د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
حمد

ستا د صفت په اړه هرڅه راته کم ښکاریږي
يو چوپه خوله هېښ بېښ کېدل راته ډېرسم ښکاريږي

د دنياګۍ د هر شاعر خطيب ليکوال ستاینې
راته نيمګړې ويناوال يې لايعلم ښکاريږي

ستا و سترتوب ته لويه خدايه دغه درسته نړۍ
لکه يو څاڅکی سمندر ته دا رقم ښکاريږي

- لَـوکــان الــبـحـرَ مــدادا لکلـماتـه- چـې
مې اوریدلي حمد د روح په مثل چـم ښکاريږي

مشاله! دوی يې په وینا کې تفنن خوښوي
خو ماته ستا صفت پ عجز کې مدغم ښکاريږي

صدیق الله مشال
پـــه لاس کـــې تـــوره وي بايد درسره
خــــاوره بـــه داســې لکه حوره ساتې

پردي خو څه کوې لــومړى ځل به يې
لــــه ګاوڼــــډي او لــــه تــربوره ساتې

دپــــګـــړٸ پــــاکه او سـپېڅلې شمله
بــــه هـــرځـــای دنګه او مغروره ساتې

دهیــــواد هــــره مـــلالۍ خــــورکۍ به
دحـــيا پــــوښ بـــاندي مستوره ساتې

دشــــهيد هـــره کــــوڼـــډه هر يو يتيم
بـــه بــــې زحمـت او بې منظوره ساتې

ځــــان بـــــه عــاجزه جوړوې زاهـده
ځــــان بــــه لــه کبره له غروره ساتې

هدايت الله زاهد
👍2
د ښکلو میر‌دی بل یو داسی زیږیدلی نه دی
کامل بشـــر‌دی د‌یـــار مثل بل راغلی نه دی

مقایسه د‌ یار مــــــې نه کیــــږی ګلابه سره
ګلاب که ښکلی دی خو یار ته نسبت ښکلی نه دی

سپوږمۍ یې حسن لره زړه باندی داغ داره شوله 
دومره شانداره حسن دې جهان لیدلی نه دی

د تورو سترګو عاشقان یې ولمبو ته دانګي
څوک به پیدا نه شي چې زړه یې پرې بایللی نه دی

شه مور او پلار ورنه قربان هغه محبوب د رب ته
ډیر راته ګران دی بل یو داسی څوک ښاغلی نه دی

ای حنظله قرآن ستایلی، ته بی څه وستایې
قلم عاجز دی د یار حسن چا ستایلی نه دی

حنظله خاکسفیدوال
پـر ځمـکه پـرېـوتم نيولی په منګُل نه شومه
رنګ مې د ګل شو خو خندان لکه د ګُل نه شومه

ښه شوه چې مړ شومه او ښه شوه چې تا ووژلم
ښه شوه بيخي نو چې کوزګوری د مغُل نه شومه

زه يو حسرت د ګلپرورو د سپرلي ماځیګر
پر پښو ولاړ لکه نرګس لکه سنبل نه شومه

د ځمکې غېږې ته مې دا ارمان شهيد سپارلی
مترنِم لکه د خپل وطن بلبل نه شومه

وينه مې ګورئ د سپېڅلي شهادت مه ګڼئ
که علامت د ازادۍ د تکامل نه شومه

معصوميت به مې څه داد د وفا اخلي ضرور
که چېرې ښکار زه د جانان د تغافل نه شومه

لطف الله خیرخواه