دا کوچی زړګی دي ستا له نومه جار سي
اي نـــبي اخــــر زمـــــانه د زړه ســــره
کوچی زړګی😰
اي نـــبي اخــــر زمـــــانه د زړه ســــره
کوچی زړګی😰
يو تــــا سره مــــــي پاتي رابطـــه ده زړه ښه نده
زما او ستــــــا ترمنځ ورانه قیصه ده زړه ښه نده
تر تامـــي مخکي داسي ژوندون نه وه خوږه ياره
له تا وروسته له درد سره مي شپه ده زړه ښه نده
اباد ومـــه اوس ښاد نه يمــــه نه پوهيـــــږم ولي
بس پاتي مي په زړه دا انديــــښنه ده زړه ښه نده
بيکا مي ګلاب رنګ شهيد جانان په خوب لــــيدلو
ويل يي د خيانت پرده خپــــــــره ده زړه ښه نده
اباد اوسئ کوچی زړګيه خداي دي اجر درکـــــړي
بي تا خو مي نا شوني ګـــــــوزاره ده زړه ښه نده

له خولي دي ووته ښيرا کيســـه دي ورانه کړله
جوړيږم نه په هيـڅ دوا کيســـه دي ورانه کړله
ستا و تصــوير مي ليونيه په کتاب کي ايښــی
نه مي زده کيږي پنج بنا کيســـه دي ورانه کړله
راځه پـــــريږده يي هغه ډير مغروره سوی ګوره
نه کــوي مــــينه کي وفا کيســه دي ورانه کړله
پرون د کـــلي ملـــک دغســــي اعلان کـــړی وه
مـــين ته ورکړی ښه سزا کيســـه دي ورانه کړله
ټول مينان دي شي راټول ورته تعـــــــويذ کومه
شولو کوچی زړګی ملا کيســــــه دي ورانه کړله

ته چي اشـــنا کله نا کــــله زما زړه تـــــه راتلي
لکه رمي چي پوري غره څخه کاله تــــــه راتلي
زه دی ناهيـــلی کړمه ته چــي رانه لاړي ولــي
زما به اوښکي اشنا هر وخت ګريوانه ته راتلي
سل ځله مړ به شم خو نوم به دي آشنا وانخلم
زه دي برباد کړم ته مي ولي ژوندانه ته راتلـي
ما غـــداري په عمــــر کـــړي نده تـــــا وکـــړله
ته له رقيب سره به هر وخت کاریزه ته راتلــي
ما داسي مينــدي وليدلې چي پوښتنه مه کړه
بس په ژړاوو به هر وخت د زوی قبره ته راتلي
خلک په تا باندي پـــوه شوئ دي کوچی زړګيه
ته لــيونی ولـــي نـــا څاپه زموږ وره ته راتلي

❤3👍2
انتظار مي د کلــــونو ورته کړی
هغه ښکلي يوسف رنګه غوندي يار ته
کوچی زړګی😰
هغه ښکلي يوسف رنګه غوندي يار ته
کوچی زړګی😰
ډير راباندي ګـــــران دی ته يي ومنه
ګران راته له ځـــــان دی ته يي ومنه
ولي يي خفه سوی يي قربان دي شم
زمـــــا دزړه درمـــــان دی ته يي ومنه
تيره شـــوله شکـــر سـتا دهجـــر شپه
ټول په درد خفګان دی ته يــــي ومنه
نور دي د تصوير په لټون ستړی شوم
دا خو مـــي ارمان دي ته يـــي ومنــه
اي خلکو کوچی زړګی مــــلا شــــولو
اوس يــــــي دم روان دی ته يي ومنه
ګران راته له ځـــــان دی ته يي ومنه
ولي يي خفه سوی يي قربان دي شم
زمـــــا دزړه درمـــــان دی ته يي ومنه
تيره شـــوله شکـــر سـتا دهجـــر شپه
ټول په درد خفګان دی ته يــــي ومنه
نور دي د تصوير په لټون ستړی شوم
دا خو مـــي ارمان دي ته يـــي ومنــه
اي خلکو کوچی زړګی مــــلا شــــولو
اوس يــــــي دم روان دی ته يي ومنه
له مودو بيمار! زړه مي
تاتــــه انتظار! زړه مي
نه کـــوي ارام يـــــاره
غواړمه دلدار! زړه مي
خير که اوس تږي يــم
ستا دديدن وږی يــــم
ستړي يم قربان شــمه
کلي نه وتلــــی يــــــم
ډير دي بي قرار! زړه مي
راڅه داسي مـــه کـوه
لږ راسـره شـــه کــــوه
زه دي يـــادوم يـــــاره
رحم مـــي په زړه کوه
اوس دی په ازار! زړه مي
نه منـــي خـــبره زمـــا
نه کـوي پوښتنـــه زمـا
ژاړي راتــه هر ســــهار
نه کـــوي پالـــنه زمــــا
غواړي هغه يار! زړه مي
ستا حسن وژلـــــی يـم
ځي ليـــونی کړی يــــم
ته چي سترګي توري کړی
په زړه يي ويشتلی يـــم
ړنګ دی لکه شار! زړه می
ستا ياد مي ميلمه شولـــو
زړه مي ديـــــوانه شولــــو
راڅه تــــه يي وګـــــور بيا
سـم لمــبه لمبـــــه شولــــو
ســم انګار انــګار! زړه مي
زه کـــوچــی زړګـــی يـــاره
ســــــتايم ليـــونـــی يــــاره
رادي وړه ديــــــدن زړګـــــو
سومـــــه غرسنـــــی يـــــاره
کوچی زړګی يـــار! زړه مــي
تاتــــه انتظار! زړه مي
نه کـــوي ارام يـــــاره
غواړمه دلدار! زړه مي
خير که اوس تږي يــم
ستا دديدن وږی يــــم
ستړي يم قربان شــمه
کلي نه وتلــــی يــــــم
ډير دي بي قرار! زړه مي
راڅه داسي مـــه کـوه
لږ راسـره شـــه کــــوه
زه دي يـــادوم يـــــاره
رحم مـــي په زړه کوه
اوس دی په ازار! زړه مي
نه منـــي خـــبره زمـــا
نه کـوي پوښتنـــه زمـا
ژاړي راتــه هر ســــهار
نه کـــوي پالـــنه زمــــا
غواړي هغه يار! زړه مي
ستا حسن وژلـــــی يـم
ځي ليـــونی کړی يــــم
ته چي سترګي توري کړی
په زړه يي ويشتلی يـــم
ړنګ دی لکه شار! زړه می
ستا ياد مي ميلمه شولـــو
زړه مي ديـــــوانه شولــــو
راڅه تــــه يي وګـــــور بيا
سـم لمــبه لمبـــــه شولــــو
ســم انګار انــګار! زړه مي
زه کـــوچــی زړګـــی يـــاره
ســــــتايم ليـــونـــی يــــاره
رادي وړه ديــــــدن زړګـــــو
سومـــــه غرسنـــــی يـــــاره
کوچی زړګی يـــار! زړه مــي
نه په تـــــــعويذ شو د مــــلا او نه په دم خدايه
يار مي روان شــــو اخلي څنګه ړنګ قدم خدايه
ته چي مجـــبور شـــوي زړګکيه له دي کلي لاړي
ديار د تلو نه بعد غم ســـــم کاوه ستـــم خدايه
ارمان لرم پـــــــه زړه نيمګړي پاتــي شوی قربان
دللمــــي ګل پـــــه زړه چاودلی ده غنـــم خدايـه
زمـــا خـــبره يـــي منلــــه نه مـــا څـــه وکـــړلــه
په زړه مي لاس کيشود او ومي خوړ قسم خدايه
تـاســـو يي سخت ازاروی کوچی زړګی يـارانــو
وايـــــي اول لـــه کلـــي زه کــــډه کـــوم خدايه

کله کله هم زړه له درده ژاړي
خو بيا د ځينو خلکو په شتون
پر مخ د خوښی اوښکي بهيږي
🥀🥹. کوچی زړګی
خو بيا د ځينو خلکو په شتون
پر مخ د خوښی اوښکي بهيږي
🥀🥹. کوچی زړګی
راغــــلي پر ما ستا خواږه يادونه په باران کي
بس کړي مي اشنا ته وه سوالونه په باران کي
تر څنګه چي دي ناست ومه همدا يوه قيصه وه
ويل به مي چي تاتـــه ناولــــونه په باران کي
چا هيــلي خښولي چا اميد د زړه بايلــلــــــــی
مين به خپله وکــــــــړل ديدنونه په باران کي
ملا صاحب ته وګــــوره دا څه دي ما پيدا کړو
په لاره مي پيدا کړو تعويذونـــه په باران کي
الله دي د کوچي زړګي په شاني خوږ شاعر کړه
چي هر چا يي لوسـتلو کتابونــــه په بــاران کي

❤2👍2
نه مي دی بست په کار او نه مي وظيـفه په کار ده
نه وهــــم زنګ لالـــــيه نه مي رابـــــطه پـه کار ده
زه له دي نـوي اسلامي نظام نه خــوښ يم شکــــر
نه مـــي د تير جمهوريتي د مـــخ بشـــره په کار ده
توکل په خــدای کومـــه هر کار ته زړه نه تنګـــــوم
نه مي دی شناخت او نه مي ياره واسطه په کار ده
ساده شــــيان مي ډيـــــر خوښيږي نه کباب کړايي
نه مي منــــتو نه مي کباب نه مي قورمه په کار ده
خدايه په دي نظــــــام مو شکر چي حاکم شو کنــه
نه مي دی ډار نه مي وحشت نه مي خطره په کار ده
کوچی زړګيه سپـــيني ډيـــري وايـــي فـــکر کــــوه
ډاريږم نـــه زما په خــــدای باندي اسره په کـــار ده

اور واخلي زړګی مي فريادونه کوم بيا
جانانه تا پـــسي پټ اوازونــه کـوم بيا
مـــننه کوم غمه تـــر آخره راســــره يي
له درده ليـونی شومه اهــونه کوم بــيا
په مثل د يوسف له قبيلي يي زړګکــيه
ستا حسن ته د نظر تعويذونه کوم بيا
پرون مي غمازانو رقيــــبانو ته دا ويلي
چي مخ کي مو د يار ډير صفتونه کوم بيا
کوچی زړګيه هغه يار مي غواړمه چي ورک دی
الله ته په لمانځه کي دا سوالونه کوم بيا
جانانه تا پـــسي پټ اوازونــه کـوم بيا
مـــننه کوم غمه تـــر آخره راســــره يي
له درده ليـونی شومه اهــونه کوم بــيا
په مثل د يوسف له قبيلي يي زړګکــيه
ستا حسن ته د نظر تعويذونه کوم بيا
پرون مي غمازانو رقيــــبانو ته دا ويلي
چي مخ کي مو د يار ډير صفتونه کوم بيا
کوچی زړګيه هغه يار مي غواړمه چي ورک دی
الله ته په لمانځه کي دا سوالونه کوم بيا