شعر پیژندنه
4.84K subscribers
12 photos
11 files
15 links
السلام علیکم محترمو ګډونوالو دلته تاسي ته دشعر په اړه درسونه او معلومات نشروو
او تل به دلته راسره پاته وي
هیله ده راسره اوسئ
تبادلې لپاره👇
@tashfin123
Download Telegram
قطعه:
اندېښنه که پر غره کېږدې
غر به هم لکه وېښته کا
خوار سړی ملامت نه دی
که په غم کې ځان اوبه کا

هندسي جوړښت یې
a
b
c
b
رباعي
طامع همېش وي په انتیزار کې
اب یې دمخ ځي په هر دربار کې

ګنج چې دصبر پیرمحمد بیا موند
توانګر باله شي په دا دیار کې
هندسي جوړښت یې
a
a
b
a
غزل:
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دي دوطن اخیري جنګ شي
که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي
تر څو به دوی په کلي کلي ګرځي دا به وایي
چې دا مېنه دي ورانه شي او هغه کور دي ړنګ شي
زموږ زلمي چې جنګ ته هڅوي نو ورته وایي
چې هسې که مو کېښودې نو تورې به مو زنګ شي
که ګورې له لستوڼي به یې سور خنجر راوځي
دروېشه چې روان درسره دلته څوک په څنګ شي
هندسي جوړښت یې
a
a

b
a

c
a

d
a

e
.....
غزل:
a
a
b
a
c
a
d
a

e
a
........

رباعي هندسي جوړښت
a
a
b
a

قطعه هندسي جوړښت
a
b
c
b
*السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*د اسلامي أدب ګلبڼ*
*نېټه:۱۳/جماد الثاني/۱۴۴۴*
*ورځ: یونۍ*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*لۀ مهال وېش سره سم لۀ تاسو سره لاندینۍ پوښتنه مطرح کوم!*

*د فصاحت او بلاغت صفتونه د لفظ دي او که د معنی‌ دي؟ واضح یې کړئ !*

*فقط استادان، ادب پوهان، او هغه ملګري چې د نن ورځې دپوښتنې پۀ اړه کره معلومات لري، خپل ځوابونه دې پۀ صوتي بڼه لۀ موږ سره شریک کړي*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
استاد
شرر ساپی👇
Audio
‏فایل صوتی از طرف دلرېش😘
علامه محمدي👇
رضوان الله👇
السلام علیڪم ورحمة الله وبرڪاته
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي أدب ګلبڼ
نېټه:۱۶/جماد الثاني/۱۴۴۴
ورځ: شروع
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لۀ مهال وېش سره سم به نن عملي کره کتنه وي!
د عملي ڪره ڪتنې لپاره مو د محترم ( نبیل شباب ) کلام انتخاب ڪړی!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ملاقات، له ما په بل لوري روان دی
دا سوغات، له ما په بل لوري روان دی

هېلې مړې دي ارمانونه پس مرګي دي
ژوند میرات، له ما په بل لوري روان دی

د دیدن فَرض دې نه دي پر ځای کړي
که زکاة، له ما په بل لوري روان دی

زړه، کچکول د یار په سترګو پسي مه وړه
زړه خیرات، له ما په بل لوري روان دی

زه هم ښه نه یم نبیل شبابه، اورې ؟
زما حالات، له ما په بل لوري روان دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وخت: دماپښین له ۲:۳۰ بجې څخه دماښام تر ۹:۰۰ بجو پورې
فقط استادان او ادیبان ڪولی شي چې پر پورتني شعر باندې عملي ڪره ڪتنه وڪړي