د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
پـر ځمـکه پـرېـوتم نيولی په منګُل نه شومه
رنګ مې د ګل شو خو خندان لکه د ګُل نه شومه

ښه شوه چې مړ شومه او ښه شوه چې تا ووژلم
ښه شوه بيخي نو چې کوزګوری د مغُل نه شومه

زه يو حسرت د ګلپرورو د سپرلي ماځیګر
پر پښو ولاړ لکه نرګس لکه سنبل نه شومه

د ځمکې غېږې ته مې دا ارمان شهيد سپارلی
مترنِم لکه د خپل وطن بلبل نه شومه

وينه مې ګورئ د سپېڅلي شهادت مه ګڼئ
که علامت د ازادۍ د تکامل نه شومه

معصوميت به مې څه داد د وفا اخلي ضرور
که چېرې ښکار زه د جانان د تغافل نه شومه

لطف الله خیرخواه