آموزش زبان پشتو
9.08K subscribers
464 photos
49 videos
182 files
946 links
پشتو برای فارسی زبانها از طریق فضای مجازی برای.
برای سوال و جواب @RahimDurrani
Download Telegram
دويم لوست
ښوونکې
ښوونکې زمونږ لارښوونکې دی. هغه موږ ته د ليک لوست ښوونه کوي. ښوونکې مونږ ته سمه لاره ښيي. ښوونکې په ډېره مينه زمونږ کورني کارونه سموي. که مور او پلار زمونږ بدن روزي ښوونکې مونږ ته پوهه راښيي. له دې امله مونږ د ښووکي درناوې کوو او د مور او پلار په څير يې د درناوي وړ ګڼو.
نوي ټکي:
ښوونکې: استاد لارښونکې: راهنما ليک: نوشتن/ نوشته شده لوست:درس/خوانده شده سمه: درست ښيي: نشان می دهد مينه: محبت روزي: تربيت می کنند پوهه: فهم له دې امله: به سبب اين درناوې : عزت څېر: مثل وړ: قابل ګڼو: ميشماريم /ميدانيم/ حساب می کنيم.

ګرائمر:
د جوړخت او پاي له مخې د پښتو د مصدرونو ډولونه:
1 . لام والا مصدرونه 2. ول والا مصدرونه 3. يدل والا وصدرونه 4. کول والا مصدرونه
5. کيدل والا مصدرونه (چې هر يو مصدر په دوه ډوله دی. دوه توکيز، يو توکيز چې هر يو په ترتيب سره بيانيږي)
(دې خبرې ته دې ډېر فکر وشي چې کيدل والا مصدرونه مجهول لپاره او لام والا، ول والا او کول مصدرونه د معلوم لپاره راځي: لکه: کار کيدل (کار شدن) کار کول (کار کردن) او له نورو مصدرونو څخه د مجهول جوړيدو خپله لاره ده چې وړاندې بيانيګي انشاءالله.)
1. لام والا مصدرونه: هغه دي چې يوازې په "ل" پاي ته رسيدلي وي، يعنې د مصدر نښه پکښې "ل" وي، دا مصدرونه په دوه ډوله دي:
الف: دوه توکيز: هغه دي چې له دوه توکيو څخه جوړ وي او تو کي يې د جلا کيدو وړ نه وي.
ب: غير دوه توکيز هغه دي چې په اصل کښې مصدر ګڼل شوې وي او د تجزيې وړ نه وي.
2. ول والا مصدرونه: هغه دي چې يوازې په "ول" پاي ته رسيدلي وي، يعنې د مصدر نښه پکښې "ول" وي، دا مصدرونه په دوه ډوله دي:
الف: هغه چې لومړنې توګې يو بې معنا لفظ وي لکه: ګرځول، چې يوازې "کرځ" څه معنا نه لري.
ب: هغه چې لومړنې توګې يو معنا لروونکې لفظ وي لکه: تورول، چې تور يوازې معنا لري.
درس دوم از بخش دوم
فایل کمک اموزشی
این سوال برای یکی از برادران مطرح بود جواب دادم:
سلام برادر اگر فرصت کردید
صفر در مورد لفظ (خپل)برام توضیح بدید
که چگونه در الفاظ و کلمات بکار میره
و چګونه
ربطی متکلم
ربطی مخاطب
و ربطی غایب میشه

جزاکم الله خیرا
Forwarded from Dr Rahim Durrani
سلام
Forwarded from Dr Rahim Durrani
در انګلیسی یک لفظ داریم own که در چمله اینطور استفاده می شود this is my own house. this is your own house. this is his own house این خانه خودم، خودت، خودش هست.
Forwarded from Dr Rahim Durrani
در پشتو خپل هم هماه own در انګلیسی بمعنای خود است،
Forwarded from Dr Rahim Durrani
دا زما خپل کور دی، دا ستا خپل کور دی، دا د هغه خپل کور دی.
دريم لوست
مسافر
اسلم: په خير راغلې. کريم: خداي دې وبخښه.
اسلم: ته څوک يې؟ کريم: زما نوم کريم ګل دی.
اسلم: دلته څه کوې؟ کريم: دلته کار لرم، دا راته ووايه چې دلته مسافرخانه شته؟
اسلم: هو! دلته ډېرې سراې شته دي؟ خو ته کومې سراې ته تلل غواړې؟
کريم: داسې سراې راوښيه چې ښه ، ارزانه او نږدې وي.
اسلم: چې لږ مخکښې لاړ شې يو چوک دی په چوک کښې ښې اړخ ته يو سراې شته.
کريم: د سراې نوم راوښيه چې غلطه راڅخه نه شي.
اسلم: راځه! زۀ هم هغې اړخ ته ځم تاسو ته به سراې هم وښيم او خپل کار به هم وکړم.
(هغوي په لاره تلل او يو له بل سره يې خبرې کولې)
کريم: ډېره مننه، ستا نوم څۀ دی او څۀ کار کوې؟
اسلم: زما نوم اسلم خان دی او د ماشومانو په ښوونځي کښې ښوونکې يم.
کريم: دا خو ډېره ښه خبره ده خداي پاک دې بريالې لره.
اسلم: ته له کوم ځاي څخه راغلې يې؟
کريم: زه له کابله راغلی يم، کور مې په کندهار کښې دی خو په کابل کښې کار کوم.
اسلم: راځه وروره! نن ما سره شپه تېره کړه سبا به خپل کار وکړې.
کريم: نه وروره! په سر دې خير وي
اسلم: ښه کريمه وروره! دغه سراې ده، زۀ ځم، په مخه دې ښه.
کريم: د خداي په امان.(خداي دې مل وي)
نوي ټکي:
دې: تو (ضمير متصل) / حرف ربطی نږدې: نزديک لږ: کمی څخه: از/ با ښې: راست اړخ: طرف مننه: تشکر ښوونځي: مدرسه لره:(مصدر ان لرل: داشتن) دارد راځه: بيا نن: امروز ما سره: بامن شپه: شب سبا: فردا مخه: پيش روی تو