۵/۱۱/۱۴۴۵
ننګرهار کې درې تنه د غلا په تور ونيول شول
د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د امنې قوماندانۍ منسوبينو له لوري درې تنه په يوې مېلې کې د مبايلونو د غلا په تور نيول شوي دي، يادو کسانو پر موټر سايکل د تېښتې هڅه کوله چې امنيتي مسئولينو پر وخت اجرات کړي.
بل لور ته د جلال اباد ښار د اتمې امنيتي حوزې منسوبينو له لوري يو تن د يوې تومانچې سره چې په غير قانوني ډول يې ګرځوله نيولی دی.
نيول شوي کسان به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د ننګرهار زيتونو فابريکه کې په بوتلونو کې د تېلو اچولو او پيک کولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي چې په زيتونو فابريکه کې د زيتونو تېلو د فلټر کولو او په بوتلونو کې د اچولو او بسته بندۍ چارې پيل شوې چې د دريو مياشتو په موده کې په ۱۱۰ زره ۲۵۰ لېتره او ۳۲ زره يو لېتره بوتلونو کې د زيتونو تېل اچول کيږي.
د ننګرهار کانال شرکت د ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې يو لېتر د زيتونو د تېل په ۵۶۲ او يو بوتل د زيتونو اچار په ۱۰۲ افغانۍ پلورلي دي.
د يوبل خبر له مخې سږکال د زيتونو حاصل د تېر کالونو په پرتله لوړ اټکل شوی او په همدې موخه زيتونو فابريکه کې ماشینونه پاک او چمتو کړای شوي ترڅو درې مياشتې وروسته د نويو زيتونو پروسس پيل شي.

ننګرهار کې ۳۸۵ راستنو شويو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت کډوالو او بېرته راستنېدونو چارو رياست تر چتر لاندې او د اقتصاد ریاست په همغږۍ د جاپان GEN بېړنيو مرستو مؤسسې له لوري سره رود ولسوالۍ کې له پاکستان څخه راستنو شويو ۳۸۵ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلو اوړه، شل لېتره غوړي، پنځه ويشت کيلو غټې وريجې، شل کيلو بوره، دوه کيلو شين چای، څوارلس کيلو لوبيا، ديارلس کيلو مۍ، دوه کيلو مالګه او نهه کلچې صابون ورکړل شول.