💞دمینی لارویی💞
448 subscribers
710 photos
21 videos
8 files
155 links
Download Telegram
د ځان لپاره دعاء کول عبادت دي
او د نورو لپاره دعاء کول خدمت دي
په عبادت جنت نصيب کيږي
او په خدمت سره اللهﷻ ته نژديکت !

ستاسو د نیکو دعاؤ په هیله
تاسې هغه وخت په ځان باور
او فکري ازادي لرئ.
چې د نورو خلکو د ويلو په اړه فکر ونه کړئ
ایمان مو پرې تازۀ کړئ

لَا إِلٰهَ إِلَّااللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰهِ
☝❤
مونږ د تقدیر فیصلې ته په طمع یو،
او تقدیر زمونږ همت ته په انتظار دی،
نو ګیله باید له خپل ځان څخه وکړو
نه له تقدیر څخه.
د فکرونو او نسلونو، اشغال
او یرغمل په دری اسبابو کېدای شي.!
١- پيسه
٢-ښځه
٣-منصب او چوکي
..!
په انسان کي له صداقت وروسته
دوهم غوره صفت، مهرباني ده...
ځینې دردونه خبرې نه کوي،
نه ژاړي، نه چيغې وهي،
یوازې زړه خوري، رنګ خرابوي
او په ټوله کې درنه په بې رحمانه ډول،
دننه قبرستان جوړوي😭💔
داسي چاپیریال کي اوسېدل هم
سخت زور غواړي چي هیڅوک مو
په ارزښت نه پوهیږي،
هیڅوک مو نه سي درک کولای،
هیڅوک ستاسو د إحساساتو
درناوي نه کوي...! 😢!
ستاسو سترګې کوم رنګ دي؟
زما خو 6

کمنټ👇
که چېرې مو څوک
په خبرو نه پوهېدو،
خندا ورته وکړئ،
خندا یوازینۍ ژبه ده چې
هرڅوک پرې پوهېږی
..!
په شپه کی ټول خلک
خپلي دروازې بندوي
خو یوازی اللهﷻ خپلی د رحمت
دروازې خلاصوي
ربه بی نکاح ځوانانو ته
دحلالې نکاح توفیق ورکړی
.!!
د پنځو کسانـو ملګرتیا مه کوﺉ
دروغجن
فاســق ،
بخـیل ،
احمق ،
هغه څوک چې د خپلولۍ اړیکي پرې کړي
تشویش مه کوئ !!!
که مو ژوند ښه وي خوند ترې واخلئ
ځکه ښې شیبې تل نه وي،
او که مو ژوند ښه نه وي اندېښنه مه کوئ
ځکه دا حالات او وضعيت تل نه وي.!!
زما پیشوګۍ......😍🙈
#څو_خاصى_او_مهمى_خبرى:-
له دې نړۍ مې تر دى دمه،
یوازې دغه څو خبرې زده کړې:

•هغه چا چې ډېر به يى ويل
نه پوهيږم" تر ټولو ډېر پوهېده.
•څوک چې ډېر غښتلی وه،
د زور په اړه لږ غږیده.
•چا چې په آسانۍ ويلى سو "
غلطي مې وکړه"، په ځان باور يې ډېر پياوړی وه.
•د چا چې غږ نرم او ورو وه،
خبرو يې ډېر وزن درلود.
•چا چې له ځان سره ريښتيني مينه
درلوده، نور خلک يې هم له زړه خوښیدل.
•او چا چې به ډېر خندل، ژوند ډېر
کړولي او ستړى کړى وو....
!
هېڅکله يې د ځان غچ نه دی اخيستی
مګر پرته له هغوی چې د حق حریم يې
ماتاوه
صلی الله علیه واله وسلم❤️
کله - کله داسې کيږي چې له غلطيو څخه
د ژغورلو لپاره غوره شوې لاره،
په خپله له غلطۍ څخه درنده
او سخته وي.
له ژونده خوند واخلئ

تازه صورت حال😊
د بزدلۍ ستره نښه بې صبري ده
ځواکمند انسان تل د صبر او زغم
خاوند وي هغوی تل د حقایقو لار
څاري او حقیقت لکه روڼ سهار هرو
مرو راخیږي
..!
مینه مه کوه
تر څو چې مینه درسره مینه وکړي.
کله چې مینې تاسره مینه وکړه.
بیا دومره مینه وکړه
چې مینه د بل چاسره مینه ونه
وکړی
پاکه ربه..!
له زړه څخه مو
د هر هغه څه مینه وباسه،
چې ستا د ناراضتیا سبب ګرځي!