محمدزاده تګابي خواږې ليکنې
4.07K subscribers
682 photos
114 videos
3 files
67 links
....... ࡅ߲ܝ࡙ߺࡅ߳ࡐࡅ߭ܘ🍁:)
┆ شعر‌᠀ࡅ߭ܘ🍂:)
┆ ߊ‌߬نځࡐرࡐࡅ߭ܘ🌠:)
┆ ܠيܭࡅ߭ي ✍️:)
┆ ┆┆┆┆
|█████████100(^_-)
Download Telegram
کیسه ده، وایي:
یو سړی د یو بادشاه دربار ته راغی او د نوکرۍ طلب یې وکړ.
پادشاه ترې وپوښتل چې څه قابلیت لرې؟
سړي ورته اوویل چې سیاست پوه یم.
د بادشاه په دربار کې له پخوا لا ډېر سیاست پوهان وو، نو نوموړی ېې د اسونو د طبیلې مسؤل وټاکه، ځکه د طبیلې پخوانی ساتونکی څو ورځې وړاندې وفات شوی وو.

څو ورځې وروسته بادشاه له نوموړي کس څخه د خپلې خوښې آس باره کې پوښتنه وکړه چې څنګه آس دی..؟

سړي ورته اوویل: نسلي (اصیل) نه دی.
بادشاه حیران شو، د ځنګلونو مسؤل یې راوغوښت او پوښتنه ېې ترې وکړه..
د ځنګلونو مسؤل ورته اوویل چې آس نسلي دی خو د زېږون په وخت ېې مور مړه شوه، نو روزنه ېې له غواګانو سره شوې او د غوا شیدې ورکړل شوي.

بادشاه دغه سړی راوغوښت او ورنه ېې وپوښتل، چې ته څنګه پوه شوې دا آس اصیل نه دی؟
سړي ورته اوویل: دا آس چې کله واښه خوري نو د غواګانو په څېر ټیټ سر واښه خوري، حال دا چې اصیل اسونه واښه په خوله کې نیسي او په لوړه غړۍ واښه خوري.

بادشاه ددې کس له پوهې متآثره شو او ددې کس کور ته یې په تحفه کې غنم، وریژې، غوړي او د مارغانو بهترینه غوښه ور ولېږله. او هم یې د ملکې په محل کې په یو خاص موقف تعین کړ.
څو ورځې وروسته بادشاه له دې سړي نه د خپلې ملکې په اړه رایه وغوښته..

سړي ورته اوویل چې خوی خصلت ېې د ملکې دی خو شهزادګۍ نه ده.
د بادشاه له پښو ځمکه وتښتېده، چې کله یې حالت ښه شو نو خپله خواښې یې را وغوښته..
خواښې ېې چې راغله نو بادشاه ورته ټول جریان بیان کړ.
خواښې یې ورته اوویل چې زما د لور د زېږون په وخت ستا پلار زما د لور غوښتنه ستا لپاره کړې وه، خو زما لور ۶ میاشتې وروسته وفات شوه، نو مونږ ددې لپاره چې شاهي کورنۍ سره نزدې واوسو، د بل چا لور مو فرزندي لویه کړه او تاته مو واده کړه.
بادشاه فوراً دا سړی خپل دربار ته را وغوښت او ترېنه ویې پوښتل چې ته څنګه وپوهېدې چې دا شهزادګۍ نده؟؟

سړي ورته وویل چې ددې ملکې چلن له خادمانو سره له جاهلانو هم بدتر دی.
حال دا چې اصیله شهزادګۍ مهربانه وي.

بادشاه ددې سړي په عاقلانه ځوابونو خوشاله شو او ددې سړي کور ته په غټه پیمانه خوراکي توکي، اوزې او پسونه په انعام کې ور ولېږل او ورسره ورسره یې نوموړی کس په خپل دربار کې مشاور مقرر کړ.

ورځې تېرېدې..
یو ورځ بادشاه دا سړی ځان ته وباله او د خپل ځان باره کې ېې ترې پوښتنه وکړه.
سړي ورته وویل: که بادشاه سلامت که زما د سر سلامتۍ وعده راسره کوې نو درته وایم.
بادشاه ورسره وعده وکړه چې نه دې وژنم..

سړي ورته وویل: نه خو ته بادشاه ېې او نه دې خوی خصلت د بادشاهانو دی.

بادشاه ته ډېره غصه ورغله، خو څنګه یې چې وعده کړې وه، نو بخښنه یې ورته وکړه.

بادشاه سیده د خپلې مور خواته ورغی او د خپل ځان په اړه یې پوښتنه وکړه..
مور یې ورته وویل چې: زویه مونږ اولاد نه درلود، نو ته مو له یو شپون څخه را نیولی وې او و مو پاللې.

بادشاه بیا دا سړی خپل ځان ته راوغوښت او په حیرانۍ یې ترې وپوښتل چې ته څنګه پوه شوې؟

سړي ورته وویل: بادشاهان چې کله انعامونه ورکوي نو سره زر، ملغلرې او جواهرات ورکوي..
او ته اوزې، پسونه او خوراکي توکي په انعام کې ورکوې.
“دا د پاچا زادګانو خصلت نشي کیدای، بلکه یواځې د شپنو او د هغوی د زامنو کیدای شي.”

نو ریښتیا هم، عادتونه نسلونه ښيي.
ملګرو! خپل اخلاق، خویونه او عادتونه مو بهتر کړئ، چون له همدې نه ستاسې اصلیت څرګندیږي.

💁

#ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
پلارهغه څوک دی!
چا چي زموږ د نس د ډکولو لپاره،دنوي کالو د اغوستلو لپاره،د همزولو په منځ کي په جګ سر د ګرځیدلو لپاره،زموږ د ایندي د روښانه کولو لپاره،زموږ د کوچنیو او غټو ارمانونو د پوره کولو لپاره،تر داسي ګل غوندي ځوانی تیر سوی دی چي موږ یې د غروره پر لاري نسو تلای،زموږ لپاره یې داسي کارونه کړي چي موږ یې په یادولو لا شرمیږو،زموږ لپاره یې د داسي خلګو خبري پر ځان وړي چي موږ به ورته د انسان په نظر ګورو لا نه،زموږ لپاره یې هغه تور ویښته سپین کئ چي موږ یې د ډیره فیشنه او احتیاطه په کمزوري شامپو لا نه مینځو.
پلار ستاسو تر شاه د یو داسي تکیې حیثیت لري چي ستاسو هره بریا تکیه پر کړې ده قدر یې وکړی
#نوټ :ده مورجانی او پلار جان قدر وکړی
چی سبا مو قدر وشی
ــــــــــ.💔😔
#ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
ویلې حسن تعریف کړه !

ماویل  دمور مخ 😘
ما د خپل پلار په شان غمونه پټول زده کړل. خو د مور حوصله مې تر نن پورې زده نه کړه.
😘
ځینې خلک تا سره خپل بېکاره وخت کې خبرې کوي،
او ځینې یې بیا،
ستا د خبرو لپاره ځان بېکاره کوي...! 🙂🙂
موږ ټول عـیبـونه لرو
البته ، الله پاک.ﷻ.
راباندی پــــرده اچولی ده.!!

#ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ 💯
زموږ ځېنی ځوانان ځڪه سندرو ته ژاړي،🥲

چې ڪاملاً د قرآن ڪريم او احاديثو په ژباړې/ معنی نه پوهيږي🥹!
‏هرڅه چې اخلي وایخله خو د غريب ازار مه اخله
او هر څه چې خرڅوې خرڅ يې کړه
خو خپل ايمان مه خرڅوه..❗️

~_
tg://settings

ليک ورکوه کنه 👆👆👆
مه خفه کیږی!

ژوند د خوښيوو، کړاونوو، ټولګه ده.
په يو حال يواځې الله جل جلاله  دی.

خفګان د پرمختګ دروازې تړي .
نن د سبا لپار پل دى،هڅه وکړئ د پل د تېريدو پر مهال سوچ وکړئ، د پل منځ کې سوچ وهل نتيجه څه درکوي؟؟

ژوند همدا نن دى، پرون لکه يو ښوونکي غوندې درس درکه.پرونۍ تجربې نن درته ګټه کوي مشکلات تنها يو کس نه لري هر څوک ستونزو په مخه کړى، څوک مبارزه کوي او څوک لاس تر زنې کېني

پورته شئ!
کېږي، خو چې دغه لرې کړئ چې:
( زه یی نه شم کولاى)
په الله ج عقيده جوړه کړئ پرون هم رازق ٶ، نن هم دى، سبا  هم دي.

تو حرکت کن که خدا برکت کنه
ښځه څوڪ ده ؟🤔
ښځه هغه څوڪ ده  چې ڪله لور وي💚، پلار ته د جنت دروازه خلاصوي🤍 . ڪله چې مېرمن سـي نو د خاوند ایمان تڪمیلوي☝🏻، او ڪله چې مور سـي نو تر پــښو لاندې یې جنت سـي❤‍🩹.!!


📌ملتیا او لایک مو هیر نشي 👍
***

کله چې اللهﷻ وغواړي راپورته دې کړي هیڅ کس او هیڅ شی دې مخه نهٔ شي نیولی:❤️🙂
په داسې ټولنه کې ژوند کوو
چې ناکام شی په پیغور دي وژني ،
چې کامیاب شی په حسد ، بُغض
او کینه دي وژني !!🥺
افلاتون به ویـل:🥀
د هیواد مشکلات سړي ناهیلي کوي:
د ښار مشکلات سړي خفه کــوي!
او د کـور مشکلات سړي وژني:😞💔
....
په سخته ورځ کې د نورو سره مرسته وکړئ ځکه سخت وخت په هر چا راځي.!
🙂🤍
د (الله ﷻ) د محبت :
یو مثال دا دي چې زموږ ...
په ګناهونو یې
« پرده »
اچولي ده ."

😍❤️
اې د څوارلسم قرن اتله
ته ژوندی یې د عرش په قندیلونو کې
د جنت په شنو باغونو کې، په مؤمنو او پاکو زړونو کې
💔❤️‍🩹
که کور ته د ننوتلو په وخت دې ماشومانو درمنډې نه کړې او په ډېره تلوسه یې غیږه درنه کړه، نو په خپلو اخلاقو دې له سره کتنه وکړه، ستا په روزنه او پالنه کې اضطراب او خلل دی

#ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
ــ🌸
‌‏لار يوه وه؛
موسی ع پرې تېر شو،
فرعون يې ډوب کړ!
په لار نه؛ په الله ﷻ باور ولره..!!🥰
♥️😘
#محمدزاده_جهاديار_
‏ته هسې په شپیلۍ کې ببولالې ورته وايې!😉
دا خلک په پیسو دي، په نغمو نه دي شپونکیه.!
#ᴍᴏʜᴀᴍᴍᴀᴅᴢᴀᴅᴀ_ᴛᴀɢᴀʙɪ
وروره !

دا مـطلـبې دُنــيا ده،
د جــنـازې  سره دی هـــــم،
خلگ د ثواب په نیت ځي🥺

"🤦‍♂⚰️💔 "