👑شاعــر کوچی زړګــی💎
128 subscribers
12 photos
8 videos
1 file
23 links
السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
خوږو د ترنم بلبلانو‌دلتـــه راسره هم
يو ځای شی رب مو راوله خوږو

ستاسو ورور💎کوچی زړګی👑

https://t.me/+9IL95E2ItD01YjVl
Download Telegram
ای د کلـــــو په زړه رنـــــځوره
نسي مجبوره زه دعـــــاء درته کومـــه
زمــا باور هــم لـکــه ده شدّاد جنت، هرځـل په لړزه کې وي(:🍂
په نشرولو کي مرسته مو غواړم ملګرو
🥰2
نه مي دی بست په کار او نه مي وظيـفه په کار ده
نه وهــــم زنګ لالـــــيه نه مي رابـــــطه پـه کار ده

زه له دي نـوي اسلامي نظام نه خــوښ يم شکــــر
نه مـــي د تير جمهوريتي د مـــخ بشـــره په کار ده

توکل په خــدای کومـــه هر کار ته زړه نه تنګـــــوم
نه مي دی شناخت او نه مي ياره واسطه په کار ده

ساده شــــيان مي ډيـــــر خوښيږي نه کباب کړايي
نه مي منــــتو نه مي کباب نه مي قورمه په کار ده

خدايه په دي نظــــــام مو شکر چي حاکم شو کنــه
نه مي دی ډار نه مي وحشت نه مي خطره په کار ده

کوچی زړګيه سپـــيني ډيـــري وايـــي فـــکر کــــوه
ډاريږم نـــه زما په خــــدای باندي اسره په کـــار ده
اور واخلي زړګی مي فريادونه کوم بيا
جانانه تا پـــسي پټ اوازونــه کـوم بيا

مـــننه کوم غمه تـــر آخره راســــره يي
له درده‌ ليـونی شومه اهــونه کوم بــيا

په مثل د يوسف له قبيلي يي زړګکــيه
ستا حسن ته د نظر تعويذونه کوم بيا

پرون مي غمازانو رقيــــبانو ته دا ويلي
چي مخ کي مو د يار ډير صفتونه کوم بيا

کوچی زړګيه هغه يار مي غواړمه چي ورک دی
الله ته په لمانځه کي دا سوالونه کوم بيا
بي وفا شوی دی جانان طبيعت مي سخت خراب دی
ډير راياديږي هغه ګران طبيعت مي سخت خراب دی

د خوشـــحالی تمثيـــل کوم په زړه پــــراته غمــــونه
هر چاته وايمـــه قربان طبعيت مي سخت خراب دی

شړک شي د زړه په للـــــمه اوري کړي غمونه زرغون
ستا د خوږو يادو باران طبيعت مي سخت خراب دی

څـــه وکړم زړه ته رانږدي يـــي ګــــلاب رنګـــه ياره
بي تا نه کـيږي ګوزران طبيعت مي سخت خراب دی

هجـر دي اور دی او د اور په مخکي هيڅ نه کـــيږي
زړګی مي نه کوي ټکان طبيعت مي سخت خراب دی

کوچی زړګی درپســـي چيغي کړي بيا بيـا جانـــــانه
څه ځنګيدلی وي روان طبيعت مي سخت خراب دی
🥰1
خدای دي د زړه په رنځ اختــــه کړه
چي درد دي تل وي او غم کله کله وينـــه
دفــــــتر ته نه راځي جانانه خيريت خو به وي
بيــــا خفه شوی یی له چانه خيريت خو به وي

مشر دي ډير وهـي زنګونه خو جواب ورکړه ته
وای وظيفـي ته راشه ګرانه خيريت خو به وي

په خيال کي ګرځي د پخوا په څير سلام نکوي
ډير بدل شــــوی يي قربانه خيريت خو به وي

مـا هم ستړياوي تيري کړي په سنګر کي مشره
ولي شړي مي له خپل ځانه خيريت خو به وي

کوچی زړګی دا دوه کړی د زړه له درده ليکــي
د زړه يي نشته ده درمانه خيريت خو به وي
1👍1💊1
مقصد نوی غزل😀
🤩1
بختور دی هغه حسن چي په لمر شي
د کلـــونو انتظار چــــي ماذيــګر شي

لاړه دا خبــــر د کلــي خـــوار ملک ته
چي مين دي له دي کلي نه بهـــر شي

څه وه ستا د ميني لويه زندکــي ځار
پکي وخت لکه ياقوت لکه سره زر شي

عاشقــي څه ده يـارانو لــيونتوب ده
چاته کلـــه په مثال د لــوی اختر شي

اي د حـــسن سپينکـيه دعـــاء وکــړه
ګوندي ستا په دعاء هغه يار حاضر شي

چي غزل دي د ادب په تورو نه وي
اي کوچی زړګيه څه به ستا هنر شي
2👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
اواز وهاج ملنګ
شاعر خبيب ملا
ايډيټ کوچی زړګی
1👍1
په ماذيګر سولي راياده
اي ليونيه زړه به څنګه صبرومه

او نشتون دي سخت دی انډيواله
هر ماذيګر دي د مزار خواته درځمه

په خوله مي سوي چيغه وکړه
د بیلتانه درد مي تر مرګه رسوينه

دا خو دي تا د ميني زور دی
کني په ړنګو کوڅو چا کړل ديدنونه
👍3
يو مي زړه وه يو جانان وه خــــو اوس نشته
زمـــــا د هر زخـم درمان وه خــــو اوس نشته

څـه دي وکـــړل په دي خـــــوار مين زړګي دي
ستا پري ټول ژوندون ودان وه خو اوس نشته

چــا نــيولي وه د زړه ټوټــــه خـــپل زړه تــــه
ويلي دا ډير راته ګــــــــران وه خو اوس نشته

اي کوچـــی زړګيه خلـــک هــيڅ ګــــرم نــدي
زما ياران هـــــم غــــداران وه خو اوس نشته
👍1
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
زړه خه کيژي کله تاته سوک ياديژي
خوشاليژي کله تاته سوک ياديژي

اوازونه

حافظ روښان صبری
احسان اشنا جانان
ايډيټ کوچی زړګی
👍2
ترتیب کړی الطوفانی اســـــــــــــــتودیو0777179617
ترتیب کړی الطوفانی اســـــــــــــــتودیو0777179617
ڪسر
په لالي ترخې زرغونې شوې،
دنګ ژڼي مرګی اخیستي
مور یې د ژوندتمه لري چې رابه شینه
وخ مرګی

❥ılı.lıllılı.ıllı.ılı.lıllılı.ıllı.ılı.lıllılı.ıllı
━━━━●────────── ⇆ㅤ
ㅤ◁ㅤㅤ❚❚ㅤㅤ▷ㅤ
ترنم کوونکې:دردمن شرنوال
شاعر:مسرورشرنوال

ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـ.ـــ
چینل درسره فالو او شیر کړئ
♡ ㅤ ⎙ㅤ    ⌲
ˡᶦᵏᵉ   ˢᵃᵛᵉ    ˢʰᵃʳ
هنري نظمونه يي وړاندي کوي ☟
https://t.me/HanariNazmana
زمونږ دسټوډیو شخصي اودواټساپ درابطې نمبر...👇
+93770105757
👍1
سخـــته زنـــــدګـي بــي تــا
درد او تنهــــايـــــي بــي تــا
ما باندی شوي سختي تيري
هغـه‌ ورځــــي شپي بي تــا

زه خــــو يو وم ستا جانان
نه مي مـــنل نـــور يـــاران
اوس خو هر ماښام په شپه
کړمـــه انديـــښني بـــي تــا

تا بــــه چي کــــولي اشــــنا
هـــغه مـــلــغـــلـــري اشـــنا
زه پــر ځـــای کوی نه شـــم
ستا مـــــاتي وعدي بي تـــا

ســـتا د تورماشام کـــــيسه
هغــــه د ارمـــــان کيـــــسه
اوس به يي زه چاته کـــړمه
ستا ټولي کيســــي بي تــــا

نــــور مــي ځــــوروه يــاره
نــــور مــي کــــړوه يـــــاره
مرمــــه بي لــــه تا زړګـــــو
سختي دي شــيبي بي تـــــا

اي کـــوچی زړګـــی ګــــوره
نـــه شــــي ته پــــردی ګوره
بــي لـــــه تا ســوک نــه لـرم
دامي ورځـــــي شپــــي بي تا
🥰41
يار ده ډيـرو يــار وه زه پري تير وتم
زمــــا دزړه قــرار وه زه پري تير وتم

څومــــره يي غمجن کړمه اشنا قسم
ستا دبيلتون څار وه زه پري تير وتم

ټوله شپه يي چيغي کړي په کلي کي
ډير زيات په ازار وه زه پري تير وتم

ګونګ تصوير اينه يي مـاته شوي ده
پروت پري خړ غبار وه زه پري تير وتم

خلــک بدګمـــانه دي کوچــی زړګـــی
ټول له ما بــيزار وه زه پري تير وتم
3👍2
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
نوی او اخيسته ايډيټ

نري نري دردونــــــه
په زړه لرمه ستا دلاسه ګرانه وی وی

ايډيټ کوچی زړګی
👍2
د تورو تور سترګو خريدار دی يو سړی
په تا باندي مين دی بي قرار دی يو سړی

ته څنګه شوي بدل هغه دي پريښودو زړګيه
زړګی دي کړو ورمات ډير په ازار دی يو سړی

عاشق په ورځ کي څو ځله سوالونه کوي رب ته
ارمان يي کړي پوره په دردو بار دی يو سړی

چي ومي ويني لار کړي رانه چپه هغه ښکلی
دا ولي بيا په څه مغرور دلدار دی يو سړی

کوچی زړګيه ګوره چي جانان نه جدا نه شي
غمونه وي اکثر او په زړه خوار وي يو سړی
👍2🥰2