المحمدی بصری څانګه
1.84K subscribers
11 photos
1 video
11 links
المحمدي بصري څانګه:
د جهادي، علمي، اصلاحي سپېڅلي ادب ځلېدونکې هنداره
@durov Этот пост ни в коем случае не аморален.
Этот канал является фан-каналом, и мы не публикуем какой-либо аморальный контент.Это этичный телеграмм
Download Telegram
چــــا پـه سینه کـې پټ له هر چا ښاماران ساتلي
چــــا پـه خــپل کـور کلی مالت کې غمازان ساتلي

څوک مو په خپلو وینو وساتي او شي ټول قربان
چــــا راتـه اوس هــم پـه انګــړ کـې رقیبان ساتلي

څوک دمنصور غونده په دار شو داللهﷻمینه کې
چــــا د مجـنون پشـان لیـلا تـه سره ګــلان ساتلي

څوک د توحـید ډیوه پـه خپل زړګي کې بله ساتي
چا لا اوس هم په خپل زړګي کې پټ بُتان ساتلي

څوک کـړي صفـت د ګــودرونو د منــګـو، او سِتار
چــــا په شعـرو خه په جزبه د هند غازیان ساتلي

څوک د وطن نـه د اســلام د ښمن پـه توره باسي
چــــا پـه وطن کــې دښمــنـان لکـه مــاران ساتلي

څوک خــو کـــري درتـه پـه لاره کې ازغي سِهـامه
چــــا درتـه لاســو کــې ګـــلان د ګُلِستـــان ساتلي

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
صدیق الله سِهــام
په شپو وو غوړېدلي سپين سهار دې مبارک
فاضله نوجوانه ســپين دستار دې مبارک

ثمر د جنــــــــــــــتونو دې ګټلې قدردانه
لوړ تاج د عــــــزتونو او ويقار دې مبارک

له ډيرې مودې پس داده رسيږي تر منزله
ختمېږي ورځې شپې د انتـظار دې مبارک

وارث د پيغمبر يې رب درکړي لوړ مقامه
مثال دي نشته دا لوى افتخار دې مبارک

ګلاب غاټول سمبل درنه شرمیږي محترمه
سپــــــړيږې نن ګلابه دا بهار دې مبارک

وحدت الله ابوحمزه په مينه درته وايم
د زړه له کومي ګرانه په اشعار دې مبارک

وحدت الله ابوحمزه
دورند مو دی ګذار
وار کـــړو په اغیار
زلمــــي تحــــریکي
لښکر ټي ټــــي پي
کړل مو  را حـصار
کـړو به یې  مردار
تښتي بیا فوجیان
ورکه تــــرې ده لار

آفرین زلمـو! وار کـړۍ په پردو
کړل مو په ګنډو!  بچیان دناټو
دلته یې عسکر
ولـــۍ په لـیزر
نه شی درنه خلاس
غلام   که بادار

جوړکړۍ پرې محشر!  تندر او سقر
ولــۍ په سر!  شــــۍ خــطر خـطر
وکړۍ پرې جهاد
وار د  اســتشهاد
مــاشاءالله زلمـو
جاااار لکه دمااار

رابه شـــي  بریـــا!  دسهار رڼا
نصــرت دالله! بس ان شاءالله
وعـــــده د مــولا
اِذَجـــآءَ نصـرُالله
دلته  خـوشحالي
وې به سپین سهار

دغه سپین کاروان!  مخکې دي روان
دي د دیـن غـازیان!  ټول دي فدایـان
ننګ کـوي او جنګ
په دښمن غورځنګ
هـر ددیـــــن دښمن
دي ورنــــــه په ډار

د ښار چـــــرکـي!  بیـدار شه غازي
په مایـن چسپکي  کـړه یې هوایي
ساحل نجــرابي
خپل په شاعـري
تل دي یـــــادوي
لیکی بیــا اشعار

#ساحل نجرابي
غزل💝

سیـــنه کي ګرځومه مـــات لکه آینه زړګَـــــکی
فیره یو دم ورباندي وه کړه نه دی ښه زړګَـکی

ډیر بدل سوی له پخوا یم ته مي حال و ګوره
رنګي مي الوُتي له څِهري لکه مرغه زړګَـــکی

زړه مي پرهر هیلي نسکوري ارمانونه شمارم
ده هجر دښتـــه کي دم غواړي اوبه زړګَـکی

د صبحدم په انتظار شبګیر وهلی ناست یم
ته مي لږ وَ پوښته وجود کي مي اوس سته زړګَـکی

له هــغه ښاره به الیاسه خلګ ولي نه ځي
چي ماته وي پکي هرڅوک په یو بانه زړګَـکی

الیاس حقاني
دهجرشپه💔!!

په زړه کي مي دهجرسره لمبه !ده نیمه شپه ده
جانانه ستادیاد بله ډیوه ده !نیمه شپه ده

حیران یمه چي ولي مي دازړه نه قراریږې
راغلې دردونوقافله ده !نیمه شپه ده

ظالمه زمادهیلوقتل عام دي شروع کړۍ
ماتم دۍ زمادهیلو جنازه !ده نیمه شپه ده

فکرونودهجران یم داسي وړی نادرک یم
راوړې مې چنارلره دمه !ده نیمه شپه ده

دکلي ماشومان مي ټول په کاڼوباندي ولې
پرمایه جوړه کړې تماشه !ده نیمه شپه ده

راځې که یه دیدن ته مهاجرپرزکندن دۍ
جاري یه ده پرژبه کلیمه ده!نیمه شپه ده

مهاجرهروي
(نعت شریف)

د سلامـونو دُرودونو د لوســــتو مــاذ دیګر
پرګـران امـــام د قـبلتینو د تحفو مـاذ دیګر
هـیڅ خالي نه دی دالله له رحمــتو ماذ دیګر
زړونه الهام اخلي د عشق. له صحیفو ماذ دیګر

نوم یي له شاتو او شکرو نه هم خوږ  لګیږي
له خونده ډک دیار دنوم د زمزمو ماذ دیګر

(دی محترم د رب له لوري دی رحمت پر عَلَم)
کړي عاشقاني د وصال خواست په سلکو ماذ دیګر

شي را ژوندی مي په وجود کي یو احساس د هیلو
چي تصور یه کړم د ښار بس د لیدو ماذ دیګر

الیاس ته ګران دی له خپل ځان او آبوینو جانان
الیاس تري غواړم پر کوثر د اوبيدو ماذ دیګر

( *الیاس حقاني* )
پر نــــړۍ به قـــیـــادت وي د طالب
څومره ستر به سلطنت وي د طالب

نړۍوال قوت به مات او په ګونډو وي
هر دوښـمن به په ذلت وي د طالب

اســــــلامي ممــلکتونه به ازاد شي
مل به خاص د خدای نصرت وي د طالب

د بنده د بندګۍ اسیر به نه وي
هر مؤمن به په عزت وي د طالب

را ړنګیږي به هیڅ نه تل به قایم وي
چې نظام د شریعت وي د طالب

ټول مؤمنې پرګنۍ او ولسونه
برخمن له اخوت وي د طالب

زار بدري طالبه کله روغ وتی شي
چې را ښکېل تر سیاست وي د طالب

#بدري طالب
💔غـــــــــــزل💘

زړه مي سوری سوری انګار لکه غزه دی اشنا
د یو چـــا یــاد له ډيره وخته راسره دی اشنا

چي د ګلاب ښایسته ګورمه نو ته رایاد شي
دا تصور مي په خیالونو کي دمه دی اشنا

دا چي مي ویني پر ګریوان دا جوړ سیلاب له پاسه
دغه د اوښکو جوړ کتار دی باران نه دی اشنا

زیړ ماذ دیګره ده پخوا څِهره کي نه ښکاریږي
لکه چي بیا دي پر موسم خزان میلمه دی اشنا

الیاسه څنګه به د ژوندن چاري دردمني نه وي
نن دي ده څنګ یار دی سبا درنه خفه دی اشنا

الیاس حقاني
دا سړی عجب دریځ لري صاحبه
دا سړی ترکاڼي کلک تر ګل نازک دی

دا سړی پټ په زړګیو بادشاهي کړي
دا سړی دګاونډي کلي ملک دی

دا سړی سختو حالاتو خاموش کړی
دا سړی لکه دغره کاڼی دی کلک دی

دا سړی ویاړ د امت مسلمه دی
دا سړی د اکبر خان دتوري شړک دی

دا سړی دلوی ملا صیب نمونه ده
دا سړی هم دسنګین غوندي چابک دی

دا سړی ډیر په میړانه راوتلی
دا سړی دتور لینګیو په سر ټک دی

دا سړی به (مبارزه) ښکلا راوړي
دا سړی دیوو نوي ژوندون څرک دی
ورکه یاره🚶!!

دزړه لـه درده ویـښ یم ترسـهاره!ورکـه یاره
څڅیږي مي سرې وینې له پرهاره!ورکه یاره

فراق دي پرملاخم کړمه قدم وهلای نشم
وهلۍ دي ده دوو سترګو ازاره !ورکه یاره

چي تلي رانه خفه ومه دیدن ته دي را نغلم
کتل به مي دسترګوترکناره !ورکه یاره

ای وایه یاره ولي بیوفا شوي داسي ولې
خفه وځم دمیني له ډک ښاره !ورکه یاره

له زړه نه مي دهجرغشي پوري وُري وتي
غمونوکي یم داسي راحساره !ورکه یاره

جانانه مهاجردرپسي داسي ستړی ګرځې
روان وي بس وقفه وکړي پرلاره!ورکه یاره

مهاجرهروي
Forwarded from محمد خالد (انس) (محمدخالد انس)
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
د وحشتو په دې بهېر کې را اسیارې خورکۍ
ای د غـــزې د کلې لرې مـــسلـــمانې خورکۍ

چې دې په غیږه کې مړ پروت ټوټې ماشوم بچی دی
سوې نعرې له دردو سړیکو وخ قربانې خورکۍ

نړۍ کافره ده هیڅ رحم نن پر تا نه کوي
د وجود وینه دې په لپو څکي ارزانې خورکۍ

کاش چې تر څنګ دې مسلمان افغانستان وای غزې
هیره مې نه یې شي تر سترګو راته ګرانې خورکۍ

له دې حالاتو خدایه خلاص کړې مسلمان فلسطین
غربي لیوانو و خوړلې قدردانې خورکۍ

ربه د ځمکې له سر واخلې دا سرسخته یهود
بدري طالب زړګی به هله شي قرارې خورکۍ

#بدري طالب
غزل

څومره خوږ وي چې څوک کړي د اُخوت ژوند
په خدای ارزي په هر څه د محبت ژوند

د کینې او د عناد انجام ډیر بد دی
سړی باسي له ټولنې د نفرت ژوند

چې نه بد کړي نه یې زړه له بدو ډک وي
خدای په هغو لورولی د رحمت ژوند

لاس د نه وهي د بل په کور او ژوند کې
که څوک غواړي چې کړي تیر ښه د راحت ژوند

که د خدای په بنده ګانو مهربان شو
خدای به راکړي په دنیا کې د جنت ژوند

اصلي کور مو دی هغه دوې لوېشتې قبر
راځئ وکړو د خپل رب د اطاعت ژوند

داستانونه یې پیړۍ وروسته لا لوَلو
چاچې کړی په دنیا کې د غیرت ژوند

زړه یې پاک دی ځکه دومره خوږ غږیږي
دی تیر شوی په مخبت د مجبوریت ژوند

مخبت وردګ
محمدﷺ

محمده زړه مي مات پرهرپرهردۍ
محمده ســتا دهجــــر له اثر دۍ
محمده یو ساعت مي نه تیریږي
محمده په عجم کي مي ګذردۍ

ته رحمت دذولجلال یی محترمه
ته خاوند دښه کمال یی محترمه
ستامثال نه په دنیانه مافــیهاکي
ته جوړشوۍ لامثال یی محترمه
محمده ته شـــــفیع دمــــزنبینو
محمده ســتامحتاج هرپیغمبردۍ

ستامین یمه په تاپسي بیماریم
ستابیلتون یم دردولی ډیرناچاریم
نه جوړیږم په ملانه په طبیب زه
زماطبیب یی ګرانه تاته انتظاریم
محمده ستاپه نوم باندی ابادیم
محمده په نامه دي جوړکوثردۍ

په راتلودي حُــسن راوړ ودنیاته
په راتلودي مینه ورکړه وهرچاته
په راتلودي شوه دجهل تیاره ورکه
په راتلودي ټول دکفر لات عُـزَّاته
محمده په عرب او په عجم کي
محمده ســـتادرحم ځـــــلالمردۍ

ډیرارمان ستادحرم لرم په زړه کي
کړم دُعاستادوصال په هرلمانځه کي
امتي دي یم په دي شکــــرګذاریم
تیري دلای چي مي ژوندپه مدینه کي
محمده مهاجرهم درقــــریب کړه
محمده مهاجــــرهم یو بشـــردۍ

مهاجرهروي
ثابت قدم پاتې شه د وخت سالار رهبره
ګل ته شبنم پاتې شه د وخت سالار رهبره

ته د ښکلا ؤ میر یې ته د غزاؤ امام
صبر کې تم پاتې شه د وخت سالار رهبره

پر شریعت مئینه پر عدالت مئینه
دنګ او محکم پاتې شه د وخت سالار رهبره

اې پګړیوال سړیه اې لامثال سړیه
تاریخ ته سم پاتې شه د وخت سالار رهبره

ته تاریخې رهبر یې ته جهادې رهبر یې
لا منظم پاتې شه د وخت سالار رهبره

مهاجر لاس نیولې رب ته یې پاس نیولې
اوچت نور هم پاتې شه د وخت سالار رهبره
غزل

يــــخ شمـال نری باران وو نيمه شپه وه
څـــه له درده ډک زمان وو نيمه شپه وه

د زړګـــي درزا مې ورو ورو زياتېدله
نه طبيب نه يې درمان وو نيمه شپه وه

لالهانده مــــــې اروا وه سرگردان وم
رنګ مې ژیړ لکه زعفران وو نيمه شپه وه

راتــــــــــه بـــــله ډيوګۍ يې د يادو وه
له ژړا مـې زړګي وران وو نيمه شپه وه

لکه شــــــمه داسې ورو ورو ويلي دمه
په ما بل اور د هجران وو نيمه شپه وه

د غـمونو پرې له هرې خوا ګوزار وو
زړه مې سم افغانستان وو نيمه شپه وه

ما هـغــلته د نـامرد بـيلتون زور وليد
چې خالي ځاى د جانان وو نيمه شپه وه

زه وحـدت الله ابــوحمزه وم ړنګ بنګ
راسره يـې تــصويران وو نيمه شپه وه

وحدت الله ابوحمزه
''نعت شریف''

له نومه دي شم زار د زړګي سره خوږ نبی
محبوب  یي  ده الله  خیرالبشره خوږ نبی

ګیډی  ګیډی،  درلیږم  له  عجمه  سلامونه
قبول یې کړه په مینه  ای  دلبره خوږ نبی

چي درشمه ترکلي ستادیدن دروضي وکړم
دنیا  کي  تر هـر څه  راته  بهتره  خوږ  نبی

یي بل رکم سړی دا ستا مثال دنیاکي نشته
درمل دی دا ستا نام د هرپر هره خوږ نبی

په دی ډیر افتخار کړمه چی ستایم اُمّتی
له حوض نه اوبه راکړه دکوثره خوږنبی

حارث جانان چي تل پرتا درود اوسلام وایي
امید د شفاعت کړی په محشره خوږ نبی

''حارث فراهي''
Forwarded from احمدالله وفا
نوی غزل!

نــــن مې دا ستا د هېـرېدلو اراده وکړله
له ښاره ولاړم چېرته لرې مې دمه وکړله

فکر کې ورک شومه تېر وخت تللي یاران رایاد شول
له خولې مې آه ووت قسمت ته مې ګيله وکړله

وخت مطلبي ده اخلاص نشته او وفا ختمه ده
څومره خطا شوم چې مې نوې یارانه وکړله

ارمان پوره نشو نيمګړې شولې ټولې هيلې
نــــن مې د خپلو ارمانونو جنازه وکړله

د شهيد یار په مزار تېر شوم ورته ومې ژړل
ځانته حيران يم چې بې تا مې ګزاره وکړله

احمدالله وفا اخته یم د ژوند لار لنډوم
نن مې له ژوند څخه مننه مخه ښه وکړله

احمدالله وفا
مونږ دګل وارونه نه پري لوریدلو
دوۍ دغشو بارانونه پرموږ وکړل

هاچي هیڅ رنګه ضرر تمه تري نه وه
نن یي بل رقم ظلمونه پرموږ وکړل

چا د چا تصویر ته دا ګیلي کولي
بیلتانه خو دي چمونه پرموږ وکړل

ځه پریږده یي پرمخ سپین په زړونو توردي
دغو ښکلو څه مرګونه پرموږ وکړل

ای بادشاه چي د امه تن بلل کیږي
هغه زړه نااشنا کارونه پرموږ وکړل

چي د ژوند ناوکۍ نه خوشحالیدله
ولي هسي تاوانونه پر موږ وکړل

خپل مي نه شوي(مبارز) دزړه ټوټي خو
تلي وولي دي خوبونه پر موږ وکړل

مبارزبدري
Forwarded from أیوبي الهام کندهاری
شې د درستي نړۍ سیال به

أی زمونږ ټوک ټوک وطنه مــونږ لرو در ســره مینه،
چي د درستي نړۍ سیال شې در کـوو لا نوره وینه،

د سپوږمۍ سره سیالي دي دښکلاتر دنـګ عـروجه،
رسوؤبه دي که خدای کول مونږ بیاتر دنګ عروجه،
هر قـدم مـو پـــه أخلاص هــره وعد مو ده رښتینه،

په قیمت چي د هر څه وي تابه دا ځلـي ودان کـړو،
هره دښته او بیدیا به دي په ورو ورو ګلستان کـړو،
په زاغانــو به اور بــل شــــي بلبــــلان درته راځینه،

دپردو د لاسه خلاص شوې اوس د أمن په فضاکي،
دې مظلوم ملت دي ساواخیست دنوي ژوند رڼاکي،
قائمََــا او دا ئمًــــا دي أمــــن بـــــیا غـــواړو امـــینه،

لمدو وچـو اور أخیستئ د اِسـلام په نوم جګړه وه،
د بارودو پـــه اورونــــــو دي سیــنه لمــبه لمــبه وه،
ته تنها دوۍ بدرګه وه مرســته وه کـــړه رب متینه،

په بمـونو دکافــر دي وســــوه ډېــر دنــګ چنارونه،
أیــوبــي الهامه خـاوري ورتــه ډېـر تنکــي ســرونه،
ویـنو رنـګ راوړ وطـنه دا بـریـا دي ســــه حـسـینه،

ایوبي الهام