Millat Zagh
1.86K subscribers
5.65K photos
39 videos
3 files
1.02K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ نشرات ژوندي واورئ👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
راتلونکې دوشنبه افغانستان کي د یوناما ۳ میاشتني ماموریت ته رایه ورکول کېږي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، راتلونکې دوشنبه (د مارچ ۱۶مه) په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ماموریت غځولو پرېکړه لیک ته رایه ورکوي.
د دې شورا په وینا، د یادي رایې پر اساس به په افغانستان کي د یوناما ماموریت د یوه کال پر ځای د درو میاشتو له پاره تمدید سي او زیاتوي چي، په دې سره به د امنیت شورا غړي هیوادونه د یوناما پر اغېز بیا کتنه وکړي.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کي د یوناما مخکینۍ مشره روزا اوتونبایوا وه چي، ماموریت ئې تر یوه کال وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کي پای ته ورسېد او اوس ئې چاري د جورجیټ ګانیون له خوا د سرپرستي په توګه مخ ته وړل کېږي.
#MillatZagh
2
غزني کي راستنو سوو کډوالو ته د مځکو ورکولو لړۍ پیل سوه
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په غزني کي ئې راستنو سوو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو په موخه د نمرو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، یاد ښارګوټی ۱۹۰۷ جریبه مساحت او شاوخوا ۱۸۰۰ نمرې لري چي، پر راستنو سوو کورنیو به ووېشل سي.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي پر ګاونډیو هیوادونو ږغ کړی چي، له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو له مخي چلند وکړي او په زور ئې ستانه نه کړي.
تېره اوونۍ دغه وزارت ویلي و چي، راستنو سوو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو په موخه د نمرو د وېش له پیل راهیسي ئې پر هغوی شپږ زره او ۶۴۴ نمرې وېشلي دي.
#MillatZagh
1
کندهار کي له ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وایي، په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کي ئې له ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره ئې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه ریاست وایي، یاده مرسته د خوړو او نړیوال پروګرام (W.F.P) له خوا سوې او هري کورنۍ ته ئې اووه ډوله خوراکي توکي ورکړي دي.
تېره ورځ په کندهار کي د ۲۰۵ البدر قول اردو هم له ۱۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
#MillatZagh
3
نن پیلنۍ د کب میاشتي ۲۳مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۹،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۶۸۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۳ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۲ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
تېره شپه په انتقامي عملیاتو کي ۲۵ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملي دفاع وزارت وایي، تېره شپه ئې پر پاکستاني پوځي رژیم په انتقامي عملیاتو کي ۱۴ پاکستاني عسکر وژلي او ۱۱ نور ئې ژوبل کړي دي.
دغه وزارت وايي، دا عملیات په ننګرهار او کنړ کي د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي پر پاکستاني پوځي رژیم سوي او یوه پوسته ئې هم په کښي ورسقوط کړې ده.
ملي دفاع وزارت همدارنګه ویلي چي، په دې عملیاتو کي د پاکستاني پوځي رژیم یو زرهدار ټانګ او یو انټرنېشنل موټر هم تخریب کړي دي.
#MillatZagh
3
هلمند کي په ۱۵ میلیونه افغانۍ د اوبو د ۲ شبکو کارونه پیل سول
د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت له خوا په ۱۵ میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو کارونه پیل سوي دي.
یاد دفتر وایي، دغه شبکې په ده بابا او لوی پل کلیو کي جوړېږي چي، په بشپړېدلو به سره ئې ۷۴۷ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
سرچینې ویلي، په یادو شبکو کي د دوو برمو وهل، د دوو ذخیرو جوړول او د شاوخوا ۱۲،۵ کیلومتره په اوږدوالي د پایپونو غځول شامل دي چي، لسګونو کسانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره سوې ده.
تېره اوونۍ هم په دغه ولایت کي په نهه میلیونه افغانۍ د اوبو رسولو د دوو شبکو کارونه پیل سول.
#MillatZagh
1
پاکستان په تېرو ۴۸ ساعتونو کي پر کنړ ۲۷۰ توغندۍ راغورځولي
د کنړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپین غر ملت ږغ راډیو ته ویلي، پاکستاني پوځي رژیم په تېرو ۴۸ ساعتونو کي ۲۷۱ توغندۍ راغورځولي چي، له امله ئې درې ملکي کسان ژوبل او یو ښوونځی او یو شمېر کورونه ویجاړ سوي دي.
د سپین غر په وینا، دا بریدونه د منوري، سرکاڼو، ناړۍ او دانګام ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو باندي د توپ او هاوانونو په وسیله سوي دي چي، په کښي د دانګام لېسې ودانۍ هم تخریب سوې ده.
#MillatZagh
👎1😢1
د هرات له زندانه ۴۳۶ بندیان ازاد او تخفیف ورکړل سو
د زندانونو چارو د سمون ملي اداره وایي، د هرات له زندان څخه ئې ۲۰۷ تنه بندیان ازاد او د ۲۲۹ نورو د بند مودې ئې ورکمي کړي دي.
یادي ادارې نن (شنبه) له یوې وېډیو سره یوځای پر خپل ایکس لیکلي چي، دغه حکم د ستري محکمې له خوا سوی او وروسته به په ټول هیواد کي تطبیق سي.
تر دې مخکي هم یادي ادارې د ستري محکمې په حکم د زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بلخ، بدخشان، سرپل، سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور، کنړ او نورستان له زندانونو څخه ۹۳۳ تنه بندیان ازاد او د ۱۱۰۷ نورو د بند مودې کمي کړې.
#MillatZagh
👍1
کندهار کي له پاکستانه راقاچاق سوي ۴۳ غواوي نیول سوي
د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، له پاکستان څخه د ۴۳ سره غواوو د راقاچاق کېدلو مخنیوی ئې کړی دی.
دغه ریاست وايي، یادي غواوي ئې په سپین بولدک ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو په همکارۍ نیولي او په تور ئې دوه کسان هم نیول سوي دي.
تر دې مخکي هم دغه ریاست په کندهار کي د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي له پاکستان څخه د ۳۳ غواوو د راقاچاق کولو مخه نیولې وه.
#MillatZagh
👍3
د سبا (یونۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۸
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۰، کښته -۱
هرات: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۵، کښته ۴
هلمند: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۰
روزګان: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۳، کښته ۳
بلخ: اسمان ځای، ځای وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۲، کښته ۶
ننګرهار: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۶
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۶، کښته ۵
اسلام اباد: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۱۷، کښته ۱۰
نوی ډهلی: د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۳۰، کښته ۱۷
#MillatZagh
5
هند پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه وغندل
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه غندلي او ټینګار ئې کړی چي، پاکستان باید د افغانستان حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی ولري.
د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال نن (شنبه) په دې اړه د رسنیو پوښتنو ته په ځواب کي ویلي، د پاکستان دا بریدونه د دې ښکارندويي کوي چي، اسلام اباد د افغانستان له خپلواکي مفکورې سره دښمني لري.
پاکستاني پوځي رژیم وړمه شپه پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل چي، له امله ئې په کابل او کندهار کي شاوخوا ۳۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او له دې سره، سره ئې په کندهار کي د یوه خصوصي شرکت د تېلو په ویشتلو او سوځولو سره یاد شرکت ته شاوخوا ۶۰۰ زره ډالره زیان واړاوه.
#MillatZagh
5👍2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
کندهار کي د شپني بازار د بندېدلو اوازې رد سوې
د کندهار د امنیې قومندانې ویاند مولوي اسدالله جمشید هغه اوازې رد کړې چي، ویل کېدل د اختر په رانژدې کېدلو سره به د شپې بازار بندېږي.
جمشید نن شپه رسنیو ته ویلي چي، په دې اړه خپرې سوي اوازې هیڅ حقیقت نه لري او ټول بازارونه به د ورځي په ډول د شپې هم د هیوادوااو پر مخ خلاص وي.
هغه پر هیوادوالو ږغ کړی چي، د اختر په رانژدې کېدلو سره ترافیکي قوانین مراعت او د نظم په ټینګښت کي خپل مسؤلیت ادا کړي.
#MillatZagh
👍2
کندهار کي د اختر په مناسبت ۱۵۰۰ کسیزي قطعې فعالیت پیل کړ
د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، نن شپه په کندهار کي یوې ۱۵۰۰ کسیزي ځانګړي قطعې فعالیت پیل کړ.
د هغه په وینا، دغه ځانګړې قطعه به د اختر په شپو او ورځو کي د کندهار ښار او ولسوالیو امنیت تأمینوي.
جمشید ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړی چي، د اختر په شپو او ورځو کي خپلي خوښۍ په پوره اطمنان سره ولمانځي.
#MillatZagh
👍4
چین د کابل او اسلام اباد د ترینګلتیاو د کمي او اوربند هیله څرګنده کړې
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد ئې هیله لري چي، کابل او اسلام اباد روان کړکېچ پای ته ورسوي او د خبرو له لاري د ستونزو په حل سره اوربند وکړي.
د دغه وزارت ویاند لین جیان ویلي، د دوی ځانګړي استازي افغانستان او پاکستان ته سفرونه پیل کړي او هڅه کوي چي، دواړه لوري خبرو ته چمتو او اوربند وکړي.
جیان ویلي چي، هیواد به ئې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره جمعه هم د کابل او اسلام اباد د ترمنځ د روانو کړکېچونو په اړه خبري وکړې او په یادو خبرو کي چین چمتووالی وښود چي، هیواد ئې د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب ته ژمن دی.
#MillatZagh
بدخشان کي ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ په کاتک کوتل سیمه کي د یوې ترافیکي پېښي له امله پنځه کسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، دا ترافیکي پېښه نن (یک شنبه) سهار مهال له سړک څخه د یوه فورنر موټر د اوښتلو او یوې درې ته د لوېدلو پر مهال رامنځ ته سوې او د یادي پېښي لامل ئې د موټر تخنیکي ستونزه او بې احتیاطي یاده کړې ده.
د کامګار په وینا، ژوبل سوي کسان د امنیتي کسانو له خوا د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
د سږ کال په لومړیو دوو ربعو کي ۶۶۲ کسان په تعزیري سزاوو محکوم سوي
ستره محکمه وایي، د روان ۱۴۴۷ سپوږمیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ئې ۶۶۲ "متهمینو او مجرمینو" ته تعزیري سزاوي ورکړي دي.
د یادي محکمې مرستیال ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي، دغه کسان ئې په فاریاب، غور، فراه، هلمند، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، دایکندي، میدان وردګ، بامیان، لوګر، کابل، پروان، لغمان، ننګرهار، کنړ، کاپیسا، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، کندز، سمنګان، تخار او بدخشان کي په یادو سزاوو محکوم کړي دي.
هغه همدارنګه ویلي، په دې موده کي ئې ۱۳۳ زره او ۶۴۰ حقوقي او جزايي دوسیو ته رسېدګي کړې او ۸۶ زره او ۳۵۶ بېلابېلي وثیقې ئې هم اجراء کړي دي.
#MillatZagh
1
نن د افغانستان ۸ محمولې صادرات د تورغونډۍ او لاجورد له لاري ترکیې ته لېږدول کېږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چي، نن (یک شنبه) به د افغانستان اته محمولې صادرات د تورغونډۍ بندر او لاجورد مسیر له لاري ترکیې ته ولېږدول سي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه محمولې به د یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت له خوا ترکیې ته او له یاد هیواد څخه وروسته سعودي عربستان، امریکا متحده ایالتونو، اسټرالیا او هالنډ ته ولېږدول سي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، په یادو صادراتي محمولو کي وچه مېوه، مربا، د بخار دېګونه او غیرالکولي مشروبات شامل دي.
#MillatZagh
نن یونۍ د کب میاشتي ۲۴مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۰ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۵۹ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۶۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۸،۷۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۷۰۰ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۲،۵۰ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۳ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
1
د کندهار له زندانه څه کم ۶۰۰ بندیان ازاد او تخفیف ورکړل سو
د کندهار زندان مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چي، له یاد زندان څخه ۲۰۱ تنه بندیان ازاد او د ۳۹۳ نورو د بند مودې کمي سوي دي.
یاد دفتر نن (یک شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه بندیان د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان او د ستري محکمې په حکم د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت ازاد او د بند مودې ئې کمي سوي دي.
تر دې مخکي هم د دغه فرمان او د یادي محکمې په حکم د هرات، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بلخ، بدخشان، سرپل، سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور، کنړ او نورستان له زندانونو څخه ۱۱۴۰ تنه بندیان ازاد او د ۱۳۳۶ نورو د بند مودې کمي سوې او تمه ده دغه فرمان د هیواد په پاته نورو زندانونو کي هم تطبیق سي.
#MillatZagh
2👍2
پاکستان بیا پر کنړ څه کم ۱۶۰ توغندۍ راغورځولي
د کنړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء الرحمان سپین غر ملت ږغ راډیو ته وايي، پاکستاني پوځي رژیم بیا پر دغه ولایت څه کم ۱۶۰ توغندۍ راغورځولي دي.
سپین غر وایي، یادي توغندۍ د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د منوري، سرکاڼو، ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو راغورځول سوي؛ خو له نېکه مرغه کوم ځاني او مالي زیان نه لري.
تر دې مخکي هم پاکستاني پوځي رژیم پر دغه ولایت توغندۍ راغورځولي چي، له امله ئې درې ملکي کسان ژوبل سول او د دانګام ولسوالۍ لېسه هم په کښي ویجاړه سوه.
#MillatZagh
😢4
پاکستان به ژر پر کندهار د پرونیو بریدونو ځواب ترلاسه کړي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر حریم تېری کړی او خبرداری ئې ورکړی چي، اسلام اباد به د دغه برید ځواب ژر ترلاسه کړي.
مجاهد وايي، دا بریدونه په کندهار کي د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملني پر مرکز او پر یوه پخواني قرول سوي؛ خو له نېکه مرغه کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده په کښي اوښتې.
هغه ویلي چي، پاکستان به د دغو "شرارتونو" ځواب ترلاسه کړي.
#MillatZagh
7