د شاعرانو کور احتیاطي چینل
94 subscribers
دغه د شاعرانو کور احتیاطی چینل دی دلته هم راسره ملگري شئ
Download Telegram
زلفی دی اوږدی په مخ خوری ګرانه
سه چی ته کوی نو خه کوی ګرانه

هرسوک که غپیږی خیر غپیږی دی
ګوره چی پروا به یی نه ساتی ګرانه

منمه ډیر سوزی ډیر پری درد اخلی
زلفی چی خوری کړی ته اوږدی ګرانه

ته یی ددی خاوری خپل اصلی مالک
ته به شنی کوی دشتی سپیری ګرانه

اوس نو د دهرچا په زړه کی ځای لری
اوس درسره هرسوک کړی مزی ګرانه

ای عمر محســنه خاوری شـــوی دي
دلته دری یاغی امپـــراتوری ګرانـــه

لیک عبدالله عمر محسن
غزل

تـه مه ځه کـنه زه دي په بیلتون لیونی کیږم
بیـا زه درپسې ګورم په نشتون لیونی کیږم

ته چې لاړ شي جنازه د ارمانو درپسې وکړم
اخ سوي اسویلي کړم ځیګرخون لیونی کیږم

داستـرګې دي دلـداره لږ مـهار کړه ګزاره کړه
بـاڼـه دي تر زړه وځي په ازمون لیونی کیږم

امتحان دتنهایې دي راته سخت دی قربانکه
محصل یم ستادمینې له مضمون لیونی کیږم

مات په زړه داغـلی داسې غـلـی غلـی ښه یم
ځار ریـان درپسې یاره بې سکون لیونی کیږم

شاعر رحمان الله ریان
*وطـن دپــر مخــــــتګ په لور روان دی*
*مـــل یې دمـــلائــــــــــیکو کاروان دی*

*سپیــن پټکــــي اذاد ګــرزي هیواد کې*
*هیــــواد نـــورپه طالب باندې ودان دی*

*کــوي معســــکرات ده دیـــن ساتنې ته*
*هرپـــوځـــي دامـــارت مـــې جانان دی*

*ســــــاتنه کړي ده دین اوهیواد په ځان*
*ســـر اومـــال یـــې له دین نه قربان دی*

*په نصــرت دالله یو رسیدلي تر دې ځای*
*په هـــرڅـــه کـــې مومل رب المنان دی*

*سپیـــن بیـــرغ چـې ورپي په ټوله نړۍ*
*بـس یاســـرطالب دزړه مــــې ارمان دی*


*✒️سیدیاسراغا*
ستا وجود ته یی دجنت پشان ښکولاورکړله
دی ببرسر طالب عجبه مقابله وکړله

په تنها سریی کړلو مات ټول صلیبی ځواکونه
دطالب جان په مقابلی ټولو نړیوالو تبصره وکړله

غروریی مات کړلودوخت دفرعونی لښکرو
دی ابابلوزلمو څه ښائسته غزا وکړله

داشغالګرو زور یی ختم کړل په ګران هیواد کی
په قرانی قانون هیواد ته یی رڼا ورکړله

منهاج یی ځکه نن ستا ینه کوم
چی ګران هیوادته یی په سپین بیرغ ځلاورکړله
شاعر منهاج
مغروره نشي شهــــــــیدان له یادونباســــــــي
طالــــــــــبه وروره یتیمان لــــه یادونباســـــي

هاچي شهید وو په سنګر کي ستاپیاد دي کنه
نن خو هغه ګل طالب جان لـــه یادونباســــــي

هاچي عمر سختي سحني ورباندي تیري کړه لي
اوس دمرحــوم عــــــمرارمان له یادونباســــي

داچي شهید امیر منصور باندي ټوټه ټوټه ســــو
پام داسپیڅلی پاک نِظام لــه یاد ونباســـــــي

هادجـــلال دزړه ټــوټي فدایان مــه هـــیره وه
لږکــــــــوه فکر آتلان لـــــــه یادونباســــــــي

قُتَیْـــــبَهْ بادغیـــسواله خدای مکړه په بله نشي
دازوریدلــــي افـــــغانان لـــــه یادونباســي

          *شاعر قتیــــبه بادغیـــــــسوال*
سنګرونه کمینونه پسي ګـــــــورم
دهاتوروغرو ســـرونه پسي ګورم

له ډیروخته اتظاریم وه دیدن ته
دبادغیس دختي ډاګونه پسي ګورم

مولوي غلام دستګیر احسان مونسته
دملګروکاروانــونه پسي ګــــــورم

دتاریخ زړه مولوي محمداسماعیل
هغه ړنګ ماذیګرونه پسي ګـــورم

ستراتل اخند زاده عبدالرحمن وو
دستګیر توفان یادونه پسي ګورم

مولوي جماالدین منصور شهیدسو
دغازیانــو قتارونه پسي ګـــــورم

شهیدمولوي صدالردین منصوري مو
قهرمان وو تشکیلونه پسي ګــورم

مولوي سیدحکیم زړه ده ملګرو
ولاړی ټــوله کمینونه پسي ګورم

مـــــولوي عبدالباري بلال اتل وو
کری شپه ګرزم دختـونه پسي ګورم

زه قتیبه بادغیسوال سرپه زنګون یم
خوداوخکوامیلونه پسي ګــــورم
1
ژوند څه دی خو یو درد  دی او راون دی
لا یو تیر شوی نوی ورپسى بل امتحان دی

داخوار قسمت نه کله یو ګیله وکړمه هسې
چی زړه مو په ودان و شهید شوی هغه ځوان دی


امید د وصال دغسی حالاتو دی ورک کړی
له هری خوا هجران دی او هجران دی اوهجران دی

یوی خواته هجرت دی په پرادی وطن کی شپی دی
دا بل خوا ګډ زمونږه په ملګرو یو خزان دى

قربان د فدائي جانان د ټینګ قوی ایمان نه
دخپلو همسفرو نه  بیلیږي او موسکان دی

ننګیال خو یم حیران د دغو نوی اوښتون ته
ملګری مو رقیب ، رقیب ته وائې چې جانان دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر ننګیال
د احساس څراغ مې اور اخیستی،  بل شو
زړه مې ولړزیدو درد کوي،  څه چل شو؟

عاطفو مې ګونګه ژبه هم ګویا کړه
درد د مینې مې ظهور وکړ،  غزل شو

خدازده کومو بدو سترګو رانه وخوړ
جوړ هرات مو کنډوالو باندې بدل شو

د پردېسو بنګړي مات کړل ولچکونو
پېښوره په ژړا درته کابل شو

چې موجود و له اغزو سره تشبیه و
چې معدوم شو بیا په هر محفل کې ګل شو

شاته نه ګوري د ښار له شوره تښتي
خلک وایي روغ انس لاړو پاګل شو

انس حقاني
👍1
لکه څاڅکې د باران، دومره درودونه دې په تا وي
لکه ستورې د اسمان، دومره درودونه دې په تا وي

ځمکه ، غرونه ،اسمانونه او بحـرونه
کاڼې بوټې د جهان، دومره درودونه دې په تا وي

ټول ذی روح چې په دنیا باندې ګرځېږي
او چې څومره دي پنهان، دومره درودونه دې په تا وي

له اوله تر اخره ټول حروف د کتابونو
او حروف د حق قرآن، دومره درودونه دې په تا وي

هر مؤمن ته چې بدله کې نصیب کېږي
جنتونه او غلمان ، دومره درودونه دې په تا وي

کائنات او موجودات په دې عالَم کې
ټول په علم د رحمان، دومره درودونه دې په تا وي

احمدي پکتیاوال، واړه ګناهونه، خطاګانې
او امید یې د غفران، دومره درودونه دې په تا وي

احمدي پکتیاوال
1
د زړه کعبه

ځان برابر د پیغمبر پر طریقه کړه وروره
لنګوټه وتړه او ږېره دې اوږ ده کړه وروره

لاس کې امساء وا خله مسواک واخله سنت عمل دی
کالي اوږ ده  کړه  او صفا د زړه کعبه کړه وروره

ګوره غلط نکړې مسیر ده مدینې د جانان
سینه کباب کړه عشق نور هم پسې تازه کړه وروره

نسیم ته هر سهار ماښام ورکوه درود او سلام
خپل حقیقي جانان ته ځار دغه تحفه کړه وروره

اې مهاجره لمر سپوږمۍ چې وو له رنګه عاجز
هغه دلبر ته ځان اومال ټول نذرانه کړه وروره

عبدالباقي مهاجر
1
نعت شریف

زه په احمـــد زه په محمود زه په طه مئین یم
زه فطرتي په مُحَمَّـــــــــــدْرَسُولُ الله مئین یم

چې راکوي دزړه پرســـر دهجـر ســره داغونــه
په هغه درد پـه هغه څـــړېکه او سـزا مئین یم

زمـاجنــــون ددنیــــاګۍ ښکلي اوس نه ماتوي
زماجنــــون چې مـاتوي پــه هغه چـا مئین یم

چې دجمــــــال ثاني یې نشته پر کُــرَّه د زمین
په داسي ښکلي نازنین بَـدُّرُالــــدُجـي مئین یم

سیحــانه غواړمه مرګی زه  دحجاز په غېږکې
زه دیثرب په دښتو غـرونـو او هــوا مئین یم

سیحان کندهاري
بلوای به چـا ډیــوه نـه شـوه لـه ډاره
دلته داسې شیبې هم تیرې شوې یاره

د چاپې د خونړۍ شپې کیسه پریږده
ته دې خپل حالت ژبـاړلی شې سهاره؟

ټـولـول بـه مــو د ژڼـیـــــو انــدامـونه
را ایــستلې بـه مـو غوښـــې لــه انګاره

بــې مثالــه ازمـایـښـــت و، ذالـجلالـه
د زانـګـو ماشـومـــه هـــم وه ګنهګاره

ژوند پـه بیه خرڅېدۀ، ځینو اخیستۀ
دا سـودا کـیـده لـه هــــر یـــوه بازاره

د جوارو د دانو په څیر به وریت شول
ستا پـه ښکلي دیـن مئین، پروردیګاره

غـــوړولـې وه لـمـن پـر هـیــواد ویرې
زنـدګـي دلـتـه چـا نــه وکــړه قــراره

له ګربز مستغفر ښکلی لالی ورک شو
لـیـونــي انـقلاب وخــواړۀ پــر لاره

مستغفر ګربز
1
د  جنت او نعمتو اتصال  غواړم
د دوزخ له عذابو انفصال غواړم

دشيطان له دام مې خلاص کړه پاکه ربه
دخپل نفس له هرخواهش استقلال غواړم

په ظاهر کې نورانیت دایمان څه دی؟
په باطن کې تل سپېڅلی جمال غواړم

پاکه خدايه ما مین په خوږ جانان کړه
صفا عشق لکه د حضرت بلال غواړم

دا بېمار بېمار زړګی به مې ټکور شي
دې تیارۀ زړۀ ته د مینې مشال غواړم

چې یې زه پر نا لیدلي مخ مئین کړم
په خوبو کې یې لۀ خدایه وصال غواړم

ای  فیضانه دعشاقو په کاروان کې
داسي  مينه  محبت  لا مثال غواړم

فیضان
د تورو شپو پۀ غیږ کې سباؤن دې راته راکړ
اُسـتاده.! محـترمه.! لوئ بدلون دې راته راکړ

اغاز مې شوې اواز مې شوې او راز مې د بریاؤو
مخکښ دې کړم، بری د ټول ژوندون دې راته راکړ

لار ورکی لاروی وم خدازده کومې خواته تلمه
تا ونیـوم لۀ لاسـه ښـکلی یــون دې راته راکړ

د پوهې مې کمی ؤ تا پۀ هر څۀ باندې پوی کړم
پـۀ هر رنګ شـرايـطو اوښــتون دې راته راکړ

د ښو او بدو فرق دې هم راوښـود، تا اګاه کړم
هر عصر او هر وخت سـره سـمون دې راته راکړ

هیڅکله مې ســتا ټنډه قهرجنه محسـوس نکړه
لۀ مور او پلار د زیاتې مینې شتون دې راته راکړ

د حق دې پوروړی یم مخلص کډوال عاجز یم
پۀ سختو دې راپورته کړم سکون دې راته راکړ

مخلص کډوال
غزل

دمرګ تر پولې درسره یمه تا نه پریږدمه
زه قربانۍ ته اماده یمه تانه پریږدمه

پکې د راز اونیاز کیسې مې دي موندلي ګوره
په محبت دې ښه ډاډه یمه تانه پریږدمه

چې بې خطره هر خطرته وړاندې شوی یمه
سمبال په کلکه عقیده یمه تانه پریږدمه

لکه خبیب لکه یاسر دې په يارۍ ویاړمه
داستا په مینه نذرانه یمه تانه پریږدمه

له ډیره وخته دې په زړه کې ګرځوم جانانه
خوشحال دا ستاپه یارانه یمه تانه پریږدمه

د بدرالدین ځلاند د ښکليو احساساتو څخه
راجوړه مسته ترانه یمه تانه پریږدمه

بدرالدین ځلاند
1
غزل

دا څوکۍ او منصبونه عارضي دي
دا ګارډان لینډکروزرونه عارضي دي

له ادمه تر دې دمه تلل راتلل دي
دا رتبې او دا بستونه عارضي دي

نن پاچا سبا ګدا بل سبا مړ یې
د دنیا واړه کارونه عارضي دي

د الله تعالی رضا به دي مقصود وي
د باطلو چوپړونه عارضي دي

د مظلوم د زړه له آه نه غافل مه سه
اسلحې، شوبلې ځواکونه عارضي دي

دملت ژور ټپونه درمل غواړي
زه چې ګورم ستا اندونه عارضي دي

مهاجر زاهدزاده چې بدل نه سې
دا ماڼۍ او دا قصرونه عارضي دي.

مهاجر فراهي
1
غزل

ستا پر وړاندې زما زړه مشرح پروت دی
او ته وینې د ملګرو ګومانونه

په یو "ګل" ویلو لاندې تر پوښتنو
ور عیان مې نه کړې لوی لوی ګناهونه

زمانه "فوت پدر" ترکیب تغیر کړه
موږ ټاکلي وو ښه ستر ستر هدفونه

ژوند د خپلې بې وسۍ سرود چالان کړ
ما همدې سرود ته واړول لاسونه

انصاري! وخت د تحریک سېک را کې ورک کړ
بیا مې هم واخیستل څه لړزاند ګامونه

انعام الحق انصاري
1
غزل

د آمو له زړه یې ژوند راووړ بدن ته
قوشتيپه ده د حيات چينه وطن ته

د سپوږمۍ کښتۍ روانه پکې بلخ ته
د فاریاب غېږه یې تږې ده ديدن ته

هندوکش کې د اذکارو زوږ دی شور دی
د بخت ستوري یې راغلي دي لمن ته

تويوي د اباسين له سترګو اوښکې
تار د مينې په ګيله دی تار اغزن ته

له کوډګرو نه توبې اخیستل کېږي
ليلا تللې ده د خپل کلي میين ته

زخمي زړونه بیا په مینه پيوندېږي
تار پېيلی دی لقمان، انسه! ستن ته

انس حقاني
غزل

هلال نن بیا دصلیب لاس پښې او سر ماتوي
څه روڼ سهار دی چې د تورو شپو وزر ماتوي

دلته د وخت هغه ظالم ابرهه مات ښکاریږي
مست ابابیل یې ډېر په چل او په هنر ماتوي

لومړۍ قبله جلال اخستې ده مجذوبه ښکاري
لکه موسی د وخت ساحر کاهن منتر ماتوي

د ایوبي مریدان پرلپسې اور ته دانګي
نمرود یې مات کړ په هر وار یو یو اذر ماتوی

د پړقیدونکو شهابونو عجیب زور وګوره
درومي روان دي دشیطان لعنتي ښکر ماتوي

په هر قدم په اشغالګرو دی بل اور خالده
دچا سرونه مات شول چانه بیا ټټر ماتوي

عطاء الله خالد
1
غزل

ته خو را نغلې تر ماښامه انتظار پاتې شوم
ستا د راتلو په تمه تمه کې خمار پاتې شوم

څه موده تېره وه راويښ شوم پرېښانۍ وړی وم
د عشق مذهب کې په غفلت کې ګنهګار پاتې شوم

غلاوزو مې اوښکې ورزبېښلې دوی ترې شات جوړول
د محبت په لار کې دومره وفادار پاتې شوم

ځواني مې وخوړه د مینې وسوسو اندېښنو
د تش کالبوت غوندې د ژوند په اوږو بار پاتې شوم

چاته مې غږ د ځان ښودنې په خاطر ونکړ
دانش ملنګ تر ننې ورځې مستعار پاتې شوم

دانش ملنګ
1
غــــــمه ماپــریــژده په آرام یمه ستومان یمه ستومان
لیونی زړه ســـتړی ماښـــام یمه ستومان یمه ستومان

زمادجـــــــانان,ستـــــړی هجـــــــــران خــــوړلی یم نور
نشته خلاصـون اسیرپه دام یمه ستومان یمه ستومان

دچــــــــایادو,دچاغــــمومی زړه پرهـــــرپرهرکــــــــړو
درده ترڅـــــوبه کــړی دوام یمه ستومان یمه ستومان

دمیـــــنی درد,بیــــــخی بی حده ســــتړیـــــــاوی لری
په داسـی عشـق اخته مدام یمه ستومان یمه ستومان

زور دځـــــوانۍ,می شـــواوبه اوویلــــی کیــــږمه نور
شــول ارمانـــونه می لِـــلام یمه ستومان یمه ستومان

دحیـــــدری,زُهادوفاپه زړه کی اوســـــــی یوڅـــــوک
دهغې ستـرگې ستــــــاکلام یمه ستومان یمه ستومان


شاعرحیدری زُهاد وفا
1