توره بوړه ټيلیګرام پاڼه
188 subscribers
2.05K photos
1 video
2 files
2.44K links
پښتو خبرونه،لیکنې ،ویډیوګانې او ترانې نشروی
Download Telegram
to view and join the conversation
پکتیالجه منګل ولسوالۍ مرکز او لویه قرارګاه فتحه، د استخباراتو د مدیر او امنیه قومندان په ګډون ۴۷ تنه عسکر مړه او ټپيان شول
https://wp.me/p9u6t7-jom
د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکي جریان کې تیره شپه د پکتیاولایت لجه منګل ولسوالۍ په مرکز اوورسره  لویه قرارګاه  د اسلامي امارت مجاهدینو کارنده تعرضي عملیات پيل کړل.
د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د عملیاتو په لړکې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او ورسره په څنګ کې لویه قرارګاه په بشپړه توګه فتحه او د اسلامي امارت سپین توغ پرې رپاند شو.
دغه راز د استخباراتو د مدیر (نذیر) پ شمول ۱۸ تنه عسکر او پولیس ووژل شول، ۸ تنه نور ټپیان دي.
همدرانګه  ۲ ټانګونه، ۲ عرادې رینجر موټر ویجاړ شول، ۲ ټانګونه،  ۱  عراده رینجر موټر  او په ډیره اندازه وسلې،  مهمات اونظامي توکي د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
د عملیاتو په لړکې ۲ تنه عسکر ژوندي هم ونیول شول.
بلخواد نوموړي ولایت څمکنو ولسوالۍ اړوند نوزي سیمه کې د مزدور دښمن په کومکي قوه هم د اسلامي امارت مجاهدینو ناڅاپي او ځپونکي بریدونه ترسر ه کړل.
د معلوماتو په اساس د نښتو په لړکې ۷ تنه عسکر او پولیس ووژل شول، د څمکنو ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۴ تنه عسکر، پولیس اواربکیان ټپيان دي.
خبرزیاتوي چې دلته هم د دښمن ۳ ټانګونه، ۱ عراده رینجر موټر په بشپړه توګه ویجاړ شول،  ۲ میله پیکاماشیندار او نورې ډیرې وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغللي دي.
د نښتو په ټول جریان کې ۲ تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل او ۴ تنه نور ټپیان دي.
عملیات  لاهم دوام لري او دښمن د تیښتې په حال کې د مجاهدینو تر تعقیبي بریدونو لاندې دی.
2018/8/5
پروان: سیاه ګرد کې د تعلیم او تربیې مسئولینو د مکاتبو او مدارسو له استادانو سره مهمه غونډه ترسره کړه
https://wp.me/p9u6t7-jon
له پروان ولایت نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي، چې  د یاد ولایت  سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند دشتک کلي په جامع مسجد کې د تعلیمي بهیر د باکیفیته کولو او پیاوړتیا په غرض او د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمیسیون د لوایحو  د تطبیق په موخه د اسلامي امارت د تعلیم او تربیه مسئولینو لویه غونډه دائره کړه.
په غونډه کې د دغې ولسوالۍ اړوند د قول خول د درې د ټولو مدارسو او مکاتبو استادانو، قومي مخورو او د سیمې ګڼ شمیر عامو خلکو ګډون وکړ.
د یادې سیمې اوسیدونکي نژدې ټول هزاره ټبر او اهل تشیع وروڼه تشکیلوي.
دغه غونډه د پروان ولایت د تعلیم او تربیې محترم  مسؤل مولوی سمیع الحق حماس په ابتکار را غوښتل شوې وه چې د هغه تر څنګ په  سیاه ګرد ولسوالۍ کې د اسلامي امارت یو شمیر نورو مسؤلینو  هم ګډون کړی و او  هر یوه په خپل نوبت مفصلې او اهراړخیزې ویناوې وکړې.
غونډې ته د وینا په مهال د تعلیم او تربیې مسؤلینو د ښونځیو د نظارت، د زده کونکو د عصري او دینې زده کړو  په اړه مهمې او مفصلې خبرې وکړې.
د تعلیم او تربیې مسؤلینو د ښځینه ښونځیو مسؤلین د حجاب، ستر او د اسلامي امارت لوائحو او اصولو مطابق خپلو زده کړو ته متوجه کړل.
غونډې ته رابلل شوي ګډونوال نوي نسل ته د دیني سالم فکر ورکولو، د سیکولرزم، دیمکراسۍ او نورو کفري دسیسو ته متوجه کولو ته وهڅول شول.
د ښونځيو امیرینو او سر ښونکو استادانو د اسلامي امارت تعلیم او تربیې د مسؤلینوڅخه مننه وکړه، هغوی د تعلیم او تربیې سره د اسلامي امارت په مینه او کومک ډاډ څرګند کړ او خوښې یې وښوده، چې د اسلامي امارت تعلیم او تربیې مسؤلین یې وخت په وخت پوښتنه کوي، د حالاتو نه یې خبر اخلي او د ستونزو د پیدا کېدو سره سم یې ستونزې ورحل کوي.
غونډه وروسته د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
وروستي جزئیات: پروان مرکزکې فدایي برید ۱۵ امریکایي اشغالګر عسکر مړه او ټپيان کړل
https://wp.me/p9u6t7-joo
د الخندق عملیاتو په کفر ځپونکي جریان کې نن سهار ۶ بجې د پروان ولایت مرکز اړوند خلازیي سیمه کې په امریکایي اشغالګرو عسکرو چې په یوه باغچه کې سره راټول شوي وو،  د اسلامي امارت  د استشهادي کنډک یو تن قهرمان فدایي مجاهد (مولوى ثناءالله خالد د کابل اوسيدونکي)د فدایي  واسکټ په سیله چې  خورا قوي چاودیدونکي توکي په کې ځای په ځای شوي وو، اتلوال فدایي برید ترسره کړ.
امریکایي اشغالګر داسي مهال د دغه کفر ځپونکي برید ښکار شول، چې تیره شپه ۳ بجې نوموړې سیمې ته د چاپې په موخه راغلي وو.
د کره ترلاسه شویو معلوماتو په اساس  په یاد اتلوال فدایي بریدکې کې ۱۵  تنه امریکایي اشغالګر عسکر مړه او ټپيان شول، ورسره په څنګ کې د اشغالګرو  ۱ تربیه شوی سپی او یو تن کورنی غلام عسکر هم ووژل شول.
خبرزیاتوي   اشغالګرو له برید وروسته  سیمه کلکه محاصره کړه  او خپل مړي او ټپيان یې د ۳ امبولانس چورلکو په مټ له سیمې ولیږدول.
روزګان : ترینکوټ کې ددښمن مهم مرکز دنادرشاه غونډۍ هم فتح شوه
https://wp.me/p9u6t7-jos
د روزګان ولایت دمرکز ترینکوټ  اړوند دپای ناوې په سیمه کې ددښمن مهم مرکز دنادرشاه غونډۍ  نن مازدیګر د وسلوال برید په ترځ کې په بشپړه توګه فتح اوپکې میشت مزدور عسکر او پولیس دتلفاتو په لیدلوسره په تېښته ولاړل
دیادي سیمي په فتح  کیدو سره اوس د شاوخوا ټول مجاهدین سره وصل شول  اوس په دښمن دمحاصرې کړۍ نوره هم راتنګه شوي
دبیګاه شپې په جګړه کې  دوه تنه مزدور قومندانان ( قومندان نوري اویوبل قومندان ) وژل شوي دي
دپېښي په اړه نورجزئیات به وروسته پرلیکه شي
د هیواد په ځينو برخو کې د دښمن د جعلي هڅو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
https://wp.me/p9u6t7-jou
د هیواد په ځينو برخو کې یوه جعلي پاڼه خپره شوي چې د اسلامي امارت رهبري شورا او مشرانوته منسوب شوي او په کې د اسلامي امارت د تګ لارې خلاف خبرې لیکل شوي.
همدا ډول د هرات ولایت په ګلران او ځينو نورو ولسوالیو کې هم د دښمن د استخباراتو لخوا د اختر او اوربند په تړاوو جعلي خبرې نشر شوې دي.
موږ دغه دواړه پروپاګندونه په کلکه ردوو، داسې مسائل یواځې د اسلامي امارت رسمي ویندویانو د رسنیو په واک کې ورکولی شي او د هغوی لخوا اعلانیږي.
د شب نامو په شکل یا په محلي سطحه د افرادو لخوا داسې شیان خپرول د اسلامي امارت د مجاهدینو تګ لاره نه ده.
داچې دښمن له سختې وارخطايي سره لاس او ګریوان دی، د دا ډول جعلي او استخباراتي هڅو په مټ غواړي اذهان مغشوش کړي، د اسلامي امارت په اړه تبلیغاتو ته توکي برابر کړي او له مهمو مسائلو څخه سوء استفاده وکړي.
هیله ده هیوادوال د دښمن دغه راز خبرو ته اعتبار ونه کړي او نه يې هم په اړه تشویش وکړي.
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۲۴/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۱۵/۵/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/8/6م
د سولې له رنګین عنوان څخه په اجتماعي حقوقو برید(اتمه برخه)
https://wp.me/p9u6t7-joy
ليکوال: مولوي شمس الله سالک
مکار دښمن  سوله  برمته  کړې ده، هغه  سوله  نه غواړي  چې الله جل جلاله  او د هغه  رسول  صلی الله  علیه  وسلم  د هغې توصیه کړې ده، فرېب ګر دښمن هغه  سوله  نه غواړي  چې  افغان  مظلوم  ولس  ورته  اړتیا لري، مکار دښمن  هغه  سوله  نه غواړي  چې  د ده  اهداف  په کې  خوندي  نه وي، مکار دشمن  هغه  سوله  نه غواړي  چې د پردې  تر شادی په  واک  باندي  مسلط  نه وي  .
سوله (صلحه) ډېر جالب  او زړه  راښکونکی  زرین  عنوان دی،  سولې ته  د هیلو  انتظار څلوېښت  کلن  شو، د ټولو افغانانو د زړونو ارمان دی .
سوله  د هغو لوړو اهدافو له جملې څخه  ده  چې الله جل جلاله  خپل  پیغمبر رسول  الله  صلی الله  علیه  وسلم   د دې لپاره  مبعوث  کړی دی  چې سوله تامین کړي، سوله  الهي  حکم  دی،  سولې ته  رسول الله  دعوت  چلولی دی، سوله  د شرعي  سیاست  برخه ده، سوله  شرعي امر دی، سوله د شرعي  شرائطو او اصولي  مقرراتو په  چوکاټ کې لوړ مصلحت  او اصلاح  ده .
خو برعکس د شرعي احکامو او اصولي مقرراتو په  خلاف  سوله  اصلاح  نه؛  بلکي فساد دی، حتی نه بخښونکی جنایت  دی، په  الهي  شرع کې  د سولې د مقبولیت  لومړی  شرط  دا دی  چې په  سوله کې  به  د اسلام لوړوالی، د مسلمانانو خیر او نفعه  نغښتې وي، په کومه  سوله  کې  چې  د عامه  مسلمانانو  دنیوي او اخروي  شر او ضرر نغښتی وي هغه  صلحه  اصلاح  نه ده  بلکي  شر عظیم  او فساد طویل دی .
مکار دښمن  د سولې  له رنګین عنوان څخه  د مسلمانانو په  اجتماعي حقوقو برید کوي هغه پایمالوي،  د مکار دښمن  په  ابتکار چې د سولې په  نوم کومه  ډنډوره  اعلان شوه  دا هغه  سوله  نه ده، چې قرآني آیتونو د هغې توصیه کړې ده، یا د افغان مسلمان  ولس  ورته  اړتیاده، بلکي  د مکار دښمن  د جګړې  د یو بل اړخ  یا تکتیک  دی، د جګړې په ګرمو سنګرونو کې د دوی د شکست او ماتې څخه وروسته دوی غواړي خپلو موخو ته د سولې په عنوان ورسيږي، ځکه  د جګړې  مقابل او اصلي لوری  چې  په افغانانو يې جګړه تپلې او پيل  کړې ده  امریکایان دي، هغوی ځانونه  شاته  اچولي دي، دکابل  دګوډاګۍ اداري  جارچیانوته يې د سولې د نغارې جار په  لاس  ورکړی دی، هرڅوک په دې پوهېږي چې د کابل  ډنډورچیان  د سولې  او جګړې  په  اختیار او نه اختیارکې هيڅ  واک  نلري، نه يې جګړه پيل کړي او نه يې په درولو کې رول لرلای شي،  نو ځکه  ویلای شو چې  د سولې په  رابطه  دکابل  د جارچیانو ډنډوره  امریکايي توطیه  ده  چې  په دې  وسېله  له موقع  څخه  د خپل ځان په ګټه استفادې  کوي.
مکار دښمن  په دې  تدبیر سره  غواړي  چې د ساده لوحو عامه  ذهنیت  تېرباسي او داسي  ویناوي  راپورته  کړي :  چې ( دکابل اداري  ومنله  چې دسولې په  رابطه  بې قید او شرطه  خبري کوو –  آن د اساسي  قانون ترمیم  هم منو – که طالبان د رسمي ګوند په  شکل کې  ځان ثبت  غواړي  هم  يې منو ) .
دوی فکر کوي چې  اوس به نو  عامه  ذهنیت  دا سوال کوي  چې مجاهدین  ولې سوله  نه کوي ؟
په دې تدبیر سره  مکار دښمن  غواړي چې عامه  ذهنیت  متزلزل کړي د مجاهدینو په  خلاف  يې  ولمسوي او د یوې  وسېلې په توګه کار ترې  واخلي .
حقیقت  داسي دی  چې د مجاهدینو له رهبري  سره  د ټولو مشکلاتو احساس شته، او د مسلمانانو له ځور او اذیت  څخه  خوند نه اخلي، اونه  د پردیو تر فشار لاندي دي، بلکي څومره  مشکلات  چې په  عامه  ولس  باندي تېرېږي  دهغو لس  چنده  مجاهدینوته  متوجه  دي، په  حقیقت کې  هغه  سوله  چې  کافران  يې  غواړي  د څلوېښت  کلن جهاد ټولي ثمرې  له منځه  وړي او مسلمان ولس ته  د دنیوي او اخروي  امورو په  لحاظ  سخته  ضربه  ورکوي  او دروند زیان ور اړوي .
عامه  مسلمان  ولس دي او مجاهدین باید  بیدار او ويښ  واوسېږي  مکار دښمن  د سولې ترجالب  عنوان لاندي  لوی شیطاني جال  خپور کړی دی، په دې توطیې  سره  دښمن غواړي چې مسلمانان په  خپل منځ کې یو د بل ګرېوانوته  لاس  واچوي  او په  یو بل  ډول  جګړه کې  يې  ښکېل کړي .
حقیقت  دا دی  چې مکار دښمن  د سولې تر عنوان لاندي د اسلام د مقدس  دین  د له منځه  وړلولپاره  ستره توطیه  جوړه کړې ده، د همدې لپاره يې څوتنه  اجاره  شوي  او درباري  اشخاص ګمارلي دي  چې د سولې په  رابطه  د ملت  غولولو او د ساده  لوحو خلکو د تېر ایستلو په  غرض  پراخ  تبلیغات  وکړي، پروګرامونه  او غونډي جوړي کړي په تلوېزیونونو او راډیوګانو، مجلو او اخبارونوکې د دې لپاره  کمپاین  وچلوي .
د مسلمانانو اصل دښمن  ړوند دی د الهي احکامو په تحریف  نه پوهېږي، د الهي احکامو د تحریف په  سلسله کې  بیا دکابل  د ادارې کرایه  شوي   درباریان  مهارت  لري، چې د قرآني آیتونو ، او نبوي احادیثو د تحریف  لارې  ورمعلومي دي، د رټل شوو درباریانو دتحریفاتو  له جملې څخه  یو د سورت  انف
ال  (۶۱)  آیت  دی چې د سولې په  رابطه  الهي حکم  بیانوي، د آیت  هغه  معنی او حقیقت  چې  مفسرینو، مجتهدینو، محدثینو او پیاوړو عالمانوتعیین  کړی دی ، د غو بې احساسو يې د مرادي  معنی په تحریف  لاس پوري کړی دی او دکافرانو په  ابتکار د سولې په تبلیغاتوکې  سر چپه  استفاده ترې کوي، د سولې  د نه کولو د ملامتۍ ګوته  د مجاهدینو په  لوري څنډي  چې مجاهدین ملامت  دي  په کوم  دلیل  سوله  نه کوي ؟.
زه  دیو دیني  عالم  په  صفت  د دغه  آیت  مطلب  د فقهاوو او مجتهدینو له نظره  تشریح  کووم  چې  اصل  مراد ترې جوت  شي  او له هغه  وروسته  چې د سولي  تر زریني پردې  شاته  مکار دښمن  شوم  اهداف  پټ کړې دي هغه  به تشریح کړم، له هغه  وروسته  د دښمن  هغه  فسادات  چې  عامه  مسلمانان په دیني  او دنیوي لحاظ  ترې  متضررکېږي د مسلمانانو د قضاوت  مخي ته ږدم  او دوی دغه  مهلک  زهر چې د سولې په عسلوکې  يې ګډ کړي دي  د عامه  مسلمانانو د هلاکت  او بربادۍ  سبب  دي د لوستونکو مطالعې ته وړاندې کوم.
د ټولنیز فکر خاوند، مشفق او زړه سوانده مشر ملا محمد نسیم مشفق
https://wp.me/p9u6t7-jow
قدرت الله مدنی
۱۳۹۶ کال و، د دوهم سمستر په آخر کې چې د درسونو ختیمدو ته لږ وخت پاتې وه، یو شپه مو له ملګرو سره بنډار وه، یو ملګري راڅخه د پروان د ټولنیزو ستونزو په اړه پوښتنه وکړه.
ما ورته وویل په دې کې شک نشته چې پروان ولایت خورا مشکلات لري، ځکه د ناټو مرکزي نکته د پروان بګرام ده او هلته د نړیوالو توجه هم زیاته ده، د شورای نظار د لنډغرو ځالې هلته دي، د کفري بلاکونو استخباراتي او نظامي توجو زیاته ده، خو د ټولنیزو مصیبتونو او ستونزو پر وړاندې ټولنیزو هڅو او مبارزې ته اړ تیاده او ټولنیزه مبارزه او هڅې د ټولنیز شعور، ټولنیز فکر څخه پرته نه شي کیدای، لله الحمد د پروان ولایت نظامي مسؤل ملا محمد نسیم مشفق په ډېر متانت سره دا ستونزې حل کړي.
مشفق صیب هغه مسؤل دی چې په مجاهدینو کې يې د ټولنیز شعور او د یووالي د خصلت را ویښولو سره سره د مجاهدینو ذهني انتشار او ګډوډي ختمه کړه چې په اوسني حالت کې یې زمونږ مجاهدین له ډېر لوی خطر څخه وژغورل.
له ټولنیزو مصیبتونو او دردونو سره د مقابلې لپاره چې کوم ټو لنیز شعور او کردار ته اړ تیا وه هغه مشفق صیب را منځته کړ، ما لا خبرې نه وې ختمې کړې چې په واټساپ کې د مشفق صیب مسج راغی، لیکلې یې وه: سبا ته زمونږ ځای ته راشه.
سبا ته له درس ویلو وروسته ورغلم، په څنګ کې ورسره ناست وم، له نورو میلمنو سره یې چې کله مجلس پای ته ورسېد، ماسره یې مجلس پیل کړ، د یوې خبرې په ځواب کې ما ورته وویل چې زما خو لا درسونه پاتې دي، نوموړي راته وویل:
په نړۍ کې د ظالم او مظلوم کیسه ډیره پخوانۍ ده، د انسانیت په درمند ډیر ځله ټکې را لویدلې دي، د سړیتوب پر بڼ ډیر طوفانونه راغلي دي، د وحشت او بربریت لاسونو ډیر ځله د انسانیت مخ شکولی دی، خو د اور او وینو کومه لوبه چې امریکا روانه کړې تاریخي ساری نه لري، بیا یې زیاته کړه:
افغان ولس بې وسه دی، مجبور دی، د نړۍ عامه ذهنیت ته عرضونه کوي، بې طرفه څارونکو ته بلنه ورکوي چې د دوې مظلومیت وویني، خو غږ یې نه اورېدل کیږي، د دې ولس ټولې هیلې تر تاسې ځوانانو پورې تړلې دي، د دې ولس د لوټ شویو عصمتونو کسات باید تاسې ځوانان واخلئ، په دې ځوریدلي ولس غیرت ستاسو کار دی، د تقدیر په قانون کې د ولسونو د لوړ تیا او ځوړورتیا لارې معلومې دي، عزت او سر لوړي د هغو ولسونو لپاره ده چې د ژغورنې او پر مختګ پر لار روان وي…
په نهایت کې مو په دې فیصله وکړه چې له لوی اختر وروسته به بیا سره وینوو، خو الهي مقادر، مخارق رامینځته کوي، مسلسل مسجونه مې ور استول جواب یې نه راکولو.
یو ملګري ته مې وویل مشر د مسج جواب نه را کوي.
هغه راته وویل مشر. بیا چوپ شو…
ما بیا ترې وپوښتل د خدای لپاره خبره وکړه، خو د هغه په مخ د غم له آثارو بل څه نه وو، له اوږو مې ونیو او په زوره زوره جټکې مې ورکولې، خو له هغه سره د اوښکو له باران او سلګیو پرته بل ځواب نه و.
د څنګ بل ملګري راته وویل مشر شهید شو.
ما ورته کړل: د خدای لپاره دا خبره رشتیا ده؟
خو د هغه ځواب په ژړا کې ورک شو او له سترګو یې د اوښکو سیلابونه را مات شول، اسمان ته مې وکتل د اسمان په ټټر ځای په ځای د شلېدلي څادر نه ستورو را کتل او په خپلو کې یې غلې غلې زمزمه کوله چې مشفق شهید شو، مشفق شهید شو، مشفق شهید، تقبله الله.
چټک انټرنیټ ستاسو خوب کموي!!
https://wp.me/p9u6t7-joC
ډېر خلک تېز انټرنيټ ته خوشحاله وي، حتا چې کله یې انټرنېټ ورو وي، ښکنځل کوي،خو ایا پوهېږئ چې د ډېر سرعت انټرنيټ څه زیان لري؟
یوه تازه څېړنه ښيي چې د ډېر تېز انټرنيټ کارول، خوب کموي او نه پرېږدي چې تاسې پوره خوب وکړئ.
د Bocconi  پوهنتون یوه تازه څېړنه ښيي چې تېز انټرنيټ کارول په اوسط ډول هره شپه ستاسې خوب ۲۵ دقیقې کموي.
دا پوهنتون د دې خوب د کمېدو د علت په اړه لیکلي، کله چې انټرنيټ تېز وي، کاروونکي یې ګېم، وېډیو کالنګ او ټولنیزې رسنۍ کاروي چې له مخې یې خوب کم او کار زیاتېږي.
نارنج د وینې غوړ له منځه وړي
https://wp.me/p9u6t7-jox
ژباړه : حمیدالله حمیدي
نارنج هغه مېوه ده چې د بدن په سلامتیا کې مهم رول لري. سربېره پردې د یو شمېر ناروغیو په له منځه وړولو کې هم ګټور تماميږي. نارنج په زیاته اندازه ویټامین سي لري چې د خوړو خوند ښه کوي. د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
د نارنج صحي ګټې:
۱ـ د سرطان په مخنیوی کې مرسته کوي.
۲ـ د پښتورګو د ناروغيو مخینوی کوي.
۳ـ د وینې غوړ یا کلېسټرول کموي.
۴ـ د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.
۵ـ قبضیت له منځه وړي.
۶ـ د فکر په سلامتیا کې مرسته کوي.
۷ـ د وینې فشار کنټرولوي
نارنج لرغونې مېوه ده، په انګلیسي کې يې اورنج بولي، چې د سانسکرېټ له نارنګ څخه اخيستل شوې کلمه ده. له ميلاد نه ۵۰۰ کاله مخکې هم له نارنجو ګټه اخيستل شوې ده، خو لومړني ډولونه يې ترخه وو، تر اصلاح وروسته، تريو، تریو بخن او خوږه لوړي پيوندونو ور پورې شوي دي.
د پیدایښت لومړنی ځای يې سوېل ختيځه اسيا ګڼل کېږي، ونې يې تل زرغونې وي او تر لسو مترو پورې جګېږي، په افغانستان کې هم نارنج کېږي.
تازه خبر: غزني جغتو کې د رشیدانو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ نقلي مرکز او ۵ پوستې فتحه، ۴۶ تنه عسکر مړه او ټپیان شول
https://wp.me/p9u6t7-joD
د الخندق عملیاتو په لړکې تیره شپه شاوخوا ۱ بجه د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوندقیاغ دره، ګل سرخ او پیره که سیمو کې د ګوډاګي دښمن په ګڼو پوستو او د رشیدانو د مفتوحه ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ  په نقلي مرکز د اسلامي امارت مجاهدینو پراخ او ځپونکي بریدونه پيل کړل.
د  ترلاسه شویو معلوماتو په اساس بریدونو تر شاوخوا ۳ بجو پورې دوام وکړ او په لړکې یې د امنیه قومندانۍ نوموړی مرکز او ۵ پوستې په بشپړه توګه فتحه او د اسلامي امارت د مجاهدینو په کنترول کې شوې.
دغه راز ۲۵ تنه عسکر او پولیس ووژل شول، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر پراته دي، ۱۶ تنه نور ټپيان دي.
همدارنګه په بقولو سیمه کې د ګوډاګي دښمن په کومکي قوه هم مجاهدینو ناڅاپي بریدونه ترسره کړل، چې په مهال یې ۲ ټانګونه په ټولیزه توګه ویجاړ،  ۵ تنه عسکر ووژل شول، یو شمیر نور ټپیان دي.
د عملیاتو په جریان کې له دښمن څخه ۱ ټانګ، ۳۵ میله سپکه او درنه وسله  او ګڼ شمیر ډول ډول مهمات اونظامي توکي د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
په نښتو کې ۱ تن مجاهد شهادت لوړ مقام ته ورسید.