د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
غزل

دمرګ تر پولې درسره یمه تا نه پریږدمه
زه قربانۍ ته اماده یمه تانه پریږدمه

پکې د راز اونیاز کیسې مې دي موندلي ګوره
په محبت دې ښه ډاډه یمه تانه پریږدمه

چې بې خطره هر خطرته وړاندې شوی یمه
سمبال په کلکه عقیده یمه تانه پریږدمه

لکه خبیب لکه یاسر دې په يارۍ ویاړمه
داستا په مینه نذرانه یمه تانه پریږدمه

له ډیره وخته دې په زړه کې ګرځوم جانانه
خوشحال دا ستاپه یارانه یمه تانه پریږدمه

د بدرالدین ځلاند د ښکليو احساساتو څخه
راجوړه مسته ترانه یمه تانه پریږدمه

بدرالدین ځلاند
1
غزل

دا څوکۍ او منصبونه عارضي دي
دا ګارډان لینډکروزرونه عارضي دي

له ادمه تر دې دمه تلل راتلل دي
دا رتبې او دا بستونه عارضي دي

نن پاچا سبا ګدا بل سبا مړ یې
د دنیا واړه کارونه عارضي دي

د الله تعالی رضا به دي مقصود وي
د باطلو چوپړونه عارضي دي

د مظلوم د زړه له آه نه غافل مه سه
اسلحې، شوبلې ځواکونه عارضي دي

دملت ژور ټپونه درمل غواړي
زه چې ګورم ستا اندونه عارضي دي

مهاجر زاهدزاده چې بدل نه سې
دا ماڼۍ او دا قصرونه عارضي دي.

مهاجر فراهي
1
غزل

ستا پر وړاندې زما زړه مشرح پروت دی
او ته وینې د ملګرو ګومانونه

په یو "ګل" ویلو لاندې تر پوښتنو
ور عیان مې نه کړې لوی لوی ګناهونه

زمانه "فوت پدر" ترکیب تغیر کړه
موږ ټاکلي وو ښه ستر ستر هدفونه

ژوند د خپلې بې وسۍ سرود چالان کړ
ما همدې سرود ته واړول لاسونه

انصاري! وخت د تحریک سېک را کې ورک کړ
بیا مې هم واخیستل څه لړزاند ګامونه

انعام الحق انصاري
1
غزل

د آمو له زړه یې ژوند راووړ بدن ته
قوشتيپه ده د حيات چينه وطن ته

د سپوږمۍ کښتۍ روانه پکې بلخ ته
د فاریاب غېږه یې تږې ده ديدن ته

هندوکش کې د اذکارو زوږ دی شور دی
د بخت ستوري یې راغلي دي لمن ته

تويوي د اباسين له سترګو اوښکې
تار د مينې په ګيله دی تار اغزن ته

له کوډګرو نه توبې اخیستل کېږي
ليلا تللې ده د خپل کلي میين ته

زخمي زړونه بیا په مینه پيوندېږي
تار پېيلی دی لقمان، انسه! ستن ته

انس حقاني
غزل

هلال نن بیا دصلیب لاس پښې او سر ماتوي
څه روڼ سهار دی چې د تورو شپو وزر ماتوي

دلته د وخت هغه ظالم ابرهه مات ښکاریږي
مست ابابیل یې ډېر په چل او په هنر ماتوي

لومړۍ قبله جلال اخستې ده مجذوبه ښکاري
لکه موسی د وخت ساحر کاهن منتر ماتوي

د ایوبي مریدان پرلپسې اور ته دانګي
نمرود یې مات کړ په هر وار یو یو اذر ماتوی

د پړقیدونکو شهابونو عجیب زور وګوره
درومي روان دي دشیطان لعنتي ښکر ماتوي

په هر قدم په اشغالګرو دی بل اور خالده
دچا سرونه مات شول چانه بیا ټټر ماتوي

عطاء الله خالد
1
غزل

ته خو را نغلې تر ماښامه انتظار پاتې شوم
ستا د راتلو په تمه تمه کې خمار پاتې شوم

څه موده تېره وه راويښ شوم پرېښانۍ وړی وم
د عشق مذهب کې په غفلت کې ګنهګار پاتې شوم

غلاوزو مې اوښکې ورزبېښلې دوی ترې شات جوړول
د محبت په لار کې دومره وفادار پاتې شوم

ځواني مې وخوړه د مینې وسوسو اندېښنو
د تش کالبوت غوندې د ژوند په اوږو بار پاتې شوم

چاته مې غږ د ځان ښودنې په خاطر ونکړ
دانش ملنګ تر ننې ورځې مستعار پاتې شوم

دانش ملنګ
1
غــــــمه ماپــریــژده په آرام یمه ستومان یمه ستومان
لیونی زړه ســـتړی ماښـــام یمه ستومان یمه ستومان

زمادجـــــــانان,ستـــــړی هجـــــــــران خــــوړلی یم نور
نشته خلاصـون اسیرپه دام یمه ستومان یمه ستومان

دچــــــــایادو,دچاغــــمومی زړه پرهـــــرپرهرکــــــــړو
درده ترڅـــــوبه کــړی دوام یمه ستومان یمه ستومان

دمیـــــنی درد,بیــــــخی بی حده ســــتړیـــــــاوی لری
په داسـی عشـق اخته مدام یمه ستومان یمه ستومان

زور دځـــــوانۍ,می شـــواوبه اوویلــــی کیــــږمه نور
شــول ارمانـــونه می لِـــلام یمه ستومان یمه ستومان

دحیـــــدری,زُهادوفاپه زړه کی اوســـــــی یوڅـــــوک
دهغې ستـرگې ستــــــاکلام یمه ستومان یمه ستومان


شاعرحیدری زُهاد وفا
1
#وزیرستانه

لـوئ شان لرې شــــــوکت لرې غـــرور وزیرستــانه!
پۀ تا کې دی مات شـــــوی هر مغـــرور وزیرستانه!

خــوبونه یې حــرام دي چې څـوک دلته دی راغلي
ســــرونه یې خواړلی دي روع نه دي بېــــرته تللي
تا سُپــــر طاقتــونه په شــــــرمـــــونو شــرمــولی
معلــوم دې شـولو هر دُښمــــن ته زور وزیرستـانه!

یې ټول مورچه مورچه سنګرسنګردې دښتې عرونه
ستا کاڼــــــي ونې بوټــــــی مجاهـــد دې ولســــونه
ستا پېعلــــې ملالئ دي په دښمــــن کوي بریـــدونه
والله چې یې په ننګ غیـــرت مشهـــور وزیرستـانه!

د چا د ستــرګو تـــور یې د چا سترګو کې اغزئ یې
دټـولې پښتـــونخوا ده پښتانې پېغلـــې ټیکــرئ یې
وطنه څومـــــــره ښکلئ یې ګلــــونو کې بابــرئ یې
رښتیـــــا یې د زمـــریانو زلمــــــو کــور وزیرستــانه!

اوسیــــــږي ګړنګــونو کې د دنګــو غـرو زمریان دي
بچیـــان دې ننګیالي دی سرشینـــــدونکي اتلان دي
وۀ سرو لمبــــــو ته دانګي ســرپه نکړي فـدایان دي
اخلی به دې یــــو پۀ سلــه پــــــــــور وزیــرستـــانه!

ځلیــــــږې پۀ نـــړۍ کې لکه ستــــوری د اسمـان یې
زمـــــونږ دستــــرګو تور یې د پـــردیو قبـرستان یې
جنـت جنـت وطنــه ایـــوبــی وزیـــر ته ګــــران یـې
منـم چـــــې لـرې هـــــر زلمـئ باتـــــور وزیرستـــانه!

ایوبي وزير
1
ﷺﷺﷺﷺﷺ  
چې یې لمرسپوږمۍجمال ته نه رسیږي
لویه خدایه درنه غواړم یې دیدار
چې دچاپه روی پیدا دې دا دنیا کړه
مشرف کړه مایو ځــلې له روخسار

مقدم چې له هوا او له ادم دی
رب ﷻ ته ګران دی او امام الانبیا دی
چې په حسن او اخلاقو کې ممتاز دی
بل څوګ ندی محمد رسول الله دی
چې نسلونه ارمانجن یې د دیدار دي
ؤ پاچا دښایستونو حسندار

اصحابان یې لکه ستوري د سماء ؤ
ټول په یار باندې مين لکه بلال ؤ
که صدیق ؤ که عمر علي عثمان ؤ
برخمن دګران حبیب له خوږ وصال ؤ
سراو مال نه ورته تېر ؤ ورته قربان ؤ
د هر حکم دجانان ؤ تعبېدار

چې راتګ سره یې ختمې تارکې شوې
حق باطل یې ټول امت ته کړو عیان
چې نسکورشولو بوتان دنیا رڼا شوه
بــرکــت ؤ دجــانان او سـپین قران
رب ﷻ ورکړي کمالات او ډېرصفات
شو دجهل تورو شپوته سپین سهار

منوره پرې څلور کُنجه دنیا شوه
په راتک سری یسرف هم مدینه شوه
دحجاز خاوره رنګینه په خوشبو شوه
په راتګ دجــانــان ګلو باغیچه شوه
له مدونه ارمانجن قسیم بدري یم
کله وربه شم بدري د یار تر ښار
شهید آشنا....:

یا چې ته وی یا چې زه هم وی درغلی
دالله به پر ما څومره لوی احسان وای

هېلې غبرګې غبرګې مړې دي پۀ زړګي کې
بده نه وه ! خو چې پاتې یو ارمان وای

د ارام او بې دردیو ځاله نشته
درده وړی به مې لرې له تا ځان وای

نن یې ستا د قبر سرته کړې خبرې !
خو راکړی به دې ماته خپل جانان وای

کله کله ستا ارمان راشي او وایم !
څۀ به ښه وه ! که راغلی بیا دوران وای

د تمام عمر د ځور نه به خلاص وو
رسېدلی دې که غېږې ته حمدان وای


حافظ عبدالصمد حمدان
په مټو د غيــــــــــــــورو شازلميو دى ازاد
لوى کور دى د جهاد ، لوى کور دى د جهاد
لوړ کړى يې څښتن توغ له پاميره له شمشاد
لوى کور دى د جهاد ، لوى کور دى د جهاد

ميدان يې له نړۍ وړى په رزم او په بزم
د دين د بقا ستـــــنه ده د دين د بقا عزم
ساتلى يې د هرې کونډې بورې مورکۍ برم
له خټې د عمر جوړ دى محکم دی له فولاد
لوى کور دى د جهاد ،لوى کور دى د جهاد

سمبال په ايماني هوډ يې سرتېري او عسکر
په سر د ابرهه د ابابيــــــــــــلو مست لښکر
په بيه د خپل تن يې لـــــــرې کړی هر خطر
روزلي په تکتيــــــــک د اعدو او الاعداد
لوى کور دى د جهاد ، لوى کور دى د جهاد

امير مو د عمر په شانتې جوړ له عدالت
دى کړى يې له هره هــېوادواله حفاظت
ور کړى رب د عفوې ترحم دى قيــــــادت
ساتي به يې څښتن تل د سرزورو له فساد
لوى کور دى د جهاد ،لوى کور دى د جهاد

د هر وګړي پورته رب ته وي لاس په دعا
ساتې مو ګران هېواد له بله جنګ بلې بلا
چې جوړه بيا زيارمله نه شي دلته کـربلا
په شتون د ازادۍ او خپلواکۍ دى شکر ښاد
لوى کور دى د جهاد ،لوى کور دى د جهاد

معاويه زيارمل
یَا شَفِیْعَ الْوَرٰیﷺ سَلَامٌ عَلَیْک
یَا نَبِیَّ الْہُدٰی ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

خَاتَمَ الْانْبِیَاءﷺ سَلاَمٌ عَلَیْک
سَیِّدَ الْاَصْفِیاءﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

جِئْتُ یَا مُصْطَفیٰ ﷺسَلَامٌ عَلَیْک
لَکَ اَہْلِیْ فِدَاﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

اَعْظَمَ الْخَلْقِ اَشْرَفَ الشُّرفَا
اَفْضَلَ الْاَزْکِیَا ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

طَلَعَتْ مِنْکَ کَوْکَبُ الْعِرْفَاں
اَنْتَ شَمْسُ الضُّحٰیﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

کُشِفَتْ مِنْکَ ظُلْمَۃُ الظُلَمَا
اَنْتَ بَدْرُ الدُّجٰیﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

وَاجِبٌ حُبُّکَ عَلَی الْمَخْلَوْق
یَا حَبِیْبَ الْعُلٰی ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

مَطْلَبِیْ یَا حَبِیْبِیْ لَیْسَ سِواک
اَنْتَ مَطْلُوبُنا ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

مَقْصَدِیْ یَا حَبِیْبِیِ لَیْسَ سِوَاک
اَنْتَ مَقْصُوْدُنَا ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

اِنَّکَ مَقْصَدِیْ وَ مَلْجَائِیْ
اِنَّکَ الْمُدَّعَا ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

سَیِّدِیْ یَا حَبِیْبِیْ مَوْلائیِﷺ
لَکَ رُوْحِیْ فِدَا سَلَامٌ عَلَیْک

مہْبَطُ الْوَحْیِ مَنْزِلُ الْقُرْاں
صَاحِبُ الْاِہِتدَا ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

ہَذَا قَوْلُ غُلَامِکَ الْعِشْقِیؔ
مَنْہُ یَا مُصْطَفیٰ ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک
نعت شریف

حسن ته ې مات سپوږمۍ او پاس د اسمان ستوري دي
ګرانه پیغمبره د ښایست جلوې درپورې دي

لمر منم رڼا منم چې ښکلي به بې حده وي
خم درته په ملا د ښکلاګانو دا سرزوري دي

ستاله رویه مونږ هم په لوی خدای باندې یوو دومره ګران
مونږ ته یې راکړي د جنت د باغو سیوري دي

هر څومره ستاینه که د ستا د سپین جبین وکړي
ستا له صفتونو نه عاجز هر رنګه توري دي

درود سلام خوږه مینه نسیمه تر جانان یوسه
دا تحفې حضور ته د مخبت وردګ له لوري دي

مخبت وردګ
زارۍ او نانواتي 😢

ته مو وساتي له خپل غضب څښتنه
موږ بي وسه یو دلاسه مو څه نشي
ته رحیم یي زلزلي کړه نوري ختمي
ته قادر یي ستا په امر خو هرڅه شي

داټول ځمکي غرونه ستادي ستا دامر انتظاردي
ته مو وساتي لوی خدایه له خپل سخته عذابه
موږ خو هیڅ یو ستا په یوامر به ټول خاوري ایري شو
ستا قضاباندي راضي یو ته له موږ راضي شي خدایه

نږدي ده زړه مي وچوي ورکتای نشم قسم ده
ټول کلی ویران دی هرڅه ترخاورو لاندي دي
یو معصومه خاموشي ده ماشومان کلي نسته
ښکاري د مورکي سره جوړه تر خاورو لاندي دي

د غریب وطن ولس یو خدایه رحم په موږ وکړه
په زارۍ او نانواتي او غوغا در ته راځو
ته مو حفظ کړه په دواړو جهانو کي له عذابه
یوځل خو چي مړه سوو خدایه بیا درته راځو

دتوبي در ته ولاړو له تا عفوه غواړو خدایه 
ګرمي اوښکي مو راوړی له بڼو نه ترګریوانه
موږ لائق دبخښي نه یو که نظرکړي زموږ عمل ته
خپل رحمت ته نظر وکړي یاغفور رحیم رحمانه

که هرڅو سو له تالیري بیرته راسو ژر په منډه
بل درنه لرو خالقه موږ عاجزه بنده ګان یو
هدایت راته نصیب کړه موږ د لاره ورکه کړي
موږ په بله لار رهي یو د شیطان تابعداران یو

همت تکل
#او_ورکیږی

داشغال ټغر ټولیږی او ورکـــــیږی
له دي خاوری شړل کیږی او ورکیږی

نه پریږی دی دلته مغرور جهان او خلک یی
مجاهد له خوا زغلیږی او ورکیـــــږی

مـــجاهــــد سره چی چا لاس اچولی
هعه کس پخیـــــمانیـــــږی او ورکیږی

په کافــــر لکه دی تنــــــدر داســــمانه
دتکــــبیر اواز چلـــــــیږی اورکیــــږی

فلسطین کی جوړ ماتم پر سرو کفارو
هر کافر هـــلته ژړیـــــږی اوورکیـــږی

خکاری اوس ارمان پوره دفلسطین شی
مجاهد نه وس ډاریـــږی او ورکیــــږی

ای عمر محسنه یار به دي ستا کیږی
ستا رقیب تورمخی کیږی او ورکیږی

لیک عبدالله عمر محسن
سفر د حرمینو:

سومره خوند کوي سفر د حرمينو
خوږ زیارت مې د سرادار الثقلینو

ارمانجن یې د لیدو وم له مودو نه
د خوښۍ اوښکې مې څاڅي له عینینو

په ادب ځه دا د داسې لوی ذات کور دی
چې دی رب د مشرقینو ، مغربینو

تور غلاف والا کوټې نه طواف کړمه
سعادت راته نصیب شو د دارینو

شهداوو د احد ته به ورځمه
لمونځ به وکړم په مسجد د قبلتینو

لګېدلې دي پرې سترګې د جانان مې
د غرو کاڼې ښکلوم په شفتینو

مقدس ډېر بختور یم ځکه دلته
رانصیب کړ خدای خدمت د والدينو

الحافظ مقدس جهادی
زړه درکوم جانانه
تاخپله وم جانانه

نور ښکلي څه کومه
تاته ګورم جانانه

مه راته ګوره داسي
زه دي نه خورم جانانه

ماته یوته ښکلی یې
ستا صفت کړم جانانه

زه ستا په سنګ کي ښه یم
بې لتا مرم جانانه

ټولي نخرې دي واوره
په ځان منم جانانه

ماته قبول یې ته سپین
که غنم رنګ جانانه

زه نامعلوم لیکوال دعاء کي هم
تا یادوم جانانه

(شاعر نامعلوم لیکوال)
دامینه کيږي څنګه
یار رضاکيږي څنګه

زړه ته یاديږي هروخت
چي داهیریږي څنګه

ماته ترزړه راتیردۍ
بې وفا کیږي څنګه

تش ملاقات خویې هریوکوي
چي داخپلیږي څنګه

پښې دي ماتي شي واړي دګران
رانه بیلیږي څنګه

ستا په دیدارباندي
سړی مړيږي څنګه

خپه په یوه خبرشي
داپخلا کیږي څنګه

زماژوند ستا سره لازم بولمه
بې تاتیريږي څنګه

هغه واحداودغه هم واحددۍ
بس جمع کیږي څنګه

دمیني جال کي جانان
راحصاریږي څنګه

بیخي له درده ډک دۍ نامعلومه
زړه دي صبريږي څنګه

ش.نامعلوم لیکوال
خپل کلام وخپل تصویر                                چې مې چاڅخه ګیـلې کـیږي ماښـــامـه
دا مـې زړه تـه ورنـږدې کـیږي ماښــامـه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وایې حسن ته یې حسن پـه ملامات شي
دایـوه ښکلي دا کیسې کیږي مـاښـامـه
ـــــــــــــٌــــــــــــــــــــ
بس دښکــلو دعه یو انـــداز ښه نه دی
چــې تـرې نــاز اونـحرې کیږي ماښامه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښه پوهیږمه چې روع به وي حوبیا هم
رانه تل دا وسواسې کیږي ماښامه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ژاړه هم خپل وجود شي رانه ستړی
نور تڼاکې مو لیمې کیږي ماښامه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلال جان هم نه پوهېږم چې څه وکړم
په توبو پسې توبې کیږي ماښامه

کاتب هلال درمان
د زړګي درد سترګو کې نم د سړي زړه دردوي
غم په مظلوم اولس هردم د سړي زړه دردوي

یَوامتحان نه نوي خلاص ورباندې بل رادرومي
شي پرې زړګی قلم قلم  د سړي زړه دردوي

ولـې یـې آه تـــر اسمـانونو پورې نه رسیږي
درداوماتم موخپورپه چم دسړي زړه دردوي

د کم یَو سرته کېنم کم یَوه  ته وه ژاړمه
غم یې دی وتی نورله زغم دسړي زړه دردوي

نورلاعلاجه مې شوزړه یاره نورنه ښه کیږي
وړوکی زړه او داسې غـم  دسړي زړه دردوي

سنګه به صبرکړم زړګی له ګیلو ډک دی یاره
قسیم بدري له درده مرم دسړي زړه دردوي
غمجن هــرات

دهرات پــــــــه غیږکې ډیرغمونه دي
زلزلي ورکــــړي ګــــــــــزارونــــه دي

ډیرشول شـــهیدان اوماشومان ګلان
خاوروکې مات مات هاتصویرونه دي

کوم نظر راخــــــورموپه هیوادشولو
پخش موپه هرلورته داســوچونه دي

وران مـــوشوله کورونه آبادي خدایه
جوړراته بــــــې شمیره خړقبرونه دي

څه ده غــــــم ساعت ده زلزلي وه نو
تللې زمــــونږله سترګونه خوبونه دي

خاورولاندي ګل ګل هیـواد وال شوله
ځــــماپــــه زړه راکړي یې داغونه دې

میرآغاسنګرې شــــــوم په زړه ځخمې
دردکې یي دردمن زمـــونږه زړونه دي

لیک میرآغاسنګرې اشنا