۱۰/۶/۱۴۴۶
سره رود ولسوالۍ کې ۳۹۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د سره رود ولسوالۍ بېلابېلو سیمو کې د کلیوالي سړکونو جوړولو او کانالونو پاکولو برخو کې ۳۹۸ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د کلیو او پراختیا رییس مولوي قسمت الله مبارز وایي، یاد کسان هره ورځ په دې پروژو کې کار کوي او په بدل کې ورته خوراکي مواد یا يې معادل نغدې افغانۍ ورکول کېږي.
هغه زیاتوي چې دا فعالیتونه نه یوازې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کوي؛ بلکې د سیمې پرمختیایي اړتیاوې هم پوره کيږي.
---

د ننګرهار عدليې رياست مسئولينو ۶ بارګينونه وتړل
د ننګرهار ولايت عدليې رياست مسئولينو له لوري په بټي کوټ ولسوالۍ کې د موټرونو شپږ بارګينونه د غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.
د ياد ریاست مسئولين وايي چې په خپله کاري ساحه کې څارنو ته دوام ورکوي او د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی کيږي.
انځور/ آرشيف

د ننګرهار اقتصاد رئيس د FGA مؤسسې د بيوميتريک له چارو څارنه وکړه.
د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي عطاء الرحمن فاتح د خپل تخنيکي ټيم په ملتيا د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي کې د خوړو نړيوال پروګرام له لوري زرګونه کورنيو سره د مرستې په موخه د FGA همکارې مؤسسې د بيوميتريک له چارو څارنه وکړه.
نوموړي د بيوميتريک په ځای کې د ايف جي ای مؤسسې له مسئولينو څخه د چارو چټکتيا له امله مننه وکړه او ورته يې لارښوونه وکړه چې نظم او د کورنيو په ثبت کې دقت ته پاملرنه وکړي ترڅو ټولې مستحقين له مرستو برخمن شي.
د اف جي ای مؤسسې مسئولينو د اقتصاد رئيس ته ډاډ ورکړ چې پاتې چارې به هم اقتصاد رياست سره په همغږۍ د نظم او دسپلين له مخې په شفاف ډول تر سره کړي.

ننګرهار کې ۱۴۱ کسانو ته د کار په مقابل کې نغدي مزد ورکړل شو
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست تر چتر لاندې اکټيډ مؤسسې له لوري ۱۴۱ کسانو ته د کار په مقابل کې څه باندې ۱.۴ ميليونه افغانۍ نغدي مزد ورکړل شو.
د معلوماتو له مخې يادو کسانو ۲۱ ورځې د يو شمېر پروژو په رغونه کې برخه اخیستې وه.

۱۲/۶/۱۴۴۶
ننګرهار کې ترافيکي پېښې له امله يو تن شهيد او شپږ ټپيان شول.
د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کرولا او ټوډي ډوله موټر د جنګېدو په پېښه کې يو تن شهيد او شپږ ټپیان شوي دي، د پېښې له ځای څخه مسئولينو ټپیان حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدولي دي.
همدا راز ترافيکو له لوري د پېښې د رامنځته کېدو په اړه څېړنې پيل شوي دي.

په ننګرهار کې د کډوالو چارو وزیر د فاتحې مراسم ترسره شول
د ننګرهار کډوالو چارو ریاست کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر شهید مولوي خلیل الرحمن حقاني د شهادت په مناسبت د قرآن عظیمالشان ختم او د فاتحې مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې ګډونوالو شهید مولوي خلیل الرحمن حقاني لپاره د مغفرت دعاء وکړه او د هغه کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس حاجي بازمحمد عبدالرحمن د شهید مولوي خلیل الرحمن حقاني پر ژوند، شخصیت، جهاد او مبارزې خبرې وکړې او د اسلامي امارت په صف کې یې د هغه شهادت د ویاړ، استقامت او قربانۍ یوه بېلګه وبلله.

د ننګرهار والي ولسي ستونزې د حل په موخه واورېدې.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د خپل کار په دفتر کې د ښار او ولسواليو بېلابېلو قشرونو ستونزې، غوښتنې او عريضې د حل په موخه واورېدې او اړونده ادارو ته يې د قانوني اجراتو په موخه راجع کړې.
د ننګرهار والي دغه راز د يو شمېر ادارو مسئولينو سره هم وليدل او په بېلابېلو برخو کې يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

ننګرهار کې ۲۰۰ زره څارویو ته د طاعون واکسین تطبیق کېږي
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې له لوري ۲۰۰ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسین تطبیقېږي. د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل چې دا واکسینونه به د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې د کوچي مالدارانو څارویو ته تطبیق شي. نوموړي وترنر ډاکترانو ته د واکسینونو د سوړ ځنځیر ساتلو او ښه تطبیق په اړه سپارښتنې وکړې.
د ملګرو ملتونو د کرنې ادارې مسئول ډاکتر عبدالمعروف ابراهیم خېل وايي، چې د واکسینونو د تطبیق لپاره ۳۳ وترنر ډاکترانو ته عملي او نظري روزنه ورکړل شوې او ژر به د غواګانو او مېښو لپاره ۱۰۰ زره نور واکسینونه هم تطبیق شي.
په ورته مهال د کوچیانو چارو آمر مولوي سردار ولي انقلابي د کوچيانو ستونزې د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو ادارې له مسئولينو سره شریکې کړې.

ننګرهار کې د ۱۴۴ پروژو په پلې کېدو سره ۱۵ زره کسانو ته د کار زمينه برابريږي.
د ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره د يونپس مؤسسې مسئولينو په ناسته کې وويل، چې په دې ولايت کې د سړکونو او کانالونو رغونې په موخه ۱۴۴ پروژې پلې کوي، چې په کې به ۱۵ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
يادو مسئولينو وويل، چې په ورته مهال هغو شل زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کوي چې د کار کولو وړتيا يا سرپرست نه لري.
د اقتصاد رئیس د يادې مؤسسې له مسئولينو څخه د مننې ترڅنګ د پروژو په پلې کېدو او د مرستو په شفاف وېش کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه پروژې به د کليو پراختيا او بيا رغونې رياست تر چتر لاندې د «سي آر اِل پي» مؤسسې په تخنيکي همکارۍ پلې شي.

په بهسودو کې ۳۴۳ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ بهسودو ولسوالۍ کې ۳۴۳ کسانو ته د کلیوالي سړکونو جوړولو او کانالونو پاکولو په برخو کې د کار زمینه برابره کړې.
د یادو پروژو له لارې د سیمې پرمختیایي اړتیاوې پوره کېږي او خلکو ته خوراکي توکي یا نغدې پیسې ورکول کېږي.

په کامې کې د مخدوم بابا چوک د جوړېدو چارې پیل شوې
د کامې ښاروالۍ په نوښت د مخدوم بابا چوک د اساسي جوړېدو چارې د منصور سهاک ساختماني شرکت لخوا پیل شوې. د پرانیستې مراسمو کې د کامې ولسوالۍ مرستیال، ښاروال، امنیه قومندانۍ او اصلاح شورا غړو حضور درلود.
د کامې ښاروال وايي دغه چوک د ښاروالۍ له عوايدو څخه په اساسي ډول جوړيږي چې د ښکلا ترڅنګ به په دغه سيمه کې ترافيکي جريان هم ور سره ښه شي.