د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
پـــه لاس کـــې تـــوره وي بايد درسره
خــــاوره بـــه داســې لکه حوره ساتې

پردي خو څه کوې لــومړى ځل به يې
لــــه ګاوڼــــډي او لــــه تــربوره ساتې

دپــــګـــړٸ پــــاکه او سـپېڅلې شمله
بــــه هـــرځـــای دنګه او مغروره ساتې

دهیــــواد هــــره مـــلالۍ خــــورکۍ به
دحـــيا پــــوښ بـــاندي مستوره ساتې

دشــــهيد هـــره کــــوڼـــډه هر يو يتيم
بـــه بــــې زحمـت او بې منظوره ساتې

ځــــان بـــــه عــاجزه جوړوې زاهـده
ځــــان بــــه لــه کبره له غروره ساتې

هدايت الله زاهد
👍2
د ښکلو میر‌دی بل یو داسی زیږیدلی نه دی
کامل بشـــر‌دی د‌یـــار مثل بل راغلی نه دی

مقایسه د‌ یار مــــــې نه کیــــږی ګلابه سره
ګلاب که ښکلی دی خو یار ته نسبت ښکلی نه دی

سپوږمۍ یې حسن لره زړه باندی داغ داره شوله 
دومره شانداره حسن دې جهان لیدلی نه دی

د تورو سترګو عاشقان یې ولمبو ته دانګي
څوک به پیدا نه شي چې زړه یې پرې بایللی نه دی

شه مور او پلار ورنه قربان هغه محبوب د رب ته
ډیر راته ګران دی بل یو داسی څوک ښاغلی نه دی

ای حنظله قرآن ستایلی، ته بی څه وستایې
قلم عاجز دی د یار حسن چا ستایلی نه دی

حنظله خاکسفیدوال
پـر ځمـکه پـرېـوتم نيولی په منګُل نه شومه
رنګ مې د ګل شو خو خندان لکه د ګُل نه شومه

ښه شوه چې مړ شومه او ښه شوه چې تا ووژلم
ښه شوه بيخي نو چې کوزګوری د مغُل نه شومه

زه يو حسرت د ګلپرورو د سپرلي ماځیګر
پر پښو ولاړ لکه نرګس لکه سنبل نه شومه

د ځمکې غېږې ته مې دا ارمان شهيد سپارلی
مترنِم لکه د خپل وطن بلبل نه شومه

وينه مې ګورئ د سپېڅلي شهادت مه ګڼئ
که علامت د ازادۍ د تکامل نه شومه

معصوميت به مې څه داد د وفا اخلي ضرور
که چېرې ښکار زه د جانان د تغافل نه شومه

لطف الله خیرخواه