۱۶/۱۰/۱۴۴۵
اچین ولسوالۍ کې ۸۴ مالدارانو ته کنجاړه وويشل شوه
د ننګرهار ولایت اچين ولسوالۍ مسئولينو په حضور کې افغانستان لپاره هالنډ کمېټې له لوري ۸۴ مالدارانو سره د کنجاړې مرسته وشوه، چې هر مالدار ته ۱۰۰ کيلو کنجاړه ورکړل شوه.
د اچين ولسوال ملا ابراهيم خير الله د هالنډ کمېټې له مسئولينو مننه وکړه او په راتلونکې کې يې مالدارانو سره د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

چپرهار ولسوالۍ کې د يو چيکډيم د جوړولو چار جريان لري
د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ مسئولينو د يو چيکډيم د جوړولو له چارو څارنه وکړه او د پروژې مسئولينو ته يې د کارونو ښه تر سره کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه چيکډيم د ا.ا بوديجې له مخې جوړيږي چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ننګرهار کې ۶۰۰ کورونه رغول شوي دي
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست کې د UN-HABITAT ادارې له مسئولينو څخه مننه وکړه، چې جلال اباد ښار، کامې او بټي کوټ ولسواليو کې يې ۶۰۰ کورونه ترميم کړي او ۶۰۰ کورنيو سره ژمنۍ مرستې کړي دي.
نوموړي د يادې پروژې د پای په مراسمو کې له مسئولینو وغوښتل ترڅو په نورو ولسواليو کې هم د کورونو په رغونې او بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي، چې د دې ادارې مسئولينو د ولايت مقام له ملاتړ مننه وکړه او په راتلونکې کې يې په نورو همکاريو تر سره کولو ډاډ وښوده.

بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ سوله وشوه
د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوال مولوي عزيزالله مصطفی، قومي مخورو او علماء کرامو په هڅو د محمد افضل او حنيف الله کورنيو ترمنځ اووه کلنه شخړه حل او ترمنځ يې سوله وشوه.
د یادو کورنیو غړو يو بل ته د غيږو په ورکړې سره بخښنه وکړه، د بټي کوټ ولسوالۍ مسئولينو، مخورو، علماوو او ټولو هغو کسانو څخه يې مننه وکړه چې د دوی په پخلاينه کې يې هلې ځلې کړې وې.

د تورخم بیړني ۲۰ بستریز روغتون او د تورخم فرضي کرښې روغتیایي مرکز د خدماتو څخه څارنه وشوه.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د مومندرې ولسوالۍ د د روغتيا مسئول ډاکټر اصیل خان ګلابزي، د یادې ولسوالۍ اړوند تورخم بیړني ۲۰ بستریز روغتون او د فرضي کرښې روغتیایي مرکز د خدماتو څارنه وکړه.
نوموړي د روغتون او روغتیایي مرکز څانګې له نږدې ولیدې، د ستونزو او نیمګړتیاوو د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.