👑شاعــر کوچی زړګــی💎
128 subscribers
12 photos
8 videos
1 file
23 links
السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
خوږو د ترنم بلبلانو‌دلتـــه راسره هم
يو ځای شی رب مو راوله خوږو

ستاسو ورور💎کوچی زړګی👑

https://t.me/+9IL95E2ItD01YjVl
Download Telegram
Forwarded from الاسلامي خپرندویه اداره (هاشمی)
الاسلامی خپرندویه اداری لخوا وړاندی کیږی
ښکولی غمجن ترنم
❤️‍🩹ــــــــ:انتظاره:ــــــــ❤️‍🩹
کسر...
زه خو دی کړم مړ له انتظاره زنګ راووهه
مزه رانه خیر ای خوږه یاره زنګ راووهه

ترنم: سیدیاسین اغاهاشمی
شعر: کوچی زړګی
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313
2👍2🔥2🎉2❤‍🔥1🌚1💯1💔1🍓1🗿1🦄1
دا به ستا هغه جانــــان وي د زړه سره
يا بــه زما غلط ګــــمان وي د زړه سره

تــه به وګوري او مــــا به ليـــونی کړي
ستا به هسي جار قربان وي د زړه سره

تا‌ چـــي ښکلـــو سره هسي تړون وکړو
بيا به ژوند ټول په خفګان وي د زړه سره

خـــير که نن د ديــدنونـــو سودا نــشوه
دابــه زمــــا اخير تــاوان وي د زړه سره

ته دي خپل رب ته هميش باسه شکرونه
چــي پر تا نن مــهربان وي د زړه ســــره

چي کوچي زړګی دي وګــوري روضي ته
بس تازه مي خپل ايمـــان وي د زړه سره

شاعر کـــــوچی زړګی
5👍2🎉2🥰1🌚1💯1💔1🍓11🗿1🦄1
چي ايمان دي پري تازه شي د زړه سره
کله کله درُود وايه پر جانان مو

صل الله عليه وسلم❤️😘
3💯2👍1🥰1🎉1🌚1💔1🍓11🗿1🦄1
Messages in this channel will be automatically deleted after 1 day
ياري د زور خبره نده
که زړه دي نه وي بيا دي نه مجبورومه


کوچی زړګی🥺😔💔
😢3😭1
دامـــي دمينــــي لوی قانون دی نورڅه نــه پيژنم
تاســـره مي کړی دا تـــړون دی نـــورڅه نه پيژنم

که يي رازده کـــړي ورته لپو کي راوړمـه اوښــکي
چي دسپـــيڅلي عشق جنـون دی نورڅه نه پيژنم

د محـــبت رازونـــه مـــــه ســپړه ته غلـــی کینـــه
دی کي مي مات زړه په سکون دی نورڅه نه پيژنم

نړی بـــيا موږ ته اچولي دي د تور ټرمپ کيــــسي
زمـــوږ امـــيرالمــــؤمنين دی نــورڅــه نه پـــيژنم

د بیـــلتانه په تـــار يي مـــه تړه کــوچی زړګيــه
ليونو سخت بي تا ژونـــدون دی نورڅه نه پيژنم
4
له تلليـــو او بايللـــيو ارمانو ســـره غږيږم
مننـــه کـوم ستا خــوږو يادو ســره غږيږم

هغه چي دګـلونو دقطار په منــځ کي راغله
هميش دي خوږه ياره مسيجو سره غږيږم

خامـوشه موسـيقي وه ماښامی وه ليونيه
راوړي دي وه ســتا له يادګارو سره غږيږم

قــسمت کي مي ته کله وي مننه کوم ګلي
خو اوس دي د دسمال له اوازو سره غږيږم

کوچی زړګی د ميني له مکتبه فارغ شوی
پوهيږي اوس هميش له ديدنو سره غږيږم
3
رباب دي مات نشي سندري دي نيمګړي نشي
ميــنه دي ډيره شـــي ګـيلي دي مــروري نشي

دلتـــه کوچی زړګيه خـــلک ياراني نه کــــوي
غزل دي ښکلی وي ټپـــي دي نور غمجني نشي

يو دوه بيتونه

شاعرکوچــــی زړګـــــی

🥹🥺🥲
3
راماته شوم خو غلي دي له زړه نه وويستم
مين دي کړم د خوار زړه له کاله دي وويستم

کوچی زړګيه ښکلو پسي مه ګوره اوس هسي
له نن څخه يي څه زه ي له پرونه وويستم

شاعر کوچی زړګی
🥲🥺🥹
3
نوی بيتونه خوږو
چا راته وويل په تا باندي مئيـــــــنه هم وه
ما ورته وويل چــــي هو لږ کبــرجنه هم وه

په‌ هغه کلي کي مي داسـي زندګي کړي وه
پخـــوا د بر کلي کاله کـــــي ملغلره هم وه

هغه دکلي يوه غوټی وه مينه ناکه وه بس
هغه د ميني وه ډيوه او جادوګره هــــم وه

کوچی زړګی درسره مينه له زړګي کـــولــه
لکه پـــيانو لکـــه رباب لکه ســــندره هم وه
2👍1
ســـــتا راکـــــړي تصويرونه بيرتــــه غــواړي
هــــغه نښـــــي دســـمالونه بـــيرته غــــواړي

چـــــي په کوم مــــلا مـــي کړي وه يــــارانو
هــغه کـــــړي تعـــــويذونه بــــيرته غــــواړي

غنـــمرنګو پســــي اوس نه ګرځـــم خلکــــو
دوه دري ورځي بعد بيا زړونــــه بيرته غواړي

کـوم چي ما وه ســــوځولــــي له پخــــوا نه
يار د څو کلـــــو خــــطونه بيــــرته غــــواړي

ټول کوچي زړګي ته کــړي قربـان مــسيجي
څوک غزل ټپــــي شعـــرونه بــــيرته غــوړي
2🎉2👍1🔥1🥰1❤‍🔥1🌚1💯1🍓11🗿1
Forwarded from Himatkhan
2🔥1🥰1💯1💔1🍓1🗿1🦄1
رمي وي د غره سر وه چي شپونکی وم په کاله کي
جانانه ستــــا په عشق به لـــيونی وم په کالـــه کي

هـــر چا بـــه زه لـــه ځـــانه څخـــه لري ګـــرزولـــم
خـو بــس يو د خـوږي مورکئ زړګی وم په کاله کي

ادکـــي خوږي مـــوري ته چي نه يــي په قــسم دی
له ټـــولو څخه څه لــــه ځان پردی وم په کاله کــي

عجيبه زندګــــي ده ماشــومتوب د زړګـــي ســـره
بچــی د ابـــدالــي وم مـــيړنـــی وم په کالـــه کـي

کـــوچی زړګيه يــار وه څــــه عجيبه زندګــــي وه
په قـــد لکــه چینار وم ګلالـــــی وم په کالــه کــي
3🥰2👍1🔥1🎉1❤‍🔥1🌚1💯1🍓1🗿1🦄1
امـــــام يـــــي د قونيــنو مصطفی رسول اللّٰه
ســـلام دي وي درود دي وي پــر تا رسول اللّٰه

کوڅو کي دي سهار ماشام ملنګ زه ګرځيدلی
غـلام چي ګرځيدلی څنګ کي ستا رسول الله

احــمد دی محـــمد دی او محــمود دی منوره
زخمی زړو ته دی خوږ نوم دی دوا رسول اللّٰه

له نوم دي او له دين نه دي حبيبه په څو واري
شهـــــید وای او ټوټه وای په بيا بيا رسول اللّٰه

نادره بـــه وي هلتـــه د قونــــينو خوږ امــــامه
کوچـــی زړګی چي شي له دين فـدا رسول اللّٰه
🥰3❤‍🔥2👍1🔥1🎉1🌚1💔1🍓11🗿1🦄1
عـــيـــد مبارک🥰

ګـــــران او خوږو د چينل ملګرو ته




نيــکمرغه لوی اختر مـــو مبارک شه

نيــکمرغه لوی اختر مـــو مبارک شه قربانی صدقي
او لمنځونه مـــــو د لوی خدای جل جلاله پــــه دربارکي
قبــول او منظــــور شه او په هيواد کي مـــو دتل پاتي
اسلامي نظام اختر شه

ستاسي ورور کوچی زړګی
32👍1🔥1🥰1🎉1❤‍🔥1💯1💔1🍓1🗿1
که زه مئـين وم مـــا به خپـــله زندګي کړي وای
مــا به لــــه کلي کـور نه لري عاشـــقي کړي وای

اخر هم خلک شـول خبر کيسه سوه ورانه دلته
بايــد چی څو ورځي مي لږه بزرګــــي کړي وای

مــوږ بايد داســي سره کلک په اتحاد وای ولاړ
چــي رقيب خپله زموږ لپاره سلامي کړي وای

ته پکي ورکه يي خو نه پوهيږم څه قيصه ده
بايد زما تصوير کي ما ستا رســامـي کړي وای

زه خو عاجز يمه شپونکی يم زه به څه وکړمه
تا چي مئين کړم ما بايد لژ ملنـــګي کړي وای

کوچي زړګي اوس هغه ښار هغه ماحول پريښی
وايي چي کاش ما هم څه دم څه ملايي کړي وای
3💯2👍1🔥1🥰1🎉1❤‍🔥1💔1🍓11🗿1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
له مایې مه کوه غوښتنه زه بښنه غواړم
که رانه غواړې تار اوستنه زه بښنه غواړم

شاعر.خُـبیب ملا
ترنم. کوچی زړګی
🥰3🎉2❤‍🔥21👍1🌚1💯1💔1🍓11🗿1