تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر
11.5K subscribers
2.44K photos
147 videos
8 links
تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو
د حقیقت او واقیعت په لټه

87.5 FM
91.2 FM
Download Telegram
د ⁧ بلوچستان⁩ ایالت په کوټه ښار کې د شنبې په ورځ د سېلابونو او برېښنا له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
‏د ایران پوځ نن یکشنبې نوې جنګي ډرون الوتکې چې تر هدف پورې ځان رسوي او چوي، نندارې ته وړاندې کړې.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په وېش بازار کي د تېز باد له امله یو کانتېنر پر موټرونو را لوېدلې، په موټر کي درې کسان ناست وه، خو چاته زیان نه دی اوښتی.
په پېښه کي پنځه موټرونه زیانمن سوي.
‏په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره د هڅو په لړ کې د اسرائيلو په کابينه کې اختلافات زيات شوي دي.
اروپايي ټولني له افغانستان سره ۳۰ میلیونه یورو مرسته کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل په دغه هیواد کې د پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړېدو پورې تړاو لري.
یوه میاشت کېږي چې په جرمني کې اجازه ورکول سوې چي خلک په عام محضر کې چرس وڅکوي.
روسیې ویلي، چي امریکا له افغانستان سره دومره مرسته کړې وه، لکه نن چي یې له اوکراین سره کوي، بیا یې هم سرنوشت د امریکا ماته وه.
په همدې مهال روسیې پر اوکراین د جګړې نور زور لګولی.
د اوکرایین پوځي چارواکو منلې چې د روسي ځواکونو سختو حملو له کبله په ځینو سیمو کې شاتګ ته اړ سوي دي.
‏د پاکستان د سناجرګې رييس یوسف رضا ګیلاني وايي، هېواد یې د ترهګرۍ له ستونزې سره مخامخ دی او باید دا ستونزه له طالبانو سره د خبرو له لارې حل شي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د رسنیو د ازادۍ د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
‏یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د رسنیو ازادي د ټولنې مهم رکن دی او د خلکو د پیاوړتیا سبب ګرځي.
د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کي د پوځ پر یوه ټانګ چاودنه سوې، دوه پوځیان ټپیان سوي او ټانګ یې تخریب سوی.
افغانستان بانک سبا سه شنبه د افغانۍ د ارزښت او ثبات لپاره ۱۶ میلیونه ډالره لیلاموي.
کندهار کي د اسعارو نرخونه:

▪️یو ډالر ۷۲.۳۹ افغانۍ
▫️یو ډالر ۲۷۹.۹۰ کلداري
▪️زر افغانۍ ۳۸۷۱ کلداري
‏ملګري ملتونه د بشري حقونو د دوره یې څیړنې په ناستو کې نن په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبری کوي.
نامعلومو کسانو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د پوپل مارکېټ شاته د عطا محمد په نوم یو کس ویشتلی او وژلی دی.
امنیتي مسولینو د پېښي د پلټني خبر ورکړی.
د کندهار امنیې قومندانۍ خبر ورکړی، چي په تېره اوونۍ کي د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۳۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅولو او قاچاق په تور نیولي.
مسولین وايي، چي د عملیاتو پر مهال یې ۱۰۲ معتادین او په زیاته اندازه هیروئین، ښيښه او اومان نیولي.
ددې عملیاتو پر مهال د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین هم سوی، ۶۶ جریبه مځکه یې اړولې ده.
د چین د سره صلیب ادارې په افغانستان کي له سېلاب ځپلو سره یو لک ډالر مرسته اعلان کړه.
یوه ناپېژانده وسله‌وال د هرات په ګذرې په ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې له امله یې شپږ کسه وژل سوي.
برید د شپې نهه بجې سوی او تر اوسه یې مسولیت چا نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو څارونکي ډلي ويلي، چي شمالي کوریا هم د روان زیږیز کال په پیل کې پر اوکراین توغندیز برید کړی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مصر، سعودي عربستان، اردن، قطر او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه په غزه کې پر اوربند ټينګار کړی څو د سیمې دغه کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل سي.
په کابل کې د ایران سفارت د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د اهل تشیع پر یوه جومات برید غندلی دی.
‏ایران سفارت له اسلامي امارته غوښتي چې د دغې پېښې، چې له امله یې یو شمېر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، عاملین په نښه او مجازات کړي.