Millat Zagh
1.87K subscribers
5.64K photos
39 videos
3 files
1.02K links
که د نړۍ په هر کونج کي یاست، د ملت ږغ نشرات ژوندي واورئ👇
پلې سټور
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
اپ سټور
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
Download Telegram
هند ته ۲ نور زړه سوري کوچنیان واستول سول
افغاني سره میاشت وایي، دوه په سوري زړه ناروغۍ اخته کوچنیان ئې د درملني له پاره هند ته لېږلي دي.
یادي ټولني ویلي، د دغو کوچنیانو درملنه به د هند حکومت په مالي ملاتړ په یاد هیواد کي ترسره او بیرته به هیواد ته راستانه سي.
د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال د فبروري میاشتي په پیل کي ۱۵ تنه په سوري زړه ناروغۍ اخته کوچنیان معلوم سول، ترڅو په هند کي ئې درملنه وسي چي، د هغو له جملې څخه درې تنه تېره یک شنبه هیواد ته تر درملني وروسته راستانه سول او پاته ۱۰ نور به هم په دوامداره ډول سره یاد هیواد ته د درملني له پاره ولېږل سي.
#MillatZagh
3
د سبا (پنځنۍ) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان نیمه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۷
کابل: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۲
هرات: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۲، کښته ۰
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۶، کښته ۶
روزګان: اسمان وریځ او د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۱۳، کښته ۴
بلخ: اسمان لمر، تودوښي لوړه درجه ۱۰، کښته ۳
ننګرهار: اسمان وریځ او باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۹
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۴
اسلام اباد:د باران اټکل، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۴، کښته ۲۰
#MillatZagh
2
پاکستان سخته ماته وخوړه
د کوربه بنګله دېش او مېلمه پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو ۵۰ اوریزه لوبو لومړۍ لوبه بنګله دېش د اتو ویکټو په توپیر وګټل.
په نننۍ لوبه کي پاکستان په ۳۱م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو بنګله دېش ته ۱۱۵ منډي هدف ورکړ چي، د بنګله دېش له خوا په ۱۶م اور کي د دوو لوبغاړو په سوځېدلو پوره سو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه راتلونکې جمعه ترسره کېږي.
#MillatZagh
7👍2
بلخ کي ترافیکي پېښي ۲ کسان وژلي
د بلخ امنیه قومنداني وايي، په دغه ولایت کي د مزارشریف دروازې ته نژدې د مزارشریف- حیرتان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه کسان وژل سوي دي.
یادي قومندانۍ ویلي، دغه ترافیکي پېښه پرون (چهارشنبه) د دوو بار وړونکو موټرانو ترمنځ د ټکر پر مهال رامنځ ته سوې او لامل ئې بې احتیاطي یاده سوې ده.
تر دې مخکي په غزني کي د کابل- کندهار پر لویه لاره هم د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان ژوبل سول.
#MillatZagh
😢3
د نن ارزښت؛ شاه اغا سعادت
نن (پنج شنبه) غرمه دوې بجې د ملت ږغ راډیو په ارزښت تشویقي او ژورنالیستیکي خپرونه کي شاه اغا سعادت مېلمه دی، چي په یاده خپرونه کي به د ده پر ژوند او په رسنیو کي د ده پر کار خبري وسي.
سعادت د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کي د ژورنالیزم په برخه کي تر لسانس پوري زده کړي او په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کي له بریا ټلوېزیون سره د کار په پیل د رسنیو ډګر ته راغلی دی.
نوموړی دا مهال له شمشاد ټلوېزیون سره د خبریال او د سیاسي خپرونو او خبرونو د ویاند دنده مخ ته وړي.
دا چي نوموړی په دې برخه کي کومي لاسته راوړني لري او راتلونکي پلانونه ئې څه دي؟
دا او د ورته پوښتنو ځوابونو ته د ملت ږغ راډیو (۸۷،۸ ایف ایم) څپو او ملت ږغ اپلیکېشن له لاري غوږ ونیسئ!
د پلې سټور لینک:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.millat.radio
د آپ سټور لینک:
https://apps.apple.com/us/app/id6502879676
#MillatZagh
3
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۱ افغان بندیان ازاد سوي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو څخه ۲۱ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سوي دي.
دغه وزارت نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، یاد بندیان د رواني اوونۍ پر مهال د ډیورنډ فرضي له لاري د چمن- بولدک پر دروازه هیواد ته راستانه او تر مرستو ورکولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول سوي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه افغانان په یاد هیواد کي له یوې ورځي تر دوو میاشتو پوري بندیان وو.
تر دې مخکي اوونۍ کي هم د یاد هیواد له زندانونو څخه ۲۰۰ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه سول.
#MillatZagh
2
د افغانستان لاس یوه کیلي موټرانو ګمرکي تخفیف یو بل کال ته وغځول سو
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د اسلامي امارت د کابینې په ۱۶مه غونډه کي د افغانستان لاس یوه کیلي موټرانو ته د ګمرکي محصول تخفیف د یوه بل کال له پاره وغځول سو.
هغه نن (پنج شنبه) پر خپل ایکس لیکلي چي، په یاده غونډه کي د ذکر سوو موټرانو د ګمرکي محصول په اړه خبري سوي او پرېکړه وسوه چي، په راتلونکي ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال کي به هم د افغانستان لاس یوه کیلي موټران د ګمرکي محصول له تخفیف څخه برخمن سي.
هغه د یاد تخفیف د اندازې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
#MillatZagh
👍1
د شپږو ګمرکونو له پاره د ۱،۵ میلیونه ډالرو ماشینري پېردول سوې
د مالیې وزارت وايي، د هیواد شپږو ګمرکونو ته ئې له ازبکستان څخه د یو میلیون او ۴۵۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت شپږ کرینونه پېرودلي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دا کرینونه ئې د کندهار، هرات، فراه، نیمروز، بلخ او ننګرهار ګمرکونو له پاره رانیولي چي، هر یو ئې د ۲۵ مټریک ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.
په خبرپاڼه کي راغلي چي، د یادي ماشینرۍ مالي لګښت د دغه وزارت له پراختیايي بودجې څخه ورکول سوی دی.
د روان ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال د مرغومي پر ۱۱مه هم دغه وزارت د کندهار، هرات، نیمروز، فراه، د فاریاب د آقینې او د بلخ د حیرتان بندرونو او ګمرکونو له پاره د دوه میلیونه او ۳۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اوروژني اته عرادې وسایط وپېردول.
#MillatZagh
👍1
روانه اوونۍ د ښځو د حقوقو شاوخوا ۸۰ قضیې حل سوي
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د رواني اوونۍ پر مهال ئې د ښځو د حقوقو اړوند ۸۲ قضیو ته رسېدګي کړې او حل کړي ئې دي.
د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، په دې قضیو کي ۴۸ مېرمني له اجباري نکاحګانو او کورنیو تاوتریخوالو څخه ژغورل، ۲۲ مېرمني د ولور، میراث او څښاک او خوراک له حقوقو څخه برخمني کول، اوو شرعي نکاح ګانو ته زمینه برابرول او پنځه د طلاق قضیې حلول شامل دي.
د خیبر په وینا، په دې موده کي ئې ۷۱ لويي او کوچنۍ دښمنۍ هم په دوستۍ بدلي کړي او د هیواد په ګوټ، ګوټ کي ئې د کوډو او جادو کولو په تور نهه کسان تر نیولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
#MillatZagh
نن پنځنۍ د کب میاشتي ۲۱مه نېټه، کندهار کي نرخونه په لاندي ډول دي.
#خوراکي_توکي:
وطني ۴۴ کیلويي اوړه: په ۱۲۵۰، ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ افغانۍ.
قزاقي اول نمبر ۵۰ کیلويي اوړه: په ۱۵۵۰ افغانۍ.
شل لېټره غوړي: په ۲۱۸۰ افغانۍ.
لس لېټره غوړي: په ۱۱۰۰ افغانۍ.
درې لېټره غوړي: په ۳۷۰ افغانۍ.
سېله اولي هندۍ وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۵۰۰ افغانۍ.
سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۴۰۰ افغانۍ.
میده سېله اولي وریجي ۲۵ کیلويي: په ۲۳۰۰ افغانۍ.
میده سېله دوهمي وریجي ۲۵ کیلویي: په ۲۱۰۰ افغانۍ.
سپیني وریجي ۲۵ کیلويي: په ۱۴۰۰ افغانۍ.
بوره: من په ۲۲۰ افغانۍ.
پلمېټ: من په ۲۷۰ افغانۍ.
کاناډایي نخود: من په ۵۵۰ افغانۍ.
ایراني اول نمبر نخود: من په ۴۵۰ افغانۍ.
سره لوبیا: من په ۳۷۰ افغانۍ.
سپینه لوبیا: من په ۳۰۰ افغانۍ.
مالګه: من په ۶۰ افغانۍ.
اولي شنې چای: کیلو په ۲۶۰ افغانۍ.
اولي توري چای: کیلو په ۲۷۰ افغانۍ.
مکروني: کڅوړه ۴۰ افغانۍ.
#پته: نوی سړک، د ناحیه اول چوک، د احمدې پلازې پر مخامخ، د حاجي معراج الدین او زامنو عمده پلورنځی.
#غوښي:
د پسه غوښه: پوست سره چهاریاک په ۴۲۵ او بې پوسته په ۴۵۰ افغانۍ.
د سېرلي غوښه: چهاریاک په ۴۵۰ افغانۍ.
د غوایي غوښه: چهاریاک ۴۲۵ افغانۍ.
د چرګ صافه غوښه: کیلو په ۲۰۰ افغانۍ.
ژوندی چرګ: کیلو په ۱۴۰ افغانۍ.
#پته: د ښاروالۍ او عام بازار نرخونه.
#دسونتوکي:
پټرول: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ډېزل: لېټر په ۶۱ افغانۍ.
ګاز: په شرکت کي کیلو په ۴۸ او په عام بازار کي کیلو په ۵۰ او ۵۱ افغانۍ.
#پته: د حافظ په نوم ټول تېل پمپونه.
#داسعاروتبادله:
یو ډالر: ۶۳،۳۵ افغانۍ.
یو ډالر: ۲۹۸،۴۰ کلداري.
یو ریال: ۱۶،۵۰ افغانۍ.
زر افغانۍ: ۴۷۱۵ کلداري.
زر کلداري: ۲۱۲ افغانۍ.
زر بانکي تومن: ۰،۴۴ افغانۍ.
یادونه: د صرافۍ بولۍ نه سته دا صرف یو اندازه ده.
#پته: اتل صرافۍ مارکېټ، اول منزل، د منان حبیب صرافي.
#MillatZagh
2
ټول لوبغالي به تر لوبي مخکي له خپل ظرفیت سره سم ټکټان خرڅلاو ته وړاندي کوي
د کندهار د بدني روزني او سپورټ رئیس محمود اغا بشر وايي، تر دې وروسته به د فوټبال او فوټسال د لوبغالو د مهمو لوبو ټکټان مخکي له مخکي د هغه لوبغالي له ظرفیت سره سم خرڅلاو ته وړاندي کېږي.
بشر ملت ږغ راډیو ته د لوبستان د پرونۍ بې نظمۍ په غبرګون کي ویلي چي، دغه پرېکړه د بې نظمۍ د مخنیوي په موخه سوې او تر دې وروسته به سرغړوونکي کسان له قانوني چلند سره مخ سي.
دا پرېکړه داسي مهال سوې چي، تېره شپه په لوبستان کي د دوو مشهورو لوبډلو، چي په ترکیب کي ئې د فوټسال ملي لوبډلي لوبغاړو ګډون کړی وو، په لوبه کي یاد جمنازیوم تر خپل ظرفیت اضافه ټکټان پلورلي وو او دغه کار نه یوازي ګڼه ګوڼه او بې نظمي رامنځ ته کړې وه، بلکي د خلکو له خورا غبرګونونو سره هم مخ سو.
#MillatZagh
خوست کي د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، پاکستاني پوځي رژیم د خوست د علیشېر او ترېزیو ولسوالۍ پر صدقو کلي بیا بریدونه کړي چي، له امله ئې څلور کسان شهیدان او درې نور ژوبل سوي دي.
فطرت وايي، دغه بریدونه تېره شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځي رژیم له خوا پر یوه ملکي کور سوي او ټول قربانیان د یوې کورنۍ دي.
هغه همدارنګه ویلي، پاکستاني پوځي رژیم له دې جنایت سره، سره د کنړ د منوري ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو هم بریدونه کړي؛ خو له نېکمرغه ځاني زیان نه لري.
پاکستاني پوځي رژیم داسي مهال پر افغان خاوره بریدونه کړي چي، وړمه ورځ ئې کابل ته د پاکستاني علماوو له راتګ سره هم مهاله پر افغان خاوره بریدونه وکړل چي له امله ئې درې ملکي کسان شهیدان او اته نور ژوبل سول.
#MillatZagh
هرات کي د غالیو اوبدلو یو مرکز فعال او ۴۰۰ راستنو سوو ته کار په کښي برابر سو
د هرات ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کي په ۳۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ د غالۍ اوبدلو یو لوی مرکز فعال او شاوخوا ۴۰۰ راستنو سوو کسانو ته کاري زمینه په کښي برابره سوې ده.
سرچینې نن (پنج شنبه) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه مرکز په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) په مالي ملاتړ جوړ او د هرات د والي نوراحمد اسلام جار او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال اندریکا راټوټ له خوا ګټي اخستني ته وسپارل سو.
په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي راټوټ ویلي، هڅه کوي چي، د راستنېدونکو افغان کډوالو ملاتړ زیات او په ورته ځایونو کي ئې کاري زمینه ورته برابره کړي.
#MillatZagh
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژو د کارونو په اړه خبري کړي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ټاپي (T.A.P.I) ګازو نل لیکي پروژې له عمومي رئیس محمد مراد امانوف سره په افغانستان کي د یادي پروژې د کارونو په اړه خبري کړي دي.
دغه وزارت وايي، دواړو لورو نن (پنج شنبه) د یوې لیدني پر مهال چي، په کابل کي د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف هم په کښي شامل وو، د یادي پروژې پر روانو چارو او په ټاپي کي د خلکو له پاره پر کاري زمینه برابرولو خبري کړي دي.
ملا بدري په یاده لیدنه کي ټینګار کړی چي، ترکمن چارواکي باید د ټاپي کارونه چټک کړي او افغانانو ته کاري زمینه هم په کښي برابره کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، دا مهال په افغان خاوره کي د هرات ولایت په اوږدو کي د ټاپي ګازو نل لیکي غځولو له پاره شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره ساحه چمتو سوې او په نژدې راتلونکي کي به د نل لیکي غځولو کارونه پر پیل سي.
#MillatZagh
بلخ او نورستان کي ۲۶۶ بندیان له عفوي او تخفیف څخه برخمن سول
د زندانونو چارو د سمون ملي اداره وايي، د بلخ او نورستان له زندانونو څخه ئې د ښځو او محجوزینو کوچنیانو په ګډون ۱۴۲ کسان ازاد او د ۱۲۴ نورو د بند مودې ئې ورکمي کړي دي.
یادي ادارې ویلي چي، دغه حکم د ستري محکمې له خوا سوی او تمه ده وروسته د ټول هیواد په زندانونو کي تطبیق سي.
تر دې مخکي هم یادي ادارې د زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، لغمان، پروان، پنجشېر، بدخشان، سرپل، سمنګان، جوزجان، بادغیس، غور او کنړ له زندانونو څخه د ستري محکمې په حکم ۷۹۱ بندیان ازاد او د ۹۸۳ نورو د بند مودې کمي کړې.
#MillatZagh
د سبا (ادیني) ورځي د یو شمېر ولایتونو او سیمي د هوا حالات:
کندهار: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۱، کښته ۲۱
کابل: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۴
هرات: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۳
هلمند: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۲، کښته ۸
روزګان: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۶، کښته ۶
بلخ: اسمان وریځ، تودوښي لوړه درجه ۱۴، کښته ۴
ننګرهار: اسمان څه ناڅه وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۱۰
کوټه: اسمان لمر، د تودوښي لوړه درجه ۱۸، کښته ۶
اسلام اباد: اسمان ځای، ځای وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۲۴، کښته ۱۴
نوی ډهلی: اسمان وریځ، د تودوښي لوړه درجه ۳۲، کښته ۲۰
#MillatZagh
3👍2
کندهار کي پر ډرون کېمرو بندیز ولګول سو
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ډرون کېمرو د بندیز لګولو خبر ورکړی او ویلي ئې دي چي، سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ سي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني ویلي، په دغه بندیز کي دولتي او شخصي ادارې، شرکتونه او ټول خلک شامل دي.
هغه ویلي، سرغړوونکي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل سي.
#MillatZagh
👍51
کابل کي د پاکستان د ړندو بمباریو له امله ۱۸ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییزي سرچینې وايي چي، د کابل د ۲۱مي امنیتي حوزې اړوند په پلچرخي سیمه کي پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه کړي چي، له امله ئې درې ملکي کسان شهیدان او ۱۵ نور ژوبل سوي دي.
د هغوی په وینا، دا بریدونه نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې پر ملکي تأسیساتو سوي دي.
#MillatZagh
😢10👎1
ملي دفاع وزارت خیبرپښتونخوا کي پر پاکستاني پوځي کمپونو هوايي بریدونه کړي
د ملي دفاع وزارت تائید کړه چي، پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کي ئې نن (جمعه) سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کي د پاکستاني پوځي رژیم پر پوځي کمپونو هوايي بریدونه کړي دي.
یاد وزارت ویلي، په دغو هوايي عملیاتو کي ئې د کوهاټ پوځي کلا هم په نښه کړې او پاکستاني پوځي رژیم ته ئې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه پر کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار بریدونو کي ملکي تأسیسات په نښه کړل چي، له امله ئې ۲۹ ملکي کسانو ته په کابل او دوو نورو ته په کندهار کي مرګ ژوبله واوښته او له دې سره، سره ئې کندهار کي هوايي ډګر ته څېرمه د کام اېر نړیوال هوايي شرکت د تېلو ذخیره هم ویشتلې چي تر ۶۰۰ ټنه زیات تېل په کښي له منځه تللي دي.
#MillatZagh
4
ننګرهار کي د پاکستان د بریدونو له امله ۲ ملکيان شهیدان سوي
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، پاکستاني پوځي رژیم نن (جمعه) بیا د هاوان مرمۍ راغورځولي چي، له امله ئې یوه ښځه او یوه نجلۍ په شهادت رسېدلي دي.
د هغه په وینا، دا هاوانونه د مهمند درې ولسوالۍ پر ډکه کلي راغورځول سوي دي.
#MillatZagh
👎1
یوناما هم په کابل کي د ۱۸ ملکي کسانو مرګ ژوبله تائید کړه
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د کابل په پل چرخي سیمه کي د پاکستاني پوځي رژیم د بمباریو له امله ملکي مرګ ژوبله تائید کړې او ویلي ئې دي چي، د یادو بریدونو له امله څلور کسان شهیدان او ۱۴ نور ژوبل سوي دي.
یوناما تازه د یادو بریدونو په غبرګون کي ویلي، په دې سره د تېري فبروري له ۲۶مي راهیسي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کي د وژل سوو ملکي افغانانو شمېر ۷۵ او د ټپیانو هغې ۱۹۳ ته پورته سو.
دغه دفتر یو وار بیا له کابل او اسلام اباد څخه غوښتنه کړې چي، د ملکي کسانو د خوندیتوب له پاره له جګړې لاس واخلي.
#MillatZagh
👎1