سوېلي افریقا نیوزیلنډ ته سخته ماته ورکړه
د کوربه نیوزیلنډ او مېلمه سوېلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ۲۰ اوریزه لوبو لومړۍ لوبه سوېلي افریقا د اوو ویکټو په توپیر وګټل.
په نننۍ لوبه کي نیوزیلنډ په ۱۵م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سوېلي افریقا ته ۹۱ منډي هدف ورکړ او دغه هدف سوېلي افریقا په ۱۷م اور کي د درو لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه راتلونکې سه شنبه ترسره کېږي.
#MillatZagh

❤6
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۹
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۲، کښته ۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۶
هلمند: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۲
روزګان: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۵، کښته ۵
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۶ کښته ۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۷
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۶، کښته ۶
اسلام اباد: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۱۱
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸

😢2❤1
پاکستان بیا په خوست او نورستان کي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په خوست او نورستان کي د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کي درې ملکي کسان شهیدان او دوه نور ژوبل سوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، پاکستاني پوځي رژیم د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي یو کور په توپونو ویشتلی چي، له امله ئې یو ملکي کس شهید او دغه کور په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
له دې سره هم مهاله د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز هم ویلي چي، پاکستاني پوځي رژیم د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کي پر یوه کور توپونه راغورځولي چي، له امله ئې دوه کوچنیان شهیدان او دوه نور ژوبل سوي دي.

😢5
پاکستان ۵۰ اوریزه لوبلړۍ وبایلل
د کوربه بنګله دېش او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه بنګله دېش د ۱۱ منډو په توپیر وګټل.
په یاده لوبه کي بنګله دېش د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو او تنزید حسن ۱۰۷ زیاتو منډو په جوړولو پاکستان ته ۲۹۱ منډي هدف ورکړ.
پاکستان په ۵۰م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو او د سلمان اغا ۱۰۶ منډو په جوړولو ۲۷۹ منډي جوړي کړې او لوبه ئې وبایلل.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه بنګله دېش او بله پاکستان ګټلې وه او په دې سره دغه لوبلړۍ دوه پر یو بنګله دېش وګټل.

❤7
پاکستاني پوځي رژیم خوست کي ۳ نورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې یو ځل بیا د دغه ولایت د ګربز ولسوالۍ پر نري کلي هاوانونه راغورځولي چي، له امله ئې یوه ښځه شهیده او د یوې نجلۍ په ګډون دوې نوري ژوبلي سوي دي.
تر دې مخکي هم پاکستاني پوځي رژیم د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ افغان دوبۍ سیمه تر بریدونو لاندي راوستلې وه چي، له امله ئې دوه کوچنیان شهیدان او دوه نور ټپیان سول.

😢6👎1
د خیبرپښتونخوا ګوندونو افغانستان کي د ملکیانو مرګ ژوبله غندلې
د پاکستان تر ولکې لاندي خیبرپښتونخوا کي درو سیاسي ګوندو په افغانستان کي د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د ملکي کسانو مرګ ژوبله غندلې او له کابل او اسلام اباد څخه ئې غوښتنه کړې چي، د خبرو له لاري ستونزي حل او له جګړې لاس واخلي.
د خیبرپښتونخوا د ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اپوزیسون مشر محمود خان اڅګزي، د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ او د پاکستان د پارلمان غړي او د خیبرپښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر خوشحال کاکړ په یوه لاسلیک سوې اعلامیه کي دا جګړه یوه نااعلان سوې جګړه یاده کړې او د اندېښنې په څرګندولو سره ئې ویلي چي، که دا جګړه دوام وکړي؛ نو نور ملکي کسان به هم له زیان سره مخ سي.
یادو ګوندونو د دغي اعلامیې له لاري پر پاکستان ږغ کړی چي، د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې دي ودروي او له افغانستان سره دي سوله يیزي او باثباته اړیکي رامنځ ته کړي.

😢3👍1
کندهار کي شاوخوا ۶۰۰ جریبه مځکه له غصبه راوګرځول سوه
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په ژړۍ او پنجوايي ولسوالیو کي ۶۰۱ جریبه مځکه له غصب څخه راګرځولې ده.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه مځکه د یو شمېر کسانو له خوا غصب سوې وه او غیر قانوني استفاده ئې ورڅخه کول.
یاد ریاست تر دې مخکي هم د کندهار په دامان ولسوالۍ کي له غصب څخه د ۶۰ جریبه مځکي د راګرځولو خبر ورکړی و.

❤6👍1
پر کنړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو له امله ۲ ملکیان ژوبل سوي
د کنړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء الرحمان سپین غر ملت ږغ راډیو ته ویلي، پاکستاني پوځي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کي پر دغه ولایت ۱۵۰ توغندۍ راغورځولي چي، له امله ئې دوه ملکي کسان ژوبل سوي دي.
سپین غر وايي، دا مرمۍ د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د دانګام، سرکاڼو، ناړۍ او منوري ولسواليو پر بېلابېلو سیمو راغورځول سوي چي، له امله ئې په ناړۍ ولسوالۍ کي دوه کسان ژوبل او یو شمېر کورونه ئې هم سوځلي دي.

😢2👎1
نن دونۍ د کب میاشتي ۲۵مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۵۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۸،۸۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۶۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۶۸۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۳ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۳ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.

❤4👍2
د ننګرهار له زندانه شاوخوا ۷۰۰ بندیان ازاد او تخفیف ورکړل سو
د ننګرهار زندان مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، له یاد زندان څخه د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۳۷۷ تنه بندیان ازاد او د ۳۵۱ نورو د بند مودې کمي سوي دي.
یاد دفتر نن په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه بندیان نن (دوشنبه) د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان او د ستري محکمې په حکم د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت ازاد او د بند مودې ئې کمي سوي دي.
تر دې مخکي هم د دغه فرمان او د یادي محکمې په حکم د کندهار، هرات، زابل،غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بلخ، بدخشان، سرپل،سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور، کنړ او نورستان له زندانونو څخه ۱۴۸۷ تنه بندیانازاد او د ۲۰۵۴ نورو د بند مودې کمي سوې او تمه ده دغه فرمان د هیواد په پاته نوروزندانونو کي هم تطبیق سي.

👍2
اسلامي امارت د متقابل تعامل له مخي له ټولو هیوادونو سره ښه اړیکي غواړي
د اسلامي امارت مشرتابه د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کي ویلي، اسلامي امارت د متقابل تعامل او اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کي نیولو سره له ټولو هیوادونو سره ښه اړیکي غواړي.
هغه په دغه پیغام کي چي، نن (دوشنبه) خپور سو، ویلي، اسلامي امارت د هیڅ چا په کورنیو چارو کي مداخله نه کوي او نور هم نه پرېږدي چي، په کورنیو چارو کي ئې مداخله وکړي.
مشرتابه په دغه پیغام کي د نړۍ پر مسلمانانو د یو شمېر هیوادونو تېري او د حقوقو نقض هم غندلی دی.

❤2👍2
زابل کي ۷ کسان په درو وهل سوي
ستري محکمې ویلي، د زابل په شاجوی ولسوالۍ کي ئې اووه کسان په درو وهلي دي.
یادي محکمې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور د خلکو په مخ کي له ۲۰ څخه تر ۳۰ درې وهل سوي او له اتو میاشتو تر درو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم سوي دي.
تېره ورځ هم ستري محکمې په کابل کي ۲۱ کسانو ته د نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاق کولو په تور د تعزیري سزاوو ورکولو خبر ورکړی و.

❤2
د اسلامي امارت پر خپلو چارواکو د ملګرو ملتونو بندیزونه سرغړونه ده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی پر ۲۲ لوړپوړو چارواکو د امنیت شورا د لګېدلو بندیزونو په اړه ویلي چي، دا بندیزونه پر خلکو هم اغېز کوي او هغه ئې د اشخاصو له حقوقو څخه یوه سرغړونه یاده کړې ده.
مجاهد نن (دوشنبه) رسنیو ته ویلي، دغه بندیزونه بې پایلي دي او له امنیت شورا څخه ئې غوښتنه کړې چي، هغه بیرته لېري کړي.
دا څرګندوني داسي مهال سوي چي، تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر ۲۲ چارواکو چي، زیاتره ئې د کابینې غړي دي، د سفیر، شتمنیو او وسلو بندیزونه لګولي او د دغو کسانو نوملړ ئې هم خپور کړی دی.

👍3
کندهار کي په ۱۱۰ میلیونه افغانۍ یوه پروژه پیل سوه
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده نن (دوشنبه) د کندهار د کښته میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کي په ۱۱۰ میلیونه افغانۍ د یوې پروژې د چارو د پیل پرانستنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په دې پروژه کي د ۱۱۰۷ متره په اوږدوالي د یوه کانال، د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د یوه سربند، د ۶۰۰ متره په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال، پنځو پلګوټو، یوه واش او دوو سریزو ودانیو جوړول شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دې پروژه کي سلګونو کسانو ته کاري زمینه هم برابره سوي چي، چاري به ئې په ۱۴ میاشتو کي بشپړي او ورسره به ۱۸۰۰ هکټاره کرهڼيو مځکو ته اوبه برابره سي.

👍2❤1
سبا په ۲۵ ولایتونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندني ریاست سبا (سه شنبه) د هیواد په ۲۵ ولایتونو کي د بارانونو او واوري وورېدلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي کندهار، هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، روزګان، زابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، کابل، پروان، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، بغلان، تخار او بدخشان هغه ولایتونه یاد کړي چي له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو او له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو د باران اټکل په کښي سوی دی.
په خبرپاڼه کي په لوېدیځو ولایتونو او سالنګونو کي د تېرو بادونو اټکل هم سوی چي، تېزوالی ئې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره پوري په ساعت کي یاد سوی دی.

❤3
پاکستاني پوځي رژیم کابل کي د روږدو کسانو د درملني مرکز ویشتلی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستاني پوځي رژیم د خپلو جنایوتونو په دوام په کابل کي د نشه يي توکو د روږدي کسانو د درملني روغتون تر هوايي بریدونو لاندي راوستلی دی.
مجاهد پر خپل ایکس لیکلي چي، په دې برید کي یو شمېر تر درملني لاندي په نشه يي توکو روږدو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
هغه دغه برید د نړیوالو بشري حقوقو نقض یاد کړی او په کلکو ټکو ئې غندلی دی.
تر دې مخکي پاکستاني پوځي رژیم په کندهار کي هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني مرکز په نښه کړ؛ خو له ښه مرغه ځاني زیان ئې نه درلود.

😢6👍1
پاکستاني پوځی رژیم کابل کي د روږدو کسانو پر روغتون برید کي ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د پاکستاني پوځي رژیم له خوا په کابل کي د نشه يي توکو د روږدو کسانو پر روغتون د هوايي بریدونه له امله تر ۴۰۰ زیات کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ژوبل سوي دي.
هغه ویلي چي، د ژوبلو سوو کسانو درملنه روانه ده او ښايي دغه شمېرې نوري هم لوړي سي.
یاد برید تېره شپه شاوا نهه بجې د پاکستاني پوځي رژیم د پلازمېني کابل د نهمي ناحیې اړوند سیمه کي د امید د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني پر مرکز سوی چي، د اسلامي امارت او ګڼو نورو پخوانیو چارواکو او هیوادوالو له خوا په سختو ټکو غندل سوی دی.

😢4👎1
کرزي د معتادینو پر روغتون د پاکستاني رژیم برید په کلکو ټکو غندلی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امید د روږدو کسانو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم هوايي برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي ئې چي، که پاکستان خیر او د سیمي ثبات غواړي؛ نو باید خپلي پالیسۍ بدلي او له افغانستان سره دي خپلي اړیکي د ښه ګاونډیتوب او متقابل تعامل له مخي برابري کړي.
کرزي پر خپل ایکس لیکلي چي، پاکستان د دغو بریدونو په کولو سره نه یوازي خپلو موخو ته نه رسېږي، له دې سره، سره وضعیت نور هم خرابوي چي، زیان به ئې پاکستان ته ورسېږي.
دغه بریدونه تېره شپه پر یاد روغتون سوي او شاوخوا ۶۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله په کښي اوښتې چي لا هم د زیاتېدلو په حال کي ده.

👎5
د کرکټ ملي لوبغاړو له نړیوالي ټولني پر کابل د پروني برید د څېړني غوښتنه کړې
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو راشدخان ارمان، محمد نبي عیسی خېل، ابراهیم ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، نوین الحق او وفادار مومند د امید په نوم د معتادینو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو په اندېښنه او غندنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، نړیواله ټولنه باید په دې اړه چپ پاته نه سي.
هغوی پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چي، نړیواله ټولنه باید دغه بشري جنایت وغندي او په اړه ئې څېړنه وکړي.
دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د کابل د نهمي ناحیې اړوند سیمه کي پر یاد روغتون وسول چي، تر دا مهاله د ۴۰۰ کسان د شهادت او ۲۵۰ نورو ټپي حالت تثبیت سوی او ښايي یادي شمېرې نوري هم لوړي سي.

افغانستان کي د یوناما ماموریت د ۳ میاشتو له پاره وغځول سو
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه) په یوه غونډه کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (U.N.A.M.A) د ماموریت غځولو پرېکړه لیک ته رایه ورکړه او هغه ئې د یوه کال پر ځای د درو میاشتو له پاره وغځاوه.
امنیت شورا وايي، دغه پرېکړه لیک ته د امنیت شورا ۱۵ غړو رایه ورکړې او په افغانستان کي ئې د یوناما استازولي د درو میاشتو له پاره بیا ځلي تمدید کړې ده.
مخکي په افغانستان کي د یوناما ماموریت د یو کال له پاره غځول کېده؛ خو سږ کال درې میاشتي وغځول سو او امنیت شورا وايي، د دغه کار ئې د یوناما د اغېز د کتلو په موخه کړی دی.

👎2
خلیلزاد له اسلامي امارته د پاکستان پر وړاندي د هوښیارانه عمل هیله کړې
د افغان سولي له پاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه او د هغه د درنې مرګ ژوبلي په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي، نړیواله ټولنه باید د یادو بریدونو په اړه څېړنه وکړي.
هغه وایي، د یادو بریدونو په نتیجه کي به اسلامي امارت د خبرو وړانديز رد کړي او له کابل څخه ئې هیله کړې چي، د اسلام اباد پر وړاندي له هوښیارانه عمل څخه کار واخلي.
خلیلزاد پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي، د یاد برید له قربانیانو سره مرستي هم وکړي.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه د کابل د نهمي ناحیې اړوند د امیند په نوم د معتادینو د درملني پر مرکز برید وکړ چي په نتیجه کي ئې تر دا مهاله د ۴۰۰ تر درملني لاندي کسانو شهادت او ۲۵۰ نورو ژوبل کېدل تثبیت سوي دي.

❤2😢2