د ننګرهار له زندانه شاوخوا ۷۰۰ بندیان ازاد او تخفیف ورکړل سو
د ننګرهار زندان مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، له یاد زندان څخه د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۳۷۷ تنه بندیان ازاد او د ۳۵۱ نورو د بند مودې کمي سوي دي.
یاد دفتر نن په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه بندیان نن (دوشنبه) د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان او د ستري محکمې په حکم د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت ازاد او د بند مودې ئې کمي سوي دي.
تر دې مخکي هم د دغه فرمان او د یادي محکمې په حکم د کندهار، هرات، زابل،غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بلخ، بدخشان، سرپل،سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور، کنړ او نورستان له زندانونو څخه ۱۴۸۷ تنه بندیانازاد او د ۲۰۵۴ نورو د بند مودې کمي سوې او تمه ده دغه فرمان د هیواد په پاته نوروزندانونو کي هم تطبیق سي.
#MillatZagh

👍2
اسلامي امارت د متقابل تعامل له مخي له ټولو هیوادونو سره ښه اړیکي غواړي
د اسلامي امارت مشرتابه د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کي ویلي، اسلامي امارت د متقابل تعامل او اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کي نیولو سره له ټولو هیوادونو سره ښه اړیکي غواړي.
هغه په دغه پیغام کي چي، نن (دوشنبه) خپور سو، ویلي، اسلامي امارت د هیڅ چا په کورنیو چارو کي مداخله نه کوي او نور هم نه پرېږدي چي، په کورنیو چارو کي ئې مداخله وکړي.
مشرتابه په دغه پیغام کي د نړۍ پر مسلمانانو د یو شمېر هیوادونو تېري او د حقوقو نقض هم غندلی دی.

❤2👍2
زابل کي ۷ کسان په درو وهل سوي
ستري محکمې ویلي، د زابل په شاجوی ولسوالۍ کي ئې اووه کسان په درو وهلي دي.
یادي محکمې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور د خلکو په مخ کي له ۲۰ څخه تر ۳۰ درې وهل سوي او له اتو میاشتو تر درو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم سوي دي.
تېره ورځ هم ستري محکمې په کابل کي ۲۱ کسانو ته د نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاق کولو په تور د تعزیري سزاوو ورکولو خبر ورکړی و.

❤2
د اسلامي امارت پر خپلو چارواکو د ملګرو ملتونو بندیزونه سرغړونه ده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی پر ۲۲ لوړپوړو چارواکو د امنیت شورا د لګېدلو بندیزونو په اړه ویلي چي، دا بندیزونه پر خلکو هم اغېز کوي او هغه ئې د اشخاصو له حقوقو څخه یوه سرغړونه یاده کړې ده.
مجاهد نن (دوشنبه) رسنیو ته ویلي، دغه بندیزونه بې پایلي دي او له امنیت شورا څخه ئې غوښتنه کړې چي، هغه بیرته لېري کړي.
دا څرګندوني داسي مهال سوي چي، تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر ۲۲ چارواکو چي، زیاتره ئې د کابینې غړي دي، د سفیر، شتمنیو او وسلو بندیزونه لګولي او د دغو کسانو نوملړ ئې هم خپور کړی دی.

👍3
کندهار کي په ۱۱۰ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده نن (دوشنبه) د کندهار د کښته میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کي په ۱۱۰ میلیونه افغانۍ د یوې پروژې د چارو د پیل پرانستنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په دې پروژه کي د ۱۱۰۷ متره په اوږدوالي د یوه کانال، د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د یوه سربند، د ۶۰۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال، پنځو پلګوټو، یوه واش او دوو سریزو ودانیو جوړول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي سلګونو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوي چي، چاري به ئې په ۱۴ میاشتو کي بشپړي او ورسره به ۱۸۰۰ هکټاره کرهڼيو مځکو ته اوبه برابره سي.

👍2❤1
سبا په ۲۵ ولایتونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ریاست سبا (سه شنبه) د هیواد په ۲۵ ولایتونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي کندهار، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، روزګان، زابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، پروان، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، بغلان، تخار او بدخشان هغه ولایتونه یاد کړي چي له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو او له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو د باران اټکل په کښي سوی دی.
په خبرپاڼه کي په لوېدیځو ولایتونو او سالنګونو کي د تېرو بادونو اټکل هم سوی چي، تېزوالی ئې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره پوري په ساعت کي یاد سوی دی.

❤3
پاکستاني پوځي رژیم کابل کي د روږدو کسانو د درملني مرکز ویشتلی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم د خپلو جنایوتونو په دوام په کابل کي د نشه يي توکو د روږدي کسانو د درملني روغتون تر هوايي بریدونو لاندي راوستلی دی.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي چي، په دې برید کي یو شمېر تر درملني لاندي په نشه يي توکو روږدو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
هغه دغه برید د نړیوالو بشري حقوقو نقض یاد کړی او په کلکو ټکو ئې غندلی دی.
تر دې مخکي پاکستاني پوځي رژیم په کندهار کي هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني مرکز په نښه کړ؛ خو له ښه مرغه ځاني زیان ئې نه درلود.

😢6👍1
پاکستاني پوځی رژیم کابل کي د روږدو کسانو پر روغتون برید کي ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د پاکستاني پوځي رژیم له خوا په کابل کي د نشه يي توکو د روږدو کسانو پر روغتون د هوايي بریدونه له امله تر ۴۰۰ زیات کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ژوبل سوي دي.
هغه ویلي چي، د ژوبلو سوو کسانو درملنه روانه ده او ښايي دغه شمېرې نوري هم لوړي سي.
یاد برید تېره شپه شاوا نهه بجې د پاکستاني پوځي رژیم د پلازمېني کابل د نهمي ناحیې اړوند سیمه کي د امید د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني پر مرکز سوی چي، د اسلامي امارت او ګڼو نورو پخوانیو چارواکو او هیوادوالو له خوا په سختو ټکو غندل سوی دی.

😢5👎1
کرزي د معتادینو پر روغتون د پاکستاني رژیم برید په کلکو ټکو غندلی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امید د روږدو کسانو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي ئې چي، که پاکستان خیر او د سیمي ثبات غواړي؛ نو باید خپلي پالیسۍ بدلي او له افغانستان سره دي خپلي اړیکي د ښه ګاونډیتوب او متقابل تعامل له مخي برابري کړي.
کرزي پر خپل ایکس لیکلي چي، پاکستان د دغو بریدونو په کولو سره نه یوازي خپلو موخو ته نه رسېږي، له دې سره، سره وضعیت نور هم خرابوي چي، زیان به ئې پاکستان ته ورسېږي.
دغه بریدونه تېره شپه پر یاد روغتون سوي او شاوخوا ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله په کښي اوښتې چي لا هم د زیاتېدلو په حال کي ده.

👎6
د کرکټ ملي لوبغاړو له نړیوالي ټولني پر کابل د پروني برید د څېړني غوښتنه کړې
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو راشدخان ارمان، محمد نبي عیسی خېل، ابراهیم ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، نوین الحق او وفادار مومند د امید په نوم د معتادینو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو په اندېښنه او غندنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، نړیواله ټولنه باید په دې اړه چپ پاته نه سي.
هغوی پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چي، نړیواله ټولنه باید دغه بشري جنایت وغندي او په اړه ئې څېړنه وکړي.
دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د کابل د نهمي ناحیې اړوند سیمه کي پر یاد روغتون وسول چي، تر دا مهاله د ۴۰۰ کسان د شهادت او ۲۵۰ نورو ټپي حالت تثبیت سوی او ښايي یادي شمېرې نوري هم لوړي سي.

😢6
افغانستان کي د یوناما ماموریت د ۳ میاشتو له پاره وغځول سو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه) په یوه غونډه کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (U.N.A.M.A) د ماموریت غځولو پرېکړه لیک ته رایه ورکړه او هغه ئې د یوه کال پر ځای د درو میاشتو له پاره وغځاوه.
امنیت شورا وايي، دغه پرېکړه لیک ته د امنیت شورا ۱۵ غړو رایه ورکړې او په افغانستان کي ئې د یوناما استازولي د درو میاشتو له پاره بیا ځلي تمدید کړې ده.
مخکي په افغانستان کي د یوناما ماموریت د یو کال له پاره غځول کېده؛ خو سږ کال درې میاشتي وغځول سو او امنیت شورا وايي، د دغه کار ئې د یوناما د اغېز د کتلو په موخه کړی دی.

👎3
خلیلزاد له اسلامي امارته د پاکستان پر وړاندي د هوښیارانه عمل هیله کړې
د افغان سولي له پاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه او د هغه د درنې مرګ ژوبلي په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، نړیواله ټولنه باید د یادو بریدونو په اړه څېړنه وکړي.
هغه وایي، د یادو بریدونو په نتیجه کي به اسلامي امارت د خبرو وړانديز رد کړي او له کابل څخه ئې هیله کړې چي، د اسلام اباد پر وړاندي له هوښیارانه عمل څخه کار واخلي.
خلیلزاد پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي، د یاد برید له قربانیانو سره مرستي هم وکړي.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه د کابل د نهمي ناحیې اړوند د امیند په نوم د معتادینو د درملني پر مرکز برید وکړ چي په نتیجه کي ئې تر دا مهاله د ۴۰۰ تر درملني لاندي کسانو شهادت او ۲۵۰ نورو ژوبل کېدل تثبیت سوي دي.

😢3❤2
غزني کي ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ (دوشنبه) په یاد ولایت کي د کابل- کندهار پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښي یوه د ګیلان ولسوالۍ په مطیع پل سیمه او بله د مقر ولسوالۍ په بزکو سیمه کي د یو شمېر نقلیه وسایطو ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوي دي.
سرچینې ویلي، ژوبل سوي کسان د درملني له پاره روغتون ته لېږدول سوي او د یادو پېښو لاملونه ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.

😢2
د بشري حقوقو نړیوال بنسټ د معتادینو پر روغتون د پاکستان بریدونه وغندل
د بشري حقوقو نړیوال بنسټ (I.H.R.F) په کابل کي د امید په نوم د معتادینو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه غندلي او ویلي ئې دي چي، نړیواله ټولنه باید د دغه بشري جنایت او سرغړوني په اړه بشپړه او دقیقه څېړنه وکړي.
یاد بنسټ ویلي، په دغه برید کي یوازي او یوازي ملکي کسان او ناروغان په نښه سوي چي، دا د نړیوالو بشري او جګړې له قوانینو څخه سرغړونه او یو نړیوال بشري جنایت دی.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه د کابل د نهمي ناحیې اړوند د امیند په نوم د معتادینو د درملني پر مرکز برید وکړ چي په نتیجه کي ئې تر دا مهاله د ۴۰۰ تر درملني لاندي کسانو شهادت او ۲۵۰ نورو ژوبل کېدل تثبیت سوي دي.
#MillatZagh
د بشري حقوقو نړیوال بنسټ (I.H.R.F) په کابل کي د امید په نوم د معتادینو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه غندلي او ویلي ئې دي چي، نړیواله ټولنه باید د دغه بشري جنایت او سرغړوني په اړه بشپړه او دقیقه څېړنه وکړي.
یاد بنسټ ویلي، په دغه برید کي یوازي او یوازي ملکي کسان او ناروغان په نښه سوي چي، دا د نړیوالو بشري او جګړې له قوانینو څخه سرغړونه او یو نړیوال بشري جنایت دی.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه د کابل د نهمي ناحیې اړوند د امیند په نوم د معتادینو د درملني پر مرکز برید وکړ چي په نتیجه کي ئې تر دا مهاله د ۴۰۰ تر درملني لاندي کسانو شهادت او ۲۵۰ نورو ژوبل کېدل تثبیت سوي دي.
#MillatZagh
👎4
نن منځنۍ د کب میاشتي ۲۶مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۳ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۴ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۸،۶۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۷۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۶۶۳ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۴ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

👎2❤1
هند کابل کي د معتادینو پر روغتون د پاکستان بریدونه وغندل
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل کي د معتادینو پر روغتون د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي ئې دي چي، پاکستان په تکراري ډول سره هڅه کوي چي، خپلي کورنۍ ستونزي پر بهر تاوان کړي.
دغه وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد برید داسي مهال د افغانستان پر حاکمیت وسو چي، د روژې مبارکي میاشت ده، کوم چي هیڅ قانون د دغو بریدونو اجازه نه ورکوي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه ډول بریدونو د سیمي ثبات هم ناامنه کړی دی.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه کابل کي امید د معتادینو روغتون په نښه کړ چي، تر اوسه د ۶۵۰ کسانو مرګ ژوبله په کښي تائید سوې ده.

❤3👍1
د پنجشېر له کانونو څخه د ۶،۳ میلیونه افغانیو زمرد خرڅ سول
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه په شپږ میلیونه، ۳۷۲ زره او ۵۱۷ افغانۍ څلور زره او ۱۲۶ قیراطه زمرد خرڅ سوي دي.
لټون ملت ږغ راډیو ته ویلي چي، دغه زمرد نن (سه شنبه) د کانونو او پټرولیم ریاست له خوا د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو خرڅ سوي دي.
د رواني کب میاشتي پر ۱۲مه هم د دغه له کانونو څخه په درې میلیونه، ۸۷۰ زره او ۹۴۲ افغانۍ درې زره او ۶۵۷ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لاري پر ملي سوداګرو خرڅ سول.

❤3👎1
کابل کي د معتادینو د مرکز د مرګ ژوبلي شمېره څه کم ۷۰۰ ته پورته سوه
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېني کابل په نهمه ناحیه کي د امید د معتادینو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو مرګ ژوبله ۶۷۳ کسانو ته پورته سوې چي، ۴۰۸ کسان ئې شهیدان او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن (سه شنبه) په کابل کي په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې بیانولو پر مهال دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي ئې دي ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او د بشري حقوقو سازمانونه باید د یادي پېښي په اړه دقیقه څېړنه وکړي او عاملین دي ئې د قانون منګلو ته وسپاري.
د قانع په وینا، په دې برید کي د دغه مرکز ټول اداري او طبي امکانات هم تخریب سوي او پر نړیوالو ئې ږغ کړی چي، د دغه کسانو په درملنه او د یاد مرکز په بیرته فعالولو کي مرسته ورسره وکړي.
په یاد کنفرانس کي د دغه وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري هم ویلي، پاکستانی پوځي رژیم دغه جنایتونه د خپلو بادارانو له خوا د ورکړل سوو پروژو له مخي ترسره کوي او دا کار ئې په دې روژه کي د اسلامي او انساني ارزښتونو او قوانینو څخه سرغړونه یاده کړې ده.
یاد برید تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا ترسره سو چي، د افغانانو خورا غبرګونونه ئې راپارولي دي.

😢4
چین پر کابل د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیان جیان پر کابل د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چي، خبري او مذاکرات د دغه تاوتریخوالي د حل یوه تر ټولو ښه لاره ده.
چینايي رسنیو د هغه له قوله ویلي، کابل او اسلام اباد باید ژر تر ژره اوربند وکړي.
د جیان په وینا، چین به هڅه وکړي چي، کابل او اسلام اباد د خبرو له لاري حل ته چمتو کړي.
تر دې مخکي هند هم د دغه برید غندنه کړې وه او ویلي ئې و چي، پاکستان په دې روژه مبارکه میاشت کي د ملکي کسانو په مرګ ژوبلي سره کورنۍ ستونزي پر بهر تاوانوي.

👍4👎3
کندهار کي له څه کم ۹۵۰ کورنیو سره مرسته وسوه
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وايي، په ارغستان ولسوالۍ کي ئې له ۹۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه ریاست وايي، یاده مرسته ئې د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) په مالي ملاتړ کړې او هري کورنۍ ته ئې څلور ډوله خوراکي توکي په کښي ورکړي دي.
تر دې مخکي هم یاد ریاست په سپین بولدک، لوړ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کي له درې زره او ۹۵۴ کورنیو سره د ورته مرستي خبر ورکړی و.

سبا په ۲۴ ولایتونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ریاست سبا (چهارشنبه) د هیواد په ۲۴ ولایتونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي کندهار، روزګان، دایکندي، غزنی، زابل، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، سمنګان، بلخ، جوزجان، بامیان، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، بغلان، کندز، تخار او بدخشان هغه ولایتونه یاد کړي چي له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو او له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو د باران اټکل په کښي سوی دی.
په خبرپاڼه کي په سوېلي ولایتونو او سالنګونو کي د تېزو بادونو اټکل هم سوی چي، تېزوالی ئې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومتره پوري په ساعت کي یاد سوی دی.