👑شاعــر کوچی زړګــی💎
129 subscribers
12 photos
8 videos
1 file
23 links
السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
خوږو د ترنم بلبلانو‌دلتـــه راسره هم
يو ځای شی رب مو راوله خوږو

ستاسو ورور💎کوچی زړګی👑

https://t.me/+9IL95E2ItD01YjVl
Download Telegram
اي دربــــاب په منځ کي تاره
دآشنا خيـــاله زړه مي کړي نري دردونه

يوه ټپه🍁🍂
رانجه تسبي عطر دي ښي نښي دي
کوچی زړګی يـــي ښه له کار ايستلـــی

يو بيت🍂❤️‍🩹
ځوړند ستا تصـــوير په ديواله پټ ورته ګــورمه
ژاړمـــه قســــــم ورتــه له زړه پټ ورته ګــورمه

ما ته يي راکړی دي ستا مړاوو مړاوو سترګو تـه
جـيب کي مي راوړي دي رانجه پټ ورته ګورمه

غاړه کي يي واچــوي او ستا پر لور رامڼډه کړي
شـــرنګ کــوي ځنځير دبلتــانه پټ ورته ګورمه

ترنګ د ربابه او ســــتړی غږ دزړګي ســــره بس
دا مي ده دستړي ژوند قــيصه پټ ورته ګورمه

بس دکلي منځ د کليوالو شـــور ماشور او شپه
ومي کتــــه هـــره يوه کوڅــه پټ ورته ګورمه

خدايه پاکه خير کړي کوچی زړګی خفه ده بيا
ايښی يي دی سر په ځنګـــانه پټ ورته ګورمه
کله کله يو شعر دزړه له درده
هيله کوم لايک کاروی تر څو داسي خوندور اشعار نشر کړم
شهــــــــــيد‌ يحي سنـــــ ارـــــــو رحمه اللّٰه
موږه کوچـــيان خلک يو مـــوږه به رمي څروو
ميده ميده باران دغره پر منـځ کي اوزي څروو

خير پخلا شـــه ليوني خويــونه مه کوه جــــار
دوه ورځي ژوند کي دي غمونه پر سيني څروو

نښه کوم دي هر يو يـاد دزړګي ســره قربـــــان
که موقــــع راغله بيا پــــري سمي ارادي څروو

چي درته ووايي درځمه انتــــظار مــــي وکړه
کله دوکه شو موږ او کلــه بيا وعـــــدي څروو

راځه پريږده يي وخ کوچی زړګيه څه يي کوي
دشپــــيلی غږ د غره لمـــــن کي زمزمي څروو
ما دي تـصوير په زړه نيولی ده ښه څه وکړمه
لکسي يار مـــــي خفه شوی ده ښه څه وکړمه

تل راته وایې زما تصوير راکړه څه نه وايم زه
زما له منـــــګولو نه لویدلی ده ښه څه وکړمه

ټکوم ور راته نعره کړي وايي څـوک يي قربان
ستا پخوانی يار اوس راغلی ده ښه څه وکړمه

تا چي ســــم دم ورته ترخي خبري وکړلي ځار
له کلي پټ تر شــــــاره تللی ده ښه څه وکړمه

ستا د دو سترګو کاته وژني دا کوچی زړګی بيا
دمــــرګ تر حــده رســيدلي ده ښه څه وکړمه
👍1
ته ځي بيا نه راځي او ياره زورول هم کوي
که ماذديګر وي که ماښام زما يادول هم کوي
سر دي راپورته کړه لالـــــــــ♥️يه
ما په لاسو کي سره ګـــ🌹لان راوړي دينه
ته چي تللی مازيګر هغسي نه وه
شور ماشور وه خو ګودر هغسي نه وه
♥️♥️♥️
ان شاء اللّٰه ډير ژر به مکمل سي
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
شکلی ايډيت

آواز رحمن اللّٰه زيار
شاعر کوچی زړګی

♥️♥️♥️❤️
1
چا به کیله کوله غمجنه ترانه
نعتخوان رحمن الله زیار 0779912530
نوي غمجنه ترانه

چابه ازار کاوه ماښام چا به ګيله کوله
چابه دسوي زړه له درد چيغه پـــه خوله کوله

♥️ترنم بلبل رحمن اللّٰه زيار ♥️
🍂شاعر محترم کوچی زړګی 🍂
3
نور دي دستړي ژوند له شاره کوم کډه ګله
د بـر ګــــودر او خــړ چنـــاره کوم کډه ګله

تا چي په مـړاوو سترګو وکتل زما وخواته
ودي ايستم له خـپل روزګاره کوم کډه ګله

مه منــه ياره د رقـــيب او د غماز خـــبري
ستړی يم ستا له هر يو کاره کوم کډه ګله

بنګړي کړي مات نوره دي کړله اراده بدلـه
په ځمکه پروت دی په غباره کوم کډه ګله

سترګي دي سم لکه مرمی ورته کتلی نسي
ماته يي کړه د لاس هنـداره کوم کډه ګله

لکه ملنګ کوچی زړګی کلي په کلي ګرځم
درځمه ســــتا کلي تـه ياره کوم کډه ګله
ما دي تـصوير په زړه نيولی ده ښه څه وکړمه
لکسي يار مـــــي خفه شوی ده ښه څه وکړمه

تل راته وایې زما تصوير راکړه څه نه وايم زه
زما له منـــــګولو نه لویدلی ده ښه څه وکړمه

ټکوم ور راته نعره کړي وايي څـوک يي قربان
ستا پخوانی يار اوس راغلی ده ښه څه وکړمه

تا چي ســــم دم ورته ترخي خبري وکړلي ځار
له کلي پټ تر شــــــاره تللی ده ښه څه وکړمه

ستا د دو سترګو کاته وژني دا کوچی زړګی بيا
دمــــرګ تر حــده رســيدلي ده ښه څه وکړمه
راغله ستا د هجر سړيکه مړه ګوره ښه نه يمه
ومي کړه په تا پســــي نعــره ګوره ښه نه يمه

ژوند مي بس پر ډيرو آرمانونو خاوري واړوي
يم پر خاورو لت پت ګوره زه ګوره ښه نه يمه

زه دي يادوم خو ته مي نه يادوي څه به کړم
تل دي يادوم ګله له زړه ګـــــــوره ښه نه يمه

دومره انتظار او دومره ستړی ماذديګر اشنـا
ومه دچنار تر څنګ ويده ګـــــوره ښه نه يمه

زه چي ځو کوچی زړګیه ښاره څخه کلي ته
دلتـــه نـوره نه شي ګوزاره ګوره ښه نه يمه
الکوچی خپلواکه اداره

https://t.me/httpskohizrgi