💞دمینی لارویی💞
447 subscribers
710 photos
21 videos
8 files
155 links
Download Telegram
د دنيا د مصيبت په وجه د مرګ غوښتنه مه کوئ!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په تاسو کي دي هيڅ کس د يو مصيبت ( غم ) په وجه د مرګ غوښتنه نه کوي، که چيري بيا هم چاره نه وي نو دا دعاء دي ووايي:

اللَّهُمَّ أَحْيِنِي مَا كَانَتِ الحَيَاةُ خَيْرًا لِّيْ، وَتَوَفَّنِي إِذَا كَانَتِ الوَفَاةُ خَيْرًا لِّيْ" صحيح البخاري، رقم الحديث: ٥٦٧١

ژباړه: الهي! ما ته ژوند راکړې تر څو چي ژوند زما لپاره خير وي او وفات مي کړې هر کله چي مرګ زما لپاره خير وی
ځیني خلګ د مرغانو خوي لري
چېري چې دانه وي، هلته ځي...!!
مور په دی ژوند کی هر څه دی.
په غم کې راحت، په مایوسۍ کې امید،
او په کمزورۍ کې قوت دی..

دا انځور د هغه موټر دی چې څښتن یې
د جلاوطنۍ په موخه له هېواده وتلی
او د بېرته راتګ په وخت یې
دا صحنه لېدلې ده.
د مور مینه نه بیلیدونکی ده.
❤️😘
دې عکس سره لیکل شوي وو:
که زرګونه دوه مخي خلک
سره یو ځای شي او ستا ریښي غوڅې
هم کړي؛ خو که په دې وخت کې ستا
یو رښتینی ملګری له تاسره پاتې وي،
باور ولرئ! چې تاسې به هیڅ وخت
غورځېدلو ته پرې نږدي.
یوه ښځه وايي:
ما غوښتل چې نقاب واغوندم، خو زما پلار او مور ته دا کار خوښ نه و او مخالفت یې وکړ، یو ورځ مې پرېکړه وکړه چې نقاب واغوندم او د هغوی مخالفت ته مې اهمیت ورنه کړ، هغوی په غوسه وویل: هیڅ څوک به نور ستا لپاره د واده وړاندیز ونه کړي،
خو په هماغه اونۍ کې یو ځوان زما لپاره د واده وړاندیز وکړ، او زموږ نکاح وسوه. کله چې مې له خپل مېړه سره خبرې کولې، هغه راته وویل:ته پوهېږې، ما له تېرو نهه کلونو راهیسې ستا سره مینه لرله، خو ما صبر کاوه چې کله ته نقاب واغوندې، زه به سمدستي درته د واده وړاندیز وکړم.
له واده وروسته، د پنځو کلونو په موده کې مېړه مې ماته قرآن د لسو قراءتونو سره را زده کړ، او زما لپاره غوره مرسته کوونکی سو. بېشکه څوک چې تقوا او صبر اختیار کړي، الله د نېکانو اجر هېڅکله نه ضایع کوي.
ده خپلو سره اوخرئ وڅکئ
او ده پردو سره تجارت وکړئ
که غواړی چی لۀ تیارو څخه رڼا تۀ راوګرځئ
نو پۀ صحیح معنی قران مطالعۀ کړئ
ځينې وخت د يو کار لپاره خپله يوه
د حل لاره پيدا کولی شو،
خو يوازې فکر اؤ بيا ځلې فکر کول
مهم دي....
که ښځه د یوه مرغۍ په بڼه پیدا شوې وای
نو حتماً به طاووس وای،
که د څاروي په بڼه پیدا شوې وای
حتماً به غزال وای که د حشراتو په بڼه
پیدا شوې وای نو حتماً به پتنګ وای،
خو هغه انسان پیدا شوه
ترڅو مور، خور، او مینه وګرځي.

ښځه د خدای په دې اشرف المخلوقاتو کې
دومره لوړه درجه لري چې یو ګل یې
خوشحاله کولی شي،
او یو ټکی یې وژلی شي..!!
له داسې انسان سره ملګرتیا وکړئ څوک چی ستاسو په طبعیت پوهیږي نه هغه چي هر وخت فقط خپل طبعیت ورته مهم وي
ملائکو هم په ځینو سخته خواری کړی ده😍🫣
د ژوند له هغو خوږو تېر شئ،
چې منځ یې له زهرو تریخ وي.
#پام
#خواږه
#ترخه
یو ورور باید داسې کس نه و اوسي،
چې خور یې د غږ په اورېدلو سره
په لړزا شي،
بلکې یو ورور باید داسې ځان جوړ کړي،
چی خور یې د غږ په اوریدلو ډاډ
او په لیدلو یي غرور احساس کړي!

#خویندې_ونازوئ 🥰
ده ورځي رزق لټوۀ
خو ده شپې هغۀ زات لټوه چې رزق درکوي