درس بیستم: شلم لوست
کوښښ/کوشش
هر څوک بايد هڅه او کوښښ وکړي ځکه چې بې هڅې ژوند ګټه نه لري. زۀ پوهيږم چې تاسو په خپلو درسونو کښې کوښښ او هلې ځلې کړي دي چې دويم ټولګي ته بريالي شوي ياست، پروسږکال چې اکرم په خپلو درسونو کښې کوښښ کاوه نو لومړۍ درجه بريالې شو او اسلم چې زيار ونه ويست (هڅه ونه کړه) ناکام شو او ډېر خفه ؤ، نو تاسو بايد په خپلو درسونو کښې کوښښ وکړئ او زيار وباسئ چې ناکام نه شئ.
بې زحمتـــه عزت نشتــه زما وروره
که عزت غواړې زحمت درلره بويه
نوي ټکي:
هڅه: هلې ځلې/کوښښ/کوشش وکړي: بکند ژوند: زندگی پوهيږم: می فهمم خپل درسونه: درسهای خود ټولګی:کلاس/جماعت بريالې: کامياب پروسږکال: پارسال زيار باستل: کوشش کردن خفه: ناخوش غواړې: می خواهی بويه: لازم

یک درس را در دو روز چند بار ګوش دهید هز زمانی که بیکارید میتوانید از ګوشیتان استفاده کنید و درس ګوش دهید.
لومړۍ لوست
حــــمـــد
زۀ بنـــده يــــــم تۀ مــــــــــولا تــۀ بــادشــــاه يـې زۀ ګــدا
تۀ خالق يې زۀ مخلوق يم تــۀ اعـــــلی يې زۀ ادنــــی
بادشاهان کۀ امــيران دي ستـــا د در دي فـــقـــــــــراء
څــــوک لائق د ثنا نشــــته تـــــــۀ لائــــــــق يـــې د ثنـــــا
تۀ مې مل شــــې اي خالقه ډېــر خـــراب دی حال زما
نوي ټکي:
يې: هستي/ را کۀ: اگر/ اگرچه څوک: کسی/ کی مل: همراه / ملګرې
ګرامر:
د کلمې ډولونه:
1. نوم: (اسم) د يو ځاي يا د يو شخص څرګندونه کوي.
2. ضمير: هغه کلمه چې د نوم ځاي ونيسي. لکه: زۀ، تۀ، هغه
3. صفت: هغه کلمه چې د يو نوم حالت او څرنګوالې بيانوي. لکه: ښه سړی، تور قلم
4. فعل: هغه کلمه چې د زمانې په دخالت سره يوه مستقله معنی ولري.
5. قيدونه: هغه کلمه چې په نوم، فعل، صفت يا ضمير باندې يو قيد ورزياتوي او معنی يې مقيد کوي لکه ډېر هوښيار.
6. ادات: هغه کلمه چې په مستقله توګه معنی نلري بلکه له فعلونو او نومونو څخه د يوې معنا د افاده کولو لپاره استعماليږي. لکه: "له" " تۀ" په دې مثال کښې " له کوره راغلم، کور ته ځم".

دويم لوست
ښوونکې
ښوونکې زمونږ لارښوونکې دی. هغه موږ ته د ليک لوست ښوونه کوي. ښوونکې مونږ ته سمه لاره ښيي. ښوونکې په ډېره مينه زمونږ کورني کارونه سموي. که مور او پلار زمونږ بدن روزي ښوونکې مونږ ته پوهه راښيي. له دې امله مونږ د ښووکي درناوې کوو او د مور او پلار په څير يې د درناوي وړ ګڼو.
نوي ټکي:
ښوونکې: استاد لارښونکې: راهنما ليک: نوشتن/ نوشته شده لوست:درس/خوانده شده سمه: درست ښيي: نشان می دهد مينه: محبت روزي: تربيت می کنند پوهه: فهم له دې امله: به سبب اين درناوې : عزت څېر: مثل وړ: قابل ګڼو: ميشماريم /ميدانيم/ حساب می کنيم.
ګرائمر:
د جوړخت او پاي له مخې د پښتو د مصدرونو ډولونه:
1 . لام والا مصدرونه 2. ول والا مصدرونه 3. يدل والا وصدرونه 4. کول والا مصدرونه
5. کيدل والا مصدرونه (چې هر يو مصدر په دوه ډوله دی. دوه توکيز، يو توکيز چې هر يو په ترتيب سره بيانيږي)
(دې خبرې ته دې ډېر فکر وشي چې کيدل والا مصدرونه مجهول لپاره او لام والا، ول والا او کول مصدرونه د معلوم لپاره راځي: لکه: کار کيدل (کار شدن) کار کول (کار کردن) او له نورو مصدرونو څخه د مجهول جوړيدو خپله لاره ده چې وړاندې بيانيګي انشاءالله.)
1. لام والا مصدرونه: هغه دي چې يوازې په "ل" پاي ته رسيدلي وي، يعنې د مصدر نښه پکښې "ل" وي، دا مصدرونه په دوه ډوله دي:
الف: دوه توکيز: هغه دي چې له دوه توکيو څخه جوړ وي او تو کي يې د جلا کيدو وړ نه وي.
ب: غير دوه توکيز هغه دي چې په اصل کښې مصدر ګڼل شوې وي او د تجزيې وړ نه وي.
2. ول والا مصدرونه: هغه دي چې يوازې په "ول" پاي ته رسيدلي وي، يعنې د مصدر نښه پکښې "ول" وي، دا مصدرونه په دوه ډوله دي:
الف: هغه چې لومړنې توګې يو بې معنا لفظ وي لکه: ګرځول، چې يوازې "کرځ" څه معنا نه لري.
ب: هغه چې لومړنې توګې يو معنا لروونکې لفظ وي لکه: تورول، چې تور يوازې معنا لري.