اسلامي فکر | 🇵🇸
2.78K subscribers
526 photos
112 videos
3 files
146 links
آیا د اسلامي تاریخ له اصلي څېرو او میړنیو خبر یې چې نړۍ یې بدله کړه؟

او ڪه یا تاسو یوازې د هالیوډ افسانوي  نومونه اوریدلي؟                                        
زموږ په چینل کې د مجاهدینو، جنګیالیو، ساینس پوهانو او د اسلامي تاریخ له اصلي افسانو خبر شئ
Download Telegram
د امت خاموشه فریاد، غزه بی مرهمه زخم

پر غزې د اسرائیلو له وحشیانه یرغل څخه دوه کاله تېرېږي او د شهیدانو شمېر تر ۵۰ زرو واوښت. اسلامي نړۍ په خپل ټول توان سره د جګړې پر وړاندې په بې رحمۍ چوپه خوله ده او ملګري ملتونه د دغه بشري ناورین یوازینی څارونکی دی. د دې ظلم پر وړاندې یوازینۍ لار د مسلمانانو یووالی او د واحد حکومت جوړول دي چې د مظلومانو له حقونو څخه دفاع وکړي.

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
که په کوم بل هیواد کې په څلورو ورځو کې ۹۰۰ کسان وژل شوي وای، ټوله نړۍ به یې په اړه ویره او ماتم وای. خو دا غزه ده او نړۍ د یوه کوچني ملت د نسل وژنې په شاهدۍ کې بشپړه چوپتیا غوره کړې ده. هغه ملت چې له هیچا نه وېرېږي او تر وروستۍ ساه پورې به له خپلې خاورې دفاع کوي!

⌯ اسلام مخاشیف UFC نړیوال اتل
ژباړه: حافظ احمد بیگزاد
ما به یو وخت فکر کاوه او دا پوښتنه به مې ذهن کې ډېره راګرځېده چې کله ص‌لیبیانو په اندلس او د اندلس د مس‌لمانانو عامه تباهي شروع کړې وه هغه وخت دا نور عرب او عجم مسلمانان ولې خاموش او بې احساسه وو.
اوس چې د فل‌سطینیانو عام وژنه ګورم او د نورو مسلمانانو غفلت او بې غمي، نو هغه پوښتنه مې حل شوه.😥

مبارز صاحب
اسلامي فکر | 🇵🇸 pinned «اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي»
حماس خو ځکه د 7 اکتوبر برید وکړ، چې په غربي تړانګه فلسطین کې د تاریخ په سطحه د اسرائیلو، ظلم جبر وحشت او یرغل اوج ته رسیدلی ؤو.

حماس خو ځکه د 7 اکتوبر برید وکړ چې د استخباراتي معلوماتو مطابق اسرائیلو په نږدي وخت کې په غزه د یرغل اراده درلوده.

حماس خو ځکه د 7 اکتوبر برید وکړ چې له دوه میلیارده ملته خپله لومړۍ محکومه قبله هیره وه حماس وغوښت، چې یاده قبله ورته یاده کړي.

حماس خو ځکه د 7 اکتوبر برید وکړ
چې په زرګونه فلسطیني پتمنو خویندو میندو ځوانانو او ماشومانو د اسرائیلو زندانونه ډک وه.

بهرحال دیته ورته نور هم لسګونه داسي لاملونه وه چې حماس یې یاد برید او قربانۍ ته مجبور کړ
خو دا چې نن حـماس په ځینو مقاصدو کې سرګردانه او مایوسه دی دا د دې بزدله او ویده مسلمه ملت د جفا او بې ننګۍ نتیجه ده.

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
حـماس که د اسـلامي امت په دغه جفا او بې ننګې خبر وای، شاید هیڅکله به داسي اقدام کړی نه وای،
حـماس فکر درلود، د اقصۍ د آزادۍ لومړی قدم به زه پورته کړم، لاس نیونه او فتحه به د اسـلامۍ نړۍ پوځونه راوړي،
خو نه، بیخي داسي ونشول، برعکس د اسـلامي نړۍ بزدلو او غلامو واکمنانو د دوی ټولې قربانۍ او ارادې په اوبو لاهو کړي! 😭

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
تاریخ بې له پیغمبره؟؟

د اسلام د تاریخ په اړه د پادري ساسان بې بنسټه څرګندونې او د اسلام په لومړیو سکې او لیکنو کې د پیغمبر د نوم د نه شتون په اړه د هغه مسخره کوونکي شکونه.


ایا دا خلک واقعاً تلوزیون لري؟!

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګسټ خپاره شوي عکسونه چې په عربي کې د "#کافر" کلمه د هغه د ښي لاس لاندې ټاټو ده، په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په ورته وخت کې چې دا عکسونه خپاره شوي ، هګسټ په ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "ما نن د سمندري ځانګړي جنګي ګروپ SDVT-1 په ګډه اډه PHH کې د جنګیالیو سره پیل وکړ.

دا ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او د چپ، ثبات او جنګي ځواک څښتنان دي. د امریکا دښمنان له دوی ویره لري او متحدین یې باور لري.»

هغه د ډویونګ بیړۍ مشر پیرس ډیکر ته د سمندري او د سمندري قول اردو د نښان په پریزنټیشن هم د رضایت څرګندونه وکړه. د ټاټو او هګسټ څرګندونو یوځل بیا د هغه نوم په پام کې نیولی ، او د دې اقدام تر شا د ارادې په اړه قیاسونه دوام لري.

ژباړه: حافظ احمد بیگزاد

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
خدای خبر راشي که بيانه په ژوندانه په مونږه
دا کال هم دا ده ګوره…
قاری علامــحــمدیاسیر.النبوي اداره یې وړاندي کوي
النبوي اداره یې وړاندي کوي

#الوداع_یا_شهر_رمضان 🥺

کســــــر
خدای خبر راشي که بيانه په ژوندانه په مونږه
دا کال هم دا ده ګوره تېره شوه روژه په مونږه

ترانه ویونکی:
قاری علامــحــمدیاسیر
شاعر: مهاجر جواد
سترګې چې په انتظار وچې شوې!
د هغه میلیاردی امت په انتظار کې چې ګیر شوي دي
د تیارو او بې‌حاصلې اسیر پاتې شوي.
🔻په څو دقیقو کې به ستره محکمه په رسمي ډول د کوچني اختر دقیق وخت اعلان کړي.

💠
اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
🇾🇪یمن د یکشنبې ورځ د کوچنی اختر په توګه اعلان کړه.
🇧🇭بحرین سبا یکشنبه د کوچنی اختر په توګه اعلان کړه.

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
هم دا رنګه

عربستان قطر کویت امارات فلسطین سوریه

د یکشنبې ورځ د کوچنی اختر لومړې ورځې په توګه اعلان کړه.

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
اسلامي فکر | 🇵🇸
🔻په څو دقیقو کې به ستره محکمه په رسمي ډول د کوچني اختر دقیق وخت اعلان کړي. 💠اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
🚨 د افغانستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت اړوند د روژې د میاشتې د څارنې مرکزي کمیټې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د شوال د میاشتې لیدل تایید کړي دي. د دغه رپوټ له مخې سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا یکشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

اسـلامـي فـڪـر 🇵🇸
اسلامي فکر | 🇵🇸
Photo
تقَّبل الله مِنّا ومِنكُم الصِّيام وَ القِيام

اختر مو مبارک شه
اصلاً د رمضان سره الوداع (مخه ښه) نه کیږي

ځکه رمضان خو هر کال راځي...

خو د اختر په راتلو ځیني خلګ الوداع :

د لمانځه سره کوي
د مسجد سره يې کوي
د الله تعالی د احکامو سره يې کوي
د نبي کریم ﷺ د سنتو سره يې کوي
د قرانکریم د تلاوت سره يې کوي

خو یوه ورځ به ټول ددې دنیا څخه الوداع وکړي...!

د رمضان په ختمېدو باید د اسلام د احکامو سره الوداع ونه کړو،

فکر وکړئ!

سرچينه:تعليم الاسلام رادیو