د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
سنګرونه کمینونه پسي ګـــــــورم
دهاتوروغرو ســـرونه پسي ګورم

له ډیروخته اتظاریم وه دیدن ته
دبادغیس دختي ډاګونه پسي ګورم

مولوي غلام دستګیر احسان مونسته
دملګروکاروانــونه پسي ګــــــورم

دتاریخ زړه مولوي محمداسماعیل
هغه ړنګ ماذیګرونه پسي ګـــورم

ستراتل اخند زاده عبدالرحمن وو
دستګیر توفان یادونه پسي ګورم

مولوي جماالدین منصور شهیدسو
دغازیانــو قتارونه پسي ګـــــورم

شهیدمولوي صدالردین منصوري مو
قهرمان وو تشکیلونه پسي ګــورم

مولوي سیدحکیم زړه ده ملګرو
ولاړی ټــوله کمینونه پسي ګورم

مـــــولوي عبدالباري بلال اتل وو
کری شپه ګرزم دختـونه پسي ګورم

زه قتیبه بادغیسوال سرپه زنګون یم
خوداوخکوامیلونه پسي ګــــورم
1
ژوند څه دی خو یو درد  دی او راون دی
لا یو تیر شوی نوی ورپسى بل امتحان دی

داخوار قسمت نه کله یو ګیله وکړمه هسې
چی زړه مو په ودان و شهید شوی هغه ځوان دی


امید د وصال دغسی حالاتو دی ورک کړی
له هری خوا هجران دی او هجران دی اوهجران دی

یوی خواته هجرت دی په پرادی وطن کی شپی دی
دا بل خوا ګډ زمونږه په ملګرو یو خزان دى

قربان د فدائي جانان د ټینګ قوی ایمان نه
دخپلو همسفرو نه  بیلیږي او موسکان دی

ننګیال خو یم حیران د دغو نوی اوښتون ته
ملګری مو رقیب ، رقیب ته وائې چې جانان دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ننګیال
د احساس څراغ مې اور اخیستی،  بل شو
زړه مې ولړزیدو درد کوي،  څه چل شو؟

عاطفو مې ګونګه ژبه هم ګویا کړه
درد د مینې مې ظهور وکړ،  غزل شو

خدازده کومو بدو سترګو رانه وخوړ
جوړ هرات مو کنډوالو باندې بدل شو

د پردېسو بنګړي مات کړل ولچکونو
پېښوره په ژړا درته کابل شو

چې موجود و له اغزو سره تشبیه و
چې معدوم شو بیا په هر محفل کې ګل شو

شاته نه ګوري د ښار له شوره تښتي
خلک وایي روغ انس لاړو پاګل شو

انس حقاني
👍1
لکه څاڅکې د باران، دومره درودونه دې په تا وي
لکه ستورې د اسمان، دومره درودونه دې په تا وي

ځمکه ، غرونه ،اسمانونه او بحـرونه
کاڼې بوټې د جهان، دومره درودونه دې په تا وي

ټول ذی روح چې په دنیا باندې ګرځېږي
او چې څومره دي پنهان، دومره درودونه دې په تا وي

له اوله تر اخره ټول حروف د کتابونو
او حروف د حق قرآن، دومره درودونه دې په تا وي

هر مؤمن ته چې بدله کې نصیب کېږي
جنتونه او غلمان ، دومره درودونه دې په تا وي

کائنات او موجودات په دې عالَم کې
ټول په علم د رحمان، دومره درودونه دې په تا وي

احمدي پکتیاوال، واړه ګناهونه، خطاګانې
او امید یې د غفران، دومره درودونه دې په تا وي

احمدي پکتیاوال
1
د زړه کعبه

ځان برابر د پیغمبر پر طریقه کړه وروره
لنګوټه وتړه او ږېره دې اوږ ده کړه وروره

لاس کې امساء وا خله مسواک واخله سنت عمل دی
کالي اوږ ده  کړه  او صفا د زړه کعبه کړه وروره

ګوره غلط نکړې مسیر ده مدینې د جانان
سینه کباب کړه عشق نور هم پسې تازه کړه وروره

نسیم ته هر سهار ماښام ورکوه درود او سلام
خپل حقیقي جانان ته ځار دغه تحفه کړه وروره

اې مهاجره لمر سپوږمۍ چې وو له رنګه عاجز
هغه دلبر ته ځان اومال ټول نذرانه کړه وروره

عبدالباقي مهاجر
1
نعت شریف

زه په احمـــد زه په محمود زه په طه مئین یم
زه فطرتي په مُحَمَّـــــــــــدْرَسُولُ الله مئین یم

چې راکوي دزړه پرســـر دهجـر ســره داغونــه
په هغه درد پـه هغه څـــړېکه او سـزا مئین یم

زمـاجنــــون ددنیــــاګۍ ښکلي اوس نه ماتوي
زماجنــــون چې مـاتوي پــه هغه چـا مئین یم

چې دجمــــــال ثاني یې نشته پر کُــرَّه د زمین
په داسي ښکلي نازنین بَـدُّرُالــــدُجـي مئین یم

سیحــانه غواړمه مرګی زه  دحجاز په غېږکې
زه دیثرب په دښتو غـرونـو او هــوا مئین یم

سیحان کندهاري
بلوای به چـا ډیــوه نـه شـوه لـه ډاره
دلته داسې شیبې هم تیرې شوې یاره

د چاپې د خونړۍ شپې کیسه پریږده
ته دې خپل حالت ژبـاړلی شې سهاره؟

ټـولـول بـه مــو د ژڼـیـــــو انــدامـونه
را ایــستلې بـه مـو غوښـــې لــه انګاره

بــې مثالــه ازمـایـښـــت و، ذالـجلالـه
د زانـګـو ماشـومـــه هـــم وه ګنهګاره

ژوند پـه بیه خرڅېدۀ، ځینو اخیستۀ
دا سـودا کـیـده لـه هــــر یـــوه بازاره

د جوارو د دانو په څیر به وریت شول
ستا پـه ښکلي دیـن مئین، پروردیګاره

غـــوړولـې وه لـمـن پـر هـیــواد ویرې
زنـدګـي دلـتـه چـا نــه وکــړه قــراره

له ګربز مستغفر ښکلی لالی ورک شو
لـیـونــي انـقلاب وخــواړۀ پــر لاره

مستغفر ګربز
1
د  جنت او نعمتو اتصال  غواړم
د دوزخ له عذابو انفصال غواړم

دشيطان له دام مې خلاص کړه پاکه ربه
دخپل نفس له هرخواهش استقلال غواړم

په ظاهر کې نورانیت دایمان څه دی؟
په باطن کې تل سپېڅلی جمال غواړم

پاکه خدايه ما مین په خوږ جانان کړه
صفا عشق لکه د حضرت بلال غواړم

دا بېمار بېمار زړګی به مې ټکور شي
دې تیارۀ زړۀ ته د مینې مشال غواړم

چې یې زه پر نا لیدلي مخ مئین کړم
په خوبو کې یې لۀ خدایه وصال غواړم

ای  فیضانه دعشاقو په کاروان کې
داسي  مينه  محبت  لا مثال غواړم

فیضان
د تورو شپو پۀ غیږ کې سباؤن دې راته راکړ
اُسـتاده.! محـترمه.! لوئ بدلون دې راته راکړ

اغاز مې شوې اواز مې شوې او راز مې د بریاؤو
مخکښ دې کړم، بری د ټول ژوندون دې راته راکړ

لار ورکی لاروی وم خدازده کومې خواته تلمه
تا ونیـوم لۀ لاسـه ښـکلی یــون دې راته راکړ

د پوهې مې کمی ؤ تا پۀ هر څۀ باندې پوی کړم
پـۀ هر رنګ شـرايـطو اوښــتون دې راته راکړ

د ښو او بدو فرق دې هم راوښـود، تا اګاه کړم
هر عصر او هر وخت سـره سـمون دې راته راکړ

هیڅکله مې ســتا ټنډه قهرجنه محسـوس نکړه
لۀ مور او پلار د زیاتې مینې شتون دې راته راکړ

د حق دې پوروړی یم مخلص کډوال عاجز یم
پۀ سختو دې راپورته کړم سکون دې راته راکړ

مخلص کډوال
غزل

دمرګ تر پولې درسره یمه تا نه پریږدمه
زه قربانۍ ته اماده یمه تانه پریږدمه

پکې د راز اونیاز کیسې مې دي موندلي ګوره
په محبت دې ښه ډاډه یمه تانه پریږدمه

چې بې خطره هر خطرته وړاندې شوی یمه
سمبال په کلکه عقیده یمه تانه پریږدمه

لکه خبیب لکه یاسر دې په يارۍ ویاړمه
داستا په مینه نذرانه یمه تانه پریږدمه

له ډیره وخته دې په زړه کې ګرځوم جانانه
خوشحال دا ستاپه یارانه یمه تانه پریږدمه

د بدرالدین ځلاند د ښکليو احساساتو څخه
راجوړه مسته ترانه یمه تانه پریږدمه

بدرالدین ځلاند
1
غزل

دا څوکۍ او منصبونه عارضي دي
دا ګارډان لینډکروزرونه عارضي دي

له ادمه تر دې دمه تلل راتلل دي
دا رتبې او دا بستونه عارضي دي

نن پاچا سبا ګدا بل سبا مړ یې
د دنیا واړه کارونه عارضي دي

د الله تعالی رضا به دي مقصود وي
د باطلو چوپړونه عارضي دي

د مظلوم د زړه له آه نه غافل مه سه
اسلحې، شوبلې ځواکونه عارضي دي

دملت ژور ټپونه درمل غواړي
زه چې ګورم ستا اندونه عارضي دي

مهاجر زاهدزاده چې بدل نه سې
دا ماڼۍ او دا قصرونه عارضي دي.

مهاجر فراهي
1
غزل

ستا پر وړاندې زما زړه مشرح پروت دی
او ته وینې د ملګرو ګومانونه

په یو "ګل" ویلو لاندې تر پوښتنو
ور عیان مې نه کړې لوی لوی ګناهونه

زمانه "فوت پدر" ترکیب تغیر کړه
موږ ټاکلي وو ښه ستر ستر هدفونه

ژوند د خپلې بې وسۍ سرود چالان کړ
ما همدې سرود ته واړول لاسونه

انصاري! وخت د تحریک سېک را کې ورک کړ
بیا مې هم واخیستل څه لړزاند ګامونه

انعام الحق انصاري
1
غزل

د آمو له زړه یې ژوند راووړ بدن ته
قوشتيپه ده د حيات چينه وطن ته

د سپوږمۍ کښتۍ روانه پکې بلخ ته
د فاریاب غېږه یې تږې ده ديدن ته

هندوکش کې د اذکارو زوږ دی شور دی
د بخت ستوري یې راغلي دي لمن ته

تويوي د اباسين له سترګو اوښکې
تار د مينې په ګيله دی تار اغزن ته

له کوډګرو نه توبې اخیستل کېږي
ليلا تللې ده د خپل کلي میين ته

زخمي زړونه بیا په مینه پيوندېږي
تار پېيلی دی لقمان، انسه! ستن ته

انس حقاني
غزل

هلال نن بیا دصلیب لاس پښې او سر ماتوي
څه روڼ سهار دی چې د تورو شپو وزر ماتوي

دلته د وخت هغه ظالم ابرهه مات ښکاریږي
مست ابابیل یې ډېر په چل او په هنر ماتوي

لومړۍ قبله جلال اخستې ده مجذوبه ښکاري
لکه موسی د وخت ساحر کاهن منتر ماتوي

د ایوبي مریدان پرلپسې اور ته دانګي
نمرود یې مات کړ په هر وار یو یو اذر ماتوی

د پړقیدونکو شهابونو عجیب زور وګوره
درومي روان دي دشیطان لعنتي ښکر ماتوي

په هر قدم په اشغالګرو دی بل اور خالده
دچا سرونه مات شول چانه بیا ټټر ماتوي

عطاء الله خالد
1
غزل

ته خو را نغلې تر ماښامه انتظار پاتې شوم
ستا د راتلو په تمه تمه کې خمار پاتې شوم

څه موده تېره وه راويښ شوم پرېښانۍ وړی وم
د عشق مذهب کې په غفلت کې ګنهګار پاتې شوم

غلاوزو مې اوښکې ورزبېښلې دوی ترې شات جوړول
د محبت په لار کې دومره وفادار پاتې شوم

ځواني مې وخوړه د مینې وسوسو اندېښنو
د تش کالبوت غوندې د ژوند په اوږو بار پاتې شوم

چاته مې غږ د ځان ښودنې په خاطر ونکړ
دانش ملنګ تر ننې ورځې مستعار پاتې شوم

دانش ملنګ
1
غــــــمه ماپــریــژده په آرام یمه ستومان یمه ستومان
لیونی زړه ســـتړی ماښـــام یمه ستومان یمه ستومان

زمادجـــــــانان,ستـــــړی هجـــــــــران خــــوړلی یم نور
نشته خلاصـون اسیرپه دام یمه ستومان یمه ستومان

دچــــــــایادو,دچاغــــمومی زړه پرهـــــرپرهرکــــــــړو
درده ترڅـــــوبه کــړی دوام یمه ستومان یمه ستومان

دمیـــــنی درد,بیــــــخی بی حده ســــتړیـــــــاوی لری
په داسـی عشـق اخته مدام یمه ستومان یمه ستومان

زور دځـــــوانۍ,می شـــواوبه اوویلــــی کیــــږمه نور
شــول ارمانـــونه می لِـــلام یمه ستومان یمه ستومان

دحیـــــدری,زُهادوفاپه زړه کی اوســـــــی یوڅـــــوک
دهغې ستـرگې ستــــــاکلام یمه ستومان یمه ستومان


شاعرحیدری زُهاد وفا
1
#وزیرستانه

لـوئ شان لرې شــــــوکت لرې غـــرور وزیرستــانه!
پۀ تا کې دی مات شـــــوی هر مغـــرور وزیرستانه!

خــوبونه یې حــرام دي چې څـوک دلته دی راغلي
ســــرونه یې خواړلی دي روع نه دي بېــــرته تللي
تا سُپــــر طاقتــونه په شــــــرمـــــونو شــرمــولی
معلــوم دې شـولو هر دُښمــــن ته زور وزیرستـانه!

یې ټول مورچه مورچه سنګرسنګردې دښتې عرونه
ستا کاڼــــــي ونې بوټــــــی مجاهـــد دې ولســــونه
ستا پېعلــــې ملالئ دي په دښمــــن کوي بریـــدونه
والله چې یې په ننګ غیـــرت مشهـــور وزیرستـانه!

د چا د ستــرګو تـــور یې د چا سترګو کې اغزئ یې
دټـولې پښتـــونخوا ده پښتانې پېغلـــې ټیکــرئ یې
وطنه څومـــــــره ښکلئ یې ګلــــونو کې بابــرئ یې
رښتیـــــا یې د زمـــریانو زلمــــــو کــور وزیرستــانه!

اوسیــــــږي ګړنګــونو کې د دنګــو غـرو زمریان دي
بچیـــان دې ننګیالي دی سرشینـــــدونکي اتلان دي
وۀ سرو لمبــــــو ته دانګي ســرپه نکړي فـدایان دي
اخلی به دې یــــو پۀ سلــه پــــــــــور وزیــرستـــانه!

ځلیــــــږې پۀ نـــړۍ کې لکه ستــــوری د اسمـان یې
زمـــــونږ دستــــرګو تور یې د پـــردیو قبـرستان یې
جنـت جنـت وطنــه ایـــوبــی وزیـــر ته ګــــران یـې
منـم چـــــې لـرې هـــــر زلمـئ باتـــــور وزیرستـــانه!

ایوبي وزير
1
ﷺﷺﷺﷺﷺ  
چې یې لمرسپوږمۍجمال ته نه رسیږي
لویه خدایه درنه غواړم یې دیدار
چې دچاپه روی پیدا دې دا دنیا کړه
مشرف کړه مایو ځــلې له روخسار

مقدم چې له هوا او له ادم دی
رب ﷻ ته ګران دی او امام الانبیا دی
چې په حسن او اخلاقو کې ممتاز دی
بل څوګ ندی محمد رسول الله دی
چې نسلونه ارمانجن یې د دیدار دي
ؤ پاچا دښایستونو حسندار

اصحابان یې لکه ستوري د سماء ؤ
ټول په یار باندې مين لکه بلال ؤ
که صدیق ؤ که عمر علي عثمان ؤ
برخمن دګران حبیب له خوږ وصال ؤ
سراو مال نه ورته تېر ؤ ورته قربان ؤ
د هر حکم دجانان ؤ تعبېدار

چې راتګ سره یې ختمې تارکې شوې
حق باطل یې ټول امت ته کړو عیان
چې نسکورشولو بوتان دنیا رڼا شوه
بــرکــت ؤ دجــانان او سـپین قران
رب ﷻ ورکړي کمالات او ډېرصفات
شو دجهل تورو شپوته سپین سهار

منوره پرې څلور کُنجه دنیا شوه
په راتک سری یسرف هم مدینه شوه
دحجاز خاوره رنګینه په خوشبو شوه
په راتګ دجــانــان ګلو باغیچه شوه
له مدونه ارمانجن قسیم بدري یم
کله وربه شم بدري د یار تر ښار
شهید آشنا....:

یا چې ته وی یا چې زه هم وی درغلی
دالله به پر ما څومره لوی احسان وای

هېلې غبرګې غبرګې مړې دي پۀ زړګي کې
بده نه وه ! خو چې پاتې یو ارمان وای

د ارام او بې دردیو ځاله نشته
درده وړی به مې لرې له تا ځان وای

نن یې ستا د قبر سرته کړې خبرې !
خو راکړی به دې ماته خپل جانان وای

کله کله ستا ارمان راشي او وایم !
څۀ به ښه وه ! که راغلی بیا دوران وای

د تمام عمر د ځور نه به خلاص وو
رسېدلی دې که غېږې ته حمدان وای


حافظ عبدالصمد حمدان
په مټو د غيــــــــــــــورو شازلميو دى ازاد
لوى کور دى د جهاد ، لوى کور دى د جهاد
لوړ کړى يې څښتن توغ له پاميره له شمشاد
لوى کور دى د جهاد ، لوى کور دى د جهاد

ميدان يې له نړۍ وړى په رزم او په بزم
د دين د بقا ستـــــنه ده د دين د بقا عزم
ساتلى يې د هرې کونډې بورې مورکۍ برم
له خټې د عمر جوړ دى محکم دی له فولاد
لوى کور دى د جهاد ،لوى کور دى د جهاد

سمبال په ايماني هوډ يې سرتېري او عسکر
په سر د ابرهه د ابابيــــــــــــلو مست لښکر
په بيه د خپل تن يې لـــــــرې کړی هر خطر
روزلي په تکتيــــــــک د اعدو او الاعداد
لوى کور دى د جهاد ، لوى کور دى د جهاد

امير مو د عمر په شانتې جوړ له عدالت
دى کړى يې له هره هــېوادواله حفاظت
ور کړى رب د عفوې ترحم دى قيــــــادت
ساتي به يې څښتن تل د سرزورو له فساد
لوى کور دى د جهاد ،لوى کور دى د جهاد

د هر وګړي پورته رب ته وي لاس په دعا
ساتې مو ګران هېواد له بله جنګ بلې بلا
چې جوړه بيا زيارمله نه شي دلته کـربلا
په شتون د ازادۍ او خپلواکۍ دى شکر ښاد
لوى کور دى د جهاد ،لوى کور دى د جهاد

معاويه زيارمل
یَا شَفِیْعَ الْوَرٰیﷺ سَلَامٌ عَلَیْک
یَا نَبِیَّ الْہُدٰی ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

خَاتَمَ الْانْبِیَاءﷺ سَلاَمٌ عَلَیْک
سَیِّدَ الْاَصْفِیاءﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

جِئْتُ یَا مُصْطَفیٰ ﷺسَلَامٌ عَلَیْک
لَکَ اَہْلِیْ فِدَاﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

اَعْظَمَ الْخَلْقِ اَشْرَفَ الشُّرفَا
اَفْضَلَ الْاَزْکِیَا ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

طَلَعَتْ مِنْکَ کَوْکَبُ الْعِرْفَاں
اَنْتَ شَمْسُ الضُّحٰیﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

کُشِفَتْ مِنْکَ ظُلْمَۃُ الظُلَمَا
اَنْتَ بَدْرُ الدُّجٰیﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

وَاجِبٌ حُبُّکَ عَلَی الْمَخْلَوْق
یَا حَبِیْبَ الْعُلٰی ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

مَطْلَبِیْ یَا حَبِیْبِیْ لَیْسَ سِواک
اَنْتَ مَطْلُوبُنا ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

مَقْصَدِیْ یَا حَبِیْبِیِ لَیْسَ سِوَاک
اَنْتَ مَقْصُوْدُنَا ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

اِنَّکَ مَقْصَدِیْ وَ مَلْجَائِیْ
اِنَّکَ الْمُدَّعَا ﷺسَلَامٌ عَلَیْک

سَیِّدِیْ یَا حَبِیْبِیْ مَوْلائیِﷺ
لَکَ رُوْحِیْ فِدَا سَلَامٌ عَلَیْک

مہْبَطُ الْوَحْیِ مَنْزِلُ الْقُرْاں
صَاحِبُ الْاِہِتدَا ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک

ہَذَا قَوْلُ غُلَامِکَ الْعِشْقِیؔ
مَنْہُ یَا مُصْطَفیٰ ﷺ سَلَامٌ عَلَیْک