Millat Zagh
1.86K subscribers
5.65K photos
39 videos
3 files
1.02K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ نشرات ژوندي واورئ👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
کندهار کي د شپني بازار د بندېدلو اوازې رد سوې
د کندهار د امنیې قومندانې ویاند مولوي اسدالله جمشید هغه اوازې رد کړې چي، ویل کېدل د اختر په رانژدې کېدلو سره به د شپې بازار بندېږي.
جمشید نن شپه رسنیو ته ویلي چي، په دې اړه خپرې سوي اوازې هیڅ حقیقت نه لري او ټول بازارونه به د ورځي په ډول د شپې هم د هیوادوااو پر مخ خلاص وي.
هغه پر هیوادوالو ږغ کړی چي، د اختر په رانژدې کېدلو سره ترافیکي قوانین مراعت او د نظم په ټینګښت کي خپل مسؤلیت ادا کړي.
#MillatZagh
👍2
کندهار کي د اختر په مناسبت ۱۵۰۰ کسیزي قطعې فعالیت پیل کړ
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، نن شپه په کندهار کي یوې ۱۵۰۰ کسیزي ځانګړي قطعې فعالیت پیل کړ.
د هغه په وینا، دغه ځانګړې قطعه به د اختر په شپو او ورځو کي د کندهار ښار او ولسوالیو امنیت تأمینوي.
جمشید ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړی چي، د اختر په شپو او ورځو کي خپلي خوښۍ په پوره اطمنان سره ولمانځي.
#MillatZagh
👍4
چین د کابل او اسلام اباد د ترینګلتیاو د کمي او اوربند هیله څرګنده کړې
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد ئې هیله لري چي، کابل او اسلام اباد روان کړکېچ پای ته ورسوي او د خبرو له لاري د ستونزو په حل سره اوربند وکړي.
د دغه وزارت ویاند لین جیان ویلي، د دوی ځانګړي استازي افغانستان او پاکستان ته سفرونه پیل کړي او هڅه کوي چي، دواړه لوري خبرو ته چمتو او اوربند وکړي.
جیان ویلي چي، هیواد به ئې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره جمعه هم د کابل او اسلام اباد د ترمنځ د روانو کړکېچونو په اړه خبري وکړې او په یادو خبرو کي چین چمتووالی وښود چي، هیواد ئې د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب ته ژمن دی.
#MillatZagh
بدخشان کي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په کاتک کوتل سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله پنځه کسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) سهار مهال له سړک څخه د یوه فورنر موټر د اوښتلو او یوې درې ته د لوېدلو پر مهال رامنځ ته سوې او د یادي پېښي لامل ئې د موټر تخنیکي ستونزه او بې احتیاطي یاده کړې ده.
د کامګار په وینا، ژوبل سوي کسان د امنیتي کسانو له خوا د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
د سږ کال په لومړیو دوو ربعو کي ۶۶۲ کسان په تعزیري سزاوو محکوم سوي
ستره محکمه وایي، د روان ۱۴۴۷ سپوږمیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې ۶۶۲ "متهمینو او مجرمینو" ته تعزیري سزاوي ورکړي دي.
د یادي محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي، دغه کسان ئې په فاریاب، غور، فراه، هلمند، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، دایکندي، میدان وردګ، بامیان، لوګر، کابل، پروان، لغمان، ننګرهار، کنړ، کاپیسا، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، کندز، سمنګان، تخار او بدخشان کي په یادو سزاوو محکوم کړي دي.
هغه همدارنګه ویلي، په دې موده کي ئې ۱۳۳ زره او ۶۴۰ حقوقي او جزايي دوسیو ته رسېدګي کړې او ۸۶ زره او ۳۵۶ بېلابېلي وثیقې ئې هم اجراء کړي دي.
#MillatZagh
1
نن د افغانستان ۸ محمولې صادرات د تورغونډۍ او لاجورد له لاري ترکیې ته لېږدول کېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چي، نن (یک شنبه) به د افغانستان اته محمولې صادرات د تورغونډۍ بندر او لاجورد مسیر له لاري ترکیې ته ولېږدول سي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه محمولې به د یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت له خوا ترکیې ته او له یاد هیواد څخه وروسته سعودي عربستان، امریکا متحده ایالتونو، اسټرالیا او هالنډ ته ولېږدول سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو صادراتي محمولو کي وچه مېوه، مربا، د بخار دېګونه او غیرالکولي مشروبات شامل دي.
#MillatZagh
نن یونۍ د کب میاشتي ۲۴مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۵۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۶۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۸،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۷۰۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۲،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۳ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
1
د کندهار له زندانه څه کم ۶۰۰ بندیان ازاد او تخفیف ورکړل سو
د کندهار زندان مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، له یاد زندان څخه ۲۰۱ تنه بندیان ازاد او د ۳۹۳ نورو د بند مودې کمي سوي دي.
یاد دفتر نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه بندیان د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان او د ستري محکمې په حکم د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت ازاد او د بند مودې ئې کمي سوي دي.
تر دې مخکي هم د دغه فرمان او د یادي محکمې په حکم د هرات، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بلخ، بدخشان، سرپل، سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور، کنړ او نورستان له زندانونو څخه ۱۱۴۰ تنه بندیان ازاد او د ۱۳۳۶ نورو د بند مودې کمي سوې او تمه ده دغه فرمان د هیواد په پاته نورو زندانونو کي هم تطبیق سي.
#MillatZagh
2👍2
پاکستان بیا پر کنړ څه کم ۱۶۰ توغندۍ راغورځولي
د کنړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء الرحمان سپین غر ملت ږغ راډیو ته وايي، پاکستاني پوځي رژیم بیا پر دغه ولایت څه کم ۱۶۰ توغندۍ راغورځولي دي.
سپین غر وایي، یادي توغندۍ د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د منوري، سرکاڼو، ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو راغورځول سوي؛ خو له نېکه مرغه کوم ځاني او مالي زیان نه لري.
تر دې مخکي هم پاکستاني پوځي رژیم پر دغه ولایت توغندۍ راغورځولي چي، له امله ئې درې ملکي کسان ژوبل سول او د دانګام ولسوالۍ لېسه هم په کښي ویجاړه سوه.
#MillatZagh
😢4
پاکستان به ژر پر کندهار د پرونیو بریدونو ځواب ترلاسه کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر حریم تېری کړی او خبرداری ئې ورکړی چي، اسلام اباد به د دغه برید ځواب ژر ترلاسه کړي.
مجاهد وايي، دا بریدونه په کندهار کي د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني پر مرکز او پر یوه پخواني قرول سوي؛ خو له نېکه مرغه کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده په کښي اوښتې.
هغه ویلي چي، پاکستان به د دغو "شرارتونو" ځواب ترلاسه کړي.
#MillatZagh
7
د دهلې بند د ارتفاع لومړۍ تخنیکي سروې پیل سوه
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده کندهار ته راغلی او دلته ئې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کي د دهلې بند د ارتفاع د تخنیکي مطالعاتو د لومړنۍ سروې کارونو پرانستنه کړې ده.
یاد وزارت نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه بند د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د شاوخوا ۱۳ متره په ارتفاع سره لوړوي چي، اوس ئې تخنیکي کارونه پیل سوي او وروسته به ئې د ډیزاین چاري پیل سي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، د دغه بند په لوړېدلو سره به تر ډېره د کندهار د اوبو د کمښت ستونزي حل او د وچکالۍ مخه ونیول سي.
دغه بند د کندهار له پاره نه یوازي حیاتي ارزښت لري چي، شاوخوا اوو ولسوالیو ته د کرهڼي له پاره اوبه برابروي؛ له دې سره، سره د دغه بند ښکلا شنې سیمي د ګرځندویانو له پاره هم خورا ارزښت لري او د رخصتیو په ورځو کي د تفرېح په موخه ورځي.
#MillatZagh
7
د تورغونډۍ او لاجورد له لاري د افغانستان د صادراتو لړۍ پیل سوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، نن (یک شنبه) د تورغونډۍ او لاجورد له لاري د افغانستان د اتو محمولو د صادرولو لړۍ پیل سوه.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله آصفي وايي، دغه توکي به لومړۍ ترکیې ته او تر هغه وروسته سعودي عربستان، امریکا متحده ایالتونو، اسټرالیا او هالنډ ته ولېږدول سي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو محمولو کي وچه مېوه، مربا، د بخار دېګونه او غیرالکولي مشروبات شامل دي.
آصفي همدارنګه ډاډ ورکړی چي، په دې برخه کي به د نورو دهلېزونو د فعالولو هڅي هم وکړي، ترڅو افغان صادرات په مستقیم ډول تر نړیوالو بازارونو ورسول سي.
#MillatZagh
👍1
سبا په افغانستان کي د یوناما ماموریت غځېدلو ته رایه ورکول کېږي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، سبا (دوشنبه) په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ماموریت غځولو پرېکړه لیک ته رایه ورکوي.
د دې شورا په وینا، د یادي رایې پر اساس به په افغانستان کي د یوناما ماموریت د یوه کال پر ځای د درو میاشتو له پاره تمدید سي او زیاتوي چي، په دې سره به د امنیت شورا غړي هیوادونه د یوناما پر اغېز بیا کتنه وکړي.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کي د یوناما مخکینۍ مشره روزا اوتونبایوا وه چي، ماموریت ئې تر یوه کال وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کي پای ته ورسېد او اوس ئې چاري د جورجیټ ګانیون له خوا د سرپرستي په توګه مخ ته وړل کېږي.
#MillatZagh
👎2
کندهار کي له ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وایي، په لوړ شاولیکوټ ولسوالۍ کي ئې له ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره ئې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه ریاست وایي، یاده مرسته ئې د خوړو او نړیوال پروګرام (W.F.P) په مالي ملاتړ کړې او هري کورنۍ ته ئې شپږ ډوله خوراکي توکي ورکړي دي.
تېره ورځ هم دغه ریاست په سپین بولدک او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کي له دوه زره او ۷۵۴ کورنیو سره د ورته مرستي خبر ورکړی و.
#MillatZagh
جنوبي وزیرستان کي د پاکستاني پوځي رژیم کمپونه په نښه سوی
د ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان تر ولکې لاندي د جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کي ئې د پاکستاني پوځي رژیم پوځي کمپ تر هوايي بریدونو لاندي راوستلي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، یاد بریدونه ئې نن (یک شنبه) د هغو بریدونو په غبرګون کي ترسره کړل چي، تېره شپه د پاکستاني پوځي رژیم له خوا پر کندهار وسول.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په دغو بریدونو کي د یاد کمپ د کمانډو ځواکونو ودانۍ او د قوماندانۍ مرکز تر برید لاندي راغلی او پاکستاني لوري ته ئې درانه ځاني او مالي زیانونه ور اړولي دي.
#MillatZagh
6
سوېلي افریقا نیوزیلنډ ته سخته ماته ورکړه
د کوربه نیوزیلنډ او مېلمه سوېلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ۲۰ اوریزه لوبو لومړۍ لوبه سوېلي افریقا د اوو ویکټو په توپیر وګټل.
په نننۍ لوبه کي نیوزیلنډ په ۱۵م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سوېلي افریقا ته ۹۱ منډي هدف ورکړ او دغه هدف سوېلي افریقا په ۱۷م اور کي د درو لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه راتلونکې سه شنبه ترسره کېږي.
#MillatZagh
6
د سبا (دونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۹
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۲، کښته ۳
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۶
هلمند: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۶، کښته ۱۲
روزګان: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۵، کښته ۵
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۶ کښته ۷
ننګرهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۷
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۶، کښته ۶
اسلام اباد: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۱۱
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۱، کښته ۱۸
#MillatZagh
😢21
پاکستان بیا په خوست او نورستان کي ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په خوست او نورستان کي د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کي درې ملکي کسان شهیدان او دوه نور ژوبل سوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، پاکستاني پوځي رژیم د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کي یو کور په توپونو ویشتلی چي، له امله ئې یو ملکي کس شهید او دغه کور په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
له دې سره هم مهاله د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز هم ویلي چي، پاکستاني پوځي رژیم د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کي پر یوه کور توپونه راغورځولي چي، له امله ئې دوه کوچنیان شهیدان او دوه نور ژوبل سوي دي.
#MillatZagh
😢5
پاکستان ۵۰ اوریزه لوبلړۍ وبایلل
د کوربه بنګله دېش او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو ۵۰ اوریزه لوبو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه بنګله دېش د ۱۱ منډو په توپیر وګټل.
په یاده لوبه کي بنګله دېش د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو او تنزید حسن ۱۰۷ زیاتو منډو په جوړولو پاکستان ته ۲۹۱ منډي هدف ورکړ.
پاکستان په ۵۰م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو او د سلمان اغا ۱۰۶ منډو په جوړولو ۲۷۹ منډي جوړي کړې او لوبه ئې وبایلل.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه بنګله دېش او بله پاکستان ګټلې وه او په دې سره دغه لوبلړۍ دوه پر یو بنګله دېش وګټل.
#MillatZagh
7
پاکستاني پوځي رژیم خوست کي ۳ نورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، پاکستان پوځي رژیم تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې یو ځل بیا د دغه ولایت د ګربز ولسوالۍ پر نري کلي هاوانونه راغورځولي چي، له امله ئې یوه ښځه شهیده او د یوې نجلۍ په ګډون دوې نوري ژوبلي سوي دي.
تر دې مخکي هم پاکستاني پوځي رژیم د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ افغان دوبۍ سیمه تر بریدونو لاندي راوستلې وه چي، له امله ئې دوه کوچنیان شهیدان او دوه نور ټپیان سول.
#MillatZagh
😢6👎1
د خیبرپښتونخوا ګوندونو افغانستان کي د ملکیانو مرګ ژوبله غندلې
د پاکستان تر ولکې لاندي خیبرپښتونخوا کي درو سیاسي ګوندو په افغانستان کي د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د ملکي کسانو مرګ ژوبله غندلې او له کابل او اسلام اباد څخه ئې غوښتنه کړې چي، د خبرو له لاري ستونزي حل او له جګړې لاس واخلي.
د خیبرپښتونخوا د ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اپوزیسون مشر محمود خان اڅګزي، د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ او د پاکستان د پارلمان غړي او د خیبرپښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر خوشحال کاکړ په یوه لاسلیک سوې اعلامیه کي دا جګړه یوه نااعلان سوې جګړه یاده کړې او د اندېښنې په څرګندولو سره ئې ویلي چي، که دا جګړه دوام وکړي؛ نو نور ملکي کسان به هم له زیان سره مخ سي.
یادو ګوندونو د دغي اعلامیې له لاري پر پاکستان ږغ کړی چي، د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې دي ودروي او له افغانستان سره دي سوله يیزي او باثباته اړیکي رامنځ ته کړي.
#MillatZagh
😢3👍1