Kabull.com کابل ټکی کام
521 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
په یخه هوا کې د زکام د مخنیوی لپاره پنځه اسانه لارښوونې
د یخې هوا له راتلو سره سم یا د ژمی له موسم څخه وړاندې زیاتره وګړی پر زکام، تبې او د ستونی پر دردونو د اخته کېدو له کبله له اندېښنې سره مخ وی ،چې زیاتره د دوی په ورځنی ژوند او فعالیتونو اغیز کوی. د دې د مخنیوی لپاره یې ځینې داسې اسانه لارې شته، چې له اندېښنو مو خلاصولی شی:
په منظم ډول لاسونه پریمنځل: د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وېرسونه دی، چې د ککړتیا له کبله رامنځته کېږی او له یوه څخه بل ته انتقالېږی، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څیزونو له لاس لګولو چې په عامه ځایونو کې استعمالېږی ورانتقالېږی.
له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوی او زیاتوی ،چې وګړی دې د وېروس د خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډېر لاس نه وړی.
تمرین کول: تمرین یا ورزش کول په ځانګړی ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام د مخنیوی بې ساری درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته له تمرین سره احتیاط په کار دی، ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لری.
خپګان نه کول: د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتی سیستم کمزوری کېږی، نو د دې لپاره باید ارام واسئ او استراحت غوره کړئ.
ښه خوب: د بدن د حجرو او فعالیتی سیستم د روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وېروسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوی، پوهان وایی، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کېږی.
اړمند خواړه: د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار رول لری، ددې لپاره په کار دی چې خپل خوراکی رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافی وېټامینونه او معدنیات ولری او همدارنګه میوه، سبزیجات، پروټین، سګرېټ نه څکل او ډېرې اوبه څښل ډېر مهم دی، پوهان وایی، چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډېرې څښل ګټه لری.
د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتو او سختو ناروغیو لامل شی:
ددغه راپور له مخې پوهان وایی: د زکام، تبې یا ستونی دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشی ممکن د جدی پېچلتیا لامل شی، او شونې ده چې وګړی د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شی.
په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوو اوونیو وخت نیسی، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شی، د زینو ختلو پرمهال وګړی له نفس تنګۍ سره مخ کوی اواز ټیټیږی او د اوریدلو حس هم کمزوری کوی.
د زکام، ستونی یا ټوخی پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملی ګرامو پورې وېټامین سی حاصل کړئ، د پوهانو په وینا له وېټامین سی څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ شمله ،مرچ دی.
دغه راز دوی زیاتوی: که غواړئ له پیله د یخ یا ژمی موسم له پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرله پسې ډول په صابون له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.
https://wp.me/p8XUyy-ugI
ملګري ملتونه: د یمن په اووه کلنه جګړه کې نږدې ۴ لکه کسان وژل شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
ملګري ملتونه وایي چې د یمن په اووه کلنه جګړه کې ۳۷۷۰۰۰ کسان وژل شوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایۍ پروګرام "UNDP" د یمن د جګړې په اړه په خپل راپور کې د مړینو علت د جګړې په مستقیمو او غیرمستقیمو عواملو پورې تړلی او په خبره یې ۶۰ سلنه کسان د جګړې د غیرمستقیمو عواملو له امله مړه شوي، لکه د پاکو اوبو نشتوالی، لوږه او ډول ډول ناروغۍ.
د دې ادارې د راپور له مخې، تر را روانې میاشتې به د هغو کسانو شمېر ،چې په مستقیم ډول د جګړو له کبله وژل شوي، تر یو نیم لکو زیات واوړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف خبر ورکړي، چې وړمه شپه یې د پلازمېنې صنعا هغه سیمه کې چې د حوثی یاغیانو په کنټرول کې ده، د بالستیک میزاییلو د توغولو ساحه په هوایي حملو کې ويجاړه کړې ده.د المسیره په نامه تلوېزیون چې په ایران پلوه حوثی یاغیانو پورې د تړلو ډلو له خوا چلول کېږی، ویلی، د سعودی عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوایی حملو کې د پلازمېنې یوه استوګنیزه ساحه وېشتل شوې ده.
باید وویل شي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵میلادی کال په لومړیو کې د یمن په جګړه کې ځان دخېل کړ ، چې د حوثی یاغیانو پر وړاندې په مبارزه کې د یمن د حکومت مرسته وکړي.
https://wp.me/p8XUyy-ugK
مستشرقين څوک دي؟
عبدالغفار جبير
ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ پېژندنه:
ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﯥ ﮐﻠﯿﻤﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ﺷﺮﻕ څخه ﺍﺧﺴﺘﻞ ﺷﻮې ﺩﻩ، معنا ﯾﯥ رڼا ﺍﻭ ځلېدل ﺩﻱ . ، ﻫﻤﺪﺍ ﺭنګه ﺷﺮﻕ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻣﺸﺮﻕ، ﺩ ﻟﻤﺮ ﺩ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ کېدو ځای ﺗﻪ ﻫﻢ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﻱ.
په انګلیسي ژبه کي د شرق لپاره (Orient)، د استشراق لپاره (Orientalism) او مستشرقینو ته (Orientalists) وايي، ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻋﺎﻣﻪ معنا داده ﭼﯥ په ﻏﺮﺏ کي ﺍﻭﺳﯿﺪﻭنکي ﻋﻠﻤﺎﺀ ﺍﻭ ﻣﻔﮑﺮﯾﻦ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﻋﻠﻮﻡ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻥ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺗﺤﻘﯿﻖ ﺍﻭ ﺗﻔﺘﯿﺶ ﻣﺮﮐﺰ ﻭګرځوي ﻧﻮ ﺩﯤ ﺗﻪ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻭﺍﯾﻲ . ﭘﻪ ﻋﺎم ډول سره ﭘﻪ ﺩﯤ ټولو ﻋﻠﻮﻣﻮ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻧﻮ کي ﻫﺮ ډﻭﻝ ﻋﻠﻮﻡ ګډﯾږﻱ، ﺩ ﻣﺜﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﻮګه، ﻋﻤﺮﺍﻧﯿﺎﺕ، ﺗﺎﺭﯾﺦ، ﺑﺸﺮﯾﺎﺕ، ﺍﺩﺏ، ﻟﺴﺎﻧﯿﺎﺕ، ﻣﻌﺎﺷﯿﺎﺕ، ﺳﯿﺎﺳﯿﺎﺕ، ﺍﻭ ﻣﺬﻫﺐ او نور... .
د استشراق اصلي موخه:
۱: داسلامي امت ګمراه کول:
استشراق د یهودو او نصاراوو له لوري د مسلمانانو د عقائدو، شریعت، کلتور، تهذیب، تاریخ، سیاست او حکومتي نظام د څېړنو نوم دی، چي اصلي هدف یې دادی چي اسلامي امت باندي خپل نسلي، کلتوري، سیاسي او مذهبي تسلط راولي او مستعمره یې کړي، مسلمانانو پخپل الهي او حق دین کي مشکوک کړي، ګمراه یې کړي او مرتد یې کړي.
۲ - ﺩﯾﻨﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ
داچي اوسنی عیسائیت او یهودیت په نامه مذهبونه دي، او هیڅ الهي څرک پکښې نشته، که پکښې شته هغه نه یهودو او نه هم عیسایانو ته د منلو دی، او برعکس اسلام د مځکي پرمخ باندي یو رښتنی الهي او الهامي دین دی، هر څه یې د بشریت د تعمیر سره سمون خوري، نو ځکه د اسلام د مبارک دین شغلې په ټوله نړۍ کي په تېزۍ سره راواني دي، په جرمني کي په یوه ورځ باندي پر یوه ځای باندي ۱۲۵۰ کسه د اسلام دائرې ته داخل شول، همداشان په امریکا، کاناډا او ټوله کفری نړۍ کي اسلام ډېر پر مخ روان دی، چي تاسی ګران لوستونکي کولای شئ زما چاپ شوی کتاب (زه ولي مسلمان سوم؟) درسره وګورئ.
د اسلام د مقدس دین د کانترولو لپاره دغه د مستشرقینو مکتب تعمیر او ترمیم شو، د همدې لپاره مستشرقین د عیسایي او یهودي راهبانو له لوري تربیه شول تر څو په احادیثو، سیرتو، قرآنکریم او په مجموع کي په اسلامي احکامو کي شکونه پیدا کړي، مسلمانان په ژبني، نژادي، قومي او بې بنسټه کرښو کي تقیسم کړي او اخوت یې په لعنت باندي واړوي، داسلام دین ورته بې ارزښته ښکاره کړي، عقل ته پر الهي قانون باندي ترجیح ورکړي.
۳ - ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ
مستشرقین هر کال په زرهاوو کتابونه داسلام په خلاف لیکي، په زرهاوو ټولنې یې د اسلام په خلاف تأسیس کوي، په غریبو هیوادونو کي د خیریه مؤسسو په نامه سره فعالیت کوي، غواړي چي ددې لاري خلک د اسلام څخه وباسي، دوی په مجموع کي خلک عیسائیت ته رابولي، بایبلونه په اسلامي ټولنو کي وړیا ویشي، کلیساوي په اسلامي امت کي تعمیروي، په اسلامي هیوادونو کي د اسلام د بدنامولو لپاره مختلف کانفرانسونه او بنسټونه جوړوي، کله د ښځو د ازادۍ تحریک جوړوي، کله د بشر د حقوقو تر سرلیک لاندي خلک غولوي، کله د بشریت د ازادۍ تر سرلیک لاندي خلک غولوي او داسي نور... دا ټول حرکات او فعالیتونه همدغه مستشرقین تر سره کوي.
۴ - ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ :
ددې لپاره چي اسلامي امت یو منظم اقتصادي او ټولنیز نظام و نلري، دغه مستشرقین غواړي د مختلفو لارو په اسلامي هیوادونو کي بې سباتي راولي، جنګونه او جګړې پکښې را وټوکوي، اختلافونه پکښې ایجاد کړي، تر څو د اسلامي هیوادونو سوله په جنګ واړوي او دوی ماهیان ونیسي ، د اسلامي امت اقتصاد د مختلفو توطئو له لاري له منځه وړي، او دوی غواړي چي د یهودو او نصاراوو و کمپنیو، مصنوعاتو او تجارت ته وده ورکړي، ډېر ځله داسي سویدي چي په اسلامي امت کي یې د مسلمانانو یوه مشهوره کمپنۍ بد نامه کړې وي او ځای یې دوی نیولی وي؛ دوی کوښښ کوي چي پر اسلامي امت باندي بندیزونه تحمیل کړي، اسلامي مصنوعات بدنام کړي او د اسلامي امت اقتصادي نظام یرغمل او مستعمره کړي.
۵ - ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﻭ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﺭﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ :
مستشرقین په مجموع کي کوښښ کوي چي څنګه اسلامي علماء بدنام کړي، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم بدنام کړي، قرآنکریم بدنام کړي، اسلامي سیاسي نظام بدنام کړي، اسلامي مشران بدنام کړي، داعیان بدنام کړي، دوی کوښښ کوي چي څنګه یوه اسلامي ټولنه له خپله مداره و باسي، مختلفې سیاسي ډلې تأسیس کړي او بیا اور پکښې بل کړي، دوی تل کوښښ کوي چي په اسلامي ټولنو کي داسي کړنې وکړي چي د اسلامي امت د عقیدې او ایمان روح په معلوم کړي، کله قرآنکریم وسوځوي، کله یو څوک د نبوت دعوه وکړي، کله مقدسات توهین کړي، کله د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم ګستاخي او توهین وکړي.
و ټولو کفارو ته معلومه ده چي مسلمانان په وژلو باندي نه ختمیږي، نو دوی اوس بله حربه استعمالوي، هغه داچي په هر قیمت او امکاناتو چي امکان یې وي اسلامي امت ټوټه ټوټه کړي، داځکه دوی پوهیږي چي د مسلمانانو عقائد، اخلاقي نظام، سیاسي بصیرت، علمي شعور، د اسلامي هیوادونو طبعي وسائل، د مسلمانانو ورځ په ورځ عددي ګراف لوړتیا، دا هغه څه دي چي
ټوله کفري
نړۍ یې هیښه کړېده، نو ځکه ټول مستشرقین کوښښ کوي چی دغه ټول اغېزمن کړي او د حشراتو په شان هره ورځ کار ورباندي کوي، تر څو اسلامي فکري شعور و ځپي، سیاسي ځواک یې کمزوری کړي او اسلامي امت مستعمره کړي.
یادونه: د مستشرقینو په هکله پوره معلومات تاسي کولای شئ زما په کتاب (نړیوال سوالونه ځوابونه) در سره مطالعه کړئ.
https://wp.me/p8XUyy-ugP
د غاښونو تار استعمال طریقه
څرنګه چې د غاښونو برش او کریم د غاښونو په پاکوالی او د خولی په حفظ الصحه کې مهم رول لوبوی هم دغه رنګ د غاښونو تار هم باید د غاښونو د برش تر څنګ د خولی د حفظ الصحی د مرعت دپاره استعمال شی.
تاسی به د غاښونو تار استعمالوی،
ددې لپاره چې په مواثره توګه میکروبی پلک او په غاښونو کې بند شوی غذائ مواد لری کړو باید د تار استعمال سمه او صحح طریقه په کار واچو.
داچې د غاښونو د تار داستعمال پرمهال ګوتی د خولی جوف ته داخلیږی، نوله هر څه مخکی لاسونه په صابون پاک ووینځل شی.
د لاسونو وینځلو/پریمینځلو وروسته لاندی مراحل په کار وړو.
۱: کافی اندازه تار استعمال کړی.
د غاښونو تار باید د اتلس اینچه په اندازه اوږد قطعه شی، شاید دغومره اندازه تار زیات معلوم شی مګر زیات نه بلکی کافی دی، د هر غاښ دپاره باید د تار پاکه او غیری استعمال شوی حیصه یا برخه استعمال شی.
د تار زیاته اندازه د یو لاس د منځنی ګوتی/m یا شهادت ګوته
څخه تاوه کړی او یوه کمه اندازه تار د بل لاس د منځنی یا شهادت ګوتی څخه تاوه کړی.
۲: هر کلن چې تار د غاښونو ترمنځ سطحو ته داخلو، یوه حیصه تار باید د دواړو لاسو د ګوتو ترمنځ وی تر څو د غاښونو ترمنځ فاصلو ته انتقال شی چې د انتقال پر وخت باید تار د دواړو لاسونو د شهادت او غټی ګوتی تر منځ ونیول شی.
۳: د غاښونو ترمنځ فاصلو ته د تار ښکته کول.
تار باید ډیر په قراره/کراره او احتیاط سره د غاښونو ترمنځ فاصلوته ښکته شی، د ښکته کیدو پر مهال باید د تار د کوږوږ یا حرکت څخه کارواخلو.
۴: د سی شکل باید جوړ شی.
تار باید له غاښ څخه داسی تاو شی چې د سی شکل جوړ کړی، د سی شکل له جوړولو وروسته تار باید د وری د لائین څخه د غاښ د پاسنی سطحی په طرف کش شی.
۵: د تار تاوول.
کله چې د یو غاښ پاک شی او بل غاښ پاکو، د تار هغه حیصه چې مو د مخکنی غاښ د صفائ دپاره استعمال کړی دی له هغی ګوتی تاو کړو له کومی څخه چې په شروع کې لږ تار تاو شوی وه او د استعمال تار د تاوولو دپاره مو انتخاب کړی ده، په عینی وخت کې د تار پاکه حیصه باید له هغی ګوتی څخه خلاص سی له کومی ګوتی څخه چې په شروع کې زیات او پاک تار تاو شوی وه، چې دغه رنګ د هر تار د پاکولو د پاره باید تازه او پاک تار کوم چې د هم دغی مطلب دپاره په شروع کې له ګوتی تاو شوی وه استعمال شی..
۶: د هر غاښ دواړه پراګزیمل سطحی/یعنی میزیل او ډیسټل سطح/یعنی اُنسی او وحشی سطحی د هر غاښ پاک شي
ستاسو ورور داکټر خالد سحر
https://wp.me/p8XUyy-ugT
غوسه د بني آدم په زړه کې یوه سکروټه ده، ایا تاسې د یوه قهرېدلي سړي سترکې او دمرۍ رګونه نه دي لیدلي چې سترګې یې څومره سرې او د مرۍ رګونه یې څومره پړسېدلي وي؟؟ (رسول الله صلی الله علیه وسلام)

https://wp.me/p8XUyy-tHn
پاکستان: د چورلکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
له پاکستان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د یوې پوځي چورلکې د نسکورېدو پېښه کې دوه پاکستاني پیلوټان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې دا پېښه د سیاچین په نامه یوې غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان پوځ پېښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې د عرفان او راجه زیشان په نومونو د پوځ دوه پیلوټان وژل شوي دي.
باید وویل شي چې د پاکستان پوځ تراوسه د چورلکې د نسکورېدو د لامل په تړاو څه نه ویلي خو وایي په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
https://wp.me/p8XUyy-ugW
افغان حکومت: ملګري ملتونه دې د نيمګړو پروژو په بشپړولو کې مرسته وکړي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د افغان حکومت مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز څخه د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې، چې د پخواني حکومت په وخت کې پیل شوې وې؛ خو چارې یې نیمګړې پاتې دي.
مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز له اغلې لاینز سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت غوښتنې به له ملګرو ملتونو سره شريکې کړي.
دغه راز نوموړې د افغان ولس د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د ښوونکو او روغتیایي پرسونل د معاشونو د ورکړې ژمنه هم کړې ده.
https://wp.me/p8XUyy-uh1
سُوچ انگریز
ځان د منافقت د جزیرې ( انگلینډ ) اصلي اوسیدونکی بولي.
وایي: نیکونه مې په وینه د انگلو ساکسن له ټبر څخه دي چې د پنځمې او اومې میلادي پیړ‎ۍ په منځ کې له ډنمارک او جرمني څخه دلته را مھاجر شوي.
خو بیا ھم خپل نیکه، ھټلر خپل اصلي دښمن بولي او ټوله ورځ یې رسنیو کې پر بدو یادوي!
سوچ انگریز په تور کې زیړ‎ نه بلکې په سپین کې زیړ‎ شین سترگی دی.
تور انگریز د ھمدہ کاپي دہ او دی د شیطان!
عربان وایي: که د سمندر په منځ کې دوہ نھنگان سرہ په جگړ‎ہ شوہ، پوہ شه چې د سوچ انگریز لاس پکې دی!
سوچ انگریز لوی حرامي دی!
یو مھال د ټولې نړ‎ۍ خان و، اوس ھم دی،
خو له ھغې ورځې چې د خانۍ په کاروبار کې یې له ځان سرہ خپل د قوي مټو والا بدماش لمسی ( امریکا ) را شریک کړ‎ی او د پھلوانۍ پر مھال یې اکاړ‎ې ته کوزوي، ورته وایي:
بچیه! دا دنیا اوس نړ‎یوال کلی دی او ته د دې کلي ملک یې. زہ دلته درته ناست یم، بې غمه پرې ورځه! ستا د زور ھیڅوک نه دي!
احمق لمسی یې سمدلاسه امر په ځای کوي.
یو ځل یې ھم ترې د یو بام او دوہ ھوا پوښتنه و نکړ‎ہ!
خپل نیکه ته یې و نه ویل: تا ځان د نړ‎ۍ خان باله او زما په دوران کې نړ‎ۍ ته گلوبل کلی وایې او ماته یې ملک؟!!
ته د نړ‎ۍ خان او زہ د کلي ملک!! دا توپیر ولې؟!!
سوچ انگریز د دیموکراسۍ سخت شوقي او ستر مبلِغ دی، د ھر ھیواد لپارہ خپل اشرف غني او د ټامیانو لښکر لري چې د ورتگ پر مھال د ډیموکراسۍ د قوالۍ سروکی ورسرہ تاووي او چکچکې ورته وھي!
خو د ډیرې ھیښتیا خبرہ دا دہ چې نورو ته دیموکراسي پیچکاري کوي، او خپل نظام یي شاھي دی!!
سوچ انگریز د ښځو د ازادۍ او ھغوی ته د سړ‎یو سرہ د ژوند په ټولو ډگرونو کې د واک او مساوي حقوقو د ورکړ‎ې سخت طرفدار دی!
کرۍ ورځ د ھغو ملتونو ښځو ته چې دی پکې د تشنج، بې اتفاقۍ، او دښمنۍ تخم کرل غواړ‎ي، د واک او حقوقو اخیستلو سُرنی وھي! د خپل نظام په سر کې یې ھم ښځه چوخ کړ‎ې!
خو بیا د ډیرې ھیښتیا خبرہ دا دہ چې ھغې ته یې د کور واک نه دی سپارلی، ھسې سمبولیکه مشرہ دہ، د ھیواد واک یې پخپلو لاسونو کې نیولی!!
نورو ته د ښځو د حقوقو د ورکړ‎ې تلقین او خپله ورکړ‎ہ یې برای نام!!
پر خپل ولس د واک چلولو او د خدماتو د وړ‎اندې کولو لپارہ یې په پارلمان کې دوہ کورہ جوړ‎ کړ‎ي!
لومړ‎ي ته یې پاسنی، اوچت، اعلی کور ( Upper House ) وایي چې غړ‎ي یې منتخب نه بلکې انتصابي دي.
سوچ انگریز ورته لارډ وایي، د بادار، اقا، مالک او مشر په مانا!
ښایي ھمدا لامل وي چې عیسی علی نبینا و علیه السلام ھم لارډ بولي!
د پارلمان دویم کور چې د ولس له خوا انتخاب شوي استازي پکې ناست وي، ټیټ، لویدلی، عام یا Lower House بولي!
سوچ انگریز د خپل ولس په شمول، ټول ولسونه پخپلو حقوقي لاسوندونو کې سبجیکټ ( Subject ) بولي، او له ھمدې څخه د عامو خلکو په اړ‎ہ د ھغه د اند اندازہ لگولی شو!
د سب جیکټ کلیمه له دوہ تورو څخه جوړ‎ہ دہ چې سب د لاندې، ذیلي، او فرعي ماناوې افادہ کوي او جیکټ د پریوتي او غورځول شوي شي پر مانا؛
نو سبجکیټ، یانې: لاندې غورځول شوی، پریوتی بې اھمیته شی!!!
موږ‎ پخپلو دیني متونو کې ولس ته د رعیت کلیمه کارو چې تومنه یې د رَعَی له مادې څخه دہ، د ساتلو، محترم گڼلو، مراعت او حفاظت کولو پر مانا، حاکم یا مشر ته ځکه راعي وایي چې د رعیت د سر، مال او ناموس د حفاظت او ساتلو دروند مسؤلیت ور تر غاړ‎ې وي!!!
په عربي کې وایي: رعاک الله تعالی یانې الله عزوجل دې ستا حفاظت وکړ‎ي!
سوچ انگریز چې څومرہ سیکولر ښکاري، ھومرہ نه دی. د ژوند پر مختلفو اړ‎خونو کې یې د کیتولیک مسیحیت رنگ غالب دی!
د دیني او تاریخي ارزښتونو پر ساتنه، حفاظت او غلا کولو تر ھر چا ښه پوھیږ‎ي!
دا یواځې موږ‎ نه یو چې کوہ نور یې راڅخه تروړ‎لی بلکې په نړ‎ۍ کې د لومړ‎ي اسلامي خلافت تخت چې حضرت داؤد علی نبینا و علیه السلام ته منسوب دی، لومړ‎ی جدې بیا ایرلنډ، سکاټلنډ، او په پایله کې لندن ته راوړی‎ چې د تخت پوشۍ او نورو ډیرو مھمو ورځو په نمانځنه کې ترې کار اخلي!!!
د پیغمبر علیه السلام مبارک حدیث دی، فرمایي: ھر نبي خپل قوم د دجال له فتنې څخه چې د نړ‎ۍ پر مخ ترې بله سترہ فتنه نشته، ویرولی, ( مَا مِنْ نَبِيٍ إلاَّ وَقَدْ أنْذَرَ أمَّتَهُ الأعْوَرَ الْكَذَّاب. ) متفق علیه
دلته زما د بحث موضوع د دجال فتنه نه دہ بلکې د تمیم الداري د الجسّاسه په معروف حدیث کې د ھغې ټاپو وزمې جزیرې په اړ‎ہ دی چې تمیم الداري پکې له دجال سرہ لیدلي و!
زموږ‎ ځیني معاصر ستر علمای کرام دا جزیرہ انگلینډ بولي!
د سوچ انگریز منافقت، ذلالت، ضلالت، چل، فریب، زرنگي، ځیرکتیا، پوخ منطق او ھوښیارتیا ته پر کتنه سړ‎ي ته د ھمدې معاصرو علمای کراموڅیړ‎نه ارجحه بریښي چې وایي: د دجال اصلي ټاټوبی انگلینډ دی!
سوچ انگریز مِن حیث القوم، د نړ‎ۍ پر مخ تر بل ھر توکم ډیر کینه کښ او حاسد دی. خپل دښمن په ھیڅ حالت کې نه بښي!
موږ‎ ورسرہ درې
ځله ھغه مھال مخ شوي و چې پر قلمرو یې لمر نه ډوبیدہ.
موږ‎ ھر ځل له خپلې خاورې او دین دفاع کړ‎ې او سوچ انگریز مو بیرته پر شا تمبولی!
خو د کمزورو او ناتوانه ملتونو لخوا ھمدا له خپلې خاورې دفاع ھم ھغه ته خپل اھانت ښکاري!
زموږ‎ سرہ یې د دښمنۍ دا لړ‎ۍ په ۱۸۳۹ م کې د میوند پر مقام پیل شوہ چې تر اوسه دوام لري!
له ھغې ورځې تر نن پورې چې موږ‎ څومرہ وھل خوړ‎لي، ویشل شوي یو، بې عزته شوي یو، له خپلو کورونو شړ‎ل شوي یو او ډیرو نورو ننگونو سرہ لاس او گریوان شوي یو، اصلي محرِک او د سنیاریو رښتینی رسام یې ھمدا سوچ انگریز دی!
سوچ انگریز د اوسني سیاست یواځې ښه لوبغاړ‎ی نه دی بلکې دا له چل او فریب څخه ډک معاصر سیاست د ھمدہ ایجاد دی، ھمدہ نخچه کړ‎ی، او د ھمدہ له کورہ راوتلی!
ځکه خو وایم که څوک د اوسني سیاست په باریکیو او کږ‎لیچیو پوھیدل غواړ‎ي، باید د لندن بکنگھم په قصر کې ناستې زړ‎ې انگریزې د ټنډې د گونځو لوستلو پر فن پوہ شي!
خو له ډیرہ بدہ مرغه چې دا فن نه په معاصرو پوھنتونونو کې تدریس کیږ‎ي او نه زموږ‎ په دیني مدارسو کې…………!
________________________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۶/ ۲۰۲۱ م
لندن
https://wp.me/p8XUyy-uh8
د طالبي افغانستان ډیجیټلي دښمنان، لاسته راوړنې او واقعیتونه!
لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
تاریخ دا په زرینو کرښو ولیکل، د دوست او دښمن دواړو ذهنیت اوس دا حقیقت منلي، سیمه او نړۍ د امریکایانو په شمول په دې بیا ـ بیا اعترافات وکړل چې طالب د دوی د سیاسي معادلاتو، استخباراتي مالومات او ستراتژیک تحلیل په خلاف د جګړې او سیاست دواړه ډګرونه ګټلي، دوی په دې هم اعتراف کړې چې د دوی د وړاندوینو په خلاف طالب په کور دننه د یوې مډرنې، تعریف شوی او مدونې حکومتواله او ملت ـ دولت په فورم کې د خدماتو، اسانتیاوو، ملي اعتماد او سیاسي ثبات په برخه کې هم ملموس، مالوم او لازم کارونه او کارخانګې ترسره کړې.
نړۍ نشي کولای چې د یوې چور شوی، په بی اعتمادۍ کې ډوب او د اقتصادی شننو له اړخه د یوی فلجي بانکوالۍ له سل سلنې سقوط څخه د ژغورنې، په برخه کې چې د اقتصادی ثبات د ملا تیر جوړوی، په دې برخه کې د طالب د ملي مسوولیت، دولتي رسالت او تاریخي ماموریت په لاسته راوړنو سترګې پټی کړې.
همدارنګه د تیر ۴۳ کلن انارشیزم او بی ثباتۍ په نس کې د قدرت د سرطانی غدو رشد چې بیا په تیر ۲۰ کلن اشغال کې د ثروت او قدرت دواړو خاوندان شول، دوی به افغانستان او حتا د واحد افغانستان وجود او هویت ګواښل او په عینی حال کې د استعمار او فاسدو حکومتونو د دوام سبب شوی ول، د طالب په راتګ سره نیست او نابود شوی.
د طالب حکومتواله د یوه هېوادشموله او ملي فورم په دریځ کې په څو مهمو برخو کې د پام وړ لاسته راړونو لرونکې دی:
۱ـ د شرعي عمومي عفوی او آمن اعلانول، هغه چاره چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې بی مخینې او د افغانانو ترمنځ د زغم، د ګډ افغانستان جوړولو او په افغانستان کې د سیاسي انتقال او ثبات په برخه کې تاریخی ګام وو.
د سیاست، سیاسي تاملاتو، اړیکو، لابی او ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم افغانستان مهم ګامونه اخیستي، د بیلګې په توګه:
۲ـ له نړۍ سره د یوه متوازین، بلانس محوره، څو وجهی، بی طرفه او په عینی حال کې د فعال سیاست او خوځنده ډیپلوماسۍ له دریځ د اړیکو بیا احیاء کول.
۳ـ په داسې حال کې چې د امریکا په محور ګڼ نړیوال قدرتونه له طالب سره په یوه خطرناک ۲۰ کلن تقابل کې واقع وو او دا وړاندوینه د ژبو په سر وه چې افغانستان به یوځل بیا د نړۍ په مطلقي انزواء کې راګیر شي، مګر داسې ونشول، د حکومت مشرانو نړۍ ته د ثبات، همکارۍ او یوه نهایت رغونکې تعامل پیغام مخابره کړل، چې په پایله کې یې په کابل کې له ۳ فعالو سفارتونو څخه اوس د سفیر په کچه فعالو سفارتونو شمیره تر ۱۵ اوړی، ګڼ نړیوال سازمانونه هم خپلو کارونو ته راستانه شول او کابل یوځل بیا د انزواء د نظریی پرځای د نړۍ د پام او محور په دریځ کې شامل شول.
۴ـ ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت فعال کردار، د ورکړل شوی کارخانګې څو چنده کار او په لویه کې د سیمي او نړۍ د تصمیم او دریځ له پلازمینو سره له تهرانه تر انقرې، له بیجینګه تر ماسکوه، د مرکزی اسیا له جمهوریتونو تر پاکستان او خلیج پورې لابی او ددې ټولو سربیره له اروپایی ټولنی او امریکا سره پرلپسي ناستی ددې سبب شوی، چې زموږ ستراتیژیکه سیمه او د اسیا ستر قدرتونه په اعتماد کې واخلی او بل لور ته د سیمه اییز فشار او له هر چا سره د مشروع او معقول تعامل په دریځ کې امریکا او اروپا دیته راوکاږی چې له افغانستان سره د دولت په دولت خبرو نوی پړاو ته داخیل شي.
د زلمی خلیلزاد پرځای د ټام ویسټ انتخاب، د نوموړی له ناټو تر روسیې، ډهیلی، ترویکا پلس او اروپایی پلازمینو تګ راتګونه او په نهایت کې دوحه د امریکایی ګټو د ساتونکې په توګه ټاکل او تازه داچې واشنګټن په قطر کې له افغان حکومت سره د خبرو نوی پړاو پرانیست، ددې ښوودنه کوی چې افغانستان یوځل بیا په ښه توګه راپورته شوی.
۵ـ ددې فعال بهرنی سیاست او ډیپلوماسي پایله دا شوه چې په عربی خلیج کې د امریکا له ۳ ستراتیژیکو پارټینرانو څخه چې قطریان، اماراتیان او سعودیان دې هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزی، نوی ډهیلی او اندونیزیا هم اعلان کړې چې په کابل کې د خپلو سفارتی چارو په بیا پیل غور کوی، او د جرمنې سربیره اوس فرانسه غواړی د ټول اروپایی بلاک په شمول کابل ته راوګرزی.
۶ـ د جی شل یا د نړۍ د سترو اقتصادونو ۳ پرلپسی کنفرانسونه، د ماسکو او اسلام اباد د ترویکا پلس ناستي، په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته، د اروپایی ټولنې ناستي، په هند کې د سیمي د ملي امنیت د مشاورانو ناسته، د ناټو د مشرانو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ناستي او تازه د سعودی عربستان په غوښتنه د اسلامی هیوادونو د ګډ کنفرانس راغوښتل کیدل نور هغه نړیوال فعالیتونه او د افغانستان په محور او مرکزیت حرکتونه دې، چې ددې ښوودنه کوی چې افغانستان له سیاسی اړخه د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د کرغیړنو تحلیلونو او غوښتنو په خلاف د نړۍ د توجه ګرمه موضوع دی.
په کورنی اړخ او برخه کې هم الحمدالله ل
ه خوشباورانه لید پرته افغانستان په هیله بښونکې توګه راپورته شوی، د نظام مشرانو خپل ملي مسوولیت او تاریخي رسالت درک کړې او په ګڼو برخو کې د ملی حاکمیت او یوه تعریف شوی دریځ له تربیون څخه ولس ته د اړینو خدماتو د رسولو ترڅنګ د نظام جوړونې، دولتی بسترونو د ترمیم او د حکومتي سټرکچر د په کار اچولو په برخه کې اساسي کارونه روان دې.
د بیلګې په توګه د ګران افغانستان د امنیتی، نظامي او دفاعي جوړښت او ترمیم په برخه کې مهم کارونه لکه:
۷ـ د افغانستان د قوت، عزت، تعریف او ملي برم د ساتونکې رکن ملي آردو بیا جوړول. داسې ځواک چې هغه د مور وطن د استقلال، خپلواک حاکمیت، ځمکني تمامیت او تاریخی عزت او عزمت په ننګه او مېړانه دفاع وکړای شي.
۸ـ نږدی ۲۰ کاله وروسته د افغانستان د هوایی حریم افغانی کیدل، داسې چې اوس د ورځی تر ۳۰ ډیرې نړیوالۍ او کورنۍ الوتنې ورڅخه کیږی.
۹ـ د هوایی نظامی ځواک فعالول او د هغوی د ګڼو له کاره لویدلو الوتکو رغول.
ددې ټولو ترڅنګ د اقتصاد، سوداګرۍ او اقتصادې بنسټونو د ترمیم، تړلو او رغونې په برخه کې هم اساسي ګامونه اخیستل شوی:
۱۰ـ د سترو سیمه اییزو اقتصادی پروژو لکه ټاپی، ټاپ او لاجوردو په پیل خبرې.
۱۱ـ چین ته د جلغوزو او د نړۍ ګڼو تجارتی مارکیټونو ته د افغان زراعتی او نورو اقلامو صادرول.
۱۲ـ له مرکزی او جنوبی اسیا سره د ترانزیټی اتصال په سر مذاکرات او په لومړی ځل د براعظمګی تر بازارونو د مرکزی اسیا د توکو تګ.
۱۳ـ د حکومت نږدی نیم میلیون کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه، هغه چاره چې د تیر حکومت څخه د مطلقا خالی او چور شوی خزانې په وجود کې تر ټولو مهم ملی چلینج وو.
۱۴ـ د بشری مرستو جذب او سالم مدیریت.
۱۵ـ د برق د قطع څخه د مخنیوی په موخه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره ګټور مذاکرات، داچې د ژمی په سړو میاشتو کې به بریښنا نه قطع کوی.
۱۶ـ له ایران سره تر ۵ کالو د ۱۰۰ میګاواټه بریښنا هوکړه.
۱۷ـ د بریښنایی انرژۍ د ځان بساینی په برخه کې د ټولو مهمو او اساسی بندونو د فعالولو، رغولو او پلانیزه کولو هڅې او تازه د کابینې لخواه د شاه او عروس د بریښنا کوټ او بند د رغونې د چارو چټک کول.
۱۸ـ د ۴۰زره کارونو ایجاد.
۱۹ـ د ټولي ګډوډ شوی بریښنایی حکومتوالۍ بیا فعالول.
۲۰ـ د ګمرکونو او مالیاتی ادارو فعالولو او فساد پکې صفر ته راکښته کول.
۲۱ـ په ۷۸ کاری ورځو کې د نږدی ۲۷۰۰۰ میلیونه افغانیو راټولولو. دا په داسې حال کې چې د وارداتو کچه په لویه کې راټیټه شوی او تر ټولو مهمه داچې حکومت د اساسي توکو لکه اوړو، بورې غوړیو او سون توکو پر سر نږدی ۷۰ سلنه مالیه هم کمه کړې دی.
د حکومتوالۍ او دولتي نورو ګڼو خدماتو او لاسته راوړنو په برخه کې هم د یادونې وړ مثالونه شته:
۲۲ـ د عامی روغتیا وزارت له اړخه د ۱۴ میلیونه افغانانو وړیاه درملنه کول.
۲۳ـ ولس ته د غوره او بشپړو خدماتو د وړاندی کولو په موخه د حکومت د ټولي ادارې او تشکیلاتی اډانې فعالول او پر کار پیل.
۲۴ـ پر لومړی ځل له پاکستانی لوری سره د کراچۍ، ګوادر او واګی بندرونو پر سر خبری شوی او هغوی له دې مهمو، اسانو او ارزانو لارو د افغان ترانزیټ او تجارت د بیا پیل هوکړه کړی.
۲۵ـ د لسګوونو زره هکټاره ځمکو د غصب، د قاچاق د مخنیوی او د ځنګلونو له وهلو څخه د مخنیوی په موخه د ۴۵۰ کسیزی قطعې رامنځته کول.
۲۶ـ ټولګډونه او هېوادشموله حکومت جوړول.
۲۶ـ د نشه یی توکیو او مسکراتو سره د مبارزی په برخه کې د زرګوونو معتادینو وړیا درملنه، د نشه یی توکو د کښت صفر کول او د سلګوونو کیلو ګرامه نشه یی توکو نیول.
۲۷ـ د انسان د قاچاق په خلاف منظمه، هدف محوره او نتیجه لرونکې مبارزه.
۲۸ـ د روڼتیا، مسوولیت پذیری او ځواب وینی پیاوړی کیدل.
۲۹ـ د صفوفو د تصفیی کمیسون له لارې ولسی حکومتواله ته لاره پرانیستل، تر څو د بشر حقونو ناقضین، غله، داړه ماران، له قانون څخه فراریان، مضره اشخاص او ډلي د نظام د قانونمند کیدو او ولسي تابه په لار کې خنډ نشي.
۳۰ـ د حکومتی انحصار پایته رسول او د قدرت د ویش په برخه کې عادلانه ګامونه اخیستل.
۳۱ـ ښځو ته د هغوی د تعلیم، کار او مصونیت په برخه کې د میکانیزم محوره کار جریان.
۳۲ـ د مذهبی، قومی او ژبنیز تعصب ختم او د اقلیتونو د حقونو د تضمین او ساتنې په برخه کې د پام وړ هڅې.
مګر طالب ته د وطن واکمني داسې مهال انتقال شوه، چې د ملي اقتدار هرڅه په قمار وهل شوی وو، د وطن ملی امیانۍ چور شوی وه، د ۹۰ سلنه افغانا د فقر تر کرښې لاندی ژوند کول، افغانستان د نړۍ د فاسدو حکومتونو په لیست کې ۲۰ کاله لومړی نوم وو، د وطن ټوله سرمایه له وطن څخه ایستل شوی وه، مافیا دولتی شوی وه، حکومت پخپل منځ کې په ډلو ټپلو ویشل شوی وو، داسې چې د واک د وېش جرګې به یی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې کولی او یو وخت خو داسې هم راغي چې د جمهوریت ۲ مدعیانو ځانونه د یوه دیوال په واټن کې ولسمشران اعلان کړل.
دې خلګو یو
ازی په دې هم بسنه ونه کړله بلکی د جګړې دوام ته یی کار وویل، د سولې سره یی جګړه اعلان کړه او د سولې د مدافعانو وژل، ګواښل او د سولې سبوتاژ د وخت د حکومت سیاست وو، د اشغال حضور ته د دلایلو تراشلو ترڅنګ یې د ډیورنډ په فرضي کرښې له پنجابی اسټبلیشمینټ سره د ازغځن تار په کښولو هم هوکړه وکړه او دا د بیلتون اسراییلي تارونه د غنی په امریتی ـ جمهوریت کې بشپړل شول.
ددې ټولو سربیره د افغانستان جغرافیوی سالمیت د فیډرالیزم له وباه سره مخ وه، له ملی هویت، افغانستان او افغان تاریخ څخه منکرین د مدنیت سرلارې بلل کیدل، د ملک پاچا په پردې خیرات خلګ کرایی کول او پر هغوی یې د جمهوریت په ننګه خپل ولس وژل، دوی به د پردیو جنایتونو، بمباردونو او وحشتونو پورونه هم په جارر پخپله غاړه اخیستل، تنظیمي ټوپکیانو او پاټکیانو هم لکه د وچې مار خپل زوړ پوست اچولی وو، دوی هم له هېڅ رنګه بدنامۍ او بی باکۍ څخه دریغ ونه کړل.
طالب د داسې یوه وضعیت په منځ کې افغانستان لومړی له یوه خطرناک ګړنګ څخه چې د افغانستان ماتیدل او پاشل کېدل وو بچ او په یوه تاریخی آزادی او خپلواکې یې ونازول او ورپسې یې داسې مهال چې خپله لوڅې پښې او نهر ګرزېدل او لا یې د ۲۰ کلن مقاومت او مبارزی ګردونه په مخ او ستړې یې په وجود کې له ورایه مالومیدې، مګر قرار او دمه یې ونه کړله، بلکې د وطن د اقتصادی ځان بساینې، سیالۍ او ملت ته د خدماتو وړاندې کول او افغانستان راپورته کولو بل جهاد یې پیل کړل.
درنښت
https://wp.me/p8XUyy-uhb
کابلوف: نړيواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي
کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې نړيواله ټولنه دې پر افغانستان بنديزونه پای ته ورسوي او کنګل شوې پانګه دې ازاده کړي.
کاملوف دا څرګندونې، د ایټالیا په کوربتوب د مرکزي اسیا بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې وکړې او زياته يې کړه چې نړیوال دې د افغانستان بانکي سیسټم د بیا فعالولو لپاره لاس پر کار شي،ځکه دا هېواد د یوه بد بشري ناورین پر لور روان دی.
نوموړي ويلي، افغانان ډېر سخت بشري وضعیت سره مخ دي او مهمه ده،چې د افغانستان له خلکو سره اغیزمنه مرسته وشي.
په ورته وخت کې کاملوف پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې له افغان خاورې نورو ته د ترهګرۍ له خوریدو مخنیوی وکړي.
تر دې مخکې چین، روسیې، او پاکستان هم له نړۍ غوښتنه کړې وه،چې د افغانستان نهه اشاریه پنځه میلیارده ډالر چې امریکایی بانکونو کې کنګل شوې ازاده کړي.
https://wp.me/p8XUyy-uhe
کاملوف: نړيواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي
کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۸ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې نړيواله ټولنه دې پر افغانستان بنديزونه پای ته ورسوي او کنګل شوې پانګه دې ازاده کړي.
کاملوف دا څرګندونې، د ایټالیا په کوربتوب د مرکزي اسیا بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې وکړې او زياته يې کړه چې نړیوال دې د افغانستان بانکي سیسټم د بیا فعالولو لپاره لاس پر کار شي،ځکه دا هېواد د یوه بد بشري ناورین پر لور روان دی.
نوموړي ويلي، افغانان ډېر سخت بشري وضعیت سره مخ دي او مهمه ده،چې د افغانستان له خلکو سره اغیزمنه مرسته وشي.
په ورته وخت کې کاملوف پر اسلامي امارت غږ کړی دی،چې له افغان خاورې نورو ته د ترهګرۍ له خوریدو مخنیوی وکړي.
تر دې مخکې چین، روسیې، او پاکستان هم له نړۍ غوښتنه کړې وه،چې د افغانستان نهه اشاریه پنځه میلیارده ډالر چې امریکایی بانکونو کې کنګل شوې ازاده کړي.
https://wp.me/p8XUyy-uhe
څنګه کولای شو افغانۍ له بحران څخه وژغورو؟
زاهدالله محمدي صافی
دا چې افغانۍ په تدریجي ډول خپل ارزښت د لاسه ورکوي، چې د انفلاسيون یا د روپو د پړسوپ لامل کیږي. پداسي حال چې د افغانستان بانک ذخایر کنګل شوي او مرکزي بانک نشي کولای چې د تير حکومت په څير په اونۍ کې دوه ځل ډالر بازار ته وړاندي کړي ، پداسي حالت کې څنګه کولای شو افغانۍ ارزښت بیرته عادي حالت ته وګرځوو؟
ددې لپاره یوه اوږد مهاله کړنلاره ده او بله هم لنډ مهاله تګلاره ده چې په لاندي ډول روښانه شوي دي.
اوږدمهاله پلان:
د دایمي حل لپاره لومړی باید زمونږ د کنګل شوو ذخایرو د خلاصولو لپاره لاره ولټول شي. ددي ترڅنګ افغانستان باید د مصرفي اقتصاد پر ځای په صنعتي اقتصاد بدل شي چې صادارت یې زیات وي یا په بله اصطلاح د تادیاو بيلانس یې یا په تعادل کې وي او یا هم مثبت وي په ساده اصطاح باید د وارداتو څخه یې صادرات زیات وي. دا ددې لامل کیږي چې زیات ډالر هېواد ته راشي همدارنګه د افغانۍ لپاره دا کار تقاضا هم زیاتوي چې ورسره یې د تبادلي نرخ لوړیږي. ددې لپاره باید هېواد کې پراخه پانګونه وشي، دا کار هله شونی دی چې په هېواد کې ډاډمنه فضا او سیاسي ثبات رامنځ ته شي، ښه حکومتولي وي، کار اهل کار ته وسپارل شي، د نړیوالو له خوا په رسميت پيژندل او ورسره په دوه اړخيزو ګټو ولاړې اړیکې جوړي شي او افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ د پل حيثیت پیداکړي او لويې پروژې لکه د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ او داسي نور پیل شي. همدارنګه افغانستان د سيلانیانو لپاره مساعد شي.
لنډ مهاله تګلاره
دا چې اوږد مهاله تګلاره زیات وخت ، بهرنيو مرستو او پراختيایې بودیجې ته اړتيا لري ، نو ددې لپاره چې افغانۍ په نسبي ډول خپل ثبات وساتلای شي لاندي اقداماتو ته اړتيا ده .
په نورو هېوادونو کې په داسي حالت کې د سود کچه لوړيږي او يا هم د ازاد بازار د عملیاتو له لاري حکومتي پانګه ایزي پاڼي خرڅلاو ته وړاندي کیږي یا هم په بانکونو کې د زیرمو په بدلون او د بانک نرخ په تغیر سره ستونزې حلوي خو داچې اوسنی اقتصاد په هغه حالت کې نه دی نو باید د بديلو لارو څخه استفاده وکړي.
د تبادلي ثابت نرخ ټاکل :
دا چې دا مهال دوه ډوله د تبادلي نرخونه په نړۍ کې شتون لري یو د تبادلي ثابت نرخ Fixed Exchange rate او بل ارتجاعي نرخ Flexible Exchange rate. په تاریخي لحاظ هغه هېوادونه چې د تبادلې ثابت نرخ څخه استفاده کوي په هغه کې د کرنسي ثبات او د انفلاسيون کچه ثابته پاتي شوي ده . په افغانستان کې اوس وخت لپاره د ثابت نرخ تبادله پکار ده . په افغانستان کې د افغانۍ ارزښت د ډالر لپاره د تقاضا او عرضي پوري تړل شوي دا چې ډالر ته تقاضا زیاته او عرضه کمه ده نو افغانۍ ورسره وخت په وخت ارزښت کموي نو باید دلته د تبادلي د ثابت نرخ څخه استفاده وشي. که دغه کړنلاره امکان ونلري نو د لاندي نور امکاناتو څخه باید استفاده وشي.
بانکي سیستم فعالول او خلکو ته اطمنان ورکول:
د پیسو ارزښت په بانکې سیستم پوري زیات تړل شوی دی. کله چې بانکې سیستم فعاله وی او د دیوالي کیدلو ویره یې نه وي خلک پیسي په بانک کې ذخیره کوي او بانکونه بیا هغه پیسي پانګه والو ته ورکوي ترڅو پانګونه پري وکړي پدي سره هم اقتصادي څرخ فعالیږي او هم ورسره خلکو ته کار پیداکوي او هم ورسره د پیسو ارزښت لوړیږي. د ااا باید خلکو ته قناعت او اطمنان ورکړي چې د دوی پیسی به نه ضایع کیږي. ددې اطمنان ورکولو لپاره عملي اقدام ته اړتيا ده، په مرکزي بانک کې باید باتجربه اقتصاد پوهانو ته دندې ورکړل شي.
بنديزونه لګول:
بله تګلاره هغه ده چې شمالي کوریا یې کاروي، شمالي کوریا باندي اقتصادي بندیزونه لګیدلي خو سره ددې د دغه هېواد کرنسي ارزښت لوړ ساتلی لامل یې دادی چې حکومت یې په هر ډول بهرنۍ کرنسي باندي پلور او پیر بند کړی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې بهرني اسعار په کور کې د ځان سره وساتي. همدارنګه په اربټراج هم بندیز ولګول شي یعنی هغه خلک بايد ونیول شي چې یا ډالر قاچاق کوي او یا هم د ګتې لپاره ډالر اخلي ترڅو په لوړه بیه یې وروسته خرڅ کړي. لکه څرنګه چې له شکل څخه معلومیږي کله چې سخت بنديزونه ولګول شي د ډالر لپاره تقاضا منحني کیڼ لور ته د D2D2 ځای ته بدلون مومي چې ورسره د افغانۍ د تبادلي نرخ هم ۷۲ ته ټیټيږي.
بارټر سیستم څخه استفاده کول :
یوه څه مشکله او پخوانۍ تګلاره داده چې د ډالرو پرځای سوداګري په اجناسو وشي ، یعني هغه هېوادونه چې مونږ ته شیان واردوي ددې پرځای چې ډالر وغواړي مونږ ورته خپل اجناس ورکړو.
په پور تیل اخستل:
دا چې انفلاسیون او د روپو ارزښت په تیلو نرخ باندي مستقیم اغیز لري، حکومت کولای شي د ایران یا بل کوم هیواد څخه تيل په پور واخلي لکه څنګه چې پاکستان د سعودي څخه واخستل .
د عام ولس ملاتړ:
پیسي د سره زرو په څير په خپل ذات کې کوم ارزښت نلري، بلکه دا ارزښت ورته عام ولس ورکوي. کله چې مونږ افغانۍ زیاتي استعمالوو او د نورو پولي
واحدونو څخه اجتناب کوو په حقیقت کې دا مونږ خپلو روپو ته ارزښت ورکوو او دا بیا د افغانۍ د ارزښت د لوړيدلو سبب ګرځي. خو کله چې مونږ په نورو کرنسيو باندي راکړه ورکړه کوو د افغانۍ لپاره تقاضا کمیږي او ورسره یې ارزښت هم ټيټيږي. نو باید مونږ خپل ملي هؤيت افغانۍ باندي پیروپلور وکړو او د ملي احساس له مخې د نورو هر ډول پولي واحدونو د ذخيره کولو او په هغه باندي د سوداګرۍ څخه اجتناب وکړو. لکه څرنګه چې په شکل کې معلومیږي کله چې د افغانۍ لپاره تقاضا کمه شي او د ډالر لپاره زیاته شي د تقاضا منحني د DD څخه D1D1 بدلون مومي ، چې ورسره د تبادلي نرخ لوړیږي. ددې کار د مخنیوي لپاره باید په افغانیو باندي د خلکو باور زیات شي ، عام ولس هم باید پدې برخه کې د حکومت سره همکاري وکړي او د بي ځایه تبليغاتو څخه اجتناب وکړي.
د مرکزي بانک مسؤليت:
دا چې د پولي سياست واک او اختيار د مرکزي بانک سره دی نو زیات مسؤليت هم دوی ته راجع کیږي، د ا د مرکزي بانک د موخو څخه ده چې هېواد کې د پیسو ثبات او ارزښت وساتي، همدارنګه په هېواد کې د پیسو د حجم مراقبت او د روپو ګردش او د نورو سوداګریزو بانکونو د ديوالي کیدلو مخنیوی هم د مرکزي بانک دندو څخه دی ، باید خپله پولي پالیسي په داسي ډول مخ پر وړاندي بوځي چې په بيو کې ثبات رامنځ ته شي
مرکزي بانک کولای شي دپیسو په عرضه کولو، کرېډېټونو یا اعتبارونو په رامنځ ته کولو او د سود پرځای د اسلامي بانکدارۍ د اصولو له مخي خلکو ته پیسي په واک کې ورکړي ترڅو اقتصادي څرخ په ګردش پیل وکړي. په تیر حکومت کې د پیسو د عرضه کولو لپاره مرکزي بانک دوه سیساستونه درلودل لومړی د لیلام له لارې د دالر او افغانۍ پیروپلور او دویم د دولتي ارزښت لروونکو پاڼو یا Capital Notes د پیروپلور د لارې . دا چې دویمه تګلاره په ربحي ولاړه وه معلومه نده چې نوی حکومت به څه اقدام وکړي خو ځيني اسلامي بانکدارۍ اصولو څخه استفاده کولای شي.
https://wp.me/p8XUyy-uhi
مکسیکو: د کډوالو لېږدوونکي ټېلر چپه کېدو پېښه کې۵۴ تنه وژل شوي
کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د راپورنو له مخې، په مکسیکو کې د یوې ټیلري‌ لارۍ د چپه کیدو پېښه کې تر سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مکسیکو د چیاپاس ایالت څارنوالۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي: یوه ټیلري‌ لارۍ چې ناقانونه کډوال يې لیږدول په لویه لاره کې د استنادي‌ دیوال سره د جنګیدو له امله چپه شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پېښه کې ۵۴ تنه مړه او ۵۹ نور ټپيان شوي دي.
د مکسیکو چارواکي وايي، دا کډوال د ګواتامالا، هندوراس او السلوادور وګړي‌ دي.
چارواکو د مهاجرو لېږدونکو په دې قاچاقبرۍ کې د ککړو کسانو د محاکمه کولو او مجازات ژمنه کړې.
يادو کډوالو غوښتل چې په ناقانونه توګه امريکا ته واوړي.
https://wp.me/p8XUyy-uhl
غزني کې ۳۰۰ کورنیو ته بريښنا برابره شوه
غزني کې ۳۰۰ کورنیو ته بريښنا برابره شوه

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۰)

غزني کې ۳۰۰ کورنۍ له بریښنا برخمنې شوې. د غزني ښار په ارباب سیمه کې د غزني د بریښنا شرکت او د سیمي د ولسي خلکو په مرسته د درې میلیونه افغانیو په ارزښت په دې سیمه کې د بریښنا یو «ټرانسفارمر» نصب شو، چې نږدې درې سوه کورنیو ته د بریښنا ورکولو بشپړه وړتیا لري.

باید وویل شي له هغه وروسته چې اسلامي امارت پر هيواد ولکه وکړه، د بریښنا سیسټم چاري د مالي او ځینو نورو ستونزو له امله ټکنۍ شوي دي، خو د افغانستان بریښنا شرکت ژمنه کړې، چې د بریښنا سیسټم کې رامنځته شوي ستونزو ته به رسیدګي کوي او هېوادوالو ته به پوره بریښنا ورکوي.
https://wp.me/p8XUyy-uhs
پاکستان: د عربي ژبې تقريري سيالۍ کې افغان زده کوونکي لومړی مقام ګټلی
کابل ټکی کام(شنبه، ۱۷لړم ۱۴۰۰ل)

د پاکستان ستر ښار کراچۍ په مشهوره مدرسه "جامعه ابن عباس" کې څو ورځې وړاندې د لسګونو عالمانو تر منځ په عربي ژبه د تقرير کولو دوه ورځنۍ سيالۍ تر سره شوه، چې افغان زده کوونکي پکې لومړی مقام ګټلی.

د شیخ عبدالمعز بن علي منصور تر سرپرستي، لاندې جوړې شوې دغې سيالۍ کې، چې د افغانستان، پاکستان، ايران او تايلنډ هيوادونو ۳۲۰ تنه متخصصو عالمانو پکې برخه درلوده، د افغانستان لوګر ولايت اوسيدونکي مفتي شفيق الله حسيني لومړی مقام ګټلی.

دغه راز دوهم او دريم مقامونه هم افغان زده کوونکو: د کابل ولايت اوسېدونکي مولوي ثناءالله صاحبزاده او د ننګرهار ولايت اوسېدونکي مولوي ثناءالله مخبت ترلاسه کړي.

بايد وويل شي، چې افغانان په ديني او عصري علومو کې ګڼ استعدادونه لري، خو د څلويښت کلنې اوږدې او خونړۍ جګړې له امله ياخو د زده کړو بهير په نيمه کې ترې پاتې شوی او يا د خدمت او کار فرصتونه، نه لري.
https://wp.me/p8XUyy-uhv