په اقصا ظلم اووحشت د هیریدلوندی
پاسه مسلمه دا حالات د ویدیدلو ندی
هلته اقصاباندې تحریم دامریکا لګیږي
ستاورته زړه باندې غفلت زمونګ دمنلوندی
هغه مظلوم ولس د فلسطین یادوم
هلته هغو باندې قیامت وړد زغملو ندی
چې ورځ تربلې لازیاتیږي شهیدان داقصا
نور د اسرایلو جنایت د پټېدلو ندی
هلته برماهلته کاشغرهم ترې په تنګ راغلی
دا د کفارو رزالت د خلاصید لوندی
شعر : طالب : احرار :
پاسه مسلمه دا حالات د ویدیدلو ندی
هلته اقصاباندې تحریم دامریکا لګیږي
ستاورته زړه باندې غفلت زمونګ دمنلوندی
هغه مظلوم ولس د فلسطین یادوم
هلته هغو باندې قیامت وړد زغملو ندی
چې ورځ تربلې لازیاتیږي شهیدان داقصا
نور د اسرایلو جنایت د پټېدلو ندی
هلته برماهلته کاشغرهم ترې په تنګ راغلی
دا د کفارو رزالت د خلاصید لوندی
شعر : طالب : احرار :
بیت المقدس ته کرښې¡
دامقدس دافتحې غږمې ترغوږونورځي
لاخونده ډکې دي نعرې داتکبیرونورځـي
داانبیاووپه مسکن یی چي بریدونه کول
نن اوازې دااسرائـــیلودامــرګـــونــورځي
داآبابــــیل پـــه شـــانې هــــسکه غـــــاړه
دشــازلمیوقافــلې په کاروانونــــورځـــي
که رب رضي شـوداسـې وخـت بـاراشـي
بیابه کافرمسلم ملت ته په سوالونورځي
چــي وي سـرټــیټي دښـــمانان داســـلام
داهیبتي ځدرڼ قلم خودپه شعرونورځي
ـــــــــــــــــــــــــــ
هیبتي ځدراڼ
دامقدس دافتحې غږمې ترغوږونورځي
لاخونده ډکې دي نعرې داتکبیرونورځـي
داانبیاووپه مسکن یی چي بریدونه کول
نن اوازې دااسرائـــیلودامــرګـــونــورځي
داآبابــــیل پـــه شـــانې هــــسکه غـــــاړه
دشــازلمیوقافــلې په کاروانونــــورځـــي
که رب رضي شـوداسـې وخـت بـاراشـي
بیابه کافرمسلم ملت ته په سوالونورځي
چــي وي سـرټــیټي دښـــمانان داســـلام
داهیبتي ځدرڼ قلم خودپه شعرونورځي
ـــــــــــــــــــــــــــ
هیبتي ځدراڼ
بیا می په کورګي باندی تیاره شوله
سخته می په ژوند کی ګذاره شوله
بم می په جومات باندی چا واچوو
خاوری او ایرې مې سپاره شوله
سر باندی ټکریان خرڅوي دا مورکي
دا بی ننګه خان ته ننداره شوله
نوره به ډوډی پسی ته نه راځي
دا دی کڼډی يوسل شماره شوله
اوس چی پیسه دار یم بانه جوړه ده
دا ښځه مې ډيره بیکاره شوله
خیر دي که یتیم وګیوې حج ته زم
دی کار ته پکار استخاره شوله
تا خو توبه ویستیوه "احساسه" بیا
هاغه دي نن ماته دوباره شوله
سخته می په ژوند کی ګذاره شوله
بم می په جومات باندی چا واچوو
خاوری او ایرې مې سپاره شوله
سر باندی ټکریان خرڅوي دا مورکي
دا بی ننګه خان ته ننداره شوله
نوره به ډوډی پسی ته نه راځي
دا دی کڼډی يوسل شماره شوله
اوس چی پیسه دار یم بانه جوړه ده
دا ښځه مې ډيره بیکاره شوله
خیر دي که یتیم وګیوې حج ته زم
دی کار ته پکار استخاره شوله
تا خو توبه ویستیوه "احساسه" بیا
هاغه دي نن ماته دوباره شوله
غـزل
وړی یم د غـم څپو ژوندون مي په عذاب دی
خوارناچیز وجود مي د دردونو په حساب دی
کله بې لتـا زنـده ګي کیږي ځواني مـرګـه
هسي بې مـزې یم د حـالاتو اضطـراب دی
سوځوم ځواني لکه پتنګ د رڼـا څرک ته
ستا د مخ دیدن ته مي وجود کباب کباب دی
هجر دي تـازه دی لا په زُور کي دی لالیـه
ډک دی له دردونوکه یې فصل که هرباب دی
راشم درته غـږ وکړم ډېوه کړم درته بله
څومره لاآواز لوړکړم خاموشه دي جواب دی
نه پوهیږم تاویې په کوم خوا عابدعزیرکړم
داسي راحصارمي دژوندآس په خپل رکاب دی
عـابدعُـزیر
وړی یم د غـم څپو ژوندون مي په عذاب دی
خوارناچیز وجود مي د دردونو په حساب دی
کله بې لتـا زنـده ګي کیږي ځواني مـرګـه
هسي بې مـزې یم د حـالاتو اضطـراب دی
سوځوم ځواني لکه پتنګ د رڼـا څرک ته
ستا د مخ دیدن ته مي وجود کباب کباب دی
هجر دي تـازه دی لا په زُور کي دی لالیـه
ډک دی له دردونوکه یې فصل که هرباب دی
راشم درته غـږ وکړم ډېوه کړم درته بله
څومره لاآواز لوړکړم خاموشه دي جواب دی
نه پوهیږم تاویې په کوم خوا عابدعزیرکړم
داسي راحصارمي دژوندآس په خپل رکاب دی
عـابدعُـزیر