپورټ امریت چارې لا ګړندۍ شي.
د یادونې وړ ده چې په زابل ولایت کې د پاسپورټ امریت لپاره یاده ودانۍ د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست له لوري جوړیږي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ویډیو: د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وایي، چې د افغانستان له لارې له قرغیزستان څخه پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژه نه یوازې افغانستان لپاره بلکې د سیمې هېوادونو لپاره یوه مهمه پروژه ده.

نوموړی زیاتوي، چې افغانستان به د دغې پروژې له لارې په کلني ډول ۷۰ میلیونه ډالر حق‌العبور ترلاسه کړي.

د قرغیزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی، چې له مخې به یې دغه هېواد او تاجکستان په را روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا ولېږدوي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
بهرنیو چارو وزارت د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د مخکیني جنرال قونسل عبدالجابر انصار د دندې پای ته رسېدو په تړاو د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ښاغلي انصار دنده له څه باندې پینځه کلن ماموریت څخه وروسته پای ته رسېدلې او هېواد ته راغوښتل شوی.
دې اعلامیه کې راغلي؛ د ویانا کنوانسیون د ډيپلوماتیک او قونسلي او د هېوادونو د داخلي قوانینو په اساس، د ډيپلوماتیکو مامورینو د دندې پای او بېرته راغوښتل د اړوند هېواد صلاحیت او په نړیوال عرف کې یو معمول امر دی.
بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې، چې ښاغلي انصار له ګوښه کېدو وروسته د استازولۍ په چارو کې غیرې مسولانه لاس وهنه او د عوایدو په راټولولو کې یې غیرې قانوني کړنې ترسره کړې دي، چې له امله یې د نوموړي لاسلیک او مهر د باوړ وړ نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ په چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه د نوي ډيپلومات تر ټاکل کېدو به په مشهد کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه یو ډيپلومات یادو چارو ته رسېدنه کوي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
قرغیزستان او تاجکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا لېږدوي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ باسول کلي کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غم‌شریکې کړې او له اړونده مسولینو یې غوښتي، چې د یادې پېښې پر تړاو لازمې څېړنې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې نن شنبې سهار د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه شهیدان شوي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست پولیسو د یوه سوداګر دوه ماشومان چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار له کارته سخي سیمې څخه تښتول شوي و، له تښتوونکو څخه ازاد او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې؛ د یادې قضیې پر تړاو یو تن نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.
#ملي‌تلویزیون

زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: 👇
https://t.me/DwHUEDOZ
Forwarded from ꜰᴀᴛɪʜ - فاتح
ملي افغانستان ترانه RTA Taranum 👇🌹

https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

محترمو د ملي افغانستان ترانه رسمي دیوټوب چینل نور که هرڅومره چینلان وي د ملي افغانستان ترانه په نوم ټول جعلي دي اوپه مونږ پوري اړه نلري

ستاسو څخه مو هیله ده چې زمونږ یوټوب چینل سبسکرایب او نشر کړۍ
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum
https://www.youtube.com/@RTATaranum