Millat Zagh
1.87K subscribers
5.64K photos
39 videos
3 files
1.02K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ نشرات ژوندي واورئ👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
نن پنځنۍ د کب میاشتي ۲۱مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۸،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۷۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۲ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
2
ټول لوبغالي به تر لوبي مخکي له خپل ظرفیت سره سم ټکټان خرڅلاو ته وړاندي کوي
د کندهار د بدني روزني او سپورټ رئیس محمود اغا بشر وايي، تر دې وروسته به د فوټبال او فوټسال د لوبغالو د مهمو لوبو ټکټان مخکي له مخکي د هغه لوبغالي له ظرفیت سره سم خرڅلاو ته وړاندي کېږي.
بشر ملت ږغ راډیو ته د لوبستان د پرونۍ بې نظمۍ په غبرګون کي ویلي چي، دغه پرېکړه د بې نظمۍ د مخنیوي په موخه سوې او تر دې وروسته به سرغړوونکي کسان له قانوني چلند سره مخ سي.
دا پرېکړه داسي مهال سوې چي، تېره شپه په لوبستان کي د دوو مشهورو لوبډلو، چي په ترکیب کي ئې د فوټسال ملي لوبډلي لوبغاړو ګډون کړی وو، په لوبه کي یاد جمنازیوم تر خپل ظرفیت اضافه ټکټان پلورلي وو او دغه کار نه یوازي ګڼه ګوڼه او بې نظمي رامنځ ته کړې وه، بلکي د خلکو له خورا غبرګونونو سره هم مخ سو.
#MillatZagh
خوست کي د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، پاکستاني پوځي رژیم د خوست د علیشېر او ترېزیو ولسوالۍ پر صدقو کلي بیا بریدونه کړي چي، له امله ئې څلور کسان شهیدان او درې نور ژوبل سوي دي.
فطرت وايي، دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا پر یوه ملکي کور سوي او ټول قربانیان د یوې کورنۍ دي.
هغه همدارنګه ویلي، پاکستاني پوځي رژیم له دې جنایت سره، سره د کنړ د منوري ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو هم بریدونه کړي؛ خو له نېکمرغه ځاني زیان نه لري.
پاکستاني پوځي رژیم داسي مهال پر افغان خاوره بریدونه کړي چي، وړمه ورځ ئې کابل ته د پاکستاني علماوو له راتګ سره هم مهاله پر افغان خاوره بریدونه وکړل چي له امله ئې درې ملکي کسان شهیدان او اته نور ژوبل سول.
#MillatZagh
هرات کي د غالیو اوبدلو یو مرکز فعال او ۴۰۰ راستنو سوو ته کار په کښي برابر سو
د هرات ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کي په ۳۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ د غالۍ اوبدلو یو لوی مرکز فعال او شاوخوا ۴۰۰ راستنو سوو کسانو ته کاري زمینه په کښي برابره سوې ده.
سرچینې نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه مرکز په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) په مالي ملاتړ جوړ او د هرات د والي نوراحمد اسلام جار او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال اندریکا راټوټ له خوا ګټي اخستني ته وسپارل سو.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي راټوټ ویلي، هڅه کوي چي، د راستنېدونکو افغان کډوالو ملاتړ زیات او په ورته ځایونو کي ئې کاري زمینه ورته برابره کړي.
#MillatZagh
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژو د کارونو په اړه خبري کړي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ټاپي (T.A.P.I) ګازو نل لیکي پروژې له عمومي رئیس محمد مراد امانوف سره په افغانستان کي د یادي پروژې د کارونو په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت وايي، دواړو لورو نن (پنج شنبه) د یوې لیدني پر مهال چي، په کابل کي د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم په کښي شامل وو، د یادي پروژې پر روانو چارو او په ټاپي کي د خلکو له پاره پر کاري زمینه برابرولو خبري کړي دي.
ملا بدري په یاده لیدنه کي ټینګار کړی چي، ترکمن چارواکي باید د ټاپي کارونه چټک کړي او افغانانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، دا مهال په افغان خاوره کي د هرات ولایت په اوږدو کي د ټاپي ګازو نل لیکي غځولو له پاره شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره ساحه چمتو سوې او په نژدې راتلونکي کي به د نل لیکي غځولو کارونه پر پیل سي.
#MillatZagh
بلخ او نورستان کي ۲۶۶ بندیان له عفوي او تخفیف څخه برخمن سول
د زندانونو چارو د سمون ملي اداره وايي، د بلخ او نورستان له زندانونو څخه ئې د ښځو او محجوزینو کوچنیانو په ګډون ۱۴۲ کسان ازاد او د ۱۲۴ نورو د بند مودې ئې ورکمي کړي دي.
یادي ادارې ویلي چي، دغه حکم د ستري محکمې له خوا سوی او تمه ده وروسته د ټول هیواد په زندانونو کي تطبیق سي.
تر دې مخکي هم یادي ادارې د زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بدخشان، سرپل، سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور او کنړ له زندانونو څخه د ستري محکمې په حکم ۷۹۱ بندیان ازاد او د ۹۸۳ نورو د بند مودې کمي کړې.
#MillatZagh
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۲۱
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۴
هرات: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۳
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
روزګان: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۶، کښته ۶
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۴
ننګرهار: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۱۰
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۶
اسلام اباد: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
#MillatZagh
3👍2
کندهار کي پر ډرون کېمرو بندیز ولګول سو
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ډرون کېمرو د بندیز لګولو خبر ورکړی او ویلي ئې دي چي، سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ سي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني ویلي، په دغه بندیز کي دولتي او شخصي ادارې، شرکتونه او ټول خلک شامل دي.
هغه ویلي، سرغړوونکي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
👍51
کابل کي د پاکستان د ړندو بمباریو له امله ۱۸ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییزي سرچینې وايي چي، د کابل د ۲۱مي امنیتي حوزې اړوند په پلچرخي سیمه کي پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه کړي چي، له امله ئې درې ملکي کسان شهیدان او ۱۵ نور ژوبل سوي دي.
د هغوی په وینا، دا بریدونه نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې پر ملکي تأسیساتو سوي دي.
#MillatZagh
😢10👎1
ملي دفاع وزارت خیبرپښتونخوا کي پر پاکستاني پوځي کمپونو هوايي بریدونه کړي
د ملي دفاع وزارت تائید کړه چي، پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کي ئې نن (جمعه) سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کي د پاکستاني پوځي رژیم پر پوځي کمپونو هوايي بریدونه کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو هوايي عملیاتو کي ئې د کوهاټ پوځي کلا هم په نښه کړې او پاکستاني پوځي رژیم ته ئې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه پر کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار بریدونو کي ملکي تأسیسات په نښه کړل چي، له امله ئې ۲۹ ملکي کسانو ته په کابل او دوو نورو ته په کندهار کي مرګ ژوبله واوښته او له دې سره، سره ئې کندهار کي هوايي ډګر ته څېرمه د کام اېر نړیوال هوايي شرکت د تېلو ذخیره هم ویشتلې چي تر ۶۰۰ ټنه زیات تېل په کښي له منځه تللي دي.
#MillatZagh
4
ننګرهار کي د پاکستان د بریدونو له امله ۲ ملکيان شهیدان سوي
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، پاکستاني پوځي رژیم نن (جمعه) بیا د هاوان مرمۍ راغورځولي چي، له امله ئې یوه ښځه او یوه نجلۍ په شهادت رسېدلي دي.
د هغه په وینا، دا هاوانونه د مهمند درې ولسوالۍ پر ډکه کلي راغورځول سوي دي.
#MillatZagh
👎1
یوناما هم په کابل کي د ۱۸ ملکي کسانو مرګ ژوبله تائید کړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د کابل په پل چرخي سیمه کي د پاکستاني پوځي رژیم د بمباریو له امله ملکي مرګ ژوبله تائید کړې او ویلي ئې دي چي، د یادو بریدونو له امله څلور کسان شهیدان او ۱۴ نور ژوبل سوي دي.
یوناما تازه د یادو بریدونو په غبرګون کي ویلي، په دې سره د تېري فبروري له ۲۶مي راهیسي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کي د وژل سوو ملکي افغانانو شمېر ۷۵ او د ټپیانو هغې ۱۹۳ ته پورته سو.
دغه دفتر یو وار بیا له کابل او اسلام اباد څخه غوښتنه کړې چي، د ملکي کسانو د خوندیتوب له پاره له جګړې لاس واخلي.
#MillatZagh
👎1
پاکستان باید له افغانستان سره د دښمني پر ځای دوستي غوره کړي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه په ښکاره ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او “شدید تخلف” یاد کړی او ویلي ئې دي چي، پاکستان باید له افغانستان سره دښمني پرېږدي او دوستي غوره کړي.
هغه د یادو بریدونو له قربانیانو سره غمشریکي هم ښودلې ده.
#MillatZagh
👎2😢2
متقي او وانګ يي د کابل او اسلام اباد پر روان کړکېچ خبري کړي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان او پاکستان د ستونزو او روان کړکېچن حالت په اړه ټلیفوني خبري کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي په یادو خبرو کي څرګنده کړې چي، دفاع د اسلامي امارت مشروع حق دی؛ خو د کړکېچ د زیاتېدلو پر ځای سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوي.
وانګ یي په دې خبرو کي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه د نه منلو وړ بللي او د خبرو او ډيپلوماسۍ له لاري د ستونزو د حل پر ټینګار سره، سره ئې ویلي چي، هیواد ئې د کابل او اسلام اباد د ستونزو د حل منځګړیتوب ته هم چمتووالی لري او په دې برخه کي خپلي هڅي نه سپموي.
#MillatZagh
👍21
پر اسلام اباد هوايي بریدونه سوي
امنیتي سرچینې وايي، نن شپه د اسلامي امارت هوايي ځواکونو د پاکستان د پلازمېني اړوند په فیض اباد کي د پاکستاني پوځي رژیم پر پوځي کمپونو هوايي بریدونه سوي دي.
د هغوی په وینا، په دې بریدونو کي د حمزه کمپ په نښه سوی؛ خو تر اوسه ئې د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ویل سوي.
نن سهار هم د ملي دفاع وزارت له خوا د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کي د پاکستاني پوځي رژیم پوځي کمپونه او مهم پوځي تأسیسات پر افغان خاوره د بریدونو په غبرګون کي په نښه سول او په همدې خاطر په یاده سیمه کي بېړنی حالت هم اعلان سو.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد خبرداری ورکړی چي، د افغانستان د ویشتلو او ناامنه کولو په صورت کي به اسلام اباد په نښه کېږي.
#MillatZagh
5
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
ملي دفاع وزارت پر اسلام اباد د هوايي بریدونو مسؤلیت ومانه
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وايي، د پاکستان د پلازمېني اسلام اباد په فیض اباد سیمه کي ئې د حمزه په نوم د پاکستاني پوځي رژیم پر پوځي کمپ هوایي بریدونه کړي دي.
یاد وزارت تازه په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دا بریدونه ئې نن ماښام شاوخوا پنځه بجې کړي او پنجابي پوځي رژیم ته ئې درانه تلفات په کښي اړولي دي.
نن سهار هم د ملي دفاع وزارت له خوا د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کي د پاکستاني پوځي رژیم پوځي کمپونه او مهم پوځي تأسیسات پر افغان خاوره د بریدونو په غبرګون کي په نښه سول او په همدې خاطر په یاده سیمه کي بېړنی حالت هم اعلان سو.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد خبرداری ورکړی چي، د افغانستان د ویشتلو په صورت کي به اسلام اباد په نښه کېږي.
#MillatZagh
6
بلخ کي د ترافیکي پېښي له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بلخ امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کي د بلخ- جوزجان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق ملت ږغ راډيو ته ویلي چي، دغه ترافیکي پېښه پرون (جمعه) ناوخته د درو موټرانو ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې او د هغې لامل ئې بې احتیاطي یاده کړې ده.
د وثیق په وینا، ژوبل سوي کسان د درملني له پاره د مزارشریف سیمه ییز روغتون ته لېږدول سوي دي.
#MillatZagh
😢1
راتلونکې دوشنبه افغانستان کي د یوناما ۳ میاشتني ماموریت ته رایه ورکول کېږي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، راتلونکې دوشنبه (د مارچ ۱۶مه) په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ماموریت غځولو پرېکړه لیک ته رایه ورکوي.
د دې شورا په وینا، د یادي رایې پر اساس به په افغانستان کي د یوناما ماموریت د یوه کال پر ځای د درو میاشتو له پاره تمدید سي او زیاتوي چي، په دې سره به د امنیت شورا غړي هیوادونه د یوناما پر اغېز بیا کتنه وکړي.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په افغانستان کي د یوناما مخکینۍ مشره روزا اوتونبایوا وه چي، ماموریت ئې تر یوه کال وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کي پای ته ورسېد او اوس ئې چاري د جورجیټ ګانیون له خوا د سرپرستي په توګه مخ ته وړل کېږي.
#MillatZagh
2
غزني کي راستنو سوو کډوالو ته د مځکو ورکولو لړۍ پیل سوه
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په غزني کي ئې راستنو سوو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو په موخه د نمرو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، یاد ښارګوټی ۱۹۰۷ جریبه مساحت او شاوخوا ۱۸۰۰ نمرې لري چي، پر راستنو سوو کورنیو به ووېشل سي.
د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي پر ګاونډیو هیوادونو ږغ کړی چي، له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو له مخي چلند وکړي او په زور ئې ستانه نه کړي.
تېره اوونۍ دغه وزارت ویلي و چي، راستنو سوو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو په موخه د نمرو د وېش له پیل راهیسي ئې پر هغوی شپږ زره او ۶۴۴ نمرې وېشلي دي.
#MillatZagh
1
کندهار کي له ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه
د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست وایي، په کښته شاولیکوټ ولسوالۍ کي ئې له ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره ئې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه ریاست وایي، یاده مرسته د خوړو او نړیوال پروګرام (W.F.P) له خوا سوې او هري کورنۍ ته ئې اووه ډوله خوراکي توکي ورکړي دي.
تېره ورځ په کندهار کي د ۲۰۵ البدر قول اردو هم له ۱۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
#MillatZagh
3
نن پیلنۍ د کب میاشتي ۲۳مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۲ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۸۰ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۹،۲۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۶۸۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۳ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۲ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh